No-IMG

د حکمتيار صاحب پنځلسمه درسي حلقه (د ملتونو د عروج او زوال عوامل) تر عنوان لاندې تر سره شوه

يکشنبه د جدي ۱۱مه؛ ۱۴۰۱:

د بريا نړۍ‌وال ټلويزيون د غونډو په تالار کي (د ملتونو د عروج او زوال عوامل) تر سرليك لاندي د حزب اسلامي افغانستان د أمير ښاغلي انجينير حکمتيار پنځلسمه درسي حلقه دائره شوه چي گڼ‌شمېر ورونو او خویندو په کي گډون کړی وو.

 

نوموړي د خپل تېر درس پر دوام وويل:

د مخكيني درس په پاى كي دې ځاى ته رسېدلي وو چي پر باغي ولسونو د عذاب نازلېدو په اړه الله تعالى خاص او عادلانه سنن لري؛ تر عدالت ډېر وړاندي؛ د الهي پېرزوينو پر بنسټ ولاړ سنن؛ يوازي هغه مهال د عذاب پرېكړه كوي چي زړه سواند پيغمبر ئې لېږلى، هغه ته ئې د خلكو د لارښووني او هدايت لپاره كتاب وركړى، پيغمبر ئې د خپل قوم او امت د ژغورني كافي او پرله‌پسې هڅه كړې؛ خو قوم له شرك، ظلم او فساد لاس نه دي اخيستى؛ داسي څوك په ولس كي نه دئ پاته شوى چي له بغاوت لاس واخلي؛ الله تعالى يوازي دغه مهال د عذاب نازلولو پړېكړه كړې.

 

هغه د خپل وضاحت پر دوام زياته کړه چي؛ راشئ د قرآن دا دقيقه او عادلانه وينا د بايبل له هغي وينا سره مقايسه كړئ چي په همدې اړه او د يونس عليه السلام د بعثت په ارتباط ئې كړې؛ بايبل ليكي:

(خداى يونس ته دا پيغام ولېږو: د نينوا لوى ښار ته ولاړ شه او اوسېدونكو ته ئې ووايه چي خداى داسي فرمايي: زه ستاسو له شرارتونو غافل نه يم، ډېر ژر به مو هلاك كړم!!)

 

ښاغلي حکمتيار وويل؛ كه پر الله تعالى د ايمان په رڼا كي دې خبرو ته ځېر شو نو پوهېږو چي دا نه الهي پيغام كېدى شي او نه د يوه پيغمبر رسالت؛ داسي پيغامونه يوازي هغه څوك لېږي چي له يوه قوم سره د جنگ اراده لري، داسي پيغامونه د هيټلر او موسوليني په څېر جلادانو ته منسوبول صحيح دي خو الله تعالى ته ئې انتساب لوى ظلم او ستر جسارت دئ، الله تعالى د خپل رحمت او پېرزويني په سبب او د خلكو د هدايت لپاره پيغمبران لېږي، د عذاب پرېكړه هغه وخت كوي چي د خلكو د هدايت ټولي هڅي ناكامي شي، ولس خپل پيغمبر ته د رد ځواب وركړي، اتمام حجت وشي، نه د زړه سواندو پيغمبرانو عليهم السلام مسلسل دعوت څه نتيجه وركړي او نه ئې معجزې؛ په دې وخت كي خلك په الهي عذاب گواښل هم معقول كار دئ او هم عادلانه، خو له دې د مخه گواښل له مهربان رب سره نه ښايي!!

 

نوموړی زياتوي چي؛ قرآن د قريشو په ځواب كي او هغه مهال چي ويل ئې: دا ولي پر موږ الهي عذاب نه راځي، د عذاب نه راتگ ښيي چي موږ په حقه يو؛ هلته چي فرمايي

وَمَا لَهُمۡ أَلَّا يُعَذِّبَهُمُ ٱللَّهُ وَهُمۡ يَصُدُّونَ عَنِ ٱلۡمَسۡجِدِ ٱلۡحَرَامِ وَمَا كَانُوٓاْ أَوۡلِيَآءَهُۥٓۚ إِنۡ أَوۡلِيَآؤُهُۥٓ إِلَّا ٱلۡمُتَّقُونَ وَلَٰكِنَّ أَكۡثَرَهُمۡ لَا يَعۡلَمُونَ ٣٤ وَمَا كَانَ صَلَاتُهُمۡ عِندَ ٱلۡبَيۡتِ إِلَّا مُكَآءٗ وَتَصۡدِيَةٗۚ فَذُوقُواْ ٱلۡعَذَابَ بِمَا كُنتُمۡ تَكۡفُرُونَ ٣٥ الانفال: 34-35

«او الله به ئې ولي په عذاب نه اخته كوي؛ په داسي حال كي چي له مسجدالحرام (د خلكو) مخنيوى كوي؛ او دوى ئې (حقيقي) متوليان نه دي، حقيقي متوليان خو ئې يوازي متقيان دي، خو د دوى ډېرى نه پوهېږي. او د بيت الله خوا ته د دوى لمانځنه (او عبادت) له شپېلكي او لاس پړكولو پرته بل څه نه وي؛ نو په سبب د هغه كفر چي تاسو كولو دا عذاب وڅكئ

يعني دوى د الهي عذاب وړ دي، دا ځكه چي په كفر او د خداى پالني خلاف په خپلي دښمنۍ كي هغه پړاو ته رسېدلي چي له مسجدالحرام د خلكو مخنيوى كوي، دا په داسي حال كي چي ځان د مسجد الحرام متوليان گڼي، د دې په ځاى چي خلك د مسجدالحرام په لوري راتلو او د الله تعالى عبادت ته تشويق كړي، په دې لار كي خنډونه راولاړوي، دوى په خپله او په خپلو بدو عملونو سره د الله تعالى لوري ته د خلكو د راتلو په وړاندي خنډ او مانع دي، د مسجد الحرام حقيقي متولي خو داسي نه وي، دوى ئې حقيقي متوليان نه دي، دا سپېڅلې دنده چي كومي ځانگړتياوي غواړي په دوى كي نشته، حقيقي متوليان خو ئې متقيان دي، دوى له تقوىٰ محروم او د گناهونو په گنده ډنډ كي تر ستوني غرق، جاهل او ناپوه دي، په دې هم نه پوهېږي چي د بيت الله متولي بايد څنگه وي!! هغه څوك څنگه ځان د مسجد الحرام متولي گڼي چي د بيت الله خوا ته ئې عبادت له شپېلكيو او لاس پړكولو پرته بل څه نه وي؟!

 

د قدرمن مشر پر وينا؛ له مسجدالحرام د دوى د ممانعت دوه صورتونه وو: يو دا چي خپل مخالفين به ئې نه ورته راپرېښودل، له چا سره چي به د دوى دښمني راولاړه شوه هغوى به ئې مسجدالحرام ته له ننوتلو منع كول او دوهم دا چي د دوى عملونه داسي وو چي د دين په خلاف به د خلكو د كركي او نفرت باعث وو، كله چي د دين له حقيقت بې خبره خلك، د دين مدعيان په گناهونو او فسادونو كي غرق گوري؛ نو له دين ئې زړه تور شي او گمان كوي چي د دې دين اصلي ماهيت همغه دئ چي موږ ئې د دغو خلكو په كړنو كي گورو، كه په دې دين كي د اصلاح قوت وى نو خپل پلويان به ئې اصلاح كړي وو، د دوى اخلاقي او عملي وضع به دومره كركجنه نه وه، نو ځكه دې ته زړه نه ښه كوي چي د دغه دين خوا ته راشي.

 

د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير وايي؛ دا آيت د واقعي خداى پال بنده او دوكه شوي ديندار او د الله د دين د واقعي او صادق خادم او دروغجن او ټگمار خادم د پېژندو لپاره يو دقيق محك او معيار زموږ مخي ته ږدي؛ د الله تعالى مخلص بنده هغه دئ چي:

 

الف: د شعائر الله، ديني مقدساتو او خداى پالونكو درناوى كوي.

 

ب: د هغه چا مخي ته نه خنډ كېږي او دښمني ورسره نه كوي چي د الله تعالى د عبادت تكل كوي، نه يوازي مخي ته ئې نه خنډ كېږي بلكي مرسته ئې كوي.

 

ج: د عبادت په وخت كي به د ده په څېرې، الفاظو او حركاتو كي په څرگنده توگه احساس كړې چي په الله تعالى ايمان لري، له هغه وېرېږي، هغه ته طمع لري.

 

ح: الفاظ ئې د طمعي الفاظ او حركات ئې د الله تعالى په عظمت له اعتراف راولاړ شوي حركات دي، د يوه هيبت وهلي، خاضع، خاشع او محتاج بنده په توگه د ستر ټولواك په وړاندي ولاړ او په زاريو زاريو سره دعاء كوي.

 

همداراز ښاغلي حکمتيار دا هم وويل؛ هغه چي دوكه شوى ديندار يا د ديني مقدساتو ټگمار خادم دئ داسي به ئې گورې چي: نه ئې په څېرې كي له الله تعالى د وېري او هيبت نښي او آثار تر سترگو كېږي، نه په الفاظو كي او نه په حركاتو كي

 

1- د عبادت په وخت او معبد كي به ئې په لهو و لعب بوخت ومومې، همغسي لكه چي قريشو به په طواف كي او د بيت الله خوا ته شپېلكي كول او لاسونه پړكول او همغسي لكه چي نن ځيني خلك د ذكر په حلقو كي ډول او دبلې ته غورځي، پرځي، څڼي اچوي، قوالي سندري وايي، د هو هو چيغي وهي او د جذبې په نامه مستي كوي.

 

2- له خداى پالونكو سره به دښمني كوي، كافر ته به پر مؤمن ترجيح وركوي، له خداى او دين منكر او باغي انسان سره به دوستي كوي او د هغه چا په ضد به ئې مرسته كوي چي ديندار دئ او د الله په عبادت او لمانځني بوخت.

 

دغه‌راز نوموړی د خپل وضاحت پر دوام د يوې بلې ډلې ځانگړنې هم په گوته کوي او وايي چي؛ د دوى په مقابل كي د ديانت او ديني مشرتابه دروغجن مدعي هغه دئ چي:

1- ديني او مذهبي منصب په ميراث ورته پاته شوى، د نېك پلار بد ځاى ناستى، له هغو ځانگړتياوو بې برخي چي د مذهبي قيادت او مشرتابه لپاره ضروري دي.

 

2- د دې په ځاى چي په قول او عمل سره خلك د دين لوري ته تشويق كړي په خپله د دين په وړاندي خنډ وي، واقعي دين ته د خلكو د راتلو مانع گرځي.

 

د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير د مخکيني مطلب پر دوام او د لانديني آيت پر استناد زياتوي چي:

«او (له راز راز ) شيانو چي څه تاسو ته دركړى شوي دا ټول د دنيوي ژوند متاع او د ښايست (اسباب) دي؛ او څه چي له الله سره دي هغه غوره او تر ټولو زيات پاته كېدونكي دي، نو آيا تعقل نه كوئ؟!» هلته چي فرمايي:

(وَمَآ أُوتِيتُم مِّن شَيۡءٖ فَمَتَٰعُ ٱلۡحَيَوٰةِ ٱلدُّنۡيَا وَزِينَتُهَاۚ وَمَا عِندَ ٱللَّهِ خَيۡرٞ وَأَبۡقَىٰٓۚ أَفَلَا تَعۡقِلُونَ.)

 

 د ښاغلي حکمتيار پر ټکو؛ دلته د مخكيني مطلب په دوام كي ويل شوي چي ستاسو هر څه يا د څو ورځو ژوند لپاره د تمتع او گټي اخيستو وسائل دي او يا د زينت او ښايست اسباب، دې ته د هدف په سترگه مه گورئ، تر هغه څه ئې غوره مه گڼئ چي د ايمان په نتيجه كي ئې د الله تعالى په خوا كي تر لاسه كوئ، هغه غوره دي او تلپاته. هلته چي فرمايي:

أَفَمَن وَعَدۡنَٰهُ وَعۡدًا حَسَنٗا فَهُوَ لَٰقِيهِ كَمَن مَّتَّعۡنَٰهُ مَتَٰعَ ٱلۡحَيَوٰةِ ٱلدُّنۡيَا ثُمَّ هُوَ يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِ مِنَ ٱلۡمُحۡضَرِينَ ٦١ 

«نو آيا هغه چي د غوره وعدې ژمنه مو ورسره كړې چي هغه به ورسره مخامخ كېدونكى وي؛ د هغه چا په څېر دئ چي د دنيوي ژوند متاع مو ورپه برخه كړې، بيا به هغه د قيامت په ورځ له حاضر كړى شوو وي؟

هغه زياته کړه؛ دلته دوه كسان د مخاطب مخي ته انځور شوي: يو ئې هغه چي الله تعالى غوره وعده ورسره كړې، دا له ده سره شوې وعده په دنيا او آخرت كي هرومر تر سره كېدونكې ده؛ او بل ئې هغه چي دنيوي متاع ئې ورپه برخه كړې خو د قيامت په ورځ به د الله تعالى په وړاندي د محاسبې لپاره حاضر كړى شي؛ ووايئ كوم يو بختور دئ؟ د كوم په څېر كېدل غواړئ؟

 

نوموړي همداراز د پورتني مطلب د لا وضاحت په خاطر؛ د قيامت په ورځ د هغو دوو کسانو دردوونکي حالت ته هم د لاندينيو آيتونو پر استناد اشاره وکړه؛ «چي د يو بل لپاره د بې‌لارۍ سبب گرځېدلي وي» هلته چي فرمايي:

وَيَوۡمَ يُنَادِيهِمۡ فَيَقُولُ أَيۡنَ شُرَكَآءِيَ ٱلَّذِينَ كُنتُمۡ تَزۡعُمُونَ ٦٢ قَالَ ٱلَّذِينَ حَقَّ عَلَيۡهِمُ ٱلۡقَوۡلُ رَبَّنَا هَٰٓؤُلَآءِ ٱلَّذِينَ أَغۡوَيۡنَآ أَغۡوَيۡنَٰهُمۡ كَمَا غَوَيۡنَاۖ تَبَرَّأۡنَآ إِلَيۡكَۖ مَا كَانُوٓاْ إِيَّانَا يَعۡبُدُونَ ٦٣ وَقِيلَ ٱدۡعُواْ شُرَكَآءَكُمۡ فَدَعَوۡهُمۡ فَلَمۡ يَسۡتَجِيبُواْ لَهُمۡ وَرَأَوُاْ ٱلۡعَذَابَۚ لَوۡ أَنَّهُمۡ كَانُواْ يَهۡتَدُونَ ٦٤ 

«او هغه ورځ چي ورغږ به كړي او وبه وايي: زما هغه شريكان چېري دي چي (زما د شريكانو) گمان مو (پرې) كاوو؟ هغه كسان چي (الهي) وينا ئې په اړه تر سره شوې وايي به: اې زموږ ربه! دا همغه دي چي موږ بې لاري كړي ول، همغسي مو بې لاري كړي ول چي موږ په خپله بې لاري شوي وو، ستا په وړاندي (ترې) بې زاره كېږو، دوى زموږ عبادت نه كاوو. او وبه ويل شي: خپل شريكان (مرستي ته) دروبلئ! نو وروبه ئې بلي خو دوى ته به ځواب نه وركوي او عذاب به وگوري (او وبه وايي) اى كاش چي لار ئې موندلې وى

 

نوموړی وايي؛ دلته د قيامت په ورځ د هغو دوو كسانو دردوونكى حالت انځور شوى چي يوه ئې بل بې لاري كړ، يو ئې د مال، جاه او اقتدار خاوند وو، د نورو مذهبي او اجتماعي مشري ورپه غاړه وه، خو بې لاري وو، بل ئې په همدې بې لاري مشر پسي روان وو او د دې په ځاى چي د الله تعالى بندگي وكړي د همدې مشر د غلامۍ او بندگۍ كړۍ ئې په خپلي غاړي كي اچولې وه، په حقيقت كي ئې هغه د خپل رب شريك گرځولي وو، الله تعالى به پوښتنه ترې وكړي: هغه ذوات چېري دي چي گمان مو كاوو زما شريكان دي؟!! كشران به ساكت وي او مشران به ځواب وركړي: دا دي هغه خلك چي موږ بې لاري كړي ول، همغسي مو بې لاري كړي ول چي موږ په خپله بې لاري شوي وو، لكه چي موږ په خپله خوښه د ضلالت لار غوره كړې وه، دوى هم په خپله خوښه او زموږ له جبر او اكراه پرته په موږ پسي راغلل او بې لاري شول، اوس ستا په وړاندي خپله بې زاري ترې اعلانوو؛ او وايو چي دوى زموږ عبادت نه كاوو، بلكي د خپل هوس بندگان ول، كشرانو ته به وويل شي: خپل شريكان (مرستي ته) دروبلئ! نو وروبه ئې بلي خو دوى ته به ځواب نه وركوي او په بدل كي به ئې الهي عذاب تر سترگو شي او وبه وايي: اى كاش چي په سمه لار تللي وى.

 

هغه دا هم وويل؛ چي دلته د لاروركو مشرانو اطاعت داسي ښودل شوى لكه هغوى په الوهيت كي له الله تعالى سره شريكول؛ د قرآن په گڼ شمېر نورو آيتونو كي هم په پټو سترگو د بې لاري مشرانو اطاعت د شرك مترادف ښودل شوى، په دنيا كي ئې له دوى طمع درلوده، دغي طمعي د دوى اطاعت ته چمتو كول، نو ځكه به د قيامت په ورځ ورته وويل شي چي اوس ئې هم مرستي ته دروبلئ، دوى به بيا هم ورغږ كړي خو هيڅ ځواب به تر لاسه نه كړي، له خپل شرك او د لار وركو مشرانو له غلامۍ به بې بيزاره وي خو هيڅ گټه به نه وررسوي. قرآن فرمايي

وَيَوۡمَ يُنَادِيهِمۡ فَيَقُولُ مَاذَآ أَجَبۡتُمُ ٱلۡمُرۡسَلِينَ ٦٥ فَعَمِيَتۡ عَلَيۡهِمُ ٱلۡأَنۢبَآءُ يَوۡمَئِذٖ فَهُمۡ لَا يَتَسَآءَلُونَ ٦٦ 

«او هغه ورځ چي ورغږ به كړي او وبه وايي: پيغمبرانو ته مو څه ځواب وركړ؟ نو په دې ورځ به خبري ترې وركي شي او يو به بل نشي پوښتى

 

ښاغلي حکمتيار د ذکر شويو آيتونو د وضاحت په اړه وويل:

د قيامت په ورځ به ترې پوښتنه وشي چي خپل خپل پيغمبر ته ستاسو ځواب څه وو؟ كله چي هغوى تاسو ته بلنه دركوله چي پر الله تعالى او آخرت ايمان راوړئ څه ځواب مو وركړ؟! له هغوى به ځواب ورك شي، خبره به نشي كولى، د ويلو لپاره به څه نلري او يو به له بل پوښتنه هم نشي كولى.

 

هغه همداراز د موضوع د لا وضاحت په اړه وايي چي؛ يوازې هغوی به د برياليو کسانو له ډلي وي چي توبه يې وکړه؛ هلته چي فرمايي:

فَأَمَّا مَن تَابَ وَءَامَنَ وَعَمِلَ صَٰلِحٗا فَعَسَىٰٓ أَن يَكُونَ مِنَ ٱلۡمُفۡلِحِينَ ٦٧ 

«او هغه چي توبه ئې وكړه، ايمان ئې راوړ او صالح عمل ئې وكړ نو هيله ده چي له برياليو وي

يعني د پورتنيو دوو ډلو په مقابل كي هغه خلك دي چي له كفر او شرك لاس اخلي او د خپل رب لوري ته ورگرځي، ايمان راوړي او صالح عملونه كوي، هيله ده چي همدا توبه، ايمان او صالح عمل ئې بريا په برخه كړي، ولي دلته د (عسى) لفظ كارول شوى چي د يقين په ځاى احتمال په گوته كوي، ځيني مفسرين وايي چي كله دا لفظ د الله تعالى له لوري وي نو د يقين معنى وركوي، خو غوره توجيه دا ده چي توبه، ايمان او صالح عمل د ثبات او دوام غوښتنه كوي، يو ځلي كار نه دئ چي د هغه له مخي وروستۍ او يقيني پرېكړه وشي، كه ثبات او دوام ونه كړي كېدى شي دا توبه، ايمان او صالح عمل په يقيني بريا منتج نشي.

 

قدرمن مشر همداراز د توحيد او شرك په اړه هم د لاندينيو آيتونو پر استناد تفصيلي بحث وکړ او وئې ويل:

وَرَبُّكَ يَخۡلُقُ مَا يَشَآءُ وَيَخۡتَارُۗ مَا كَانَ لَهُمُ ٱلۡخِيَرَةُۚ سُبۡحَٰنَ ٱللَّهِ وَتَعَٰلَىٰ عَمَّا يُشۡرِكُونَ ٦٨ وَرَبُّكَ يَعۡلَمُ مَا تُكِنُّ صُدُورُهُمۡ وَمَا يُعۡلِنُونَ ٦٩ وَهُوَ ٱللَّهُ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَۖ لَهُ ٱلۡحَمۡدُ فِي ٱلۡأُولَىٰ وَٱلۡأٓخِرَةِۖ وَلَهُ ٱلۡحُكۡمُ وَإِلَيۡهِ تُرۡجَعُونَ ٧٠ 

«او ستا رب چي څه غواړي پيدا كوي ئې او غوره كوي ئې؛ اختيارول (ئې) له دوى سره نه دي، پاكي الله لره ده او لوړ دئ له هغه څه چي دوى ئې (ورسره) شريكوي. او ستا رب په هغه څه هم پوهېږي چي د دوى سينې ئې پټوي او په هغه څه هم چي څرگندوي ئې. دى هغه الله دئ چي له ده پرته بل معبود نشته، ستاينه مخكي او وروسته ده لره ده؛ او حكم (صادرول) ده ته (مختص) دئ او د ده لوري ته گرځول كېږئ

 

د نوموړي پر وينا چي؛ دا مبارك آيتونه د توحيد او شرك په اړه څو ستر ستر حقائق زموږ مخي ته ږدي:

 

لومړی: پر الله تعالى د ايمان معنى دا ده چي هغه يوازينى خالق او پيدا كوونكى ومنو؛ او دا د الله تعالى كار وگڼو چي څه او څوك د كوم ځانگړي كار لپاره غوره كوي او د هغه كار د تر سره كولو توان او توفيق وركوي، په دې دواړو كي هيڅوك له الله تعالى سره شريك نه كړو، نه په خلقت كي او نه غوراوي او اختيار كي، الله تعالى له دې ډېر لوړ وبولو چي څوك په دې چارو كي ورسره شريك وي. په دې باور وو چي الله تعالى په هر څه پوهېږي، په پټو او څرگندو، حاضر او غائب، ماضي، حال او مستقبل؛ هغه يوازينى معبود ومنو، له هغه پرته هيڅوك او هيڅ څه د لمانځني او عبادت وړ ونه گڼو، له هر عيب او نقص لوړ او د ټولو ستاينو وړ، پرېكړي د ده له لوري صادرېږي، قضايا ده ته راجع كېږي او د هر څه په اړه وروستۍ پرېكړه د ده له لوري وي؛ او په پاى كي د ده لوري ته ورگرځول كېږو.

 

دوهم: شرك يعني دا چي له الله تعالى پرته د بل چا په اړه دا عقيده ولرو چي د پيدايښت په چارو كي ونډه لري، بل ته د مال او اولاد وركوونكى، له بېماريو رغوونكى، له كړاوونو ژغورونكى او د مشكلاتو حلوونكى وبولو، يوه ته ئې هغه اوصاف او صلاحيتونه منسوب كړو چي د الله تعالى لپاره مختص دي او بل ته ئې هغه واكونه او اختيارونه وركړو چي الله تعالى هيڅ مخلوق ته نه دي وركړي، له الله تعالى پرته بل چا ته لمن ونيسو، مرسته ترې وغواړو، لمانځنه ئې وكړو او په وړاندي ئې د دعاء لاسونه اوچت كړو، حاضر او ناظر ئې وبولو او په غيب پوه ورته ووايو او په دي باور وو چي هغه مو له لري غږ اوري او دعاء مو په خپله او يا پر الله تعالى قبلوي!! 

قُلۡ أَرَءَيۡتُمۡ إِن جَعَلَ ٱللَّهُ عَلَيۡكُمُ ٱلَّيۡلَ سَرۡمَدًا إِلَىٰ يَوۡمِ ٱلۡقِيَٰمَةِ مَنۡ إِلَٰهٌ غَيۡرُ ٱللَّهِ يَأۡتِيكُم بِضِيَآءٍۚ أَفَلَا تَسۡمَعُونَ ٧١ قُلۡ أَرَءَيۡتُمۡ إِن جَعَلَ ٱللَّهُ عَلَيۡكُمُ ٱلنَّهَارَ سَرۡمَدًا إِلَىٰ يَوۡمِ ٱلۡقِيَٰمَةِ مَنۡ إِلَٰهٌ غَيۡرُ ٱللَّهِ يَأۡتِيكُم بِلَيۡلٖ تَسۡكُنُونَ فِيهِۚ أَفَلَا تُبۡصِرُونَ ٧٢ وَمِن رَّحۡمَتِهِۦ جَعَلَ لَكُمُ ٱلَّيۡلَ وَٱلنَّهَارَ لِتَسۡكُنُواْ فِيهِ وَلِتَبۡتَغُواْ مِن فَضۡلِهِۦ وَلَعَلَّكُمۡ تَشۡكُرُونَ ٧٣ 

«ووايه: آيا دې ته مو پام شوى چي كه الله دا شپه د قيامت تر ورځي درباندي تلپاته كړي؛ له الله پرته بل معبود څوك دئ چي رڼا درته راوړي؟ نو آيا نه اورئ؟! ووايه: آيا دې ته مو نه دي كتلي چي كه الله دا ورځ د قيامت تر ورځي درباندي تلپاته كړي، له الله پرته بل معبود څوك دئ چي شپه درته راولي چي پكي آرام وكړئ، آيا نه گورئ؟! او د خپلي پېرزويني له امله ئې شپه او ورځ درته جوړه كړه چي پكي آرام وكړئ او چي د ده فضل ولټوئ او چي شكر وكړئ

 

د درس په پای کي قدرمن مشر د گډون‌والو پوښتنو ته هم تفصيلي ځوابونه ورکړل او له هغه وروسته نننۍ درسي حلقه د نوموړي په دعاء پای ته ورسېده.

 

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک