No-IMG

دریمه نړیواله جګړه یا اخرالزمان .؟

په ۱۹۴۵ کال کې چې کله  دجاپان په هیروشیما باندې د امریکاله خوا اټومي بمب وغورځول شو دهغه وزن 5 ,5 ټن . طول یی درې نیم متره او قطریی یونیم متر ووچې دسلګونه زرو انسانانودوژلو سربیره ډیره ویجاړی یی پرځای پریښود . له هغې وروسته په ۱۹۶۱ کال کې شوروي اتحاد د تزارپه نوم یو اټومي بمب چې وزن یی ۲۷ ټن . طول یی اته متره او قطر یی دونه نیم متره وودغه بمب د فراشوټ په واسطه د ډ یر لوړ ارتفاع نه و غورځول شو چې دځمکې نه پورته په ۶۵ کیلومترې کې وچاودید چې د زرو کیلو مترو له فاصلې څخه خلکو د یو بل لمر مشاهده وکړه

دا پخوانې خبرې وی . .. اوس یی واوره ...

اوسني اتومي او هایدروجني بمونه او هستوي راکټونه د ۵۰ مګا ټن نه تر ۱۰۰ میګا ټن پورې تري نایتروتلووین یعنی TNT  انفجاریه موادو او یورانیومولرونکي چې حرارت یی ۳۵۰۰ درجه سلزیوس دی او  اته کیلومتره ساحه په مکمل ډول ذوب کوي .تر سلو کیلومتروپوری ژوندي موجودا سوزوي . او تر زرو کیلومترو پوری رادیو اکټیف شعاع د لیدونکو سترګې ړندوي .ددغو بمونوپه استعمال سره به خلیجونه او نژدې بحرونه په جوش راشي دلېرو بحرونو سونامي به په شل پوړیزه ودانیو واوړي .د لمر مخې ته به د پنځلس کیلو مترو په ضخامت تورغبارایجاد شي . له یخنې نه به پاتې ژوندي موجودات خپل ژوند له لاسه ورکړي . . یونااشنا هیواد به دنړۍ سوپرطاقت وي . دا ځکه چې اوسني ابرقدرتونه په مکمل ډول ختمیږي . دا خکه چې اوسني ټکنالوژي دهیروشیما د پيښې په تناسب ۱۵۰۰ چنده طاقتوردی . په نړۍ کې له لسو زرو زیات دغه شان نړۍ تباه کوونکي هستوي بمونه او راکیټونه موجود دي . که چیرې په ډله ایزه توګه استعمال شي کیدای شي دځمکې کره دخپل مدارڅخه ووځي اودیوی بلې سیارې سره په ټکرکې د حضرت اسرافیل ع  دشپیلۍ اوازاوددنګو غرونو د هوارې صحنه  به دهغه وخت خلک په خپلوسترګو وګوري ...ټول کارونه الله تعالی پورې اړه لري خوپه تاسف باید ووایو چې اوسنی نړیوال بحران ددی ګواهي ورکوي چې په راتلوونکو لسګونه کلونوکې دغه ناورین شونی دی .

کاپی

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

حکمت الله ‍

اسلام علیکم. که چېرې د دې سکالو په اړه یو څه زیات معلومات وړاندې شي نو شه به وي. همدارنګه په دې اړه یوه کتاب چې د ارماګدون (دریمه نړیواله جګړه) په نوم لیکل شوی دی ، په هغه دې هم یو څه معلومات وړاندې

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک