حکمتيار: خدايه! له اوسني حالت؛ د سرلوړي او بريالي وتلو ورځ هم پر موږ وگوره
وروڼو خوېندو!
افغانستان د ټولو افغانانو گډ كور او هېواد دئ؛ په ځانگړې توگه د هغو چي د آزادۍ لپاره ئې د دوو اشغالگرانو؛ په هر سنگر كي او په مېړانه مقابله كړې او قرباني ئې وركړې؛ د هېواد په هري مهمي او ملي قضيې كي بايد د دوى رأى دخيل وي؛ مخكينيو تجربو ښودلې چي كله حكومتونو او واكمنو ئې دا اصل او حقيقت له پامه غورځولى؛ د يوې كورنۍ، يوې قبيلې او يوې ډلي استبدادي حكومت رامنځته شوى نو هم ولس او هېواد صدمه ليدلې او هم حكومتونو او واكمنو؛ نن زموږ هېواد له سترو سترو گواښونو سره مخامخ دئ؛ له فقر، گراني، بې كاري، ناامني، په ښارونو، جوماتونو او مدرسو كي چاودني، سرحدي ستونزي، بهرني گواښونه، نړۍ واله انزوا، د ملي شورىٰ او اساسي قانون نشتون؛ او دې ته ورته ډېر نور.
له دې ستونزو د وتلو لاري چاري لټول؛ د هر مؤمن او اسلام ته ژمن افغان ديني فريضه ده؛ راشئ ټول هغه افغانان راغونډ كړو چي له خپل هېواد، ولس او اسلام ئې دفاع كړې، له دوى وغواړو چي د يوه خپلواك، له جگړو او ناامنيو فارغ اسلامي افغانستان جوړولو لپاره څه وكړو او څنگه د كورنيو او بهرنيو گواښونو مقابله كړو؛ څنگه يو مضبوط او قوي مركزي حكومت جوړ كړو او خپلو شهيدانو آرمانونه پلي كړو.
مهربانه خدايه! له تا پرته بل پناه ځى او حامي نه لرو؛ افغان ملت او اسلامي امت يتيم دئ او له هر لوري د كفر او نفاق د جبهې تر بريدونو لاندي؛ تا ته مو د دعاء لاسونه اوچت كړي؛ تياره شپه مو رڼا كړې؛ د شر او فساد پر ځواكونو داسي برى راپه برخه كړې لكه چي د شوروي او ناټو پر ځواكونو دي بريالي كړو.
كه مو په تېرو نږدي څلورو لسيزو كي د 6شپږم جدي او پنځلسم ميزان توري ورځي ولېدې؛ د شوروي او ناټو ځواكونو د بريدونو توري ورځي؛ نو ستا په فضل او كرم سره مو د 26 دلوي او 9 سنبلې بختوري ورځي او د اشغالگرانو نامراد وتل هم وليدل؛ خدايه! له اوسني حالت؛ د سرلوړي او بريالي وتلو ورځ هم پر موږ وگوره؛ آمين
سُبْحَانَكَ اللهُمَّ بِحَمْدِكَ نَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، نَسْتَغْفِرُكَ وَنَتُوبُ إِلَيْكَ
