مهم ترین های امروز دوشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒️: د افغانستان د ملي دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر څرگندونو په غبرگون کې ویلي چې افغانستان بې صاحبه ندی، دفاع وزارت د تل په څېر د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ څخه دفاع ته چمتو دی او د خپل هیواد په دفاع کې ترهرچا ښه تجربه لري.
دغه وزارت په افغانستان کې د TTP د شتون ادعا بې اساسه او د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر وروستۍ څرګندونې پاروونکي بللې دي. دفاع وزارت ویلي سره له دې چې د TTP مرکزونه په پاکستان کې دي، د پاکستاني چارواکو دا ډول ادعاوې د افغانستان او پاکستان اړیکو ته زیان رسوي.
د یادولو ده چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر تیره ورځ د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي وو چې هیواد یې حق لري افغانستان کې دننه د TTP پر مرکزونو عملیات ترسره کړي.
✒️: په فراه ولایت کې په یوه ترافیکي پېښه کې ٢ تنه مړه شوي او ١٦ نور ټپیان دي.
د فراه سیمه ایز چارواکي وایي دا پېښه د کندهار - هرات لویې لارې په اوږدو کې د فراه بکواه ولسوالۍ اړوند سیمه کې د یوه بار وړونکي او ٣٠٤ ډوله موټر د ټکر له کبله رامنځ ته شوې ده.
په ورته مهال د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د یوه صرف ډوله موټر د اوښتو په پېښه کې ١٣ تنه ټپیان شوي دي.
✒️: پخواني ولسمشر حامد کرزي د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیرې رټنو مرسودي سره ټلیفوني خبرې کړې دي.
د حامد کرزي مطبوعاتي دفتر وايي چې پخواني ولسمشر په دې خبرو کې د افغانستان خیر ښېګڼې لپاره د اندونیزیا له هلو ځلو او د ډسمبر په ۸مه د افغانو نجونو او مېرمنو د زده کړو او کار په ملاټر له جوړې شوې غونډې مننه کړې ده.
همداراز په دې خبرو کې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینگښت لپاره بین ـ الافغاني مذاکرات حیاتي بلل شوي دي.
✒️: شماری از قالین بافان در کندز خواستار ساخت پارک صنعتی برای صنعت کاران قالین در این ولایت استند.
این قالین بافان میگویند که نبود مرکز پروسس قالین، آنان را با چالشهایی رو بهرو کرده است.
مسوولان محلی از تلاشها به هدف ساخت پارکهای صنعتی در این ولایت سخن میگویند.
✒️: د افغانستان بانک وايي چې سبا سې شنبه د افغانۍ د ارزښت ساتلو په موخه د یوې داوطلبۍ له لارې ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي. د افغانستان بانک ویلي، ګټونکي بانکونه او شرکتونه باید د لیلام ورځې تر پایه خپل حسابونه پاک کړي او د ضمانت ټولې پیسې هم په یوه وار دغه بانک ته وسپاري.
✒️: له غزني تر کندهاره د ۲۲۰ کیلو ولټ وارداتي برېښنا د لېږد په موخه د مزيو غځولو او پایو لګولو چارې چې له تېرو دوو کلونو راهیسې درېدلې وې، د اسلامي امارت د ریاست الوزراء په حکم بيا پيل شوې.
✒️: قوماندانی امنیه طالبان در هرات در خبرنامهای گفته است که دو دختر و دو پسر به اتهام «فرار از منزل» در ولسوالی کهسان این ولایت بازداشت شدهاند.
در خبرنامه آمده این افراد هنگامی که میخواستند به ایران سفر کنند، بازداشت شدهاند.
✒️: شبکه الجزیره، به نقل از یک منبع امنیتی گزارش داد که شمار قربانیان انفجار امروز (یکشنبه، ۱۱جدی) در کابل به ۱۴ کشته و ۱۸ زخمی افزایش یافته است.
پیشتر الجزیره شمار قربانیان این رویداد را ۱۰ کشته و هشت زخمی گزارش کرده بود. این انفجار در ورودی بخش نظامی میدان هوایی کابل رخ داده است.
✒️: حامد کرزی ریيسجمهور پیشین افغانستان با مارکس پوتزل معاون سیاسی نمایندۀ ویژه دبیرکل سازمان ملل متحد در افغانستان دیدار کرد.
آقای کرزی در صفحۀ تویترش نگاشته است که در این دیدار، افزون بر گفتوگو درباره اوضاع جاری افغانستان و منطقه، هر دو جانب بر بازگشایی فوری دروازه مرکزهای آموزشی به روی دختران و برگشت زنان به کار، تاکید کردهاند.
✒️: د لوړو زده کړو وزارت ویاند ضیا الله هاشمي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې په دولتي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو کې د زده کړیالانو د تبدیلۍ بهیر ځنډول شوی دی.
✒️: عبدالباقی حقانی، رییس کمیته ملی امتحانات، در تویتی میگوید که پس از حاکمیت نظام اسلامی در کشور، حالا زمان آن رسیده است تا کشور آباد شود و این آبادی در صورتی ممکن است که مرکزهای تعليمی و تحصيلی تقویت، خودکفا و نصاب آن معياری مطابق با نیاز جامعه باشد و در آن جوانانی تربیت شوند که اين کشور (افغانستان) ويرانشده را آباد کنند.
✒️: د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولين وايي، له دغه ولايته بهر ته د انارو صادرات پای ته رسېدلي چې په لړ کې يې د څه باندې ۴۸ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت څه باندې ۸۸ زره ټنه انار بهر ته صادر شوي دي.
✒️: په پاکستان کې د افغانستان سفارت وايي چې د ۲۷ هېوادونو له سياسي استازوليو او سفارتونو سره یې رسمي اړيکې جوړې کړې دي. په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت سرپرست سردار شکيب ويلي چې د اړيکو د جوړولو لپاره یې له نورو سفيرانو سره له ۶۰ تر ۷۰ پورې ناستې کړې دي.
✒️: د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر مولوي عبدالطیف منصور وايي، چې له ازبکستان سره یې د ۲۰۲۳ کال لپاره د ۴۴۰ میګاه واټه وارداتي برېښنا قرارداد تمدید کړی دی.
✒️: د عربي اماراتو دوبۍ ایالت په شرابو او الکولي مشروباتو ۳۰ سلنه ټکس معاف او د پیروپلور جواز یې وړیا کړ.
وایي، دا کار مو د سیلانیانو د زیاتېدو لپاره وکړ.
✒️: ټرمپ: که جمهوري خواهان مې ولسمشرۍ ته د نوماندۍملاتړ ونه کړي، زه به ټول ګوند ورپرېږدم او لارې به ترې جلا کړم.
✒️: د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو راتلونکې اوونۍ له خپلې میرمنې، د امنیت شورا سلاکار او د وزیرانو له یو پلاوي سره متحده عربي اماراتو ته په دوستانه سفر ځي.
نوموړی به د دوه اړخیزو اړیکو او دوستۍ نوي تړونونه له عربانو سره لاسلیک کړي.
✒️: ایراني رسنیو د دې هېواد د پوهنې وزارت چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د الزهرا، کوثر خراسان شمالی او حضرت معصومه قم پوهنتونونه چمتو دي چې افغان نجونو ته تحصیلي بورسونه ورکړي.
✒️: رویټرز راپور ورکړی چې په تېرو څو ورځو کې د "سوماليلنډ" په خپلواکه سیمه کې د امنیتي ځواکونو او لاریونکوونکو تر منځ په نښتو کې لږ تر لږه شل کسان وژل شوي دي.
✒️: بلومبرګ راپور ورکړی چې د ټسلا او ټویټر رییس ایلن ماسک په تېر یوه کال کې ۲۰۰ مېلیارډ ډالره پانګه له لاسه ورکړې. نوموړی د تاریخ لومړی کس شو چې په یوه کال کې د خپلې پانګه ډېره برخه له لاسه ورکوي. ښاغلی ماسک اوس د نړۍ دویم بډایه کس دی.
✒️: رینا امیری، نماینده ویژه امریکا برای حقوق بشر و زنان در افغانستان، در تویتی به زنان و دختران در افغانستان گفته است که در کنار آنان ایستاده است و از حق کار و تحصیل زنان و دختران حمایت میکند تا آنان بتوانند به طور معنیدار به یک افغانستان صلحآمیز و با ثبات مشارکت نمايند.
✒️: ینس استولتنبرگ، دبیرکل ناتو گفته که روسیه در حال حاضر تمایلی برای پایان دادن به جنگ با اوکراین ندارد. او افزوده که غرب باید برای حمایت بلندمدت از کییف آماده باشد، زیرا حمایت نظامی، بقای اوکراین را به عنوان یک کشور مستقل تضمین و روسیه را وادار میکند که برای پایان جنگ مذاکره کند.
✒️: به گزارش خبرگزاری آناتولی، در نتیجه شورش و درگیری در زندان خوارز در ایالت چیواوا در مکسیکو، ۱۴ نفر از جمله ۱۰ زندانبان کشته شدهاند. طبق گزارش آناتولی، این درگیری هنگامی رخ داد که برخی زندانیان تلاش کردند تا از زندان فرار کنند.
✒️: به گزارش سیانان، جوان که در شب سال نو میلادی به سه افسر پلیس در میدان تایمز نیویارک حمله کرد، در دفترچه خاطرات دستنویس خود از تمایلش برای پیوستن به طالبان و «شهادت» نوشته بود. طبق گزارش سیانان، این جوان بازداشت شده و تحت نظارت پلیس در شفاخانه بستری است.
✒️: شاخه خراسان داعش در خبرنامهای مسئولیت حمله بر بخش نظامی میدان هوایی کابل را به عهده گرفت. داعش با نشر تصویر حملهکننده انتحاری، گفته که این حمله توسط فردی انجام شد که پیش از این در حمله برمهمانخانه چیناییها در کابل نیز دخیل بود. داعش از او به نام عبدالجبار نام برده است.
✒️: د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د یوکراین د توغندویي برید په پایله کې ۶۳ روسي سرتیري وژل شوي دي.
دغه وزارت ویلي چې د ۲۰۲۳ کال په لومړۍ ورځ په «دونیتسک» سیمه باندې د یوکراین توغنديز برید، ۶۳ روسي سرتیري ووژل.
✒️: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) پر خپل ټویټر لیکلي، له کاره د مرستندویه ښځینه کارکوونکو منع کول د ټولو افغانانو لپاره ناوړه پایلې لري.
اوچا زیاتوي، دغه ښځې په داسې حال کې له کار کولو منع شوي چې په افغانستان کې ۲۸ مېلیونه وګړي مرستو ته اړتیا لري او دغه هېواد له ولږې، اقتصادي ځوړ، پراخې بېوزلۍ او سخت ژمي سره مخ دی.
✒️: د قطر بهرنیو چارو وزارت د یوې بیانیې له لارې د کابل پوځي هوايي ډګر بهرني قراول کې پرونۍ چاودنه غندلې او د دې پېښې قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې.
✒️: دستکم ۴ تن در یک رویداد تیراندازی در یک روستای دورافتاده در کشمیر، کشته شدند و ۵ تن دیگر زخم برداشتهاند.
اسوشیتدپرس میگوید که افراد مسلح بر خانههای غیرنظامیان در این روستا که در کشمیر زیر اداره هند قرار دارد، تیراندازی کردهاند.
✒️: د افغانستان د بشري حقونو، ښځو او نجونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رينا اميري یو ځل بیا د افغان مېرمنو او نجونو د حقونو ننګه کړې او ویلي یې دي چې د افغان نجونو او مېرمنو غږ اوري او د دوی تر څنګ دریږي.
نوموړې پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، د افغان نجونو او ښځو د زده کړو او کار حقونو د بېرته اعادې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي. هغې د یوه سوله ایز او با ثباته افغانستان لپاره د ښځو ونډه مهمه بللې ده.
✒️: د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف د هند «ډې هندو» له ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې مسکو، د افغانستان ګاونډیو هېوادونو کې د پوځي اډو د جوړېدو په ګډون، د دغه هېواد د روان وضعیت د کنټرول د ترلاسه کولو د وړتیا په موخه د امریکا له هڅو اندېښمن دی ښاغلي کابلوف د امریکا متحده ایالاتو له لوري د افغانستان د ارزي شتمنیو پر کنګل ساتلو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د دغو شتمنیو ازادول د سرپرست حکومت د وړتیا د لوړولو په ځانګړې توګه له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې مهم دي.
