No-IMG

ټولنه هغه وخت کاميابه کيږي کله چې افراد يې د يو بل د حقونو احترام وکړي

ژباړه: رفيع الله کليم

 

مصرى هنرمند يوسف وهبي ليکي

لندن ته د چکر دپاره لاړم، يو مجهز اپارتمان مې په کرايه ونيوو، دا چې خپل کالي مې ځای په ځای کړل، يو همسايه مې راغی او راڅخه يې وغوښتل چې خپل د خوب او استراحت وختونو ورته مشخص کړم. زه لږ څه حيرانه شوم - خو وروسته چې په لامل يې پوه شوم - نو دې يقين ته ورسيدلم چې د غربيانو د ټولنيز ژوند د کاميابي راز بغير له شکه دا دې چې د دوی افراد پخپلو مسوليتونو او واجباتو ښه خبر دي او ورته احترام قايل دي.

همسايه مې ددې دپاره غوښتل چې زما د خوب د وختونو په اړه ځان خبر کړي ځکه چې ماشومان يې درلودل او غوښتل يې چې زما د خوب د وخت په مهال هغوی بهر چکر ته بوځي تر څو په کور کې د هغوی شورماشور ما په تکليف نکړي

دغه موقف هغه مهال زما په مخ کې دريږي کله چې د خپلې ټولنې په ګډوډ او غير منظمه ژوند دما سترګې ولږيږي.

"ټولنه هغه وخت کاميابه کيږي کله چې افراد يې د يو بل د حقونو احترام وکړي."

سرچينه : ﻣﺠﻠﺔ ﺍﻷﺛﻨﻴﻦ ﻭﺍﻟﺪﻧﻴﺎ ﺳﻨﺔ 1951م.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک