No-IMG

د حکمتيار صاحب ديارلسمه درسي حلقه (د ملتونو د عروج او زوال عوامل) تر عنوان لاندې تر سره شوه

يکشنبه د جدي ۴مه؛ ۱۴۰۱:

 

د حزب اسلامي افغانستان د قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار ۱۳مه درسي حلقه (د ملتونو د عروج او زوال عوامل) تر عنوان لاندي د بريا نړۍ‌وال ټلويزيون د غونډو په تالار کي دائره شوه چي گڼ‌شمېر ورونو او خویندو په کي گډون کړی وو.

نوموړي د خپل تېر درس پر دوام دوام وويل:

د موسى عليه السلام دعوت داسي وو چي له فرعوني نظام د بغاوت معنى ئې درلوده، فرعونيان پوهېدل چي كه په مصريانو كي دا دعوت خور شي نو د دوى اقتدار له ستر گواښ سره مخامخ كوي.

ښاغلي حکمتيار زياته کړه:

فرعون ته د جادوگرانو په وينا كي موږ ته د سركاري مذهبي مشرانو خصوصيات معرفي شوي، دوى د واكمنانو په حكم راغونډېږي، له حكامو د خپلو فتوى گانو اجوره تر لاسه كوي، ستر هدف ئې دا وي چي د دربارونو تقرب ئې په برخه شي. هلته چي فرمايي:

قَالُواْ يَٰمُوسَىٰٓ إِمَّآ أَن تُلۡقِيَ وَإِمَّآ أَن نَّكُونَ نَحۡنُ ٱلۡمُلۡقِينَ ١١٥ قَالَ أَلۡقُواْۖ فَلَمَّآ أَلۡقَوۡاْ سَحَرُوٓاْ أَعۡيُنَ ٱلنَّاسِ وَٱسۡتَرۡهَبُوهُمۡ وَجَآءُو بِسِحۡرٍ عَظِيمٖ ١١٦ وَأَوۡحَيۡنَآ إِلَىٰ مُوسَىٰٓ أَنۡ أَلۡقِ عَصَاكَۖ فَإِذَا هِيَ تَلۡقَفُ مَا يَأۡفِكُونَ ١١٧ الاعراف: 115-117                                  

(جادوگرانو) وويل: اې موسى! ته ئې غورځوې (خپله عصا) او كه موږ لومړني غورځوونكي شو (د خپلو پړو او عصاگانو)؟ وئې ويل: وئې غورځوئ، نو كله چي دوى وغورځول د خلكو سترگي ئې په جادو (سره اغېزمني) كړې، وئې وېرول او ستر جادو ئې وړاندي كړ؛ او موسى ته مو وحي وكړه چي خپله عصا وغورځوه؛ نو ناڅاپه دې هغه څه ښوى تېرول چي دوى په دوكې او چل ول سره جوړ كړي وو.

په دې آيتونو كي څو خبري شوې:

 

1- جادوگرانو موسى عليه السلام ته وويل چي ته خپله معجزه ښيې او كه موږ پرېږدې چي خپل هنر وړاندي كړو؟ د وينا الفاظ ئې داسي وو چي غوښتل ئې دوى ته د لومړيتوب موقع وركړى شي. موسى عليه السلام ورسره موافقه كوي.

 

2- د دوى هنر د لاس چالاكي او د خلكو سترگي دوكه كول او تر اغېز لاندي نيول وو، داسي څه ئې وښودل چي خلك ئې ووېرول، د جادو ستره مظاهره ئې وكړه.

 

3- الله تعالى موسى عليه السلام ته وحي وكړه چي خپله عصا وغورځوي، عصا ئې فوراً د جادويي پړو او عصاگانو په ښوى تېرولو پيل وكړ.

 

همداراز نوموړي دا هم وويل: چي ورپسي آيتونه د موسیٰ عليه السلام د بريا او د حق واقع کېدو قصه کوي او وايي:

فَوَقَعَ ٱلۡحَقُّ وَبَطَلَ مَا كَانُواْ يَعۡمَلُونَ١١٨ فَغُلِبُواْ هُنَالِكَ وَٱنقَلَبُواْ صَٰغِرِينَ ١١٩ وَأُلۡقِيَ ٱلسَّحَرَةُ سَٰجِدِينَ ١٢٠ قَالُوٓاْ ءَامَنَّا بِرَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ ١٢١ رَبِّ مُوسَىٰ وَهَٰرُونَ ١٢٢ الاعراف: 119-122

نو حق واقع او محقق شو او هغه څه باطل او محوه شول چي دوى كول. هلته نو مغلوب او ذليل شول. او جادوگران په سجده پرېوتل. وئې ويل: په رب العالمين مو ايمان راوړ. د موسى او هارون په رب.

 

قدرمن مشر د پورتني آيت پر دوام وايي:

حق غالب شو، د فرعونيانو هڅي هدر ولاړې، په دې مقابلې كي مغلوب شول، د كبر او لويي پايله ئې سپكاوى او ذلت وو، د چا په هنر او كمال چي دوى تكيه كړې وه؛ هغوى نه يوازي ماته وخوړه بلكي د موسى عليه السلام د دعوت پر حقانيت پوه شول، د الله تعالى په وړاندي په سجده پرېوتل، په رب العالمين باندي ئې خپل ايمان څرگند كړ، ټولو خلكو دا صحنه په خپلو سترگو ليدله، فرعونيان په خپلي لومي كي نښتي ول، هغه څه وشول چي دوى ترې وېرېدل.

 

نوموړي زياته کړه:

دلته د سحر په ارتباط څو ظريف ټكي زموږ په وړاندي ځلېږي:

 

الف: د موسى عليه السلام معجزه حقيقي او واقعي وه او د جادوگرانو سحر باطل او د حق او واقعيت خلاف. باطل يعني غير واقعي او د حقيقت خلاف بېهوده كار.

 

ب: ساحرانو فقط دا كار كړى چي د خلكو سترگي ئې غولولې؛ نه دا چي د پړو او عصاگانو ماهيت ئې بدل كړى وي؛ كار ئې باطل وو او باطل شو.

 

ج: ټول مغلوب شول او سپكاوى ئې په برخه شو؛ يعني د مصر ټولو ماهرو او تكړه ساحرانو په گډه داسي څه ونه كړى شو چي موسى عليه السلام ته ماته وركړي او يا ضرر ورسوي؛ كه دوى كولى شوى چي په خپل سحر سره چا ته ضرر ورسوي نو يوه به ئې د دې مسابقې تر پيلېدو وړاندي فرعون ته ويلي وو: زه به ئې په خپل سحر سره داسي بېمار كړم چي د مسابقې په ورځ نه حاضر شي او نه پر خپلو پښو ودرېدى شي؛ ټول مصريان به ومني چي موسى ماته وخوړه او له وېري مسابقې ته حاضر نشو. خو ساحرانو نه په يوازي سر دا كار كولى شو او نه ټولو په گډه؛ يعني چي د سحر ماهيت همداسي دئ؛ هيچا ته په خپل سحر سره هيڅ ضرر نشي رسولى؛ او دا د قرآن د هغي وينا عملي مصداق دئ چي فرمايي

 

... وَلَكِنَّ الشَّيَاطِينَ كَفَرُوا يُعَلِّمُونَ النَّاسَ السِّحْرَ وَمَا أُنْزِلَ عَلَى الْمَلَكَيْنِ بِبَابِلَ هَارُوتَ وَمَارُوتَ وَمَا يُعَلِّمَانِ مِنْ أَحَدٍ حَتَّى يَقُولا إِنَّمَا نَحْنُ فِتْنَةٌ فَلا تَكْفُرْ فَيَتَعَلَّمُونَ مِنْهُمَا مَا يُفَرِّقُونَ بِهِ بَيْنَ الْمَرْءِ وَزَوْجِهِ وَمَا هُمْ بِضَارِّينَ بِهِ مِنْ أَحَدٍ إِلا بِإِذْنِ اللَّهِ وَيَتَعَلَّمُونَ مَا يَضُرُّهُمْ وَلا يَنْفَعُهُمْ .... البقرة 102

... بلكي په خپله دا شيطانان كافران شوي وو، خلكو ته ئې جادو او هغه څه ورښودل چي د بابل په دوو ملائكو: هاروت او ماروت نازل شوي وو، (دې ملائكو) به هيچا ته څه تعليم نه وركاوو مگر دا چي ورته ويل به ئې: موږ (خو د يوه) امتحان (لپاره راغلې) يو، نو ته مه كافر كېږه، خو دوى له دې دواړو هغه څه زده كول چي په هغه سره نارينه او مېرمنه ئې سره بېل كړي، دا په داسي حال كي چي په دې سره دوى د الله له اذن پرته هيچا ته تاوان رسوونكي نه وو او په داسي حال كي چي هغه څه ئې زده كول چي تاوان ئې وررساوو او گټه ئې نه وررسوله ...

 

هغه زياتوي چي؛ د آيت د دې فقرې (فَيَتَعَلَّمُونَ مِنْهُمَا مَا يُفَرِّقُونَ بِهِ بَيْنَ الْمَرْءِ وَزَوْجِهِ) په تعبير او تفسير كي ځينو اشتباه كړي او داسي ئې انگېرلې چي گواكي هاروت او ماروت خلكو ته داسي څه ورزده كول چي وكولى شي مېرمن او خاوند ئې سره بېل كړي!! خو د دې فقرې واضح معنى دا ده چي خلكو له دغو فرشتو د داسي څه زده كولو طمع او هيله درلوده او غوښتل ئې چي داسي څه ترې زده كړي؛ خو فرشتو ورته ويل: موږ يوه آزموينه يو او ته په دې كار سره د هغه څه كولو هڅه مه كوه چي له كفر سره مترادف دئ. او بيا الله تعالى فرمايي چي دوى په سحر سره هيچا ته كوم ضرر او ځان ته كومه گټه نشوى رسولى

نو د سحر د ماهيت او عدم اغېز په اړه بايد د هر مؤمن باور او عقيده همداسي وي لكه په دې آيت كي چي راغلي او د موسى عليه السلام او جادوگرانو د مقابلې كي په ترڅ موږ ته ښودل شوي

قَالَ فِرۡعَوۡنُ ءَامَنتُم بِهِۦ قَبۡلَ أَنۡ ءَاذَنَ لَكُمۡۖ إِنَّ هَٰذَا لَمَكۡرٞ مَّكَرۡتُمُوهُ فِي ٱلۡمَدِينَةِ لِتُخۡرِجُواْ مِنۡهَآ أَهۡلَهَاۖ فَسَوۡفَ تَعۡلَمُونَ ١٢٣ لَأُقَطِّعَنَّ أَيۡدِيَكُمۡ وَأَرۡجُلَكُم مِّنۡ خِلَٰفٖ ثُمَّ لَأُصَلِّبَنَّكُمۡ أَجۡمَعِينَ ١٢٤ قَالُوٓاْ إِنَّآ إِلَىٰ رَبِّنَا مُنقَلِبُونَ ١٢٥ وَمَا تَنقِمُ مِنَّآ إِلَّآ أَنۡ ءَامَنَّا بِ‍َٔايَٰتِ رَبِّنَا لَمَّا جَآءَتۡنَاۚ رَبَّنَآ أَفۡرِغۡ عَلَيۡنَا صَبۡرٗا وَتَوَفَّنَا مُسۡلِمِينَ ١٢٦ الاعراف 123- 126

فرعون وويل: آيا تر دې مخكي چي زه اجازه دركړم ايمان مو راوړ؟ دا حتماً ستاسو داسي يو پټ تدبير دئ چي په دې ښار كي مو تر سره كړ؛ د دې لپاره چي اوسېدونكي ئې ترې وباسئ! نو ژر به پوه شئ (چي څه درسره كوم). حتماً به ستاسو لاس پښې يو د بل خلاف پرې كړم، بيا به تاسو ټول پانسۍ كړم. وئې ويل: يقيناً چي موږ د خپل رب لوري ته بېرته ورگرځېدونكي يو. او له دې پرته په بل څه موږ نه رټې چي د خپل رب په آيتونو مو له هغه وروسته ايمان راوړ چي موږ ته راورسېدل، اې زموږ ربه! پر موږ صبر راولېږه او په داسي حال كي مو وفات كړه چي مسلمان وو.

 

د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير زياته کړه:

فرعون چي په خپلي لومي كي نښتى (ښنتى) وو، له يوې خوا بايد ولس ته څه ووايي او له بلي خوا جادوگرانو ته چي د ده دښمن ته تسليم شوي او دى ئې له ستر سپكاوي سره مخامخ كړى، د همدې لپاره وايي: تاسو ولي زما له اجازې مخكي ايمان راوړ؟ پكار خو دا وه چي زما تر پرېكړي مو انتظار كړى وى، دا حتماً ستاسو چل ول وو، موسى ستاسو د ډلي مشر دئ، په گډه مو دا دسيسه جوړه كړې ده، غواړئ د دې ښار اصلي اوسېدونكي ترې وباسئ، نو اوس به د خپلي توطئې سزا حتماً وگورئ، د لاس پښو پرې كېدا او په دار ځوړېدا مو سزا ده!!

 

د ښاغلي حکمتيار پر وينا؛ په دې مختصرو الفاظو كي ډېر زيات ستر ستر حقائق او درسونه پراته دي، موږ ته لارښوونه كوي چي د مظلومو او محكومو ولسونو د وېرولو لپاره د فرعونانو وينا څه وي؟ خلكو ته څه وايي؟ له څه ئې وېروي؟ دوى له يوې خوا ولس ته د عدالت غوښتونكو په ضد وايي: دوى د نظام په ضد توطئې كوي، غواړي امنيت له منځه يوسي، ستاسو هېواد په سور اور بدل كړي، تاسو د هېواد پرېښودو ته اړ كړي او له بلي خوا ئې وېروي، هم له نظام سره د مخالفت له سختي سزا او هم د مخالفينو د برلاسي له خطرناكو عواقبو

خو د جادگرانو په ځواب كي څو مهمي خبري تر سترگو كېږي؛ او هغه دا چي تر ايمان د مخه د فرعون په حكم خوځېدل، د اجورې لپاره ئې د موسى عليه السلام مقابلې ته ملا تړلې وه، لويه هيله ئې دا وه چي د دربار تقرب ئې په برخه شي، له ايمان راوړو وروسته نه يوازي د فرعون له سختو گواښونو وېره نه لري؛ بلكي مرگ د خپل رب په لوري د تلو وسيله گڼي، فرعون ته وايي چي زموږ جرم فقط دا دئ چي د نښو او دلائلو له ليدو وروسته مو د الله تعالى په آيتونو ايمان راوړى، له الله تعالى د صبر او استقامت غوښتنه كوي، غواړي مرگ ئې د مسلمان مرگ وي، يعنى اوس ئې وېره په خپل ايمان او اسلام ده، يوازي له دې وېرېږي چي د تعذيبونو په وړاندي بې صبره نه شي او داسي څه ته اړ نشي چي له اسلام او د الله تعالى له اوامرو د مخالفت په معنى وي!!

همداراز قرآن وايي چي فرعون به خپلو درباريانو ته ويل چي زه له ځان پرته ستاسي لپاره بل معبود نه پېژنم؛ هلته چي فرمايي:

وَقَالَ فِرۡعَوۡنُ يَٰٓأَيُّهَا ٱلۡمَلَأُ مَا عَلِمۡتُ لَكُم مِّنۡ إِلَٰهٍ غَيۡرِي فَأَوۡقِدۡ لِي يَٰهَٰمَٰنُ عَلَى ٱلطِّينِ فَٱجۡعَل لِّي صَرۡحٗا لَّعَلِّيٓ أَطَّلِعُ إِلَىٰٓ إِلَٰهِ مُوسَىٰ وَإِنِّي لَأَظُنُّهُۥ مِنَ ٱلۡكَٰذِبِينَ ٣٨ وَٱسۡتَكۡبَرَ هُوَ وَجُنُودُهُۥ فِي ٱلۡأَرۡضِ بِغَيۡرِ ٱلۡحَقِّ وَظَنُّوٓاْ أَنَّهُمۡ إِلَيۡنَا لَا يُرۡجَعُونَ ٣٩ فَأَخَذۡنَٰهُ وَجُنُودَهُۥ فَنَبَذۡنَٰهُمۡ فِي ٱلۡيَمِّۖ فَٱنظُرۡ كَيۡفَ كَانَ عَٰقِبَةُ ٱلظَّٰلِمِينَ ٤٠ وَجَعَلۡنَٰهُمۡ أَئِمَّةٗ يَدۡعُونَ إِلَى ٱلنَّارِۖ وَيَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِ لَا يُنصَرُونَ ٤١ وَأَتۡبَعۡنَٰهُمۡ فِي هَٰذِهِ ٱلدُّنۡيَا لَعۡنَةٗۖ وَيَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِ هُم مِّنَ ٱلۡمَقۡبُوحِينَ ٤٢  القصص: 38-42

او فرعون وويل: اې درباريانو! ستاسو لپاره له ځان پرته بل معبود نه پېژنم، نو اې هامانه! خټه په اور راته پخه كړه او لوړه ماڼۍ راته جوړه كړه چي د موسى د معبود لوري ته لوړ شم او يقيناً چي زه ئې له دروغجنو گڼم. او ده او لښكرو ئې په زمكي كي په ناحقه لويي وغوښته او گمان ئې وكړ چي زموږ لوري ته به نه راگرځول كېږي. نو دى او د ده لښكري مو ونيول او سيند ته مو وغورځول، نو وگوره چي د ظالمانو پايله څنگه وه؟! او له دوى مو داسي ډله جوړه كړه چي د اور په لوري بلنه وركوي او د قيامت په ورځ به ئې (هيڅوك) مرسته ونه كړى شي. او په دې دنيا كي مو لعنتونه ورپسې كړل او د قيامت په ورځ به له قبيح او رذيل گڼل شوو وي.

 

ښاغلي حکمتيار د پورتنيو آيتونو ځينو جامع لارښوونو په لاندي توگه اشاره وکړه او وئې ويل:

 

لومړی: فرعون خپلو درباريانو ته هم وايي چي ستاسو لپاره له ځان پرته بل معبود نه پېژنم. يعني هغه خپلو درباريانو ته هم د غلامانو او بندگانو په سترگه گوري، له دوى سره ئې هم معامله د بادار او غلام معامله وي.

 

دوهم: هامان ته وايي دنگه ماڼۍ راته جوړه كړه، خو تر دې نامه لاندي چي غواړي بر لاړ شي او خلكو ته دا وښيي چي هلته ئې د موسى رب نه دئ موندلى، هغه درواغ وايي چي رب ئې بر په آسمان كي دئ!! ځان ته لوړه ماڼۍ جوړوي خو د رژيم له مخالفينو سره د مقابلې تر نامه لاندي، هر فرعون همداسي كوي، د دنگو ماڼيو له جوړولو د فرعونانو موخه يوازي دا نه وي چي د مرفه او له تعيشه ډك ژوند شرائط ځان ته برابر كړي بلكي پر دې سربيره غواړي عام ولس تر خپل رعب او هيبت لاندي راولي

 

درېيم: هامان ته دنده سپاري چي دا دنگه ماڼۍ به له پخو خښتو جوړوي، خو بايد وگورو چي آيا دا د مصر موجود اَهرامونه همغه دي چي فرعون جوړ كړي؟ آيا دا ستري ستري ډبري چي د اَهرامونو په جوړولو كي كارول شوې؛ ډبري دي كه له خټو جوړي شوې پخې خښتي چي د وخت په تېرېدو سره په ډبرو بدلي شوې؟ ځيني دا ادعاء كوي چي اهرامونه له داسي سترو سترو تيږو جوړ شوي چي له درې سوه كيلومتره لري سيمي د غلامانو په واسطه راوړل شوې دي، په خپله د اهرام شاوخوا نږدې سيمي كي داسي ډبري نه موندل كېږي!! له مخكي تللو وسائلو پرته د داسي تيږو راوړل او هغه هم په دومره لوى شمېر كي او بيا يوه د بلي د پاسه اېښودل ډېر گران كار دئ. كه دا اهرامونه همغه وي چي قرآن ورته گوته نيسي نو په بشپړ يقين سره ويلى شو چي تيږي ئې په اصل كي ستري ستري پخې خښتي دي چي د زمانې په تېرېدو سره په ډبرو بدلي شوې. ما څو كاله مخكي د يوې څېړني تفصيلات واورېدل چي ويل ئې د اهرامونو په ځينو برخو كي داسي سوړي وموندل شوې چي له ايرو ډكي وې، همدا راز د جهاد په كلونو كي مي د شلمان غره په ډډي كي داسي معبدونه وليدل چي په دېوالونو كي ئې پلني ډبري كارول شوې وې او د ډبرو تر منځ خټه، خو دا خټه د اوږدې مودې په تېرېدو سره تر سمنټو هم زياته كلكه او ډبرينه شوې وه

 

څلورم: فرعون او لښكرو ئې د استكبار لار غوره كړه، غوښتل ئې خپله لويي په ناحقه توگه پر خلكو ومني، د دنگو قصرونو او ماڼيو جوړول ئې د همدې ناحق استكبار نښه وه، د هري زمانې فرعونان به همداسي ومومئ؛ له الله تعالى غافل، له آخرته بې پروا، ځان تر نور لوړ گڼل، خپله لويي پر نورو منل او نورو ته د حقارت په سترگه كتل، د تاريخ د ټولو فرعونانو مشترك خصلتونه دي.

 

پنځم: الله تعالى د كبر او ظلم سزا وركړه، د عذاب په منگولو كي ئې ونيول، په بحر كي ئې له خپلو لښكرو سره يو ځاى غرق كړل

 

شپږم: وگوره چي د ظالمانو پايله څنگه ده، د تاريخ هر فرعون ته همدا او دې ته ورته پايله منتظره ده.

 

اووم: داسي ډله ترې جوړه شوه چي خلك ئې د اور په لوري بلل، د دوى په ملگرتيا كي خلك په اور كي پرېوتل، او د آخرت له عذاب خو ئې هيڅوك او هيڅ څه نشي ژغورلى، هلته به هيڅ مل او مرستندوى ونه مومي.

 

اتم: په دنياكي به هم خلك پرې لعنتونه وايي او په آخرت كي به هم د رټل شوو او سپك شوو په ډله كي وي.

 

له پورتني وضاحت وروسته همداراز قدرمن مشر د سورة القصص ۴۳م آيت ته په اشارې وویل:

وَلَقَدۡ ءَاتَيۡنَا مُوسَى ٱلۡكِتَٰبَ مِنۢ بَعۡدِ مَآ أَهۡلَكۡنَا ٱلۡقُرُونَ ٱلۡأُولَىٰ بَصَآئِرَ لِلنَّاسِ وَهُدٗى وَرَحۡمَةٗ لَّعَلَّهُمۡ يَتَذَكَّرُونَ ٤٣ 

او يقيناً چي موسى ته مو له هغه وروسته كتاب وركړ چي مخكيني پېړۍ وال مو هلاك كړل، خلكو ته د بصيرت اسباب، لارښود او رحمت؛ چي پند واخلي.

 

د نوموړي پر وينا چي له دې آيت معلومېږي چي؛ موسى عليه السلام ته له هغه وروسته كتاب وركړى شو چي الله تعالى فرعون او فرعونيان هلاك كړل. او د دې كتاب ځانگړتياوي دا وې:

1- د بصيرت وسيله وو، هر څه ئې خلكو ته معرفي كول، د دوى سترگي ئې پرانيستلې، د نور او رڼا په څېر وو چي دوى ئې له تيارو ايستل.

2- د ژوند په ټولو اړخونو كي ئې د دوى لارښوونه كوله.

3- او د الله تعالى د رحمت او پېرزوينو دروازې ئې د دوى پر مخ پرانيستلې.

 

هغه زياتوي چي؛ دا مبارك آيت ښيي چي بني اسرائيلو تر هر څه د مخه يوه لارښود مشر ته ضرورت درلود چي د فرعون له غلامۍ ئې وژغوري، له آزادۍ وروسته ئې لارښود كتاب ته ضرورت وو چي د ژوند اړوند ټولي برخي ئې تنظيم كړي. په همدې كتاب د عمل كولو په نتيجه كي به د الله تعالى د رحمت او پيرزوينو نيكمرغه وزر پر دوى وغوړېږي.

 

ورپسي د لاندي آيت پر استناد وايي چي؛ پيغمبر عليه السلام ته ويل شوي چي ته هغه مهال د طور د ناو په غربي اړخ كي حاضر نه وې چي موسى عليه السلام ته تورات وركول كېدو، هلته چي فرمايي:

وَمَا كُنتَ بِجَانِبِ ٱلۡغَرۡبِيِّ إِذۡ قَضَيۡنَآ إِلَىٰ مُوسَى ٱلۡأَمۡرَ وَمَا كُنتَ مِنَ ٱلشَّٰهِدِينَ ٤٤ وَلَٰكِنَّآ أَنشَأۡنَا قُرُونٗا فَتَطَاوَلَ عَلَيۡهِمُ ٱلۡعُمُرُۚ وَمَا كُنتَ ثَاوِيٗا فِيٓ أَهۡلِ مَدۡيَنَ تَتۡلُواْ عَلَيۡهِمۡ ءَايَٰتِنَا وَلَٰكِنَّا كُنَّا مُرۡسِلِينَ ٤٥ وَمَا كُنتَ بِجَانِبِ ٱلطُّورِ إِذۡ نَادَيۡنَا وَلَٰكِن رَّحۡمَةٗ مِّن رَّبِّكَ لِتُنذِرَ قَوۡمٗا مَّآ أَتَىٰهُم مِّن نَّذِيرٖ مِّن قَبۡلِكَ لَعَلَّهُمۡ يَتَذَكَّرُونَ ٤٦                                             

او ته هغه مهال په غربي اړخ كي نه وې چي موسى ته مو كار سپارلو او له شاهدانو هم نه وې. خو موږ د پېړيو پېړيو نسلونه راپيدا كړل او اوږده عمرونه پرې تېر شول، او ته په مدين كي هم مېشت نه وې چي زموږ آيتونه پرې لولې خو موږ د پيغمبر لېږونكي وو. او ته د طور په اړ خ كي هم نه وې چي موږ غږ كړ خو اما ستا د رب له لوري يوه پېرزوينه چي هغه قوم انذار كړې چي تر تا د مخه هيڅ خبردارى وركوونكى نه دئ ورغلى، چي پند واخلي.

 

د ښاغلي حکمتيار پر ټکو؛ چي دا مبارك آيتونه څو حساسو خبرو ته زموږ جدي توجه ور جلبوي او وايي:

پيغمبر عليه السلام ته ويل شوي چي ته هغه مهال د طور د ناو په غربي اړخ كي حاضر نه وې چي موسى عليه السلام ته تورات وركول كېدو او هغه مهال هم حاضر نه وې چي د خپل قوم اويا مشران ئې له ځان سره طور ته بېول چي د الله تعالى له لوري د تورات د احكامو د تر لاسه كولو شاهدان وي. او په مدين كي هم مېشت نه وې چي په هغه پوري اړوند آيتونه اوس قوم ته اوروې، او هغه مهال هم د طور په اړخ كي حاضر نه وې چي موږ موسى عليه السلام ته غږ كړ، په پيغمبرۍ مو مبعوث او د فرعون مقابلې ته مو لېږلو، دا حقائق د وحي له لاري تا ته ښودل شوي. په دې پېښو پېړۍ پېړۍ او اوږده عمرونه تېر شوي، هغه پېښي تا په خپلو سترگو نه دي ليدلې، موږ اراده وكړه چي تا د پيغمبر په توگه ولېږو، چي زما د آيتونو په ترڅ كي دا پېښي هغو خلكو ته بيان كړې چي تر تا د مخه هيڅ پيغمبر نه دئ ورغلى.

 

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

عبدالستار

دي رهبره خبرو نظرنلم

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک