مهم ترین های امروز پنج شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒️: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د اسراییلو د ملي امنیت وزیر لخوا د الاقصی جومات بې حرمتي په کلکو ټکو غندلې ده.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، « ا.ا د صهيونېستي رژيم د ملي امنیت د وزیر لخوا د الاقصی جومات بې حرمتي په کلکو ټکو غندي او د فلسطین د سپېڅلو ځایونو بې حرمتي له نړیوالو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه او د نړۍ د مسلمانانو ارزښتونو او مقدساتو ته سپکاوی دی.»
دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې د اسراییلو د ملي امنیت وزیر «ایتامار بن ګویر» په ختیځ بیت المقدس کې له یو شمېر سرتېرو سره د الاقصی جومات ته تللی چې د نوموړي دا کار په پراخه کچه غندل شوی دی.
✒️: د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، تېره شپه په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې د یوه «مهم غړي» په ګډون د دغې ډلې درې کسان وژل شوي دي.
نوموړي پر خپل ټوېټر لیکلي، چې تېره شپه د ننګرهار ولایت دره نور ولسوالۍ اړوند شیمل کلي کې یې د موسی په نوم د مشهور داعشي په ګډون ددې ډلې ٣ تنه وژلي دي.
✒️: د ریاستالوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر، کابل کې د چین سفیر او د کابینې د یو شمېر غړو په حضور کې د چین له CPEIC کمپنۍ سره امو سیند نفتي حوزې د تېلو د استخراج تړون لاسلیک شو.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له دې کمپۍ غوښتنه وکړه چې تېل دې له نړيوالو معيارونو سره سم استخراج کړي او په دې برخه کې یې د دولتي بنسټونو د همکارۍ ډاډ ورکړ.
په دې مراسمو کې د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور وویل، چې لومړۍ درې کلونو کې به اکتشافي چارې ترسره کیږي خو استخراج به هم ورسره روان وي او په دې موده کې به ۵۴۰ میلیونه ډالر پانګونه وشي.
هغه زیاته کړه، د قرارداد له مخې به ا.ا ۲۰ سلنه شریک وي چې دا سهم او اندازه به تر ۷۵ سلنې پورته کیږي. د معلوماتو له مخې د تېلو استخراج ورځنۍ کچه به له ۱۰۰۰ ټنو پیل او د وخت په تېرېدو به یاده اندازه زیاتیږي او په دغه پروژه کې په مستقیم ډول ۳۰۰۰ افغانانو ته د کار زمینه برابریږي.
✒️: په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي، د پنجاب د اوکاړې په سیمه کې یو افغان موټر چلوونکی په ډېرې بې رحمۍ سره وژل شوی دی.
یاد سفارت ددې پېښې د غندلو تر څنګ د پاکستان له بهرنیو چارو وزارت او نورو اړوندو ادارو غوښتي چې دا پېښه وڅېړي او عاملین یې ونیسي.
✒️: د اسلامي امارت ویاند په کابل ښار کې د داعش پر پټنځایونو د تېرې ورځې د عملیاتو تازه جزﺉیات خپاره کړي او ویلي یې دي چې امنیتي ځواکونو د داعشیانو درې پټنځایونه له منځه وړي او ٨ داعشیان یې وژلي، اووه نور یې ژوندي نیولي دي.
د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټوېټر لیکلي، ” تیره ورځ په کابل او نيمروز ولايتونو کې د داعشیانو په يوه مهمه او خطرناکه شبکه عملیات شوي، دغه داعشیانو په کابل کې په لانګان هوټل، هوايي ډګر او د پاکستان په سفارت او ځینو نورو اهدافو بريدونه تنظيم او سرته رسولي وو.“
مجاهد زیاته کړې، چې دغه داعشیانو افغانستان ته د داعش ډلې بهرني جنګیالي راانتقالول او په ځینو نورو مهمو اهدافو یې هم د بريد پلان درلود.
هغه دغه راز ویلي چې وژل شویو کې بهرني داعشیان هم وو.
✒️: د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د یوناما مرستیال مارکس پوتزل سره لیدلي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټوېټر لیکلي چې ددې لیدنې پر مهال د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ویلي، یوناما د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې تر منځ د پل حیثیت لري او هڅه کوي چې د دواړو تر منځ واټن پای ته ورسوي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو له بشري مرستو مننه کړې او ویلي یې دي چې ا.ا د رسمیت پېژندنې ټول شرایط پوره کړي او ملګري ملتونه باید په دې سازمان کې د افغانستان څوکۍ دوی ته وسپاري.
نوموړي ویلي، چې اسلامي امارت دیني او عصري زده کړې د هر افغان حق بولي او د افغانانو د مذهب او فرهنګ په رڼا کې د ښځو د زده کړو او کار لپاره د مناسب چاپېریال په رامنځته کولو بوخت دی او په دې اړه د نړیوالو بې غرضه مرستې هم غواړي.
✒️: د م.م له ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف له لوري د نورستان په مرکز او ولسوالیو کې ماشومانو ته د زده کړو ۳۰۰ سیمه ییز ټولګي جوړیږي. د یاد ولایت د پوهنې رییس محمد مطمین وايي دغه درې سوه سیمه ییز ټولګي به د نورستان په مرکز او شپږو ولسوالیو کې د راتلونکي ۱۴۰۲ کال په وري میاشت کې پيل شي.
✒️: د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور وايي، چې ا.ا تر هرچا د علم او پوهې په ارزښت ښه پوهیږي. نوموړي، چې نن يې په کابل کې یوې غونډې ته خبرې کولې وویل، چې افغانستان اوس مهال په ګڼو برخو کې مسلکي کسانو ته اړتیا لري او دا اړتیا دوی تر هر چا ښه احساسولی شي.
✒️:د ترکیې د خیرالانهار بنسټ:
هلمند کې یوه لویه دیني مدرسه جوړوو.
د دې بنسټ مشر افغانستان ته راغلی او دلته یې د رییس الوزرا دویم مرستیال سره لیدنه کې دا خبره یاده کړې.
✒️: د جمهوري نظام د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د پاکستان د ملی امنیت شورا له پرېکړې وروسته ویلي، نوی ۲۰۲۳ کال ښایي د افغانستان او سیمې لپاره ناخوښې پايلې ولري چې مخه یې باید ونیول شي.
ښاغلی محب وايي، پاکستان د ۲۰۲۲ کال په وروستیو شېبو کې دې پايلې ته ورسېده چې افغانستان کې د پاکستاني طالبانو په نښه کولو حق لري، خو طالبانو او پاکستان ترمنځ دا ښکاره تقابل د دواړو خواوو په ګټه دی او پر افغانستان به بدې اغېزې ولري.
✒️: د اسلامي علماو نړیوال اتحاد وايي چې د طالبانو د ډلې مشر شيخ هيبت الله اخندزاده په کندهار کې د سترو علماوو سره له ليدنې ډډه وکړه.
د اسلامي علماو د نړیوال اتحاد عمومي مشر الشیخ ډاکتر علي القره داغي وايی، افغانستان کې د ښځو د تعلیم په اړه د فرمان له صادرېدو نږدې میاشت وړاندې د اسلامي علماوو یو پلاوي پرېکړه وکړه، چې کندهار ته ولاړ شي او هيبت الله اخندزاده سره وګوري خو دغه ليدنه د طالبانو د مشر له لوري رد شوه.
پخبرپاڼه کې راغلي، چې د پلاوي د کتنې بله موخه د ځینو طالب چارواکو ترمنځ د اختلافاتو د هوارولو له منځه وړل هم ؤ.
✒️: تحريک طالبان پاکستان (TTP) چې د پاکستاني طالبانو په نوم هم یادېږي، په يوې بيانيه کې د دغې ډلې پر وړاندې د جګړې د اعلان په سبب، د پاکستان صدراعظم شهباز شريف او بهرنيو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري په شمول د دې هېواد سياسي مشران وګواښل.
دغه بيانيه داسې مهال صادرېږي، چې د پاکستان ملي امنيت شورا د شهباز شريف په مشرۍ يوې ناسته کې د ترهګرۍ او هر هغې ډلې پر وړاندې چې له تاوتريخوالي کار اخلي خپل موقف اعلان کړ او ټينګار يې وکړ چې د تاوتريخوالي هرې ډلې پر وړاندې به په ټول قوت سره مبارزه وکړي.
✒️: د اوکراین د استخباراتو رییس کارایلو بوډانوف:
روسیه کې به په خپلو بریدونو لا ډېر ژور زخمونه جوړ کړو.
اوکراین تازه د روسانو یو نظامي مرکز په امریکایي توغندیو ویشتی چې لږ تر لږه په کې د ۸۹ روسي پوځیانو وژل کیدل مسکو تایید کړي دي.
✒️: کابل لپاره د ایران پخوانی سفیر رضا بهرامي:
د افغانستان د اوسني وضعیت مسوولیت د هغوی پر غاړه دی چا چې د دوحې د تړون ترتیب او رامنځته کړی دی.
✒️: یوناما:
افغانستان کې به د خپلې هیڅ همکارې معاش ونه ګرځوو، نه به یې نارینه پر ځای دندو ته راولو.
وایي، افغانو ښځو د ملګرو ملتونو ادارو کې په ډېرو حساسو شرایطو کې دندې اجرا کړې دي.
✒️: د پاکستان د نادرکه شویو کمېسیون:
تېر کال پاکستان کې د ۸۶۰ کسانو مړی او ژوندی ورک شوی.
د کمېسیون د رسمی ارقامو په اساس هلته تر اوسه ۹۱۳۳ تنه ورک دي. بلخوا یوازې د ورک شويو پښتنو او بلوڅانو شمېر د دوی مدافعینو له ۲۰ زرو زیات ښودلی.
پر پاکستان تور دی چې خپل خلک پورته کوي او ورکوي یې.
✒️: د برېټانیا شل پوهنتونو هوکړه کړې ده چې د (Future Learn) ویب سایټ سره په همغږۍ افغان نجونو ته د لوړو زده کړو اسانتیا برابره کړي.
فیوچر لرن د بریټانیا معتبر تحصیلي سایټ دی.
✒️: حنارباني کهر:
طالبانو ته مې خپل وروستي سفر کې واضح ویلي چې د پاکستان امنیتي خوندیتوب مو سره کرښه ده.
✒️: محمد بن سلمان:
سعودي به ډېرو لږو کلونو کې په دویمه اروپا بدله کړو.
✒️: هندي ډاکټر وشواراج له ځمکې ۴۰ زره فوټه لوړ پرواز کې د زړه یو ناروغ له مرګه وژغوره.
الوتکه له لندنه هند ته روانه وه او یو ناروغ باندې د زړه حمله راغله، وشواراج د الوتکې په کموامکاناتو ناروغ ۵ ساعته پس نورمال کړ.
دا په دومره لوړ پرواز کې د انسان د ژغورنې لومړنۍ تجربه شوه.
✒️: سي.اېن.اېن د اوکراييني چارواکو له خولې ویلي چې هلته د روسیې له لوري په جګړه کې د کارېدونکو بې پېلوټه الوتکو ډېرۍ پرزې په امریکا کې جوړې شوې دي.
✒️: د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون پرون د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره يو ساعته ټلېفوني خبرې کړې دي. مکرون خپل اوکرايني سیال ته په ټلیفوني خبرو کې ويلي، چې فرانسه به له اوکراين سره زياتې پوځي مرستې وکړي او دغه هېواد ته به سپک ټانکونه ورکړي.
✒️: د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو له وزیر عبدالله بن زاید آل نهیان سره د افغانستان په اړه ټلیفوني خبرې کړې دي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې ددې خبرو پر مهال د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاووش اوغلو او بن زاید په افغانستان کې د اسلامي امارت لخوا له زده کړو او کار څخه د نجونو او مېرمنو د منع کولو په اړه په ګډو اندیښنو خبرې وکړې.
✒️: د ملګرو ملتونو امنیت شورا په موسسو کې د افغان مېرمنو د کار د بندیز په اړه راتلونکې اونۍ غونډه جوړوي.
دا غونډه د متحده عربي اماراتو او جاپان په وړاندیز جوړیږي.
✒️: د امریکا په «یوتا» ایالت کې د ۵ ماشومانو په گډون د یوې کورنۍ د ۸ غړو مړي موندل شوي دي.
ویل کیږي دا کسان په مرمیو ویشتل شوي.
✒️: ټي ټي پي د پاکستان د دوو استخباراتي افسرانو د وژنې مسوولیت منلی دی.
تحریک طالبان پاکستان ویلي، د دوی مخفي غړو د نوید صادق او ناصر بهټ په نومونو د پاکستان د استخباراتو د ادارې دوه افسران وژلي دي.
پاکستاني پولیسو ویلي، دغه دواړه افسران د سهشنبې په ورځ، د جنورۍ په درېیمه په پنجاب ایالت کې له یوه هوټله بهر په ډزو ووژل شول.
✒️: د امریکا د استازو جرګه د رئیس په ټاکلو کې پاتې راغله او په دې جرګه کې د جمهوري غوښتونکي ګوند مشر «کیون مک کارتي» ونه توانېد چې د ریاست څوکۍ ته ورسیږي.
✒️: د پاکستان « ډان ورځپاڼې» په یوه راپور کې ویلي، چې امریکا سږکال د ډيورند کرښې په اوږدو کې د امنیت د ټینګښت لپاره پاکستان ته ۱۵ میلیونه ډالر ورکوي.
