حکمتيار: د هغوی پر حال افسوس؛ چې د جنګ اهداف يې نور ټاکي
د تېرې جمعې په خطبه کې مو ويلي وو؛ چې د انتحاري عملياتو د قومندې مرکز له کابل؛ د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته انتقال شوی.
د کابل او سمنګان او په ټول افغانستان کې وروستي انتحاري عمليات؛ د إيمان مسجد د عملياتو پهشمول؛ په دوشنبه کې پلان شوي، طراحان او عاملين يې دواړه تاجکستانيان وو، د إيمان مسجد له عملياتو پرته د نورو ټولو تروريستي برېدونو مسئوليت د داعش خراسان ډلې پر غاړه واخيست، هغه شپږ کسيزه ډله چې په کابل کې د عملياتو لپاره استخدام شوې وه، له يو تن پرته نور يې ټول وژل شوي.
پوښتنه داده چې دوی ولې د انتحاري «او يا هم د دوی پر کاذب ګمان د استشهادي» عملياتو لپاره کابل ته راځي؟ په داسې حال کې چې پر هېواد يې اوس هم کمونستان او د شوروي اتحاد پاتېشوني حکومت کوي، هغوی چې خپل سلګونهزره هېوادوال يې د ديندښمنه کمونستي بلشويکانو په پښو کې ذبح کړل. جوماتونه يې يا په کامل ډول تخريب کړل او يا يې ترې نايټکلبونه او شرابخانې جوړې کړې، د ديني مدارسو دروازې يې وتړلې، د قرآن کريم پهشمول يې ټول ديني کتابونه وسوځول، عربي او تاجکي رسم الخطونه او الفباء يې پر روسي ژبه تبديل کړل، شرعي حجاب يې لغو کړ او د تاجکو مېرمنو له سرونو يې پړوني ايسته وغورځول، او څه چې يې له لاسه پوره وو، د تاجک مؤمن ملت د ديني او ملي ارزښتونو په مقابل کې يې ونهسپمول.
همدغو پستو، مزدورو او وطنپلورونکو کمونستانو د بلشويکانو د سلطې له وخت، بيا تر نن د تاجکستان پر ستمليدونکي ملت حکومت کړی، خو سره له دې؛ يو شمېر ناپوه او فريبخوړلي افراد تاجکستان پرېږدي او د استشهادي!! عملياتو په ګمان دلته راځي. او تر ټولو عجيبه يې لا دا چې؛ د دې عملياتو افتخار داسې يو کس ځانته منسوبوي، چې د تاجکستان د چپيانو په رژيم کې د قدرت برخهوال هم دی او د يوې سيکولر ډلې په سر کې هم قرار لري. هغه له دې عملياتو وړاندې ويلي وو: موږ زرګونه فدايان لرو او درېزره کسيز لښکر يې تيار قربانۍ ته اماده دی. ښايي د هغه هدف به له فدايانو همدوی وو، چې افغانستان ته راغلل او له يو بل آدرس نه يې ناکام عمليات ترسره کړل او ووژل شول.
د هغوی پر حال افسوس؛ چې د جنګ اهداف يې نور ټاکي، او پهخپله نهپوهېږي چې د څه لپاره او د چا پر ضد جنګېږي، او څوک يې له جنګ ګټه اخلي، د خپل ملت قاتل او د دين دښمن يې پهخپل هېواد کې آرام پرېښی، نه له کمونست سره جګړه کوي، او نه هم له سيکولر سره؛ خو په افغانستان کې د هغه چا پر ضد جنګېږي، او د جوماتونو د ړنګولو او د لمونځ کوونکو د وژلو نيت يې لري، چې نه يوازې د هغوی د قربانيو او جهاد له برکته افغانستان آزاد شو، بلکې تاجکستان يې هم د اشغالګرانو له چنګاله خلاص کړ.
په افغانستان کې هم؛ د دې تور زړې، جاهلې، مزدورې او جګړهمارې ډلې جنګ؛ د مجاهدينو، د مساجدو إمامانو او خطيبانو پر ضد دی، او ټول عمليات يې د جوماتونو او ديني مدارسو پر تخريب، او د طلباءو، لمونځکوونکو او ملکي وګړو پر وژنه ورټول دی.
لکه څنګه چې مشرکو قريشو تصور کاوه، چې د پيغمبر عليه السلام او د هغه د يارانو په دښمنۍ او وژلو به دوی جنت ته ځي، همغه ډول ګمان؛ په عقلي او ديني لحاظ تښتول شوي او غولول شوي تاجک او افغان تروريستان هم کوي، چې ګواکې په مجاهدينو او اسلامګرايانو باندې د انتحاري عملياتو له لارې به جنت ته درومي.
تاجک چارواکي له هر پلوه؛ کټ مټ زموږ د پرچميانو غوندې دي، د هر اشغالګر پښو ته لوېدلي، هغوی چې د شوروي اتحاد د افسرانو تر قومندې لاندې د خپلو هېوادوالو پر ضد وجنګېدل.
هغه افغاني هيئتونه چې د دوهم اشغال په دوران کې تاجکستان ته تللي، او د ياد هېواد له چارواکو سره يې ليده کاته کړي، هغوی ټولو له تاجکي چارواکو په حيرانتيا او تعجب اورېدلي، چې تاسې افغانان ډېر نېکمرغه ياست، چې امريکايان پهخپل څنګ کې لرئ، له دې فرصت ګټه واخلئ، او دا په داسې حال کې؛ چې دا تاجکي چارواکي تر نن ورځې د مسکو د حمايت په طفيل د قدرت پر ګدۍ ناست دي. او دا ښيي چې؛ دوی هم زموږ د افغاني کمونستانو په څېر څو تابعيته دي، او د هر ابرقدرت او اشغالګر په خدمت کې مصروف. ښايي غوښتل يې؛ چې د همدغو افغاني هيئتونو له لارې امريکايانو ته خپل پيغام ورسوي.
وروڼو او خويندو!
له دې وروسته چې إيمان مسجد ته راځئ او يا بل هر مسجد ته؛ او که د کابل په هر ځای کې ياست؛ بايد په عملي او ذهني لحاظ داسې فکر وکړئ؛ چې په سنګر کې ياست او له يو سنګره بل ته درومئ. په هر ځای او هره لحظه کې چې له غير مترقبه پېښو سره مخامخ کېږئ، ناديده يې و نهګڼئ! په ځانګړي ډول چې إيمان مسجد ته راځئ. اسلام د امام د اقامت او هستوګنې ځای د محراب په نوم ياد کړی، محراب؛ يعنې، د جنګ او جګړې ځای. موږ بايد په کامل او پوره ډول تياری ولرو، او د اسلام د دښمنانو هره توطئه بايد خُنثیٰ کړو. د دښمن هر ډول حملې ته عملاً او ذهناً آماده وو. موږ له ډېرو خبيثو او پليتو دښمنانو سره مخ يو، له هېڅ راز پستۍ او رذالت مخ نه اړوي، د هغوی په ژوند کې هېڅ شئ مقدس نهشته، په هېڅ ديني او ملي ارزښت باور نهلري. دوی پردي نوکران او مزدوران دي، په غرض او مرض لړلي او ککړ، په همغه ډول؛ لکه قرآن چې فرمايي:
«د طاغوت لپاره د شيطان په لاره کې جنګېږي.»
(يقاتلون فى سبيل الطاغوت.)
د إيمان مسجد هر لمونځ کوونکی بايد ذهناً او عملاً دېته آماده وي، چې ښايي دا مسجد، په يوه او بله بڼه د شر او فساد د عناصرو له لوري تر برید لاندې راشي. بايد د هر احتمالي خطر لپاره لازمه آمادهګي ولري، او مصمم وي؛ څو په ارامو مغزو او راسخ عزم د خطر پر وړاندې ودرېږي، دښمن له پښو وغورځوي او پرېنهږدي چې خپل ناوړه او شوم هدف ته ورسېږي.
بايد هر وخت له خدايه وغواړو چې له موږ نه د اسلام او مسلمانانو د دفاع په لار کې غوره خدمت واخلي، او د دښمن د ماتې سبب جوړ شو. په مخکينۍ حادثه کې د يو زړور او مؤمن مجاهد يوازې څو مرمۍ د يوې لويې فاجعې د مخنېوي سبب شوې، زموږ هر يو يې بايد له خپل خدايه وغواړو؛ چې د خبيثو دښمنانو او مزدورو جنايتکارانو د خائنانه توطئو د خُنثیٰ کولو او سرکوب کولو سعادت را په برخه کړي، او موږ د هغو کسانو په زُمره کې ونيسي، چې په خورا شهامت د دوه سترو اشغالګرانو او د هغوی د لاسپوڅو پر وړاندې وجنګېدل او خپل ملت او هېواد يې د هغوی له شره خلاص کړ.
دا هيله او آرزو بايد ولرو؛ چې د کفر او نفاق د ګډې په خدمت کې دا شيطاني فتنه او تکفيريان هم زموږ پر لاس نابود کړي، په مجموع کې ټول امت او په ځانګړي ډول افغانان د هغوی له شره نجات ومومي.
يو د هغو مهمو او مؤثرو کارونو له جملې؛ چې له دې شيطاني پديدې سره د مقابلې په برخه کې اغېزمن تمامېدای شي، د دې ډلې د افرادو او فعاليتونو په اړه دقيق معلومات راټولول دي، چې قرآن کريم يې په دې برخه کې هره لاسته راوړنه صالح عمل ګڼي او بدله يې هم د خدای تعالیٰ په نزد قطعي ليکلې شوې، او مؤمنان يې د لاسته راوړلو لپاره تشويق او ترغيب شوې دي. هلته چې فرمايي:
مَا كَانَ لِأَهۡلِ ٱلۡمَدِينَةِ وَمَنۡ حَوۡلَهُم مِّنَ ٱلۡأَعۡرَابِ أَن يَتَخَلَّفُواْ عَن رَّسُولِ ٱللَّهِ وَلَا يَرۡغَبُواْ بِأَنفُسِهِمۡ عَن نَّفۡسِهِۦۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمۡ لَا يُصِيبُهُمۡ ظَمَأٞ وَلَا نَصَبٞ وَلَا مَخۡمَصَةٞ فِي سَبِيلِ ٱللَّهِ وَلَا يَطَُٔونَ مَوۡطِئٗا يَغِيظُ ٱلۡكُفَّارَ وَلَا يَنَالُونَ مِنۡ عَدُوّٖ نَّيۡلًا إِلَّا كُتِبَ لَهُم بِهِۦ عَمَلٞ صَٰلِحٌۚ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُضِيعُ أَجۡرَ ٱلۡمُحۡسِنِينَ١٢٠
«مدينهوالو او د دوی شاوخوا بانډهوالو ته نه ښايي، چې د الله تعالیٰ له رسول تر شا پاتې شي، او نه دا چې خپل ځانونه د ده تر ځان غوره وګڼي، دا د دې لپاره چې نه دوی ته د الله تعالیٰ په لار کې کومه تنده رسي، نه کومه ستونزه، نه کومه لوږه، نه کومه داسې سيمه تر پښو لاندې کوي، چې کافران غصه کړي او نه له دښمن کومه لاسته راوړنه ترلاسه کوي؛ مګر، دا چې په دې سره يو صالح عمل ورته ليکل کېږي، بېشکه چې الله تعالیٰ د دغو محسنينو أجر نه ضائع کوي.»
يعنې چې مؤمن هر ګام د الله تعالیٰ په لاره کې اخلي، او هر ځای کې چې د دښمن د غصې باعث ګرځي، هملته ځي. د دښمن هر څه ته چې لاسرسی پيدا کوي، هغه که د ښمن سلاح او تجهيزات او يا هم د دښمن اسرارو ته لاسرسی، په دې لاره کې هره لوږه، تنده او ستړيا صالح عمل شمېرل کېږي او د مؤمن د نېکو اعمالو په عملنانه کې درج کېږي، او أجر يې د خدای تعالیٰ پر وړاندې تضمين، لیکل شوی او يقينی شوی.
موږ يو بلې نه ستړې کېدونکې مبارزې او جهاد ته ضرورت لرو. راځئ؛ چې د مبارزې يو بل سعادت هم په دې سنګر کې لاسته راوړو.
څه ډول چې مو د دوه ابرقدرتونو «شوروي اتحاد او ناټو» پر وړاندې د جهاد او مبارزې سعادت او افتخار ترلاسه کړو، دا افتخار هم لاسته راوړو.
إن شاء الله چې پهدې مبارزه کې به هم د الله تعالیٰ په لطف او فضل کاميابي ترلاسه کړو، او خيرالناصرين خدای جلجلاله به خپل تأييد او نصرت زموږ په برخه کړي.
وروڼو خوېندو!
قرآن د قريشو په ځواب كي او هغه مهال چي ويل ئې: دا ولي پر موږ الهي عذاب نه راځي، د عذاب نه راتگ ښيي چي موږ په حقه يو؛ فرمايي:
او الله به ئې ولي په عذاب نه اخته كوي؛ په داسي حال كي چي له مسجدالحرام (د خلكو) مخنيوى كوي؛ او دوى ئې (حقيقي) متوليان هم نه دي، حقيقي متوليان خو ئې يوازي متقيان دي، خو د دوى ډېرى نه پوهېږي. او د بيت الله خوا ته د دوى لمانځنه (او عبادت) له شپېلكي او چكچكو او لاس پړكولو پرته بل څه نه وي؛ نو په سبب د هغه كفر چي تاسو كولو دا عذاب وڅكئ.
يعني دوى د الٰهي عذاب وړ دي، دا ځكه چي په كفر او د خداى پالني خلاف په خپلي دښمنۍ كي هغه پړاو ته رسېدلي چي له مسجدالحرام د خلكو مخنيوى كوي، دا په داسي حال كي چي ځان د مسجد الحرام متوليان گڼي، د دې په ځاى چي خلك د مسجدالحرام په لوري راتلو او د الله تعالىٰ عبادت ته تشويق كړي، په دې لار كي خنډونه راولاړوي، لاري بندوي، خلك وېروي او جومات ته د مؤمنانو او لمونځ كوونكى د تگ په وړاندي خنډونه رامنځته كوي. دوى په خپله او په خپلو بدو عملونو سره د الله تعالىٰ لوري ته د خلكو د راتلو په وړاندي خنډ او مانع دي، د دوى كړني داسي دي چي له دين او دينپالو سره د عام ولس مينه او علاقه ختمه شي. واقعي دينپال او د مسجد حقيقي متولي خو داسي نه وي؛ دوى ئې حقيقي متوليان نه دي، دا سپېڅلې دنده چي كومي ځانگړتياوي غواړي په دوى كي نشته، حقيقي متوليان خو ئې متقيان دي، هغه چي له ظلم، تېري، فساد، قتل او وينو تويولو ځان ساتي، دوى له تقوىٰ محروم او د گناهونو په گنده ډنډ كي تر ستوني غرق، جاهل او ناپوه دي، په دې هم نه پوهېږي چي يو حقيقي مسلمان او د ديني شعائرو او مقدساتو متولي او ساتونكى؛ بايد څنگه وي او په كومو صفاتو متصف وي؛ هغه څوك څنگه ځان د دين مدافع او متولي گڼي چي د بيت الله خوا ته ئې عبادت له شپېلكيو او لاس پړكولو پرته بل څه نه وي؟! هغه څوك څنگه ځان ته مسلمان وايي او كوم جاهل به ئې مسلمان وگڼي چي د خداى په كور او جوماتونو كي؛ هغه هم د لمانځه په وخت كي چاودني كوي؟!!
له جومات او مسجد د دوى د ممانعت دوه صورتونه وو: يو دا چي خپل مخالفين به ئې نه ورته راپرېښودل، له چا سره چي به د دوى دښمني راولاړه شوه هغوى به ئې مسجدالحرام ته له ننوتلو منع كول او دوهم دا چي د دوى عملونه داسي وو چي د دين په خلاف به د خلكو د كركي او نفرت باعث وو، كله چي د دين له حقيقت بې خبره خلك، د دين مدعيان په گناهونو او فسادونو كي غرق گوري؛ ويني تويوي، ظلمونه كوي، د نورو په ځان، مال او عزت تېرى كوي؛ همدا د دې باعث شي چي له دين ئې زړه تور شي او گمان وكړي چي د دې دين اصلي ماهيت همغه دئ چي موږ ئې د دغو خلكو په كړنو كي گورو، كه په دې دين كي د اصلاح قوت وى نو خپل پلويان به ئې اصلاح كړي وو، د دوى اخلاقي او عملي وضع به دومره كركجنه نه وه، نو ځكه دې ته زړه نه ښه كوي چي د دغه دين خوا ته راشي.
دا آيت د واقعي خداى پال بنده او دوكه شوي ديندار او د الله د دين د واقعي او صادق خادم او دروغجن او ټگمار خادم د پېژندو لپاره يو دقيق محك او معيار زموږ مخي ته ږدي؛ د الله تعالىٰ مخلص بنده هغه دئ چي:
د شعائر الله، ديني مقدساتو او خداى پالونكو درناوى كوي.
د هغه چا مخي ته نه خنډ كېږي او دښمني ورسره نه كوي چي د الله تعالىٰ د عبادت تكل كوي، نه يوازي مخي ته ئې نه خنډ كېږي بلكي مرسته ئې كوي.
د عبادت په وخت كي به د ده په څېرې، الفاظو او حركاتو كي په څرگنده توگه احساس كړې چي په الله تعالىٰ ايمان لري، له هغه وېرېږي، هغه ته طمع لري او د هغه د رضاء تر لاسه كولو هڅه كوي.
الفاظ ئې د طمعي الفاظ او حركات ئې د الله تعالىٰ په عظمت له اعتراف راولاړ شوي حركات دي، د يوه هيبت وهلي، خاضع، خاشع او محتاج بنده په توگه د ستر ټولواك په وړاندي ولاړ او په زاريو زاريو سره دعاء كوي.
خو هغه چي دوكه شوى ديندار يا د ديني مقدساتو ټگمار خادم دئ داسي به ئې گورې چي:
نه ئې په څېرې كي له الله تعالىٰ د وېري او هيبت نښي او آثار تر سترگو كېږي، نه په الفاظو كي، نه په حركاتو كي او نه په جامه او لباس كي او د ملگرو د انتخاب په څرنگوالي كي؛ له بدو سره به ئې خواخوږي او ملگرتيا وي او له نېكانو سره عداوت او كينه.
د عبادت په وخت او معبد كي به ئې په لهو و لعب بوخت ومومې، همغسي لكه چي قريشو به د طواف په وخت او د بيت الله خوا ته شپېلكي كول او لاسونه پړكول او همغسي لكه چي نن ځيني خلك د ذكر په حلقو كي ډول او دبلې ته غورځي، پرځي، څڼي اچوي، قوالي سندري وايي، د هو هو چيغي وهي او د جذبې په نامه مستي كوي.
له خداى پالونكو سره به دښمني كوي، كافر ته به پر مؤمن ترجيح وركوي، له خداى او دين منكر او باغي انسان سره به دوستي كوي او د هغه چا په ضد به ئې مرسته كوي چي ديندار دئ او د الله په عبادت او لمانځني بوخت. همغسي لكه چي د اهل كتاب تش په نامه مذهبي مشرانو به د كافرانو او مشركينو په اړه ويل: دوى تر مؤمنانو ښه دي او په سمه لار روان دي؛ لكه چي قرآن فرمايي:
أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ أُوتُوا نَصِيبًا مِنَ الْكِتَابِ يُؤْمِنُونَ بِالْجِبْتِ وَالطَّاغُوتِ وَيَقُولُونَ لِلَّذِينَ كَفَرُوا هَؤُلاءِ أَهْدَى مِنَ الَّذِينَ آمَنُوا سَبِيلا51 النساء: 51
آيا هغو ته دي پام ونه كړ چي د كتاب څه برخه وركړى شوې، خو په جبت او طاغوت ايمان راوړي او د كافرانو په اړه وايي: دوى تر مؤمنانو ډېر په سمه لار دي.
خو دلته د دوى علماءو ته اشاره شوې، كله چي د اهل كتاب د علماءو په اړه بحث كېږي نو قرآن ئې په دغه صيغه يادوي، د دې وړ ئې نه گڼي چي د عالم په نامه ئې ياد كړي؛ بلكي وايي: هغه چي له كتابه ئې نيمگړى علم په برخه شوى، علم ئې ناقص دئ، هسي ئې د كتاب څو خبري زده كړې دي. دلته د دوى درې ځانگړتياوي په گوته كوي:
په اوهامو، خرافاتو، فال، كوډو، منتر، جادو او دې ته ورته شيانو باور لري.
د طاغوت په خدمت كي دي، د هر ظالم، عاصي، سركښ او مفسد واكمن ملاتړ كوي، په خوله ئې د الله نوم وي خو په زړه كي ئې له طاغوت وېره او طمع، دين د طاغوت په پښو كي ذبح كوي او د طاغوت په گټه ئې كاروي.
تر مؤمنانو كافران غوره گڼي، تبليغات ئې د هغوى په گټه وي، خلكو ته وايي چي د كافرانو مسلك او مذهب تر مؤمنانو غوره دئ.
زموږ په زمانه كي د دې مصداق هغه دين پلورونكي دي چي له شوروي او ناټو اشغالگرانو سره يو ځاى شول او د واقعي علماءو او مجاهدينو په ضد به ئې تبليغات كول، هم به ئې كمونستان تر مجاهدينو غوره گڼل او هم سيكولران؛ د مجاهدينو په اړه به ئې ويل چي دوى متعصب او افراطي دي، د هېواد د آزادۍ او بيا ودانولو دښمنان دي او د اشغالگرانو په اړه به ئې دوى د افغانستان ودانولو او په يوه بل سويس او جاپان د بدلولو لپاره افغانستان ته راغلي.
د قرآني لارښوونو په رڼا كي؛ د ديانت او ديني مشرتابه دروغجن مدعي داسي مومو:
ديني او مذهبي منصب په ميراث ورته پاته شوى، د نېك پلار بد ځاى ناستى، له هغو ځانگړتياوو بې برخي چي د مذهبي قيادت او مشرتابه لپاره ضروري دي.
د دې په ځاى چي په قول او عمل سره خلك د دين لوري ته تشويق كړي په خپله د دين په وړاندي خنډ وي، واقعي دين ته د خلكو د راتلو مانع گرځي.
دين پلورى وي او ديني ارزښتونه په وړيا بيع؛ او ثمن قليل؛ د الله او د هغه دين دښمنانو په پښو كي ذبح كوي.
وروڼو خوېندو!
افغانستان د ټولو افغانانو گډ كور او هېواد دئ؛ په ځانگړې توگه د هغو چي د آزادۍ لپاره ئې د دوو اشغالگرانو؛ په هر سنگر كي او په مېړانه مقابله كړې او قرباني ئې وركړې؛ د هېواد په هري مهمي او ملي قضيې كي بايد د دوى رأى دخيل وي؛ مخكينيو تجربو ښودلې چي كله حكومتونو او واكمنو ئې دا اصل او حقيقت له پامه غورځولى؛ د يوې كورنۍ، يوې قبيلې او يوې ډلي استبدادي حكومت رامنځته شوى نو هم ولس او هېواد صدمه ليدلې او هم حكومتونو او واكمنو؛ نن زموږ هېواد له سترو سترو گواښونو سره مخامخ دئ؛ له فقر، گراني، بې كاري، ناامني، په ښارونو، جوماتونو او مدرسو كي چاودني، سرحدي ستونزي، بهرني گواښونه، نړۍ واله انزوا، د ملي شورىٰ او اساسي قانون نشتون؛ او دې ته ورته ډېر نور.
له دې ستونزو د وتلو لاري چاري لټول؛ د هر مؤمن او اسلام ته ژمن افغان ديني فريضه ده؛ راشئ ټول هغه افغانان راغونډ كړو چي له خپل هېواد، ولس او اسلام ئې دفاع كړې، له دوى وغواړو چي د يوه خپلواك، له جگړو او ناامنيو فارغ اسلامي افغانستان جوړولو لپاره څه وكړو او څنگه د كورنيو او بهرنيو گواښونو مقابله كړو؛ څنگه يو مضبوط او قوي مركزي حكومت جوړ كړو او خپلو شهيدانو آرمانونه پلي كړو.
مهربانه خدايه! له تا پرته بل پناه ځى او حامي نه لرو؛ افغان ملت او اسلامي امت يتيم دئ او له هر لوري د كفر او نفاق د جبهې تر بريدونو لاندي؛ تا ته مو د دعاء لاسونه اوچت كړي؛ تياره شپه مو رڼا كړې؛ د شر او فساد پر ځواكونو داسي برى راپه برخه كړې لكه چي د شوروي او ناټو پر ځواكونو دي بريالي كړو.
كه مو په تېرو نږدي څلورو لسيزو كي د 6شپږم جدي او پنځلسم ميزان توري ورځي ولېدې؛ د شوروي او ناټو ځواكونو د بريدونو توري ورځي؛ نو ستا په فضل او كرم سره مو د 26 دلوي او 9 سنبلې بختوري ورځي او د اشغالگرانو نامراد وتل هم وليدل؛ خدايه! له اوسني حالت؛ د سرلوړي او بريالي وتلو ورځ هم پر موږ وگوره؛ آمين
