No-IMG

مهم ترین های امروز سه شنبه

: د ح‌اا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه: سه‌شنبه د جدي ۱۳مه؛ ۱۴۰۱ د ح‌اا عالیقدر أمير ښاغلي انجينير حکمتيار حفظه الله نن له غرمې مخکې په څو جلا-جلا کتنو کې د ننګرهار او کامې ولسواليو له جهادي او قومي مشرانو، د باميان ولايت د ولايتي أمير په مشرۍ د ياد ولايت له يو شمېر قومي او جهادي مخورو، د ننګرهار ولايت له مشهور جهادي قومندان او عالم ښاغلي مولوي شمس الرحمٰن، د کندز ولايت له قومي مخور ښاغلي سيد نعمت الله سادات، له ملي تاجر ښاغلي محمد يعقوب متين او همداراز د کابل ولايت کلکانو ولسوالۍ له يو شمېر مجاهدينو او قومي مشرانو سره وکتل.

په دغو کتنو کې يادو مشرانو د خپلو ولسونو په استازیتوب ښاغلي حکمتيار ته د خپل بشپړ ملاتړ او حمايت ډاډ ورکړ او له هغه يې اطاعت او دفاع خپله ديني او شرعي وجيبه ياده کړه.

ورپسې قدرمن مشر راغليو مشرانو او مجاهدينو ته ښه راغلاست او هرکلی ووايه او زياته يې کړه:

 ستاسې له پېرزوينو، سپېڅلو جذباتو او احساساتو نړۍ مننه، زه مو د پېرزوينو او جذباتو مرهون يم. نوموړي وويل:

موږ د خپلې اوږدې مبارزې په بهير کې له ګڼ‌شمېر حادثو سره مخ شوې يو، ډېرې لوړې ژورې مو ليدلي، چې د الله تعالىٰ په فضل روغ‌-رمټ ترې راوتلي يو. د إيمان مسجد پېښه هم له ډېرو يوه وه، چې الله تعالىٰ په خپل فضل خُنثیٰ کړه او عاملين يې خپل ناوړه هدف ته له رسېدو وړاندې له پښو پرېوتل. يقيناً دا د الله تعالیٰ يو ستر احسان وو، چې پر موږ يې وکړ.

: ‏د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد نن د دې وزارت د سرمفتشيت له دوه میاشتني کورس څخه د یو شمېر کسانو د فراغت غونډې پر مهال ویلي، چې د اسلامي امارت د ځواکونو صفونه باید چاڼ شي او په دې صفونو کې د هغو کسانو مخه ونیول شي چې کرغېړن او نامناسب عملونه ترسره کوي.

: ‏په پاکستان کې د افغانستان سفارت وايي، هیواد ته د ټولو هغو افغان بندیانو د بېرته لېږد لګښتونه په غاړه اخلي چې د کراچۍ له زندانونو څخه خوشي کیږي.

یاد سفارت پر خپله ټوېټرپاڼه د بندیانو له کورنیو غوښتي، چې د خپلو بندیانو د لېږد لپاره هیچا ته پيسې ورنه کړي.

‏وړاندې تر دې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د پاکستان په کراچۍ کې یو شمېر افغانان له زندانونو خوشي شوي خو هېواد ته د بېرته تګ لپاره پیسې نه لري.

: ‏په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشر دوستانه مرستو مرستیال همغږي کوونکي «فران ایکویزا» نن له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت سرپرست محمد عباس اخوند سره لیدلي دي.

‏یوناما پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، ددې لیدنې پر مهال «فران ایکویزا» ویلي، چې په موسسو کې د افغان میرمنو پر کار بندیز د ټولو افغانانو ژوند ګواښي او اوږدمهاله اغیزې به یې د هیواد لپاره ویجاړوونکې وي.

: ‏‏د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د ټوېټر له لارې ویلي چې د پاکستاني چارواکو څرګندونې د افسوس وړ دي او اسلامي امارت د پاکستان په ګډون له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د نېکو اړیکو غوښتونکی دی ‏همدارنګه زیاتي اسلامي امارت هڅه کوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان او نورو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي.

: ‏په کندهار کې د ترافيکي پېښې له امله د دوو ښځو په ګډون درې تنه مړه شوي او ١٣ نور ټپيان دي.

باختر اژانس د کندهار د سیمه ایزو چارواکو په حواله ویلي چې دا پېښه نن سهار وختي د سپين بولدک – کندهار پر لويه لاره رامنځته شوې ده.

: ‏کابل امنیه قومانداني وایي، تېره شپه یې د کابل ښار څلورمې حوزې اړوند تایمني سیمه کې یو تن ملي سوداګر د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.

‏د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند محمد خالد ځدراڼ وایي، د یاد سوداګر تر تښتول کېدو وروسته سملاسي امنیتي ځواکونو عملیات پیل کړل او د نوموړي د ازادولو لپاره د امنيتي ځواکونو او سړي تښتونکو ترمنځ نښته رامنځته شوه چې پايله کې یې ٤ تنه انسان تښتوونکي ووژل شول او سوداګر روغ رمټ وژغورل شو.

: ‏د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د یوناما له مرستیال مارکس پوتزل سره کتلي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په دې لیدنه کې مارکس پوتزل د امنیت په تامین کې ددې وزارت له مشرتابه مننه کړې او د نجونو په زده کړو د محدودیتونو په وضع کیدو یې اندیښنه څرگنده کړې ده.

‏ددې لیدنې پر مهال د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني ویلي، د اسلامي امارت رهبري د ولس د رفاه او خیر لپاره فکر کوي او ورته ژمن دی.

‏نوموړي زیاته کړې، ” د ستونزو د هوارۍ لپاره هڅې روانې دي، یوې معقولې او دایمي حل لاره باندې کار روان دی؛ داسې چې شرعي احکامو او زمونږ د خلکو کلتور سره مطابقت ولري.“

: ‏له هنده د فارغو شویو افغان نظامیانو شکایت:

اوسنیو واکمنو راوغوښتو، دوه میاشتې یې شرعي درسونه هم راباندې وویل، خو ۶ میاشتې وشوې، نه معاش راکوي، نه یې دنده راکړې.

وایي، د دفاع وزیر یې حکم راکړی چې د شرعي دورې تر څنګ بخششي معاش او دندې ورکړئ.

: ‏یوناما په یوه ټویټ کې ویلي چې د دغه بنسټ سیاسي مرستیال مارکس پوټزل د «قلم لار» بنسټ  له مسوول او د زده کړو د برخې فعال مطیع الله ویسا سره لیدلي دي.

ښاغلي پوټزل د نجونو د زده کړو په هکله د پوهاوي د ورکړې او د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو په درشل کې د دغه بنسټ فعالیتونه ستایلي دي.

: ‏د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د ډبرو سکرو د سکټور له غړو سره لیدلي او د هغوی د ستونزو د حل لپاره خبرې کړې دي.

ښاغلي عزیزي د ګران بیه ډبرو د څېړنې او د قاچاق د مخنیوي لپاره یې د لابراتوارونو پر جوړېدو ټینګار کړی دی ‏د کابینې دغه غړي د لا ډېرې همغږۍ په پار یې د سراسري اتحادیې پر جوړولو یې هم ټینګار کړی دی.

په دغې لیدنه کې د ډبرو سکرو د سکټور غړو د ګمرکي او د مالیې پر تعرفو نیوکه کړې او دغې چارې ته د رسېدنې غوښتنه یې کړې ده.

: ‏مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت لوگر از کشف یک ساحه باستانی جدید در مرکز این ولایت خبر می‌دهند.

رفیع الله صمیم، رییس اطلاعات و فرهنگ لوگر می‌گوید که این ساحه باستانی در "منطقه سپیس" مرکز این ولایت در نتیجه بررسی تحقیقات باستان شناسان این وزارت شناسایی شده است.

: ‏د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ د دغه هېواد د ملي امنیت شورا د وروستۍ غونډې په اړه وایي، چې د پاکستان خلک د افغانستان همسایه ورونه دي خو د پاکستان اوسني حالات او نا امنۍ تر ډېره د پاکستان د حکومت د خپلو ناسمو پالیسیو زېږنده ده.

‏حامد کرزي ویلي، نا امنۍ سره د موثرې او اغېزمنې مبارزې لپاره دې پاکستان د خپلو تېرو څو لسیزو پالیسيو باندې له سره غور وکړي او بدله یې دې کړي، له تهدید او زور زیاتي دې ډډه وکړي او په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینگښت لپاره دې، له افغانستان سره د متمدنو او نېکو اړیکو لار خپله کړي.

: ‏د رییس الوزرا په مشرۍ د کابینې ۱۹مه غونډه کې پرېکړه شوې، چې ټولو دولتي ادارو کې له کورنیو تولیداتو او محصولاتو ګټه واخیستل شي. دغه راز په غونډه کې یوه پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې د سالنګ لويه لار له نږدې وګوري او د تګ را تګ په برخه کې د شته ستونزو د حل لپاره پلټنې وکړي.

: ‏په کابل کي د ۱۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د درملو او روغتیايي محصولاتو مارکېټ ګټې اخيستې ته وسپارل شو. د خوړو او درملو ادارې ویلي، پر یادې ودانۍ ۱۲۰ میلیونه ډالر پانګونه شوې چې د ۶۷ دکانونو او ۳۱ معياري دفترونو په لرلو درمل او روغتیايي محصولات په کې پلورل کېږي.

: ‏د سوداګرۍ خونه:

پاکستان د کراچۍ بندر له لارې د افغانانو په ټرانزیټ او سوداګریزو توکو نوي محدودیتونه لګولي، خو خپله د افغانستان له لارې هر کال منځنۍ اسیا ته دوه میلیونه ټنه توکي صادروي.

: ‏سوداګرۍ وزارت:

افغانستان تېرو ۹ میاشتو کې ۱۵ هېوادونو ته د ۵۳ میلیونه ډالرو ۵۴۰۰ ټنه ځڼغوزي صادر کړي دي.

: ‏عرب نیوز ته، کابل لپاره د پاکستان د پخواني سفیر مقاله:

نړیوالې ټولنې ته د طالبانو ورکړې ژمنې اوایلو کې خوشبینوونکې وې، خو ۲۰۲۲ کې دغې ډلې له خپلو ژمنو خلاف عمل کړی دی.

وایي، باور دا و چې یادې ډلې تغییر کړی، خو تېر کال هر څه برعکس وو او افغانستان نه د ترهګرۍ ګواښ سر پورته کړ.

: ‏د سولې او اقتصاد نړیوالې موسسې سږ کال هم افغانستان د نړۍ تر ټولو ناامن هېواد اعلان کړ.

ورپسې د سوریې او یمن نومونه راغلي.

دې ارزونه کې آیسلینډ، ایرلینډ، ډنمارک، اسټرالیا د نړۍ امن ترین هېوادونه ښودل شوي.

: ‏شاه محمود قریشي:

د پاکستان اوسني حکومت، افغانستان له پامه غورځولی، حال دا چې زموږ حکومت هلته یوه ځانګړې پالیسي لرله.

نیوکه یې کړې، چې اوسني خارجه وزیر مو ولې اتو میاشتو کې یو وار هم افغانستان ته سفر ونه کړ؟

: ‏د پاکستان خارجه وزیر بلاول بوټو:

د افغانستان طالبان یو حقیقت دی، خو پاکستان کې طالبان یوه فتنه ده.

وایي، ټولې نړۍ چې کوم کار افغانستان کې ونه کړای شو، موږ وکړ.

: ‏د پاکستان ملي امنیت شورا پرېکړه کړې چې هېڅ هېواد ته به اجازه نه ورکوي چې د پاکستان ضد ترهګرو ته پټنځي او اسانتیاوې ورکړي.

‏د پاکستان د حکومت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ د ملي امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې پرېکړه شوې، چې دوی هېڅ هېواد ته اجازه نه ورکوي چې ترهګرو ته پناه او اسانتیاوې ورکړي.

‏که څه هم دوی د کوم هېواد نوم نه دی یاد کړی، خو په دې وروستیو کې پاکستاني چارواکو نیوکې کړې چې د پاکستان تحریک طالبان په افغانستان کې پټ دي او له هاغه ځایه پر پاکستان بریدونه کوي.

: ‏په افغانستان کې د ټي ټي پي د حضور په اړه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر تر څرګندونو وروسته د دې هېواد دفاع وزیر خواجه اصف ادعا کړې چې تحریک طالبان پاکستان (TTP) په افغانستان کې د پاکستان پر ضد بریدونه پلانوي.

‏نوموړي د پاکستان له یوه خصوصي ټلویزیون سره په خبرو کې ادعا کړې چې د ا.ا د ژمنو خلاف افغان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کیږي او ټي ټي پي هلته د پاکستان پر ضد بریدونه پلانوي.

هغه زیاته کړې چې په دې اړه د اسلامي امارت سره خبرې روانې دي.

اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

‏دا په تېره یوه اونۍ کې دویم لوړپوړی پاکستانی چارواکی دی چې په افغانستان کې د ټي ټي پي د حضور ادعا کوي.

تېره ورځ د صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان د ملي امنیت شورا غونډه کې پرېکړه شوې چې هېڅ هېواد ته د ترهګرو د خوندي کولو اجازه نه ورکوي.

‏تر دې مخکې د ا.ا دفاع وزارت په افغانستان کې د TTP د شتون ادعا بې اساسه او د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر څرګندونې پاروونکې بللې وې. دفاع وزارت ویلي وو سره له دې چې د TTP مرکزونه په پاکستان کې دي، د پاکستاني چارواکو دا ډول ادعاوې د افغانستان او پاکستان اړیکو ته زیان رسوي.

: ‏د ایران د ولسمشر مرستیال محمد حسیني د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان سره لیدلي دي.

د ایراني رسنیو د راپورونو په حواله دا لیدنه په برازیل کې ددې هېواد د نوي ولسمشر ”لویز اناسیو لولا“ د لوړې مراسمو په څنډه کې شوې ده.

‏محمد حسيني له فیصل بن فرحان سره په ليدنه کې ويلي، چې ايران او سعودي عربستان دې په عراق کې دوه اړخيزو خبرو اترو ته دوام ورکړي او د خپلمنځي ډيپلوماتيکو اړيکو د بیا ټینګښت لپاره دې زمينه برابره کړي.

‏فیصل بن فرحان په خپلو خبرو کې ويلي، هېواد  له ايران سره د ستونزو د هواري په هدف خبرو اترو او ډیپلوماتیکو اړیکو جوړولو ته لېواله دی.

: ‏مالیزیا په بېلابېلو سکتورونو کې شاوخوا یو میلیون تنو بهرنيو کاریګرو ته اړتیا لري.

د مالیزیا د کارموندنې ارګانونو ټولنې (پاپا) ویلي، د نوي ډول کورونا ویروس د ناروغۍ نه وروسته د رامنځته شوي کاري ځواک د تشې د ډکولو په هدف یو میلیون بهرنیو کاریګرو ته اړتیا ده.

‏د یادې ټولنې مسوولانو  ويلي، په ساختماني سکتور کې شاوخوا درې سوه زره، د کرنې سکتور کې ۲۳۰ زره او د تولید سکتور کې له ۱۰۰ څخه تر ۲۰۰ زرو تنو کاریګرو ته اړتیا ده.

‏د دې ټولنې مسوولانو زیاته کړې، چې دوی به د مالیزیا د کورنیو چارو وزیر او یو شمیر نورو وزیرانو سره د بهرنیو کاریګرو د ستونزې د حل په اړه خبرې وکړي او له حکومت به وغواړي چې د بهرنیو کاریګرو لپاره د وېزو اسانتیاوې برابرې کړي.

: ‏د امریکا د استازو مجلس جمهوري غوښتونکې استازې «ایلیس سټیفانیک» ویلي، چې دوی به د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو په بیړه ایستلو او ګډوډۍ پېښېدلو له کبله د جوبایډن ادارې له چارواکو څخه پوښتنې وکړي.

‏د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر چې د امریکا ولسمشر او نور یې غوښتونکي وو، له جدي تیروتنو سره مل و او د امریکا په دننه کې یې سختې پوښتنې راپورته کړې دي.

‏دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې چې د متحده ایالاتو د کانګرس ۱۱۸ مې دورې غړي نن سه شنبه د جنورۍ په ۳مه په داسې حال کې خپل کار پیل کړي چې د استازو په مجلس کې د واکمن ګوند سیاسي مخالفین (جمهوري غوښتونکي) اکثریت دي.

: ‏په امریکا کې اختطاف شوې افغان ماشومه لا هم د دې هیواد د سمندرې ځواک سرتېري سره ده.

د ا.ا لخوا د دې مسئلې د جدي تعقیب د ژمنې او د امریکا د حکومت د مرستې له اعلان سره سره افغان اختطاف شوې ماشومه لا هم د امریکایي افراطي عیسوي «جوشوا ماست» سره اوسیږي.

‏دغه درې کلنه ماشومه چې د امریکایي ځانگړو ځواکونو په برید کې یې خپله ټوله کورنۍ له لاسه ورکړې وه، د ۲۰۲۱ کال د اگست په میاشت کې د امریکایي سرتیري جوشوا ماست لخوا له خپلو خپلوانو جدا او اختطاف شوې وه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک