د کابل ولايت قومي او جهادي مشران د خپل قدرمن امیر حکمتيار صاحب تعزیت او ملاتړ ته راغلي
د کابل ولايت د قره باغ ولسوالۍ قومي او جهادي مشران د خپل قدرمن امیر حکمتيار صاحب تعزیت او ملاتړ ته راغلي
پنجشنبه؛ د ۱۴۰۱ ھ ش کال د جدي ۸مه:
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار نن له غرمې مخکې د ښاغلي استاذ حيران په مشرۍ د کابل ولايت قرهباغ ولسوالۍ له يو شمېر جهادي او قومي مشرانو سره وکتل.
يادو جهادي شخصيتونو او قومي مخورو د خپلو مجاهدو ولسونو په استازيتوب ښاغلي حکمتيار ته د خپل هر اړخيز ملاتړ او بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د قرهباغ د مجاهدينو په نمايندهګۍ ښاغلي استاذ حيران وويل:
تاسې (حکمتيار صاحب) د أمت ستره هستي ياست، ستاسې ويناوې، د نظام او ملت جوړونې اړوند خُطبې موږ ته ځواک راکوي، د دې ملت په زرين تاريخ کې ستاسې د عزت، عظمت او تحليل برخه تر ټولو زیاته او درنه ده. تاسې د دې وړ یاست؛ چې د ژوند تر پايه له تاسې سره واوسو. تاسې په داسې يو حساس او تاريخي وضعيت کې د اسلامي نهضت بنسټ کېښود؛ چې چا يې محضِ تصور هم نهشو کولای او آن چې د جهاد او مبارزې فريضه يې بالکل هېره کړې وه، خو دا تاسې وئ؛ چې د جهاد هېره شوې او مړه فريضه مو بياځل راژوندۍ کړه. تاسې په تمامه معنیٰ د يو داسې قوي قيادت او رهبرۍ وړتيا لرئ، چې په معاصر تاريخ کې يې ساری نهلېدل کېږي.
ښاغلي حيران زياته کړه:
دا چې د شوروي اتحاد د يرغل په پيل کې مو له تاسره بيعت کړی او له همغه وخت مو ستا تر قيادت لاندې د سپېڅلي شهادت احرام تړلی، نو تر اوسه مو بيا نهدی خلاص کړی؛ اوس هم د تېر په څېر همغه بيعت، احرام او اطاعت ته ژمن يو او د ژوند تر وروستۍ سلګۍ به له دې ژمنې او سنګره شاته نهشو.
ورپسې قدرمن مشر د راغليو مخورو احترامانه مراتبو ته په إشارې سره وويل:
د قره باغ او په ټوله کې د شمالي ولس د دين او هېواد په دفاع کې سترې او تاريخي قربانۍ ورکړي. د تېر جهاد له پيل وړاندې قرهباغ زموږ د فرهنګي مبارزې تود سنګر وو او ما په همغه وخت کې د قره باغ د ځينو مشرانو په کورونو کې شپې کړي. چې له هغوی يې ډېریو له الله تعالیٰ سره پر خپلې کړې ژمنې وفا وکړه او د هغه لوري ته ورغلل، خو موږ لا هم د منتظرينو په ډله کې يو.
نوموړي زياته کړه؛ موږ د جهاد ډګر ته د يو سپېڅلي شهادت په جذبه سره ورګډ شو، آرزو مو دا وه چې د شهادت اوچت مقام ته ورسېږو، خو دا چې مرګ پر خپله نېټه راځي، نو تر اوسه لا ژوندي يو. هيله مو داده چې کله مرګ راځي، نو الله تعالیٰ مو د شهادت پر لوړ او سپېڅلي مقام ونازوي.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر، مطبوعاتي څانګه.
