No-IMG

د حکمتيار صاحب څوارلسمه درسي حلقه (د ملتونو د عروج او زوال عوامل) تر عنوان لاندې تر سره شوه

چهارشنبه د جدي ۷مه؛ ۱۴۰۱:

د بريا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار «د ملتونو د عروج او زوال عوامل» تر سرليك لاندي خپله څوارلسمه درسي محاضره وړاندي کړه؛ چي ګڼ‌شمېر ورونو او خویندو په کي گډون کړی وو.

نوموړي د خپل مخکيني درس پر دوام وويل:

په مكرره توگه د قرآن دا وينا چي رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ئې وريادوي او ورته وايي چي؛ ته دلته او هلته نه وې، او څه چي وائې؛ هغه نه ستا د سترگو ليدلې پېښي او حوادث دي او نه له كوم مخكيني پيغمبر اورېدلې خبري، بلكي د وحي له لاري تا ته ويل شوې، دا ښيي چي دلته يوه مهم مطلب ته اشاره كول په پام كي دي او هغه دا چي مسيحيانو د مسيح عليه السلام په اړه وويل چي هغه نور وو، تر ټولو مخلوقاتو مخكي د الله خوا ته د يوه روڼ ستوري په څېر موجود وو، اوس شته او تل به وي، په مسلمانانو كي هم داسي خلك راپيدا شول چي د بايبل تر اغېز لاندي ئې د پيغمبر عليه السلام په اړه همغه خبري وكړې چي مسيحيانو د مسيح عليه السلام په اړه كولې، دا مبارك آيتونه د هغو ټگمارانو او لاروركو پر خوله سخت گوزار دئ چي وايي پيغمبر عليه السلام په هر ځاى كي هر وخت حاضر دئ، د همدې لپاره هغه ته د (حضور) لفظ كاروي!! دوى دا ادعاء هم كوي چي پيغمبر عليه السلام له آدم عليه السلام او ټولو مخلوقاتو مخكي پيدا شوى، وايي د آسمانونو او زمكي له پيدا كېدو زرگونه كاله مخكي د نور په څېر ځلېدو، په ظاهر كي تر ټولو وروسته خو په باطن كي تر ټولو مخكي دئ، دا همغه څه دي چي بايبل ئې د عيسى عليه السلام په اړه وايي، دوى دا ټولي خبري له محرف بايبل اخيستې او په هغوى كي ئې يوازي دومره تصرف كړى چي د مسيح عليه السلام په ځاى ئې د محمد عليه السلام نوم راوړى، دوى د قرآن دې وينا ته هم پام نه كوي چي آدم عليه السلام د محمد او عيسى عليهما السلام په شمول د ټولو انسانانو لومړى جد دئ، آدم عليه السلام له خاوري پيدا شوى او ټول انسانان د ده له نطفې، د دغو لاروركو متصوفينو افكار د قرآن د صريح آيتونو خلاف او له يهودو او نصاراوو اخيستل شوي افكار دي.

 

ښاغلي حکمتيار زياته کړه:

بايبل وايي: عيسى د خداى كلمه ده، كلمه د خداى صفت دئ، صفت له خداى بېل نه دئ، نو عيسى خداى دئ!! دې جنابانو ته وايو: د خداى كلمه يوه نه بلكي دومره دي چي قرآن ئې داسي بيانوي: كه بحر مداد (د قلم رنگ) شي، د زمكي د سر ټولي وني قلمونه شي، اوه بحرونه نور ورسره يو ځاى شي او د الله تعالى كلمې وليكي، نو رنگ به خلاص شي خو د خداى كلمې به لا پاته وي!! دا د عالم هر شى د الله تعالى د يوې كلمې مظهر دئ، د الله تعالى د (كن) په امر سره راپيدا شوى!! دا جنابان هسي د الفاظو په چكر كي لوېدلي دي، يوازي عيسى د خداى كلمه گڼې او كلمه يوه، په دې هم نه پوهېږې چي كلمه شى نه دئ او په كلام سره له متكلم كوم شى نه بېليږي، كلمه مستقل وجود نه لري، داسي نه چي عيسى عليه السلام يا د عالم دا ټول مخلوقات د الله تعالى له ذات رابېل شوي، بلكي دا هر څه د الله تعالى په يوه فرمان (كلمې) له نشت راپيدا شوي.

 

قدرمن مشر زياتوي چي؛ بايبل تر دې عنوان لاندي (مسيح زموږ دنيا ته راغى) ليكي: په ازل كي، مخكي له دې چي څه پيدا شي، (كلمه) وه او د خداى په خوا كي وه، هغه تل ژوندى وو او دى په خپله خداى دئ، چي څه شته د ده په وسيله پيدا شوي، داسي څه نشته چي ده نه وي پيدا كړي، دا تلپاته ژوندى خلكو ته نور او رڼا بخښي!!

يوحنا وايي چي مسيح د خداى په خوا كي يوه كلمه وه! انسان شو، زمكي ته راغى او زموږ په منځ كي ئې ژوند وكړ!!

 

ښاغلی حکمتيار د بايبل د پورتنيو مسخره ويناوو په ارتباط په انتقادي او پوښتونکي انداز وايي:

د دې خبري معنى څه ده؟ دا خو يوه نامكمله او بي‌مفهومه جمله ده، كلمه خو وجود نه لري، كلمه او لفظ خو (شى) نه دئ چي د خداى په خوا كي ئې وگڼو، كلمه خو د متكلم د ارادې او فكر مظهر دئ او د دې ښودنه كوي چي متكلم څه غواړي او څه وايي، د دې ناقصي جملې بشپړه بڼه دا ده چي ووايو: مسيح د الله تعالى د يوې داسي كلمې مظهر دئ چي مريمي عليها السلام ته ئې القاء كړه، الله تعالى فيصله وكړه چي مسيح له پلار پرته او يوازي له مور په فوق العاده توگه پيدا شي، دا فرمان ئې صادر كړ، مسيح د هغي كلمې مظهر دئ چي دا الهي فرمان ئې منعكس كړ، قرآن هم د مسيح عليه السلام په اړه د (كلمه) لفظ كاروي خو د يوه بشپړ، مكمل او واضح آيت په ترڅ كي او فرمايي

يَٰٓأَهۡلَ ٱلۡكِتَٰبِ لَا تَغۡلُواْ فِي دِينِكُمۡ وَلَا تَقُولُواْ عَلَى ٱللَّهِ إِلَّا ٱلۡحَقَّۚ إِنَّمَا ٱلۡمَسِيحُ عِيسَى ٱبۡنُ مَرۡيَمَ رَسُولُ ٱللَّهِ وَكَلِمَتُهُۥٓ أَلۡقَىٰهَآ إِلَىٰ مَرۡيَمَ وَرُوحٞ مِّنۡهُۖ فَ‍َٔامِنُواْ بِٱللَّهِ وَرُسُلِهِۦۖ وَلَا تَقُولُواْ ثَلَٰثَةٌۚ ٱنتَهُواْ خَيۡرٗا لَّكُمۡۚ إِنَّمَا ٱللَّهُ إِلَٰهٞ وَٰحِدٞۖ سُبۡحَٰنَهُۥٓ أَن يَكُونَ لَهُۥ وَلَدٞۘ لَّهُۥ مَا فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِي ٱلۡأَرۡضِۗ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ وَكِيلٗا ١٧١ النساء:171 

اې اهل كتاب! په خپل دين كي غلو مه كوئ او د الله په اړه له حق پرته بل څه مه وايئ، بې شكه چي مسيح د مريمي زوى خو يوازي د الله رسول او د ده هغه كلمه وو چي مريمي ته ئې القاء كړې وه او د ده يوه روح، نو پر الله او پيغمبرانو ئې ايمان راوړئ او مه وايئ چي درې دي، ډډه وكړئ، چي دا درته غوره دئ، الله خو يوازينى اله دئ، له دې منزه دئ چي كوم زوى ئې وي، څه چي په آسمانونو كي دي او څه چي په زمكي كي دي ټول د ده دي او الله د وكيل په توگه كافي دئ.

 

ښاغلی حکمتيار همداراز د بايبل منونكو ته سپارښتنه کوي او وايي چي: يوازي مسيح نه بلكي د عالم هر (شىء) د الله تعالى د يوې كلمې مظهر دئ، يوحنا هم د الله تعالى د يوې كلمې مظهر دئ، د الله تعالى له كلمې د يوحنا په څېر يو انسان جوړ شوى، يوحنا بايد د الله تعالى د كلمو شمېر لږ تر لږه هومره وگڼي لكه د عالم د ټولو موجوداتو شمېر. تاسو له يوې خوا وايئ چي مسيح كلمه وو، له بلي خوا وايئ؛ هغه تل ژوندى وو او پر دې سربېره وايئ چي هغه په خپله خداى وو!! دا درې خبري هومره متناقضي دي چي يوازي ستر ناپوه او جاهل به په يوه وخت كي ټولي مني!! نه كلمه تلپاته ژوندى (شىء) گڼلى شو، نه پر خداى د كلمې اطلاق كولى شو او نه د خداى په خوا كي بل شىء په خپله خداى گڼلى شو!!

 

د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير همداراز د موضوع د لا وضاحت په خاطر د سورة القصص لاندينيو آيتونو په اشارې سره وويل؛ هلته چي فرمايي:

وَلَوۡلَآ أَن تُصِيبَهُم مُّصِيبَةُۢ بِمَا قَدَّمَتۡ أَيۡدِيهِمۡ فَيَقُولُواْ رَبَّنَا لَوۡلَآ أَرۡسَلۡتَ إِلَيۡنَا رَسُولٗا فَنَتَّبِعَ ءَايَٰتِكَ وَنَكُونَ مِنَ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ ٤٧ فَلَمَّا جَآءَهُمُ ٱلۡحَقُّ مِنۡ عِندِنَا قَالُواْ لَوۡلَآ أُوتِيَ مِثۡلَ مَآ أُوتِيَ مُوسَىٰٓۚ أَوَ لَمۡ يَكۡفُرُواْ بِمَآ أُوتِيَ مُوسَىٰ مِن قَبۡلُۖ قَالُواْ سِحۡرَانِ تَظَٰهَرَا وَقَالُوٓاْ إِنَّا بِكُلّٖ كَٰفِرُونَ ٤٨ قُلۡ فَأۡتُواْ بِكِتَٰبٖ مِّنۡ عِندِ ٱللَّهِ هُوَ أَهۡدَىٰ مِنۡهُمَآ أَتَّبِعۡهُ إِن كُنتُمۡ صَٰدِقِينَ ٤٩ فَإِن لَّمۡ يَسۡتَجِيبُواْ لَكَ فَٱعۡلَمۡ أَنَّمَا يَتَّبِعُونَ أَهۡوَآءَهُمۡۚ وَمَنۡ أَضَلُّ مِمَّنِ ٱتَّبَعَ هَوَىٰهُ بِغَيۡرِ هُدٗى مِّنَ ٱللَّهِۚ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَهۡدِي ٱلۡقَوۡمَ ٱلظَّٰلِمِينَ ٥٠ 

ژباړه: «او كه دا نه وى چي كله دوى ته د هغه څه له امله كوم مصيبت ورورسېږي چي په خپلو لاسونو ئې تر سره كړي نو وايي به: اې زموږ ربه! ولي دي كوم پيغمبر راونه لېږو چي ستا د آيتونو متابعت مو كړى وى او له مؤمنانو شوي وى؟! نو كله چي زموږ له لوري حق ورغى وئې ويل: ولي ده ته هم موسى ته د وركړى شوو (معجزو) په څېر (معجزې) نه دي وركړى شوې؟! آيا تر دې د مخه په هغه څه كافران نشول چي موسى ته وركړى شوي وو؟ وئې ويل: دوه كوډي (سحر) چي يو د بل ملاتړ كوي؛ او وئې ويل: موږ له هر يوه انكار كوونكي يو. ورته ووايه: د الله له لوري داسي كتاب راوړئ چي تر دې دواړو ښه لارښود وي چي متابعت ئې وكړم كه رښتيني يئ. نو كه ئې ځواب درنه كړ (ستا بلنه ئې ونه منله) نو پوه شه چي دوى د خپل هوى او هوس متابعت كوي؛ او تر هغه چا به زيات بې لاري څوك وي چي له الهي لارښووني پرته ئې د خپل هوس متابعت كړى، يقيناً چي الله داسي ظالم وگړي نه هدايتوي

 

هغه زياتوي چي؛ په دې مباركو آيتونو كي دا لارښووني شوې:

الف- كله چي خلكو ته د خپلو ناروا كړنو، شرك، ظلم او فساد له كبله مصيبتونه ورسېږي نو خداى ته مخه كړي، ژمنه كوي چي د الله تعالى بندگي او د هغه د پيغمبر اطاعت به كوي، شكايت كوي چي الله تعالى ولي تر دې د مخه چي موږ په گناهونو كي غرق شو او دا سزا راكړى شي؛ كوم پيغمبر راونه لېږو؟ د دوى په ځواب كي ويل شوي: دا دئ الله تعالى پيغمبر درولېږلو، خو تاسو د دې په ځاى چي په خپلو ژمنو عمل وكړئ، ايمان راوړئ او له گناهونو لاس واخلئ؛ وايئ: ولي ده ته هغه معجزې نه دي وركړى شوې چي موسى عليه السلام ته وركړى شوې وې؟!! دوى ته ويل شوي چي آيا د موسى عليه السلام له ټولو معجزو سره سره له ده او معجزو ئې انكار ونه شو؟ ستاسو پلرونو د هغه معجزو ته د سحر په سترگه وكتل او تاسو د محمد عليه السلام دعوت ته، دواړه مو كوډي او سحر او يو د بل مؤيد وگڼل.

 

ب- پيغمبر عليه السلام ته ويل شوي چي دوى ته ووايه: نو تاسو داسي كتاب راوړئ چي تر تورات او قرآن ښه وي چي زه ئې متابعت وكړم، زه خو د هدايت په لټه كي يم، د همدې لپاره مي قرآن د لارښود په توگه منلى، كه تر دې غوره لارښود كتاب موندل كېدى هغه به مي غوره كړى وو، كه تاسو په رښتيا د حق او هدايت په لټه كي وئ نو تر تورات او قرآن به غوره لارښود كتاب چېري وي؟!

څوك چي نه تورات مني او نه قرآن هغه د هوى او هوس بنده دئ، نه د حق پروا لري او نه د هدايت په لټه كي دئ، تر ټولو ستر لار وركى او په ضلالت كي پرېوتى انسان هغه دئ چي د خپل هوس بنده وي، د داسي ظالمانو په وړاندي د هدايت دراوازې تړل شوې او الله تعالى له هدايت محروم كړي. هلته چي فرمايي:

وَلَقَدۡ وَصَّلۡنَا لَهُمُ ٱلۡقَوۡلَ لَعَلَّهُمۡ يَتَذَكَّرُونَ ٥١ ٱلَّذِينَ ءَاتَيۡنَٰهُمُ ٱلۡكِتَٰبَ مِن قَبۡلِهِۦ هُم بِهِۦ يُؤۡمِنُونَ ٥٢ وَإِذَا يُتۡلَىٰ عَلَيۡهِمۡ قَالُوٓاْ ءَامَنَّا بِهِۦٓ إِنَّهُ ٱلۡحَقُّ مِن رَّبِّنَآ إِنَّا كُنَّا مِن قَبۡلِهِۦ مُسۡلِمِينَ ٥٣ أُوْلَٰٓئِكَ يُؤۡتَوۡنَ أَجۡرَهُم مَّرَّتَيۡنِ بِمَا صَبَرُواْ وَيَدۡرَءُونَ بِٱلۡحَسَنَةِ ٱلسَّيِّئَةَ وَمِمَّا رَزَقۡنَٰهُمۡ يُنفِقُونَ ٥٤ وَإِذَا سَمِعُواْ ٱللَّغۡوَ أَعۡرَضُواْ عَنۡهُ وَقَالُواْ لَنَآ أَعۡمَٰلُنَا وَلَكُمۡ أَعۡمَٰلُكُمۡ سَلَٰمٌ عَلَيۡكُمۡ لَا نَبۡتَغِي ٱلۡجَٰهِلِينَ ٥٥ 

ژباړه «او يقيناً چي دا وينا مو په پرله پسې توگه ورته كړې ده؛ په دې هيله چي پند واخلي. هغه چي تر دې د مخه كتاب (په حقيقي معنى) ورپه برخه شوى هغوى ايمان پرې راوړي؛ او كله چي پرې ولوستى شي وايي: ايمان مو پرې راوړى، بې شكه چي دا زموږ د رب له لوري حقيقت دئ، يقيناً چي موږ تر دې د مخه منقاد او غاړه اېښودونكي وو. دوى ته به له دې امله خپل اجر دوه ځلي وركړى شي چي صبر ئې وكړ او په ښېگڼي سره بدي دفع كوي؛ او له هغه څه چي موږ ورروزي كړي انفاق كوي. او كله چي چټي خبره واوري مخ ترې اړوي او وايي: موږ ته خپل عملونه او تاسو ته خپل عملونه، پر تاسو دي سلام وي، موږ جاهلان نه غواړو

 

قدرمن مشر د پورتنيو مبارکو آيتونو اساسي لارښووني په لاندي توگه په گوته کوي او وايي:

1- الله تعالى په پر له پسې توگه دوى ته خپله وينا اورولې، اوس د قرآن په بڼي كي او تر هغه مخكي د انجيل او تورات په صفحاتو كي، د دې لپاره چي پند واخلي.

 

2- چا چي تر قرآن مخكي پر تورات او انجيل ايمان راوړى هرو مرو به پر قرآن هم ايمان راوړي او د قرآن په اورېدو سره به حتماً وايي: چي دا له شك پرته زموږ د رب له لوري دئ، هره وينا ئې رښتينې ده، موږ تر دې د مخه خپل رب ته منقاد وو او په همغه څه مو عمل كولو چي قرآن ئې اوس له موږ غواړي

 

3- دوى ته به هم په مخكينيو كتابونو د ايمان راوړلو او په مقتضا ئې د عمل كولو اجر وركړى شي او هم پر قرآن د ايمان راوړلو او عمل كولو. دا ځكه چي دوى د صبر لمنه كلكه نيولې وه، په ښېگڼو سره ئې بدي دفع كوله او هغه څه ئې د الله تعالى په لار كي لگول چي الله تعالى پرې پېرزو كړي وو او كله چي به ئې كومه خوشې او چټي خبره واورېده مخ به ئې ترې اړولو او ويل به ئې: موږ ته خپل عملونه او تاسو ته خپل عملونه، هر څوك به د خپل عمل جزا او سزا گوري، هر چا ته خپل عمل ښه ښكاري، تاسو ته سلامتي غواړو خو موږ ناپوهان او جاهلان نه خوښوو او مجالست او ملگرتيا ئې نه غواړو.

 

همداراز د موضوع په تړاو نوموړي لانديني آيت ته هم تفصيلاً اشاره وکړه:

إِنَّكَ لَا تَهۡدِي مَنۡ أَحۡبَبۡتَ وَلَٰكِنَّ ٱللَّهَ يَهۡدِي مَن يَشَآءُۚ وَهُوَ أَعۡلَمُ بِٱلۡمُهۡتَدِينَ ٥٦ 

ژباړه: «يقيناً چي ته هغه څوك نشې هدايتولى چي خوښ دي دئ، خو الله چي هر څوك وغواړي هدايتوي ئې؛ او هغه هدايتېدونكي ډېر ښه پېژني

د ښاغلي حکمتيار پر ټکو؛ چي د دې مبارك آيت په وړاندي بايد لږ توقف وكړو او څو مهمو برخو ته ئې ځير شو:

لومړی: پيغمبر عليه السلام ته ويل شوي چي دا ستا په واك كي نه ده چي څوك له هدايت برخمن كړې او د ايمان راوړو سعادت ئې په برخه كړې، ستا دنده ايمان او سمي لاري ته د دوى بلنه ده، دا پرېكړه د الله تعالى له لوري كېږي چي چا ته په سمي لاري د تلو توفيق وركوي او څوك ترې محروموي.

 

دوهم: په دې اړه د الله تعالى پرېكړه د هغه جامع او كامل علم له مخي كېږي چي د هدايت كېدونكي په اړه ئې لري. ته نه پوهېږې چي څوك د دې سعادت وړ دئ او څوك ترې محروم؛ الله تعالى د هغه چا په وړاندي د هدايت دروازه پرانيزي او په سمي لار د تلو توفيق وركوي چي وړتيا ئې لري، تا ته نه د دوى وړتيا معلومه ده او نه د زړه كيفيت او نه دا چي دوى په سمي لار د تلو مجال او اراده لري كه نه

 

درېيم: دا مبارك آيت د هغو لار وركو خرافي عقيده ردوي چي وايي: پيغمبر عليه السلام د الله تعالى د پېرزوينو وېشونكى او مُقَسِّم دئ، د الله تعالى د عناياتو له خزانو هر چا ته هر څه وركولى شي، پير او مرشد كولى شي له لري واټن؛ حتى له خپل قبر؛ مريدانو ته روحاني فيوضات ورسوي!! خو حقيقت بيا دا دئ چي پيغمبر عليه السلام ونشو كولى خپل غيرتي او د ده ستر حامي او مدافع تره ابوطالب ته د ايمان راوړو سعادت ورپه برخه كړي او په روحاني فيض سره د هدايت دروازه د هغه پر مخ پرانيزي بل څوك به څنگه دا كار وكولى شي؟!! آيا د عظيم الشأن قرآن دغه مبارك آيت كافي نه دئ چي داسي خرافي عقائد په دېوال ووهو او په دې باور وو چي الله تعالى هيڅوك د خپلو عناياتو او پېرزوينو د خزانو واكمن نه دئ ټاكلى او د دې خزانو كلياني ئې هيچا ته نه دي سپارلې، په خپله او د خپل بنده وړتياوو ته په پام سره پرېكړه كوي چي چا ته څومره وركړي او څوك ترې محروم كړي.

 

نوموړي د يادې موضوع د لا وضاحت په اړه په لاندي آيت استناد وکړ

وَقَالُوٓاْ إِن نَّتَّبِعِ ٱلۡهُدَىٰ مَعَكَ نُتَخَطَّفۡ مِنۡ أَرۡضِنَآۚ أَوَ لَمۡ نُمَكِّن لَّهُمۡ حَرَمًا ءَامِنٗا يُجۡبَىٰٓ إِلَيۡهِ ثَمَرَٰتُ كُلِّ شَيۡءٖ رِّزۡقٗا مِّن لَّدُنَّا وَلَٰكِنَّ أَكۡثَرَهُمۡ لَا يَعۡلَمُونَ ٥٧ وَكَمۡ أَهۡلَكۡنَا مِن قَرۡيَةِۢ بَطِرَتۡ مَعِيشَتَهَاۖ فَتِلۡكَ مَسَٰكِنُهُمۡ لَمۡ تُسۡكَن مِّنۢ بَعۡدِهِمۡ إِلَّا قَلِيلٗاۖ وَكُنَّا نَحۡنُ ٱلۡوَٰرِثِينَ ٥٨ 

ژباړه: «او وئې ويل: كه له تا سره د لارښووني متابعت وكړو له خپل ټاټوبي تښتول كېږو! آيا دوى ته مو داسي حرم يو خوندي ټاټوبى نه كړ چي هغه ته د هر څه مېوې راوړل كېږي؛ زموږ له لوري د رزق او روزي په توگه؟!! خو د دوى ډېرى نه پوهېږي. او له كليو مو څومره هغه ترې هلاك كړل چي پر خپل معيشت له پولو واوښتل، نو دا ئې د دوى مېشت ځي چي له دوى وروسته مېشتيا په كي نه وه مگر ډېره لږ؛ او موږ (ئې) په مېراث وړونكي وو

 

د ښاغلي حکمتيار پر وينا؛ د دې مباركو آيتونو لارښووني دا دي:

1- پر پيغمبر عليه السلام د ايمان نه راوړلو او د ده له ملگرتيا د اجتناب يو اساسي او لوى سبب دا ښودل شوى چي وېرېدل د ده د ملگرتيا له كبله به د دوى ژوند، مال او ثروت له گواښونو سره مخامخ شي. نن هم له اسلام د مخ اړولو، له مسلمانانو سره د نه پيوستون او د ظالمانو، مفسدينو او كافرانو د ملگرتيا يو لوى عامل همدا دئ، شتمن په خپلو شتمنيو وېرېږي او د اقتدار خاوندان په خپلو كرسيو؛ او د رفاه او تعيش خاوندان د مرفه او سوكاله ژوند له لاسه وركولو!!

 

2- دا مبارك آيت دا حقيقت هم زموږ مخي ته ږدي چي د دې سورې د نازلېدو په مهال په مكه مكرمه كي د اختناق، خوف او وېري څه حالت وو او قريشو له مسلمانانو سره څنگه چلن كاوو، دوى د خوف او وېري داسي حالت رامنځته كړى وو چي ډېرو د دوى د تعذيبونو له وېري ايمان نشو راوړى.  

 

3- الله تعالى هغو ضعيف النفس خلكو ته چي د قريشو له وېري ئې له ايمان راوړلو ډډه كوله، خپلي سوكالي، بې خطره او مرفه ژوند ته ئې پر ايمان ترجيح وركوله؛ فرمايي: چي نه گورئ د ايمان د يوې نښي (كعبې) په طفيل ئې دا حرم څنگه خوندي او د امن ځاى وگرځولو، نه گورئ چي له هري خوا؛ د هر موسم؛ راز راز مېوې ورته رادرومي؟! تاريخ ته رجوع وكړئ، صفحات ئې واړوئ او وگورئ چي د هغو خلكو شمېر څومره دئ چي مرفه ژوند ئې درلود، خپل معيشت او سوكاله ژوند هغه پړاو ته رسولي ول چي تېرى ئې وكړ او له پولو واوښتل او له همدې كبله هلاك شول؟! دا دي تشي او وراني ماڼۍ ئې د عبرت لپاره ترې پاته، چي لږ خلك د لنډي مودې لپاره په كي پاته شوي، هر څه ئې الله تعالى ته په ميراث پرېښودل. نو سره له دې څنگه د ايمان راوړلو له نتائجو وېرېږئ او د سوكاله او مرفه ژوند له بدو پايلو وېره نه لرئ.

 

هغه زياتوي چي؛ قرآن په بل ځاى كي دا حقيقت په دې اغيزناكو الفاظو بيانوي

أَوَ لَمۡ يَرَوۡاْ أَنَّا جَعَلۡنَا حَرَمًا ءَامِنٗا وَيُتَخَطَّفُ ٱلنَّاسُ مِنۡ حَوۡلِهِمۡۚ أَفَبِٱلۡبَٰطِلِ يُؤۡمِنُونَ وَبِنِعۡمَةِ ٱللَّهِ يَكۡفُرُونَ ٦٧ العنكبوت: 67

«آيا وئې نه ليدل چي موږ (له مكې) خوندي او باامنه ټاټوبى جوړ كړ، په داسي حال كي چي د دوى شاوخوا ته خلك تښتول كېږي؛ نو آيا پر باطل ايمان راوړي او د الله د نعمت ناسپاسي كوي؟

وَمَا كَانَ رَبُّكَ مُهۡلِكَ ٱلۡقُرَىٰ حَتَّىٰ يَبۡعَثَ فِيٓ أُمِّهَا رَسُولٗا يَتۡلُواْ عَلَيۡهِمۡ ءَايَٰتِنَاۚ وَمَا كُنَّا مُهۡلِكِي ٱلۡقُرَىٰٓ إِلَّا وَأَهۡلُهَا ظَٰلِمُونَ ٥٩ 

«او ستا رب تر هغه د كليو هلاكوونكى نه دئ چي په مركزي برخي كي ئې يو پيغمبر ونه لېږي چي زما آيتونه پرې ولولي؛ او موږ د كليو هلاكوونكي نه يو مگر دا چي اوسېدونكي ئې ظالمان وي

 

نوموړي دا هم وويل:

د سورة القصص په پورتني (59) آيت کي د عذابونو د نزول په اړه الهي سنت بيان شوى، الله تعالى تر هغه پر يوه قوم د عذاب لېږلو پرېكړه نه كوي چي پيغمبر ئې نه وي ورلېږلى، هغه هم په داسي سيمي كي چي ټولو ته مركزي حثيت ولري؛ او له هغه ځاى ټولو ته د ده دعوت په آسانۍ ورسېږي؛ او تر هغه د يوه ولس د هلاكولو فيصله نه كوي چي ظلم ئې څرگند شي. قرآن دا مطلب په بل ځاى كي داسي بيانوي

وَمَا كَانَ ٱللَّهُ لِيُعَذِّبَهُمۡ وَأَنتَ فِيهِمۡۚ وَمَا كَانَ ٱللَّهُ مُعَذِّبَهُمۡ وَهُمۡ يَسۡتَغۡفِرُونَ ٣٣ الانفال: ‏33                                                           «او الله داسي نه دئ چي دوى تعذيب كړي په داسي حال كي چي ته (اې پيغمبره!) لا په دوى كي يې او الله په داسي حال كي د دوى تعذيبوونكى نه دئ چي دوى د بخښني غوښتونكي وي

 

قدرمن مشر زياتوي چي: دلته هم د عذابونو د نزول په اړه الهي سنت بيان شوى؛ د عذاب په راتلو كي د ځنډ دوه وجوهات ښودل شوي: په ولس كي د داعي شتون او په دوى كي د داسي خلكو شتون چي توبه به كوي او له كفر، شرك او گناه به لاس اخلي.

 

د هغه پر ټکو؛ چي الله تعالى دا ځواب هغه چا ته وركړى چي په خپله خوله د عذاب نازلېدل غواړي او وايي: زموږ له شديد مخالفت سره سره ولي پر موږ له آسمانه ډبري نه ورېږي او ولي په كوم بل عذاب نه اخته كېږو؟! الله تعالى فرمايي: زما سنت دا دئ چي د پيغمبر په شتون كي او تر هغه چي په خلكو كي د توبې او استغفار امكان وي؛ زه خپل عذاب نه نازلوم!! په دې سره قريشو ته ويل شوي: تاسو د پيغمبر عليه السلام وژل او شړل غواړئ، خو په دې نه پوهېږئ چي د ده شتون د الهي عذاب د راتلو مانع دئ، تاسو په خپل لاس هغه ستنه ړنگول غواړئ چي د دردناك الهي عذاب چت ئې تم كړى. د عذاب په راتلو كي د ځنډ وجه دا نه ده چي تاسو د الهي عذاب مستحق نه يئ، بلكي وجه ئې دا ده چي د الهي سنت مطابق د راتلو نېټه ئې نه ده رارسېدلې او موانع له منځه نه دي تللي.

 

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک