No-IMG

مهم ترین های امروز شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: از متن خطبه روز جمعه گذشته انجنیر گلبدین حکمتیار امیر عالیقدر ح.ا.ا: در خطبه نماز جمعه قبلى عرض كردم كه مركز فرماندهى عمليات انتحارى از كابل به دوشنبه انتقال يافته؛ عمليات انتحارى اخير در افغانستان؛ به شمول مسجد ايمان، و عمليات كابل و سمنگان؛ در دوشنبه برنامه ريزى شده و عاملين و فاعلين آن نيز تاجكستانى بودند؛ مسئوليت تمامى آن ها را به استثناء عمليات مسجد ايمان؛ گروه داعش شاخه خراسان به عهده گرفته؛ دسته شش نفرى اعزام شده از تاجكستان سه عمليات كابل را انجام داده اند كه به استثناء يك نفر ديگران همه كشته شدند.

: از متن خطبه روز جمعه گذشته انجنیر گلبدین حکمتیار امیر عالیقدر ح.ا.ا: سوال اين است كه اين ها چرا براى انجام عمليات انتحارى؛ و به زعم كاذب شان؛ استشهادى؛ به افغانستان مى آيند؟ در حالى كه بر كشور شان هنوز هم كمونست ها و بقاياى اتحاد شوروى حكومت مى كنند؛ همانهايى كه صدها هزار هموطن شان را در پاى بلشويك هاى كمونست دين ستيز؛ ذبح كردند؛ مساجد شان را يا كاملاً تخريب كردند و يا از آن كاباره ها و نايت كلپ ها ساختند، دروازه مدارس دینی را بستند، كتب دينى به شمول قرآن را سوختاندند، رسم الخط و الفبای عربی و تاجكى را به روسی تبديل كردند، حجاب شرعى را لغو كردند و چادر را از سر زنان تاجك دور انداختند و هر چه از دست شان پوره بود در مقابله با ارزش هاى دينى و ملى ملت مؤمن تاجك دريغ نورزيدند.

: از متن خطبه روز جمعه گذشته انجنیر گلبدین حکمتیار امیر عالیقدر ح.ا.ا: يكى از مهمترين و مؤثر ترين كار ها در جهت مقابله با اين پديده شوم وشيطانى؛ جمع آورى معلومات دقيق از افراد و فعاليت هاى اين گروه است؛ كه قرآن هر دستآورد در اين عرصه را عمل صالح و پاداشش را مضمون و قطعى نزد خدا دانسته و مؤمنان را به تلاش در اين جهت تشويق نموده؛ و مى فرمايد:

مَا كَانَ لِأَهۡلِ ٱلۡمَدِينَةِ وَمَنۡ حَوۡلَهُم مِّنَ ٱلۡأَعۡرَابِ أَن يَتَخَلَّفُواْ عَن رَّسُولِ ٱللَّهِ وَلَا يَرۡغَبُواْ بِأَنفُسِهِمۡ عَن نَّفۡسِهِۦۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمۡ لَا يُصِيبُهُمۡ ظَمَأٞ وَلَا نَصَبٞ وَلَا مَخۡمَصَةٞ فِي سَبِيلِ ٱللَّهِ وَلَا يَطَ‍ُٔونَ مَوۡطِئٗا يَغِيظُ ٱلۡكُفَّارَ وَلَا يَنَالُونَ مِنۡ عَدُوّٖ نَّيۡلًا إِلَّا كُتِبَ لَهُم بِهِۦ عَمَلٞ صَٰلِحٌۚ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُضِيعُ أَجۡرَ ٱلۡمُحۡسِنِينَ١٢٠

: از متن خطبه روز جمعه گذشته انجنیر گلبدین حکمتیار امیر عالیقدر ح.ا.ا: ما به يك جهاد و مبارزه اى خستگى ناپذير ديگر ضرورت داريم، بياييد سعادت مبارزه در اين سنگر را نيز كسب كنيم؛ همانگونه كه سعادت و افتخار مقاومت و جنگ در برابر دو ابر قدرت زمان، اتحاد شوروى و ناتو؛ و اذناب ذليل شان را كسب كرديم؛ إن شاء الله در اين مبارزه نيز به فضل و لطف الٰهى پيروز خواهيم شد و خداوند خيرالناصرين تأييد و نصرتش را شامل حال متا خواهد كرد.

: ‏نن په پکتیا ولایت کې د یوې ښځې په ګډون پنځو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.

چارواکو ویلي، دغه کسان په غلا او غیراخلاقي فساد کې ښکېل وو.

: ‏د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د روسیې له لوري افغانستان او سوېلي اسیا ته د ګازو د صادرولو له پرېکړې هرکلی کړی او دا یې د سیمې او هېوادونو په ګټه چاره بللې ده.

‏په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د روسیې د صدراعظم مرستیال الکساندر نوواک ویلي، هېواد یې په پام کې لري افغانستان او پاکستان ته ګاز صادر کړي.

: ‏د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ اداره « نی» وايي، په تېر څه باندې یو کال کې سلګونه خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو دندې له لاسه ورکړې او۵۰ سلنه انځوریزو، ۴۸ سلنه غږیزو، ټولو چاپي رسنیو او ۸۰ سلنه خبري اژانسونو او انلاین رسنیو خپل فعالیتونه درولي یا محدود کړي دي.

نی په خپل کلني راپور کې ویلي، چې ۲۰۲۲ کال کې د ۲۰۲۱ کال په پرتله د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې ۱۷ سلنه کمې شوې دي.

‏راپور زیاتوي، په تېر یو کال کې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۳۲ پېښې ثبت شوې ، په داسې حال کې چې تېر کال د نی ادارې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۱۵۹ قضیې ثبت کړې وې.

: ‏د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور په تېر څه باندې یو کال کې د برېښنا د بېل او د برېښنا له درکه پر پخواني حکومت د پاتې پیسو د ورکړې لپاره چې ټولټال ٣٥ میلیونه ډالر کیږي؛ ازبکستان ته سفر کړی دی.

‏نوموړي باختر اژانس ته ویلي چې د حیرتان بندر له لارې افغانستان ته د وارداتي برېښنا د تمدید، په تېر څه باندې یو کال کې د برېښنا د لګښتونو او دغه راز د برېښنا له درکه پر  پخواني حکومت د ازبکستان د پاتې پیسو د ورکړې لپاره چې ٣٥ میلیونه ډالر کیږي، ازبکستان ته ځي.

: کابل نیوز: ‏گلبدین حکمتیار وایي د تاجکستان داعشیان دې پر خپلو کمونیستو حاکمانو انتحاری عملیات وکړي نه د افغانستان پر مسلمانانو.

 د حزب اسلامی مشر گلبدین حکمتیار د جمعې لمانځه پر مهال دده پر دفتر او ایمان مسجد د یوې میاشتې مخکې وسله وال برید ته په اشارې وویل، ‏دا برید تاجکستاني داعشیانو کړی و، دوي داسې مهال افغانستان کې مسلمانان په نښه کوي چې پر خپل هیواد یې کمونیستان حاکمان دي. دی پوښتي دوی ولې انتحاری عملیات په تاجکستان کې نه کوي؟

: ‏د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد له بي بي سي سره مرکه کې په کورنیو او بهرنیو غیر دولتي بنسټونو کې د ښځو د کار په هکله وايي:«اول کې دې ته فکر وکړو چې کله د اصلاحاتو لپاره یو حکم کېږي یا د شریعت یو حکم تطبیق کېږي طبعي ده هلته به ځینې خلک زیان ویني، خو هغوی باید بدیلو لارو فکر وکړي، ‏تنها دا نه ده چې ټول خلک له دغې ناحیې ډوډۍ خوري

ښاغلی مجاهد د کار بندیز په هکله وايي دا یو کلي امر دی او حتا«اسلامي امارت خپلې ادارې چې د امارت لاندې دي کنټرول یې هم کېدای شي، هغوی کې هم په غیر ضروري برخو کې ښځينه نشته او معاشونه یې په کور کې ورکول کېږي، ‏خو ښځینه نه راځي هلته، له استثنايي حالت پرته، په موسساتو کې خو باید په طریقه اولا باید کار ونه کړي، ځکه اسلامي امارت د موسساتو کنټرول نه شوی کولای ځکه د هغو اصولو له مخې چې دوی یې لري او خطر یې هم زیات احساسېږي، ځکه موسسې چې دي بهرني تمویلوونکي لري، بهرنیان هم په کې کار کوي ‏په اسلامي اصولو باندې نه پوهېږي چې هغه عملي کړای شي، دا یو، یونیم کال تجربه هم وشوله، ځينې خطرناک راپورونه حاصل شول نو د افغانستان د خلکو عزت او عفت یې ډېر مهم دی له هغه څه نه چې تصور یې کېږي. نو حکم وشو چې په دغو برخو کې دې ښځينه کار نه کوي

: ‏چین په لېوه جنګیالي مشهور قېن ګانګ خپل خارجه وزیر وټاکه.

ګانګ په امریکا کې د چین سفیر و او دا لقب له غرب سره د چنو وهلو او ډغرو له امله ورکول شوی.

: ‏د اسلامي همکاریو د سازمان مشر حسین ابراهیم:

د نړۍ ټول علما دې سره متحد شي او د طالبانو لخوا د نجونو د تعلیم د بندیز پر ضد دې نړیوال کمپاین پیل کړي.

: ‏شمالي کوریا د کال په وروستۍ ورځ هم درې بالستیک توغندي وډزول.

دغه هېواد ۲۰۲۲ کال کې ۷۰ توغندي ازمویلي چې ۸ یې بین البراعظمي واټن ویشتونکي وو.

: ‏فارن پالېسي:

نړیوالې مرستې افغانستان کې اصلي اړمنو ته نه رسېږي.

: ‏هندی میلیاردر مکېش امباني:

هند به تر ۲۰۴۷ کاله پورې ۴۰ تریلیونه ډالر سرمایه ولري.

: ‏د پاکستان او ترکیې خارجه وزیرانو د افغانستان په اړه تلیفوني تماس نیولی.

دواړه د افغانستان او سیمې د وضعیت په اړه غږېدلي.

: ‏د ملګرو ملتونو کارپوهانو د یوې اعلامیې له لارې په کورنیو او بهرنیو غیردولتي موسسو کې د ښځینه کارکوونکو د دندو ځنډولو په اړه د ا.ا پرېکړه غندلې او ویلي یې دي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې مېلیونونه وګړي بشري مرستو ته اړ دي، دا ډول پرېکړه به د مرستو رسولو بهیر اغېزمن کړي.

: په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو مرستیال مارټین ګریفیټس به په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته سفر وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ مرستیال رامز الکبروف وايي، ښاغلی ګریفټیس به په افغانستان کې د ښځو د کار د ځنډېدو په تړاو د اسلامي امارت له چارواکو سره خبرې وکړي.

: ‏په تهران کې د شریف پوهنتون د علمي پلاوي یو غړی وايي، دا پوهنتون په پام کې لري چې د افغانستان زده‌کړیالانو ته د څه باندې پنځه زره ساعتونو ښوونیزې ویډیوګانې په وړیا ډول  ورکړي.

علي شریفي زارچي پر خپل ټوېټر لیکلي، دغه ۱۸۸ بېلابېلې درسي ویډیوګانې د ۱۱۹ استادانو له‌خوا چمتو شوې دي.

: ‏په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لېنډا توماس ګرینفېلډ پر ټویټر لیکلي، د ښځینه کارکوونکو د دندو ځنډولو په اړه د افغانستان سرپرست حکومت پرېکړه به ناوړه پایلې ولري.

نوموړې زیاتوي، د ملګرو ملتونو د شمېرو پر بنسټ، ‌دې هېواد کې ۱۱٫۶ مېلیونه ښځې او نجونې حیاتي مرستو ته لاسرسی نه‌لري.

: ‏د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال «اندري رودنکو» ویلي چې طالبان دې د نجونو د زده کړو او ښځو د کار په اړه خپل فکر پر افغانانو نه تحمیلوي او یو ټولشموله حکومت دې جوړ کړي څو د کورنۍ جگړې د پېښېدو امکانات له منځه ولاړ شي.

‏هغه له سپوتنیک اژانس سره په مرکه کې ویلي د روسیې حضور په افغانستان کې په تیره په شمال کې ضروري دی او په وینا یې روسیه په مزارشریف کې د خپلې قونسلګرۍ پر بیا پرانیستو کار کوي

نوموړي زیاته کړې امریکا او متحدین یې باید د هغو جنایاتو ځواب ورکړي  کوم چې په افغانستان کې یې ترسره کړي دي.

: ‏د فوټبال د نړۍ مشهور ستوري کریسټیانو رونالډو د سعودي عربستان د ” النصر“ کلب سره تړون لاسلیک کړی او یاد کلب به رونالډو ته د کال څه باندې ٢١٤ میلیونه ډالر ورکوي.

دا تړون د دوو کلونو لپاره دی او د فوټبال په تاریخ تر دې وړاندې له کوم لوبغاړي سره په دومره لوړه بیه تړون نه دی شوی.

: ‏د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی او په کابل کې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي له « العالم » شبکې سره په خبرو کې ویلي، امریکا په افغانستان کې د ناامنۍ او بې ثباتۍ د رامنځ ته کولو په لټه کې ده.

هغه ویلي، امریکا د اسلامي امارت په اړه دښمنانه لیدلوری لري.

: ‏د افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافیر هوګو شارټر په افغانستان کې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بنديز پرېکړه ښکاره تبعيض، له نړيوالو قوانينو او بشردوستانه اصولو سرغړونه بللې ده.

‏نوموړي پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا، د اسلامي همکاریو سازمان، جي ۷ هېوادونو، نادولتي سازمانونو او یو شمېر نورو بنسټونو له اسلامي امارت غوښتي چې دغه غیر عادلانه بندیز لغوه کړي.

‏شارټر زیاته کړې، « بریتانیا له ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه ادارو سره په ګډه له نږدې کار کوي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې د طالبانو لخوا د لګول شويو محدودیتونو سره سره مرستې په دې هیواد کې اړمنو خلکو ته رسیږي

: ‏رانا ثناالله وزیر امور داخلهٔ پاکستان میگوید اسلام آباد حق دارد تا مراکز و مخفیگاههای TTP را در داخل خاک افغانستان هدف قرار بدهد.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک