د حکمتيار صاحب شپاړسمه درسي حلقه (د ملتونو د عروج او زوال عوامل) تر عنوان لاندې تر سره شوه
چهارشنبه د جدي ۱۴مه؛ ۱۴۰۱:
«د ملتونو د عروج او زوال عوامل» تر عنوان لاندي د حزب اسلامي افغانستان د قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار ۱۶مه درسي حلقه د بريا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي دائره شوه چي گڼشمېر ورونو پهکي گډون کړی وو.
قدرمن مشر د خپل تېر درس پر دوام وويل:
مخكينى درس مو د 71-73 آيتونو په ژباړي پاى ته رسېدلى وو؛ په دې مباركو آيتونو كي د دې مهم مطلب د اثبات لپاره څو دلائل وړاندي شوي چي الله تعالى شريك نه لري؛ دلائل ئې دا دي:
1- دا ستاسو شپه چي د خاص مصلحت له مخي په خاص او دقيق تناسب ټاكل شوې، كله لنډه او كله اوږده شي، خو خپل دقيق او ثابت تناسب مراعاتوي او په دې سره د زمكي پر سر د انسان لپاره لازم او ضروري شرائط برابرېږي، كه په دې تناسب كي تغيير راشي نو د زمكي پر سر به هيڅ ژوى پاته نشي، نه انسان، نه حيوان او نه هغه وني او بوټي چي انسان ته مېوې او دانې جوړوي، كه الله تعالى وغواړي چي دا شپه دومره اوږده كړي چي د قيامت تر ورځي دوام وكړي، لمر او زمكه له حركت ودرېږي؛ آيا داسي ذات مومئ چي شپه مو په ورځي بدله كړي؟ كه داسي څوك نه مومئ نو څنگه له الله تعالى پرته بل چا ته د دعاء لاسونه لوړوئ او مرسته ترې غواړئ؟!!
2- كه الله تعالى وغواړي چي دا ورځ مو تلپاته كړي او د قيامت تر ورځي ئې اوږده كړي؛ آيا داسي څوك مومئ چي ورځ پاى ته ورسوي او شپه راولي چي تاسو د هغې په غېږ كي څو شېبې آرام وكړئ؟! كه داسي ځواك په ټول عالم كي په نظر نه درځي نو ولي له الله تعالى پرته بل چا ته لمن غوړوئ او مرستي ته ئې دربلئ؟!!
3- مگر دې ته پام نه كوئ چي الله تعالى شپه او ورځ داسي پيدا كړي چي تاسو ورته اړ يئ، شپه د خوب او آرام لپاره او ورځ د معيشت د تأمين لپاره، تاسو خوب ته ضرورت لرئ، داسي يوه فرصت ته چي په ورځني كار كي خپله مصرف شوې انرژي او قوت جبران كړئ، دمه وكړئ، اعصاب مو لږ آرام وكړي او ستړيا مو رفع شي، الله تعالى ته داسي پيدا كړى يې چي له څه وخت كار كولو وروسته خوب درباندي غلبه وكړي، په خپله راشي، ستا له اجازې او موافقې پرته راشي، لاس، پښې دروتړي او له ځان سره دي بوځي، د خوب مهار ئې ستا په واك كي نه دئ دركړى، بلكي ستا مهار ئې د هغه لاس ته وركړى، چي كله ستومانه شې او ستا ستوماني او ضعف هغه ځاى ته ورسېږي چي نور نو هيڅ كار نه شې كولى، ناڅاپه دي خوب خوا ته راشي، ستا كار درباندي متوقف كړي، ستا د وجود بېلو بېلو برخو ته دا فرصت وركړي چي خپلي نيمگړتياوي پوره كړي، خپله ستوماني رفع كړي او د راتلونكي پړاو لپاره كار ته ځان چمتو كړي، گورې چي (ستا په خوب) كي څومره ستر مصلحت او حكمت پروت دئ!!
4- كه (خوب) نه وى او يا ئې مهار د انسان په واك كي وى؛ څومره ستر ستر مصيبتونه به ئې انسان ته راولاړ كړي وو؟!! حريصو انسانانو به خپل ټول توان او ځواك په لنډي مودې كي مصرفاوو، خپله روغتيا به ئې په خطر كي اچوله او خپل ژوند به ئې د مرگ له گواښ سره مخامخ كاوو!! تاسو د دغه (خوب) لپاره دوو شيانو ته ضرورت لرئ: تياره او خاموشي؛ نه په رڼا كي سم او ژور خوب كولى شئ او نه له شور او ځوږ ډك محيط كي، ناڅاپي گورې چي شپه ستا مرستي ته راشي، خپل تور وزر په هر څه او هر ځاى وغوړوي، غږونه خاموش شي، هر د غږ خاوند د خوب غېږ ته پناه يوسي او په دې سره ستا د خوب لپاره مناسب شرائط برابر شي. بيا تاسو د خپل ژوند مخكي بېولو او د خپل معاش او رزق، روزي د تأمين لپاره ورځي ته ضرورت لرئ، چي د هغې په رڼا كي هر څه وپېژنئ، مفيد له مضر تفكيك كړئ، دوست له دښمن بېل كړئ او په خپل چاپېريال كي د شته توكو د كارولو امكان تر لاسه كړئ. د زمكي او آسمانونو خالق زمكه داسي جوړه كړې او د زمكي او لمر تر منځ فاصله او د زمكي حركت په خپل محور او د لمر په محور ئې داسي تنظيم كړى چي كله د زمكي پر سر شپه وي او كله ورځ، نه شپه هومره اوږده وي چي زمكه تر ضرورته زياته سړه شي او نه ورځ هومره اوږده چي زمكه تر لازم حد زياته توده شي، بايد يوه په بلي پسې راشي، تر هغه ستا خوا ته پاته شي چي ضروري وي، ستا اړتيا رفع كړي، خپل كارونه تر سره كړي، بېرته ولاړه شي او خپل ځاى بلي ته خالي كړي!! كه دا دقيق نظم نه وى، شپه او ورځ تر خپل اوسني وخت لنډه يا اوږده وى، د لمر او زمكي تر منځ واټن كم يا زيات وى، د زمكي چورلېدل او خوځېدل تند يا سست وى، نو د زمكي پر سر به ژوند ممكن نه وو.
همداراز قدرمن مشر د لانديني آيت پر استناد د قيامت ورځي د مخکينۍ صحني انځور ته هم تفصيلا إشاره وکړه او وئې ويل:
وَيَوۡمَ يُنَادِيهِمۡ فَيَقُولُ أَيۡنَ شُرَكَآءِيَ ٱلَّذِينَ كُنتُمۡ تَزۡعُمُونَ ٧٤ وَنَزَعۡنَا مِن كُلِّ أُمَّةٖ شَهِيدٗا فَقُلۡنَا هَاتُواْ بُرۡهَٰنَكُمۡ فَعَلِمُوٓاْ أَنَّ ٱلۡحَقَّ لِلَّهِ وَضَلَّ عَنۡهُم مَّا كَانُواْ يَفۡتَرُونَ ٧٥
ژباړه: او هغه ورځ چي ورغږ به كړي او وبه وايي: زما هغه شريكان چېري دي چي (زما د شريكانو) گمان مو (پرې) كاوو؟ او له هري ډلي به يو گواه راوباسو او وبه وايو: خپل دلائل راوړاندي كړئ؛ نو پوه به شي چي حق د الله په خوا دئ او هغه څه به ترې ورك شي چي له ځانه ئې په دروغو جوړول.
دلته د قيامت د ورځي مخكينۍ صحنه له يوه بله اړخه انځور شوې: الله تعالى به له مشركانو پوښتنه وكړي چي هغه معبودان مو چېري دي چي زما د شريكانو گمان مو پرې كاوو، بيا به له هر قوم د هغوى پيغمبر د گواه په توگه راوړاندي كړى شي چي د دوى په خلاف به گواهي وركوي، بيا به دوى ته وويل شي چي خپل دليل او شاهد وړاندي كړئ! پوه به شي چي حق د الله تعالى په خوا دئ، دوى نه د خپل شرك په دفاع كي كوم عذر وړاندي كولى شي، نه دليل او نه گواه، هغه شركي افكار او له ځانه جوړ كړي دروغجن معبودان به ترې ورك وي او مرسته به ئې نشي كولى!!
ورپسي ښاغلي حکمتيار د قارون پر وړاندي د موسى عليه السلام د رسالت او مبارزې پر يو بل پړاو تفصيلي رڼا واچوله او وئې ويل؛ قارون؛ د شتمنو سالار؛ او ستر شتمن؛ هلته چي فرمايي:
إِنَّ قَٰرُونَ كَانَ مِن قَوۡمِ مُوسَىٰ فَبَغَىٰ عَلَيۡهِمۡۖ وَءَاتَيۡنَٰهُ مِنَ ٱلۡكُنُوزِ مَآ إِنَّ مَفَاتِحَهُۥ لَتَنُوٓأُ بِٱلۡعُصۡبَةِ أُوْلِي ٱلۡقُوَّةِ إِذۡ قَالَ لَهُۥ قَوۡمُهُۥ لَا تَفۡرَحۡۖ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُحِبُّ ٱلۡفَرِحِينَ ٧٦ وَٱبۡتَغِ فِيمَآ ءَاتَىٰكَ ٱللَّهُ ٱلدَّارَ ٱلۡأٓخِرَةَۖ وَلَا تَنسَ نَصِيبَكَ مِنَ ٱلدُّنۡيَاۖ وَأَحۡسِن كَمَآ أَحۡسَنَ ٱللَّهُ إِلَيۡكَۖ وَلَا تَبۡغِ ٱلۡفَسَادَ فِي ٱلۡأَرۡضِۖ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُحِبُّ ٱلۡمُفۡسِدِينَ ٧٧
ژباړه: يقيناً چي قارون د موسى له قوم وو، چي پر دوى ئې تېرى وكړ، له خزانو مو دومره وركړې وې چي كونجياني به ئې يوې ځواكمني ډلي ته درنې وې، كله چي خپل قوم ورته وويل: (په دې) مه وياړه، يقيناً چي الله وياړونكي نه خوښوي، په هغه څه كي چي الله دركړي د آخرت كور ولټوه او خپله دنيوي برخه دي هم مه هېروه او همغسي (له نورو سره) ښېگڼه كوه چي الله له تا سره ښېگڼه كړې او په زمكي كي فساد مه لټوه، يقيناً چي الله مفسدين نه خوښوي.
نوموړي زياته کړه:
دلته څو خبرو ته توجه ولرئ:
الف: له قارون سره مبارزه هغه مهال رامنځته شوه چي موسى عليه السلام له بني اسرئيلو سره يو ځاى له مصر ووتل، د سينا په صحراء كي د اوسېدو په دوران كي د ده ستونزه راولاړه شوه.
ب: دا ښيي چي له قارونانو سره مقابله او په ټولني كي اقتصادي اصلاحات بايد د انقلاب له بري وروسته او هغه مهال پلي او تر سره شي چي د فرعونانو واكمني نسكوره شوې وي، په مبارزې كي دې موضوع ته پاملرنه زيات اهميت او خپل ارزښت لري، تر هغه چي انقلاب بري ته نه وي رسېدلى ټوله توجه بايد يوې جبهې ته مبذول شي، خپل ټول توان طاقت بايد اصلي دښمن او لومړنۍ جبهې ته متوجه كړو، په نورو جبهو كي او د دوهمي او درېيمي كچي له دښمنانو سره په نښتو كي ښكېل نشو، مگر دا چي دښمن ئې زموږ مخي ته راوړاندي كړي، دا سوره موږ ته لارښوونه كوي چي د مبارزې په لومړي پړاوو كي بايد خپل ټول توان طاقت د ستر دښمن په ضد جنگ ته سوق كړو، په نورو جبهو كي ثانوي او غير ضروري فعاليتونه متوقف كړو او په بل جنگ او په وړو جبهو كي له مصروفېدو ډډه وكړو. دا صحيح نه ده چي په يوه وخت كي په ډېرو جبهو كي مصروف شو او په گڼ شمېر محاذونو كي خپل محدود ځواك ووېشو. دښمنان بايد درجه بندي كړو، لومړى بايد د لوى او اصلي دښمن چاره وكړو، حج موږ ته همدا درس راكوي چي د جمراتو د رمي په ورځو كي لومړۍ ورځ د جمرة الكبرٰى د رمي ورځ ده، جمرة الاولٰى او جمرة الوسطٰى په دوهمه او درېيمه ورځ رمي كېږي، په لومړۍ ورځ د دواړو لخوا آرام تېرېږو، له رمي ئې ډډه كوو او ځان جمرة الكبرٰى ته رسوو، لوى دښمن ته، د وړو دښمنانو ترشا ولاړ دښمن ته، اصلي كار چي تر سره شي واړه او فرعي كارونه له څه زحمت پرته تر سره كېږي، زموږ تېره تجربه؛ د شوروي اتحاد ماته؛ په همدې حقيقت شهادت وركوي. پيغمبر عليه السلام سود هغه مهال تحريم كړ چي مكې ته د فاتح په توگه ننوت او انقلاب پر اصلي او ځواكمن دښمن وروستۍ بريا تر لاسه كړه.
ج: قارون د بني اسرائيلو له يوې قبيلې وو، د فرعون ملگرتيا ئې كوله، د همدې ملگرتيا له كبله د ډېرو شتمنيو خاوند شو، له مصر د بني اسرائيلو د وتلو پر مهال دى هم دې ته اړ شو چي له قوم سره يو ځاى ووځي، ځان ئې په مصر كي خوندي نه ليدو، له وتلو پرته ئې بله چاره نه درلوده. خو د بغاوت لار ئې غوره كړه، له خپلو شتمنيو په استفادې سره د فساد خورولو په لټه كي وو.
ح: د قوم صالح شخصيتونو ورته نصيحت وكړ چي له فساد لاس واخله، له خپلي شتمني داسي كار واخله چي هم دي آخرت ښه شي او هم خپله دنيوي برخه تر لاسه كړې، له محتاجو خلكو سره داسي احسان وكړه لكه چي الله تعالى له تاسره احسان كړى. خو ده نصيحت كوونكو ته همغه ځواب وركړى چي هر مفسد او له الله تعالى غافل بډاى او شتمن ئې وركوي، قرآن د ده ځواب په دې توگه راښيي:
قَالَ إِنَّمَآ أُوتِيتُهُۥ عَلَىٰ عِلۡمٍ عِندِيٓۚ أَوَ لَمۡ يَعۡلَمۡ أَنَّ ٱللَّهَ قَدۡ أَهۡلَكَ مِن قَبۡلِهِۦ مِنَ ٱلۡقُرُونِ مَنۡ هُوَ أَشَدُّ مِنۡهُ قُوَّةٗ وَأَكۡثَرُ جَمۡعٗاۚ وَلَا يُسَۡٔلُ عَن ذُنُوبِهِمُ ٱلۡمُجۡرِمُونَ ٧٨
ژباړه: وئې ويل: له دې پرته بل څه نه دي چي ما ته راكړل شوى (مال او دولت) زما د هغي پوهي او هنر نتيجه ده چي زه ئې لرم، آيا په دې نه پوهېدو چي الله تر ده د مخه ډېر داسي خلك هلاك كړل چي زور ئې تر ده زيات او راټول كړى (مال او دولت) ئې تر ده ډېر وو؟ او له مجرمانو د دوى د گناهونو (د څرنگوالي او املونو) پوښتنه نه كېږي.
خ: د قارون ځواب دا وو: څه چي لرم زما د هنر او كمال؛ او زيار او زحمت نتيجه ده، په لاس ته راوړو كي ئې نه د چا د احسان او پېرزويني مرهون او پوروړى يم او نه ئې چا ته په څه وركولو مكلف!! الله تعالى ده او ده ته ورته مغرورو او بخيلو شتمنو ته په ځواب كي فرمايي: آيا نه پوهېږي چي تر ده د مخه مو داسي شتمن خلك هلاك كړل چي هم ئې ځواك او قوت تر ده زيات وو او هم ئې شتمنۍ، خپل قوت او شتمنيو مغرور كړي ول او غرور او بخل ئې باعث شو چي د الله تعالى په سخت عذاب اخته شي، هغه مهال چي د الله تعالى عذاب پرې نازلېدو نو د گناهونو (د څرنگوالي او املونو) پوښتنه نه ترې كېده، دا ورته نه ويل كېدل چي شتمني دي څنگه او له كوم هنر او كمال په استفادې سره او د كومي گناه د ارتكاب له لاري تر لاسه كړه؟!! له هر مجرم بډاى سره به همدا معامله كېږي.
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير د خپل وضاحت پر دوام وايي:
فَخَرَجَ عَلَىٰ قَوۡمِهِۦ فِي زِينَتِهِۦۖ قَالَ ٱلَّذِينَ يُرِيدُونَ ٱلۡحَيَوٰةَ ٱلدُّنۡيَا يَٰلَيۡتَ لَنَا مِثۡلَ مَآ أُوتِيَ قَٰرُونُ إِنَّهُۥ لَذُو حَظٍّ عَظِيمٖ ٧٩ وَقَالَ ٱلَّذِينَ أُوتُواْ ٱلۡعِلۡمَ وَيۡلَكُمۡ ثَوَابُ ٱللَّهِ خَيۡرٞ لِّمَنۡ ءَامَنَ وَعَمِلَ صَٰلِحٗاۚ وَلَا يُلَقَّىٰهَآ إِلَّا ٱلصَّٰبِرُونَ ٨٠ فَخَسَفۡنَا بِهِۦ وَبِدَارِهِ ٱلۡأَرۡضَ فَمَا كَانَ لَهُۥ مِن فِئَةٖ يَنصُرُونَهُۥ مِن دُونِ ٱللَّهِ وَمَا كَانَ مِنَ ٱلۡمُنتَصِرِينَ ٨١ وَأَصۡبَحَ ٱلَّذِينَ تَمَنَّوۡاْ مَكَانَهُۥ بِٱلۡأَمۡسِ يَقُولُونَ وَيۡكَأَنَّ ٱللَّهَ يَبۡسُطُ ٱلرِّزۡقَ لِمَن يَشَآءُ مِنۡ عِبَادِهِۦ وَيَقۡدِرُۖ لَوۡلَآ أَن مَّنَّ ٱللَّهُ عَلَيۡنَا لَخَسَفَ بِنَاۖ وَيۡكَأَنَّهُۥ لَا يُفۡلِحُ ٱلۡكَٰفِرُونَ ٨٢
ژباړه: نو د خپل قوم په وړاندي له خپل شأن او شوكت سره راووت، هغو چي د دنيوي ژوند په لټه كي ول وئې ويل: كاش زموږ هم دغه حالت وى چي د قارون په برخه شوى! يقيناً چي دى د لويي برخي خاوند دئ؛ او هغو چي علم ئې په برخه شوى وو وويل: افسوس ستاسو په حال، الهي ثواب او بدله هغه چا ته چي ايمان ئې راوړى او نېك عمل ئې كړى (تر دې ډېر) غوره دئ او دا خو يوازي د صابرانو په برخه كېدى شي، نو دى او د ده كور مو په زمكه كي ښخ كړل، نو له الله پرته ئې نه كومه ډله وه چي مرسته ئې وكړي او نه له انتقام اخيستونكو وو؛ او هغه چي پرون ئې د ده د مقام او مرتبې تمنى كوله داسي شول چي ويل ئې: او هو ! خبره خو دا وه چي په حقيقت كي دا الله دئ چي له خپلو بندگانو هغه چا ته چي دى ئې وغواړي رزق ورته پراخوي او تنگوي، كه دا نه وى چي الله پر موږ احسان وكړ نو موږ به ئې هم په زمكي كي ننايستي وو؛ او هو! حقيقت خو دا دئ چي كافران هيڅكله نه شي ژغورل كېدى.
د ښاغلي حکمتيار پر وينا؛ دلته د ولس په وړاندي د قارون د څرگندېدو او د ده حالت ته په پام سره د خلكو د دوو ډلو ويناوو او غبرگون ته په دې توگه گوته نيول شوې:
لومړی: ولس ته به له غولوونكي شأن او شوكت سره، په فاخره جامو كي او په گاڼو سمبال راووت.
دوهم: ضعيف النفس، له آخرت غافل او په دنيوي لذتونو پسي لالهاندو خلكو به د ده غولوونكي حالت ته په پام سره ويل: اى كاش موږ ته هم همغسي څه راكړى شوي وى چي قارون ته وركړى شوي، هغه خو له شك پرته ډېر بختور دئ.
درېيم: د ايمان او علم خاوندانو به دغو ضعيف النفس وگړو ته ويل: افسوس ستاسو په حال، الهي ثواب او بدله هغه چا ته چي ايمان ئې راوړى او نېك عمل ئې كړى تر دې ډېر ډېر غوره دئ او دا خو يوازي د صابرانو په برخه كېدى شي، هغه چي پر خپل حلال رزق اكتفاء كوي او حرامو ته لاس نه غزوي.
الله تعالى قارون او د ده كور او كورنۍ يو ځاى په زمكه كي ښخ كړل، له الله تعالى پرته ئې نه داسي ډله وموندله چي مرسته ئې وكړي او نه ئې په خپله له ځانه دفاع كولى شوى.
څلورم: چا چي پرون د ده د مقام او مرتبې تمنى كوله؛ د ده د بدي پايلي په ليدو سره ئې وويل: خبره خو دا ده چي په حقيقت كي دا الله تعالى دئ چي د خپلو بندگانو رزق پراخوي او تنگوي، كه الله تعالى پر موږ احسان نه وى كړى نو موږ به ئې هم په زمكي كي ننايستي وو، حقيقت خو دا دئ چي كافران هيڅكله د خپل كفر او ظلم له بدو پايلو نه ژغورل كېږي.
د درس په پای کي قدرمن مشر د گډونوالو پوښتنو ته هم تفصيلي ځوابونه ورکړل او له هغه وروسته نننۍ درسي حلقه د نوموړي په دعاء پای ته ورسېده.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه.
