مهم ترین های امروز یکشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒️: د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وایي، چې نن سهار د کابل نظامي هوايي ډګر په بهرني قراول کې چاودنه شوې ده.
نوموړی وایي په دې چاودنه کې یو شمیر هېوادوالو ته مرګژوبله اوښتې ده.
هغه زیاته کړې د پېښې په اړه ددوی پلټنې روانې دي.
✒️: الجزیره به نقل از منابع امنیتی گزارش داده است که در نتیجه انفجار صبح روز یکشنبه در قراول میدان هوایی نظامی کابل ١٠ کشته و ٨ تن زخمی گردیده است.
✒️: مولوی عبدالسلام حنفی معاون اداری ریاست الوزرا با مارکوس پوتزل معاون یوناما و هیات همراهاش دیدار و درباره تحصیل دختران، منع کار زنان در نهادهای داخلی و خارجی و ادامه کمکهای بشری گفتوگو کردهاند.
معاونیت اداری در یک خبرنامه میگوید که معاون یوناما با اشاره بر اینکه ۲۸ میلیون افغان به کمکهای فوری نیاز دارند، گفته است که ادامه این وضعیت باعث خواهد شد تا جامعه جهانی در خصوص کمکها تجدید نظر کند.
در برابر، معاون ریاست الوزرا گفته است که مشکلات پیش آمده باید از راه تفاهم حل گردد و جامعه بینالمللی باید رسوم و عنعنات مردم افغانستان را در نظر بگیرد و افزون بر این، امارت اسلامی در ایجاد شرایط بهتر کار و فعالیت سازمانهای بینالمللی در افغانستان، متعهد است.
✒️: د افغانستان برېښنا شرکت پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې ددې شرکت او د ازبکستان د برېښنا ملي شرکت ترمنځ د ٢٠٢٣ میلادي کال لپاره د برېښنا تورید تړون لاسلیک شو.
✒️: د ازموینو د کمېتې رییس عبدالباقي حقاني په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي:«دا چې د اسلامي نظام ايجاد پر مسلمانانو واجب دی او هر هغه وسايل چې د همدې نظام د بقاء لامل کېږي؛ نو د هغه علم او هنر زده کړه هم پر مسلمانانو واجب ده.».
✒️: په هېواد کې د برېښنایي تذکرو وېش بهیر له څلورو ورځو راهیسې د تخنیکي ستونزو له امله ځنډېدلی دی. په کابل ښار کې د برېښنایي تذکرو د یوې څانګې یوه کارکوونکي ویلي، له تېرې چهارشنبې راهیسې د تذکرو وېش بهیر د تخنیکي ستونزې له امله ځنډېدلی دی.
✒️: د اوبو او انرژۍ وزیر:
د برېښنا له درکه د هېڅ کوم هېواد پوروړي نه يو؛ د تير نظام څخه راپاتي قرضونه مو هم خلاص کړي.
✒️: برېټانوي ګرېمککي ۲۰۲۲ کال کې د خیریه کارونو لپاره هره ورځ ۴۲ کیلومتره د ځغاستې سیالي کړې.
مککي، د سرطان ناروغانو ته د یو میلیون پاونډو نیت درلود، خو ۹ لکه پاونډه یې وګټلی شول او یو خیریه بنسټ ته یې وقف کړل.
هغه تېر کال ۲۰ جوړه بوټان زاړه کړي او ۱۵۳۰۰ کیلومتره ځغاسته یې کړې.
✒️: چين وايي چې د امريکا متحدو ايالتونه د نړيوالو مسايلو په تړاو بې لاري کوونکي معلومات خپروي. امريکا تېره اونۍ ادعا کړې وه چې د چين يوه جنګي الوتکه یې په نړيوالو اوبو کې د يوې ار سي -۱۳۵ الوتکې درې مترۍ ته ور نږدې شوه.
✒️: د شمالي کوريا رهبر کيم جونګ اون خپلو مامورينو ته امر کړی چې د امريکا د ګواښونو پر وړاندې د چمتووالي په موخه د اوږده واټن ويشتونکو توغنديو تولید او اټومي بټۍ پراخې کړي.
✒️: چینايي پانګه والو په افغانستان کې د اوبو بندونو د جوړولو او انرژۍ د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده. د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر په تاشکند کې له یو شمېر چینايي پانګه والو سره کتلي او هغوی ته يې په افغانستان کې د پانګونې زمینې برابرېدو په اړه ډاډ ورکړی دی.
✒️: د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، د دوی د سروې په اساس؛ په موسسو کې د افغان مېرمنو د کار د بندیز په اړه د اسلامي امارت تر پرېکړې وروسته د ۱۵۱ موسسو ۸۶ سلنه چارې یا درېدلې او یا یې هم فعالیتونه محدود شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، د دوی د سروې په اساس؛ په موسسو کې د افغان مېرمنو د کار د بندیز په اړه د اسلامي امارت تر پرېکړې وروسته د هرو درې هغو موسسو له جملې چې مسوولیت یې ښځې په غاړه لري؛ یوه یې اړه شوې چې خپل ۷۰ سلنه فعالیتونه ودروي.
✒️: هند او پاکستان له یو او بل سره د خپلو اټومي تاسیساتو لېستونه تبادله کړل.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا تبادله د هغه هوکړې له مخې هر کال د جنورۍ په لومړۍ ترسره کیږي چې په ١٩٨٨ کال کې د دواړو هېوادونو تر منځ لاسلیک شوې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، ” د پاکستان د اټومي تاسیساتو لیست او لارښوونې په رسمي ډول په اسلام اباد کې د هند عالي کمیشنرۍ ته وسپارل شوې.“
اعلامیه کې راغلي چې هند هم په نوي ډیلي کې د پاکستان ډیپلوماتیک ماموریت ته دا ډول لیست سپارلی دی.
