د نورستان، جوزجان او کونړ ولايتونو قومي او جهادي مشران د خپل قدرمن امیر حکمتيار صاحب تعزیت او ملاتړ ته راغلي
سهشنبه د جدي ۶مه؛ ۱۴۰۱:
د کونړ، نورستان او جوزجان يو شمېر جهادي قومندانانو، قومي مخورو او ديني علماءو د حزب اسلامي افغانستان له قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار سره وکتل او نوموړي ته يې د خپل بشپړ ملاتړ، همکارۍ، سرښندنې او اطاعت ډاډ ورکړ.
يادو مشرانو همداراز په خپلو څرګندونو کې پر إيمان مسجد تروريستي حمله يو نامرده عمل وګاڼه او هغه يې له دين او هېواد سره د نهپخلا کېدونکو دُښمنانو کړنه وبلله.
هغوی د خپلو اظهاراتو پر دوام دا هم وويل؛
چې د تېر په څېر او د خپل ژوند تر وروستۍ سلګۍ به د حزب اسلامي افغانستان سپېڅليو اهدافو او د خپل محبوب أمير دفاع او حمايت ته ژمن وي؛ او پر وينا يې چې؛ هېڅکله به هم؛ له دې سپېڅلې مبارزې او قربانۍ خپل سر، مال، او أهلوعيال و نهدرېغوي.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.
