مهم ترین های امروز پنج شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒️: د حاا د عالیقدر أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه: چهارشنبه د جدي ۷مه؛ ۱۴۰۱ د بريا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي د حاا قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار «د ملتونو د عروج او زوال عوامل» تر سرليك لاندي خپله څوارلسمه درسي محاضره وړاندي کړه؛ چي ګڼشمېر ورونو او خویندو په کي گډون کړی وو.
✒️: د کابل ښار په داودزي مارکیټ کې د بریښنا د شارټۍ له امله اورلگیدنه رامنځته شوې.
عیني شاهدان وایي چې اورلگیدنه د یاد مارکیټ په یوه رستورانت کې رامنځته شوې خو اوس مهال مهار شوې ده.
✒️: د کال لومړۍ واوره که څه هم د وچکالۍ د کمېدو یا پای ته رسېدو لپاره ښه زېری دی خو یو شمېر هېوادوال د ناوړه اقتصادي وضعیت له کبله واورې ورېدو او سړې هوا ته اندېښمن دي.
✒️: په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت وایي چې د دې سفارت او افغان قونسلگریو د هڅو سره سره بیا هم په دې هیواد کې، په تیره سند ایالت کې د ښځو او ماشومانو په گډون نیول شوي افغانان له زندانونو څخه ندي خوشې شوي.
د افغانستان سفارت په پاکستاني چارواکو غږ کړی څو ژر تر ژره افغانان له زندانونو خوشې کړي او زیاته کړې یې ده چې په دې هیواد کې د میشتو او مسافرو افغانانو، خصوصا د ښځو، ماشومانو، سپین ږیرو او ناروغانو زنداني کول او ځورونه د دواړو وروڼو هېوادونو د اړیکو لپاره ښه پایله نلري.
✒️: راشدخان د شل اوریزو لوبو لپاره د افغان کریکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوی دی.
د پخواني لوبډلمشر محمد نبي عیسی خېل تر استعفا وروسته د افغانستان کریکټ بورډ راشدخان د شل اوریزو لوبو لپاره د افغان کریکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ټاکلی دی.
✒️: د برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس محمد حنیف حمزه د چین د سوداګرۍ خونې له استازي سره لیدلي دي.
برېښنا شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چین غواړي په افغانستان له ډبرو سکرو د ۵۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.
په ورته مهال برېښنا شرکت ویلي، چې د دوی د تخنیکي کارکوونکو په هڅو بلخ او سمنګان ولایتونو ته د ترکمنستان برېښنا بېرته نورمال حالت ته راوګرځېده.
✒️: په دوبۍ کې د افغانستان قونسلګري وایي، د دوی په هڅو د متحده عربي اماراتو له بېلابېلو زندانونو ٧٠ افغان بندیان خوشي او افغانستان ته ولېږدول شول.
✒️: د سالنګونو د ساتنې او مراقبت رییس ابو محمد حافظ محمد یعقوب رسنیو ته وايي، د سختې واورې ورېدو له امله پر دې لویه لار د بار وړونکو موټرو تګ-راتګ بند شوی او یوازې مسافر وړونکي موټر پر دې لویه لار د ځنځیر «چاین» په مرسته تګ-راتګ کوي.
د اټکل له مخې، پهدې لویه لار کې به تر ۲۴ ساعتونو پورې سخته واوره وورېږي.
✒️: د افغانستان برښنا شرکت پر ټویټر لیکلي، بلخ او سمنګان ولایتونو ته چې د ترکمنستان وارداتي برېښنا د مرمۍ لګېدو له امله پرې شوې وه، بېرته ونښلول شوه.
✒️: د تخار ولایت امنیې قومندانۍ یوې خصوصي رسنۍ ته ویلي، امنیتي ځواکونو د دې ولایت مرکز تالقانو ښار په «اق مسجد» کلي کې یو ماین شنډ کړی او چا ته پهکې زیان نهدی رسېدلی.
✒️: سيمه ييزې سرچينې وایي، په غور ولايت کې د زیاتې واورې اورېدو له امله د غور له يو شمېر ولسواليو څخه د دغه ولايت تر مرکز پورې مواصلاتي لارې او همدارنګه د غور- هرات او غور- کابل لويې لارې تړل شوې دي. دغه راز له مسافرو غوښتل شوي چې د هوا تر ښه کېدو پورې دې خپل سفرونه وځنډوي.
✒️: سهیل شاهین د یوې بهرنۍ تصویري رسنۍ د خبریال په ځواب کي:
هو بالکل زما لوڼې پوهنتون ته ځي، خو هغوی په حجاب کې پټې وي.
بل پلو یو شمېر هېواد وال بیا په طنزي ډول لیکي: هو فقط ستاسو لور ګانې حجاب کوي او نورې افغان نجونې خو اصلا حجاب نه پېژني.
✒️: عامې روغتیا وزارت:
تېر یو کال کې د ماشومانو د شري ۷۵ زره پېښې ثبت او ۳۸۲ ماشومان ترې مړه شوي.
✒️: باختر آژانس: * پل نظرآباد در مسیر شاهراه کابل-جلال آباد بازسازی شد
* دو صد جریب زمین از چنگ غاصبین در اروزگان واپس گرفته شد
* بازداشت 11 تن به اتهام فروش مواد مخدر از هرات و غزنی
* شاهراه سالنگ بهروی موترهای تریلری مسدود شد
* آتش زدن مواد تاریخ گذشته درپکتیکا.
✒️: روچیرا کمبوج، نماینده هند در سازمان ملل از ممنوعیت تحصیلات عالی دختران و منع کار زنان افغانستان توسط طالبان ابراز نگرانی کرد.
روچیرا کمبوج روز چهارشنبه ۷ جدی گفت که دهلینو همیشه از تحصیل و کار زنان در افغانستان حمایت کرده است.
✒️: د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون:
یوازې د کراچۍ په مرکزي زندان کې ۱۳۹ افغان مېرمنې ( ۵۶ محاکمه شوې او ۸۳ بې محاکمې) زندانیانې دي.
همداراز د مور د غېږې ۱۶۵ او له نهه کلنۍ کم ۲۱۹ افغان ماشومان زندانیان دي.
✒️: جرمنی کې د ملا امامانو ټولنه: په دین خو موږ هم پوهېږو، هیڅ ځای د نجونو د تعلیم ممانعت نه شته.
وایي، د نجونو پر تعلیم بندیز له اسلام سره په ټکر کې عمل دی.
✒️: ټي ټي پي: تېره شپه مو باجوړ کې د پاکستاني ځواکونو پوسته او یو موټریز کاروان په نښه کړی.
وایي، واڼه کې مو هم پر یو نظامي مرکز برید کړی چې درې واړو بریدونو کې لسګونه پوځیان هلاک و ژوبل شوي.
✒️: جرمني وایي، له افغانستان سره بشري مرستې بندوي. د جرمني حکومت د دې پرېکړې نیت وروسته له هغې کړئ چې افغان حکومت په غیر دولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه. دا پرېکړه د دې لامل شوې چې ډېری بشرپالې ادارې خپل فعالیت ودروي، ځکه دوي وایي له ښځو پرته یې کارونه مخکې نشي بېولی.
✒️: د هند په ختیځ د اوړیسه ایالت په یوه هوټل کې د یوه روسي میلیونر ‘پاوېل انتوف’ د مړینې د جنايي څېړنې امر شوی دی. پولیسو ویلي، انتوف په هغه هوټل کې له دریم پوړه په رادانګلو سره ظاهرا ځان وژلی، چې دوه ورځې وړاندې یې پکې یو بل ملګری مړ شوی و.
✒️: کمیته دایمی بین سازمانی ملل متحد که هماهنگی ماموریتهای بشردوستانه را به عهده دارد، در یک خبرنامه دربارهی افغانستان گفته است که تصمیم ممنوعیت کار زنان در نهادهای غیردولتی یک ضربه بزرگ به جامعه آسیبپذیر زنان و کودکان در این کشور است.
در این خبرنامه آمده است که زنان در افغانستان، معلم، کارشناس تغذیه، رهبر تیم، کارمند بخش بهداشت، واکسیناتور، پرستار، پزشک و رییسان سازمانها استند و به جمعیتی دسترسی دارند که مردها نمیتوانند به آن دسترسی داشته باشند.
کمیته دایمی بین سازمانی ملل متحد میافزاید که بدون کارمندان زن نمیتوانند کمکهای بشردوستانه را ارائه کنند و به این دلیل پیشبینی میشود که بسیاری از فعالیتها باید متوقف شوند.
این کمیته از امارت اسلامی خواسته است تا در بارهی تصمیم تعلیق کار زنان تجدیدنظر کند.
✒️: د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې پر ټویټر لیکلي: «په غیردولتي موسسو کې له کار کولو څخه د ښځو منع کول د ژمي په منځ کې زیانمنو افغانانو ته د مرستې رسولو مخه نیسي. د دې پرېکړې لغوه کول یوه مسوولانه پرېکړه ده او افغان ولس ته لومړیتوب ورکوي!»
✒️: په یو کال کې په متحده ایالتونو کې د ډزو له امله تر ۶۰۰۰ ډیرو ماشومانو ته مرگژوبله اوښتې ده.
د امریکا وسلو د تاوتریخوالي آرشیف وایي په دې هیواد کې د ډزو په پایله کې په ۲۰۲۲ کال کې تر ۶۰۰۰ ډیرو هغو ماشومانو ته چې عمرونه یې تر ۱۷ کلن کم دي، مرگژوبله اوښتې ده.
✒️: په ازبکستان کې هندي درملو ۱۸ ماشومان وژلي.
د ازبکستان روغتیا وزارت ویلي چې له ۲۱ ماشومانو څخه چې په هند کې تولید شوي د زکام شربت یې څښلی ۱۸ یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
څو ورځې مخکې په افریقا او جنوبي امریکا کې هم لسگونه ماشومانو د دې هندي دوا له کارولو وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
✒️: TTP په اسلام آباد کې د امریکا، بریتانیا، ایټالیا او سعودي عربستان لخوا خپلو اتباعو ته د امنیتي گواښونو خبرداری او د خپلو سفارتونو کارکوونکو ته د تگ راتگ محدودولو په اړه ویلي چې د پاکستان حکومت له نورو هیوادونو څخه د پیسو اخیستو لپاره په اسلام آباد کې امنیتي وضعیت کړکیچن ښودلی دی.
تحریک طالبان پاکستان په یوې اعلامیه کې ویلي چې د دوی جگړه د پاکستان له پوځ سره ده او بهرنیان دې خوف نکوي ځکه دا ډله کومه بهرنۍ اجنډا نلري.
✒️: د متحده ایالاتو، استرالیا، کاناډا، ډنمارک، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، ناروې، سویزرلنډ، هالنډ او برېتانیا د بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپايي ټولنې لوړ پوړي پلاوي په یوه ګډه اعلامیه کې په موسسو کې د ښځینه کارکوونکو په کار د بندیز پرېکړې په اړه اندېښنه ښودلې ده.
په اعلامیه کې راغلي، دا پرېکړه به د نړیوالې ټولنې له لوري د بشري مرستو رسولو چارې اغېزمنې کړي، ځکه نړیواله ټولنه د مرستو رسولو په چارو کې پر همدغه موسسو تکیه لري.
په اعلامیه کې له اسلامي امارت غوښتنه شوې چې په دې پرېکړه له سره غور وکړي.
✒️: د راپورونو مخې له چین څخه ایټالیا ته د روانې یوې الوتکې د مسافرو له ډلې نیم یې په کورونا ویروس اخته شوي دي.
وروسته له هغه چې د چین حکومت په دې هیواد کې د کورونا ویروس محدودیتونه او د دې هیواد خلکو ته بهر تللو اجازه ورکړه؛ اوس له دې هیواده یو ځل بیا د نړۍ نورو برخو ته د کورونا ویروس د انتقال اندیښنې زیاتې شوې دي.
تازه امریکا هم اعلان کړی چې له چین څخه دې هیواد ته راتلونکي مسافر باید مخکې له سفره د کورونا ویروس منفي ټېسټ ولري.
