No-IMG

مهم ترین های امروز جمعه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: د ح.ا.ا د عالیقدر امیر ښاغلي انجنیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د نن جمعې لمانځه د خطبې له متن څخه: رسنيو كي داسي څه ويل شوي چي د پاكستان داخله وزير؛ گواښ كړى چي تحريك طالبان پاكستان TTP په افغانستان كي پټنځايونه لري؛ او پاكستان به د هغوى خلاف عمليات تر سره كړي؛ او امريكايي چارواكو د پاكستان د دې گواښ او تصميم ملاتړ كړى!!

اما وروسته د پاكستان داخله وزير وويل: د ده وينا سمه نه ده منعكس شوې او داسي څه ئې نه دي ويلي؛ ورپسې داسي راپورونه هم خپاره شول چي گواكي پاكستانى ځواكونو د ننگرهار په گوشتې كي د پاكستاني طالبانو پر كوم مركز بمونه غورځولي. دا راپور هم د پاكستان له لوري تكذيب شو؛ حكومت بايد د دې راپورونو سپيناوى وكړي او د ولس تشويشونه رفع كړي؛ خو له وضعيت داسي معلومېږي چي د كابل او اسلام آباد اړيكي ترينگلي شوې او په مجهول لوري خوځي.

په افغانستان كي د امريكايي ځواكونو د حضور په دوران كي او په داسي حال كي چي پاكستان ضد ډلو؛ په افغانستان كي مراكز درلودل؛ د پاكستان له لوري نه داسي گواښونه شوي او نه عمليات؛ او دا په داسي حال كي چي هغه مهال د پاكستان د مخالفو وسله والو ډلو د عملياتو لمن تر كراچي پوري غځېدلې وه.

: د ح.ا.ا د عالیقدر امیر ښاغلي انجنیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د نن جمعې لمانځه د خطبې له متن څخه: له افغانانو سره دا اندېښنه هم راولاړه شوې چي امريكا ولي دا خوښوي او د پاكستان حق ئې گڼي چي د مخالفينو خلاف په افغانستان كي بريدونه تر سره كړي؟!!

: د ح.ا.ا د عالیقدر امیر ښاغلي انجنیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د نن جمعې لمانځه د خطبې له متن څخه: له رسنيو دا هم اورېدل شوي چي هند ويلي: ډهلي د مقاومت له ډلي سره د مرستي په اړه غور كوي او ښايي دا كار وكړي. هغوى ته مو مشوره دا ده چي له دې غلط تصميم د گټي پر ځاى تاوان كوئ؛ وچي وني په اوبو نه شنې كېږي؛ امريكا ونه توانېده چي هغوى په اقتدار كي حفظ كړي؛ نن په صريح الفاظو وايي چي د هيڅ وسله وال مقاومت ملاتړ نه كوي؛ ډهلي ته همداسي دريځ گټور دئ نه د ناكامو تجربو تكرار.

: د ح.ا.ا د عالیقدر امیر ښاغلي انجنیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د نن جمعې لمانځه د خطبې له متن څخه: په رسنيو كي دا بوږنوونكى خبر هم منعكس شو چي شهزاده هري؛ چي د بريتانيا له سر تېرو سره يو ځاى افغانستان ته د جنگ لپاره راغلى وو؛ اعتراف ئې كړى چي 25 افغانان ئې وژلي!! له دې قياسولى شئ چي د بريتانيا 15 زره سرتېرو به په شلو كلونو كي څومره افغانان وژلي وي؛ د ناټو 160 زره سرتېرو به څومره وژلي وي؟!!

د هغوى سرتېري د شهزادگانو په شمول راغلي وو چي د افغانانو په وژلو سره خپلي نښي پخې كړي؛ په كوم پټي كي به ئې بزگر وليد چي په كار بوخت دئ؛ نو له لري واټن به ئې په نښه كړ؛ او وبه ئې وژلو؛ ويډيو به ئې ترې جوړه كړه؛ په دې ئې هم اكتفاء نه كوله؛ يوه گوته به ئې ترې غوڅه كړه او له ځان سره به ئې د عملي ثبوت په توگه وساتله. دا ويډيوگاني په غربي رسنيو كي ښودل شوې!! دا دئ گورئ چي د دوى شهزاده د افغانانو په وژلو فخر كوي!! په داسي حال كي چي دلته ئې جنگ له يوه مظلوم، بې وزلي، فقير ولس سره وو؛ د خپلي آزادۍ لپاره ئې؛ په تش لاس؛ د اشغالگرانو خلاف مقاومت كړى. خداى دي پر دوى هغه ورځ راولي چي په لومړي او دوم نړۍ والو جگړو كي ورسره مخامخ شول؛ پر لندن هم بمونه ورېدل.

: د ح.ا.ا د عالیقدر امیر ښاغلي انجنیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د نن جمعې لمانځه د خطبې له متن څخه: د شوروي خلاف جهاد په دوران كي؛ د مجاهدينو يوه ستره هيله او تمنا او د الله تعالىٰ په وړاندي دعاء؛ دا وه چي الله تعالىٰ پر كرملين د ډزو صحنه ورباندي وگوري؛ دا صحنه ئې عملاً په خپلو سترگو وليدله؛ د هغي كودتا په دوران كي چي كه څه هم ناكامه وه؛ خو د شوروي د زوال او وېشلو پيلامه شوه.

: د ح.ا.ا د عالیقدر امیر ښاغلي انجنیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د نن جمعې لمانځه د خطبې له متن څخه: په رسنيو كي دا هم منعكس شول چي بريتانيا او ايران غواړي؛ له افغان نجونو او هلكانو سره د تعليم په اړه آن لاين او مجاني مرسته وكړي. يقيناً چي دا د افغانانو لپاره د پېغور خبره ده؛ له چارواكو غواړو افغان سرلوړى ولس له دې پېغور وژغورئ؛ نوى نسل او خپل اولاد بايد په خپل لاس؛ په خپل هېواد كي، په خپلو تعليمي مراكزو كي او د داسي رغنده تعليمي نصاب په غېږ كي و روزو چي نه يوازي له هر چا سره سيالي كولى شي بلكي په تعليمي مجال كي تر نورو دومره وړاندي وي لكه چي دريو زبرځواكونو په خلاف د جهاد او آزادۍ په جنگ كي تر ټولو وړاندي ول.

: از متن خطبه نماز جمعه امروزی امیر عالیقدر ح.ا.ا محترم انجنیر گلبدین حکمتیار حفظه الله: در هفته گذشته شاهد صحنه هاى حيرت آورى از تجليل سال نو ميلادى در كشور هاى غربى و مسيحى و حتىّٰ كشور هاى اسلامى بوديم. رقص ها و پاى كوبى ها در جاده ها، آتش بازى ها، مارش ها، تجمعات، چراغان شدن شهر ها، و اين همه فقط يك مصروفيت بيهوده و بى حاصل؛ كه مليون ها انسان را بخود مصروف كرد و مليارد ها دالر مصرف برداشت؛ مصارفى كه هيچ توجيه عقلى، اخلاقى و انسانى نمى توان براى آن ارائه كرد؛ با اين مبالغ هنگفت، ضياع وقت و انرژى انسانى؛ مى توانستيم يك كشور بزرگ را آباد كنيم و مليون ها انسان جنگ زده و فقر زده را كه از نبود نان، آب و دواء جان مى دهند؛ و از سرماى سخت مى ميرند؛ نجات دهيم.

: د ح‌اا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه: پنج‌شنبه د جدي ۱۵؛ ۱۴۰۱:

د ح‌اا قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار تېره ورځ پنج شنبې له غرمې مخکې د کابل پوهنتون له استاد او مشهور فرهنګي شخصيت ښاغلي محمد اسماعيل يون او همداراز د ليکوال او شاعر ښاغلي محبوب الله خان سره وکتل.

په دې کتنه کې پر يو لړ مهمو سياسي او فرهنګي موضوعاتو تفصيلي بحث او خبرې وشوې.

يادو ښاغلو د ځينو هېوادنيو او اسلامي قضاياءو په رابطه د ښاغلي حکمتيار جرأت‌مندانه ملي او شرعي مواقف وستايل او پر وينا يې چې د يادو مواردو په رابطه د هغه پياوړي شرعي استدلالات بيخي ټول‌منلي او بې‌بېلګې دي او ټول ملت يې د زړه له کومي استقبال او هرکلی کوي.

: ‏اسلامي امارت د ٢٥ افغانانو د وژل کېدو په تړاو د بریټانیا د شهزاده هېري اعتراف جنایت بللی دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي پر خپل ټوېټر لیکلي چې هر اشغالګر هیواد په افغانستان کې د دا ډول جنایتونو داستان لري.

‏د ډېلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د بریتانیې شهزاده هېري افغانستان ته د خپل دویم سفر په ترڅ کې ٢٥ کسان وژلي وو.

نوموړي د خپلو خاطراتو په کتاب کې لیکلي چې ددې ٢٥ کسانو د وژلو پر مهال یې هغوی ته د انسانانو نه، بلکې د شطرنج د دانو فکر کاوه.

: ‏د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د مصر، سوډان او فلسطین د مخکښو علماوو له يو پلاوي سره لیدلي دي.

کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ددې لیدنې پر مهال د کورنیو چارو وزارت سرپرست دغو علماوو ته ویلي چې ” د یو دردېدلي افغانستان غږ خپلو هیوادونو او نړۍ ته ورسوئ.“

‏نوموړي په ورته مهال د اسلامي نړۍ پر یووالي هم ټینګار کړی دی.

: ‏عبدالواحد حماس، سخنگوی والی غور، می‌گوید که دو تن از کارمندان رادیو تلویزیون ملی غور به شمول یک بانو از سوی ارگان‌های کشفی این ولایت بازداشت شده‌اند.

به گفته‌ی آقای حماس، این افراد به علت جعل اسناد بازداشت شده و پرونده‌های آنان به ارگان‌های عدلی و قضایی سپرده شده است.

: ‏انس حقانی، عضو ارشد امارت اسلامی، در پاسخ به شاهزاده هری که گفته است ۲۵ تن را در جریان ماموریت‌اش در افغانستان کشته است، می‌گوید که شما در این جنگ "مغلوب" شدید و امیدوارم که تاریخ بشریت این "جنایت‌ها" را به یاد داشته باشد.

‏آقای حقانی در رشته تویتی همچنان می‌گوید که از میان همه‌ی قاتلان افغان‌ها، شما این نجابت را دارید که به جنایت‌های جنگی اعتراف می‌کنید و حقیقت هم این است که مردم ما برای سربازان و رهبران سیاسی تان همانند دانه‌های شطرنج بودند.

‏این عضو ارشد امارت اسلامی می‌افزاید که هیچ توقعی ندارم که دادگاه بین‌المللی کیفری و یا فعالان حقوق بشر شما را احضار و عمل تان را محکوم کنند؛ چون آنها در برابر شما "کور و کر" اند.

بدخشان ولایت په یاوان ولسوالۍ کې د سرو زرو په یوه کان کې د غره د ښویېدو په په پېښه کې څو تنه تر خاورو لاندې شوي. د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي وايي، ښايي دا کسان ژوندي وي او د ژغورنې ډله د پېښې سیمې ته رسېدلې ده.

: شماری از شهروندان کشور که در طبقه زیر زمینی‌ بلاک‌های قصبه زندگی می‌کند ادعا دارند که شرکت توسعه ملی به تازگی از آنان خواسته است که کرایه بپردازند؛ اما مسوولان شرکت توسعه ملی می‌گوید که این اداره برای عملی سازی پروژه‌های توسعه‌یی، نیاز به گردآوری کرایه از جایدادهایش دارد.

: ‏د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض وايي چې د هلمند په کجکي بند کې د اوبو کموالي له امله چارواکو پرېکړه وکړه چې پر هلمند او کندهار ولایتونو  برېښنا بنده کړي.

: ‏پورګ تحقیقاتي ویبسایټ کې د جیمز کریکټن مقاله:

پاکستان په افغانستان کې د ستراتیژیک عمق د موندلو پر ځای خپله له ستراتیژیک مرګ سره مخ دی.

: ‏د کورنیو څارویو د پانګو څارونکې (All about Cats) ویبپاڼې لخوا د امریکایي سندرغاړې ټېلر سویفټ کورنۍ پیشو (اولیړیا بېنسن)د نړۍ دریمه مالداره پیشو اعلان شوه.

بېنسن د ټولنیزو رسنیو او سویفټ سره د موزیک په پروژو کې ۹۷ میلیونه ډالر تر اوسه ګټلي.

: ‏هند د موټرو د پلور بازار کې جاپان شاته پرېښود.

تېر کال دغه هېواد ۴ میلیونه او ۲۵۰ زره موټر پلورلي چې امریکا او چین پسې یې دریم مقام نیولی.

جاپان تېر کال ایله ۴ میلیونه موټر پلورلي.

: امریکا وایي په نادولتي موسسو کې د  افغانستان د سرپرست حکومت له خوا د ښځو پر کار د لګول شویو محدودیتونو تاثیرات څیړي او ډېر ژر به په دې اړه د سپینې ماڼۍ د نوې پالیسې ځینې موارد اعلان شي. دامریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي، چې امریکا د افغانستان په ګډون په ټولو هغو ځایونو کې د مېرمنو څخه ملاتړ ته ژمنه ده چې هلته یې حقونه ګواښل کیږي. بلخوا د راپورونو له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، واشنګټن د داسې مشخصو عواقبو په څیړنه بوخت دی چې کیدای شي پر ط البانو وضع شي خو په دې اړه یې جزیات نه دي وړاندې کړي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس ویلي، د امریکا سیاسي ځواب به محتاطانه وي، په داسې شکل چې د افغانستان د خلکو بشري وضعیت تر دې زیات له خطر سره مخ نه کړي.

: ‏اوکراین آتش‌بس ۳۶ ساعته روسیه به مناسبت کریسمس مسیحیان ارتدوکس، را رد کرد.

همزمان با این، خبرگزاری رویترز گزارش داده است که امریکا و آلمان از ارسال وسایط نقلیه زرهی تازه برای تقویت دولت اوکراین خبر داده‌اند.

: ‏پس از گزارش‌ها از دسترسی هکرها به ایمیل آدرس بیش از ۲۰۰ میلیون کاربر تویتر، این کاربران با تهدید روبه‌رو استند.

‏تصاویری که از سوی انجمن هکرها به گونه انلاین منتشر شده، نشان داده است که ایمیل آدرس و نام کاربری کاربران در دسترس هکرها قرار گرفته است؛ اما "رویترز" گفته است که به گونه مستقل نمی‌تواند تایید کند که "اطلاعات انجمن" معتبر است و از توییتر گردآوری شده است.

: ‏په مکسیکو کې د نشه‌يي توکو د یوه مشهور قاچاقبر د زوی له نیول کېدو وروسته په وروستیو تاوتریخوالو کې د دې هېواد ۷ امنیتي ځواکونه وژل شوي او د ۸ ملکیانو په ګډون ۲۹ نور ټپیان شوي دي. رویټرز راپور ورکړی چې د مکسیکو په کولیاکان ښار کې تر ټولو زیات تاوتریخوالی شوی دی.

: ‏د ژغورنې نړیوالې کمېټې په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو په بهیر کې د ښځو ونډه یوه عملیاتي اړتیا بللې ده.

‏دغه ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، اسلامي امارت په موسسو کې د نجونو او ښځو په کار داسې مهال بندیز لګولی چې افغانستان د لسیزو جګړو او د ژمي سختې سړې هوا له کبله د بې‌‌ساري اقتصادي سقوط او ویجاړۍ سره مخ دی.

‏اعلامیه کې راغلي، ” "همدا اوس ۸۲ سلنه هغه کورنۍ چې مېرمنې یې سرپرستي کوي، پوره خواړه نه‌لري."

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک