No-IMG

د باميان، ننگرهار او کابل ولايت قومي او جهادي مشران د خپل قدرمن امیر حکمتيار صاحب تعزیت او ملاتړ ته راغلي

سه‌شنبه د جدي ۱۳مه؛ ۱۴۰۱:

د حزب اسلامی افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار نن له غرمې مخکې په څو جلا-جلا کتنو کې د ننګرهار او کامې ولسواليو له جهادي او قومي مشرانو، د باميان ولايت د ولايتي أمير په مشرۍ د ياد ولايت له يو شمېر قومي او جهادي مخورو، د ننګرهار ولايت له مشهور جهادي قومندان او عالم ښاغلي مولوي شمس الرحمٰن، د کندز ولايت له قومي مخور ښاغلي سيد نعمت الله سادات، له ملي تاجر ښاغلي محمد يعقوب متين او همداراز د کابل ولايت کلکانو ولسوالۍ له يو شمېر مجاهدينو او قومي مشرانو سره وکتل.

په دغو کتنو کې يادو مشرانو د خپلو ولسونو په استازیتوب ښاغلي حکمتيار ته د خپل بشپړ ملاتړ او حمايت ډاډ ورکړ او له هغه يې اطاعت او دفاع خپله ديني او شرعي وجيبه ياده کړه.

ورپسې قدرمن مشر راغليو مشرانو او مجاهدينو ته ښه راغلاست او هرکلی ووايه او زياته يې کړه:

 ستاسې له پېرزوينو، سپېڅلو جذباتو او احساساتو نړۍ مننه، زه مو د پېرزوينو او جذباتو مرهون يم.

نوموړي وويل:

موږ د خپلې اوږدې مبارزې په بهير کې له ګڼ‌شمېر حادثو سره مخ شوې يو، ډېرې لوړې ژورې مو ليدلي، چې د الله تعالىٰ په فضل روغ‌-رمټ ترې راوتلي يو. د إيمان مسجد پېښه هم له ډېرو يوه وه، چې الله تعالىٰ په خپل فضل خُنثیٰ کړه او عاملين يې خپل ناوړه هدف ته له رسېدو وړاندې له پښو پرېوتل. يقيناً دا د الله تعالیٰ يو ستر احسان وو، چې پر موږ يې وکړ.

د ښاغلي حکمتيار پر وينا؛ د پېښې ابتدايي تحقيقات بشپړ شوي، اوس موږ پوهېږو چې دا بريد چا، څنګه او له کوم ځايه پلان کړی؟ خو البته؛ بيا هم وروستيو پايلو ته په طمع يو. له هر اړخيز او بشپړ تحقيق وروسته به يې د عاملينو پر وړاندې پرېکنده تصمیم نيسو او هيله مند يو چې دا فتنه به هم؛ إن شاء الله همغسې د ح‌ا د مخلصو او سرښندونکو مجاهدينو پر لاس محوه کېږي، لکه په تېر کې چې الله تعالیٰ د دوی پر لاس د سترو سترو فتنو او توطئو مخنېوی وکړ.

د حزب اسلامی افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک