مهم ترین های امروز چهارشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒️: د حاا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه: پرون سهشنبه د جدي ۶مه؛ ۱۴۰۱ د کونړ، نورستان او جوزجان يو شمېر جهادي قومندانانو، قومي مخورو او ديني علماءو د حاا له قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار سره وکتل او نوموړي ته يې د خپل بشپړ ملاتړ، همکارۍ، سرښندنې او اطاعت ډاډ ورکړ.
يادو مشرانو همداراز په خپلو څرګندونو کې پر إيمان مسجد تروريستي حمله يو نامرده عمل وګاڼه او هغه يې له دين او هېواد سره د نهپخلا کېدونکو دُښمنانو کړنه وبلله.
هغوی د خپلو اظهاراتو پر دوام دا هم وويل؛
چې د تېر په څېر او د خپل ژوند تر وروستۍ سلګۍ به د حاا سپېڅليو اهدافو او د خپل محبوب أمير دفاع او حمايت ته ژمن وي؛ او پر وينا يې چې؛ هېڅکله به هم؛ له دې سپېڅلې مبارزې او قربانۍ خپل سر، مال، او أهلوعيال و نهدرېغوي.
✒️: عامې روغتیا وزارت په ننګرهار ولایت کې د ماشومانو د ګوزڼ د شپږو پېښو د ثبتېدو په اړه خپاره شوي راپورونه بې اساسه، غیرمسوولانه او له حقیقته لرې وبلل.
عامې روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په تېر یوه کال کې په ننګرهار کې د پولیو هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.
دا په داسې حال کې ده چې پرون په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ د شپږو پېښو د ثبتېدو خبرونه خپاره شول.
✒️: د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال مولوي نور جلال جلالي وايي، د اسلامي امارت د مشرتابه د منظورۍ او د هېوادوالو د پرلپسې غوښتنو په اساس ۲۶ نوې ولسوالۍ ایجاد شوې دي.
✒️: پخواني ولسمشر حامد کرزي د نجونو پر مخ د پوهنتونونو، ښوونځیو او تحصیلي بنسټونو د تړل کېدو او د مېرمنو د کار په تړاو د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د موقف هرکلی کړی دی.
حامد کرزي په یو لړ ټوېټونو کې پر اسلامي سرپرست حکومت غږ کړی چې د هیواد د پرمختگ، ودې او د حیاتي گټو د تأمین لپاره هرڅه ژر د نجونو د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو دروازې پرانیزي.
نوموړي زیاته کړې، « د هیوادوالو د اقتصادي ستونزو د حل او د کورنیو د ژوند د شرایطو د بهبود لپاره، له سرپرست حکومت څخه غواړو چې د میرمنو د کار په مسئله کې پر خپله پریکړه له سره غور وکړي او په هیواد کې ښځو ته د کار زمینه برابره کړي.»
✒️: د هوا پيژندې ملي ادارې نن او سبا پنجشنبه د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د واورې او بارانونو د ورېدو وړاندوېینه کړې ده.
یادې ادارې ویلي، چې په هرات، فراه، غور، بادغیس، ډایکنډي، بامیان، میدان وردګ، ارزګان، هلمند، کندهار، زابل، غزني او پکتیکا ولایتونو کې به واورې او بارانونه وشي.
✒️: د تخار په مرکز تالقان ښار کې چاودنې درې تنه ټپیان کړي دي.
عیني شاهدانو ویلي، چاودنه یوه روغتون ته څېرمه د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو د چاودنې له کبله رامنځ ته شوې ده.
امنیتي ادارو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
✒️: د سوالګرو راټولولو کمېټه وایي د مرغومي تر شپږمې نېټې یې له کابل ښاره ٢٢١٢٥ سوالګر راټول کړي چې ١١٤٣١ یې مېرمنې او ٨١٤٩ یې ماشومان دي.
✒️: ذبیح الله مجاهد، سخنگوی امارت اسلامی در یک گفتوگوی با خبرگزاری اسوشیتد پرس گفته است که مکتبهای متوسط و لیسههای دختران در شماری از ولایتها باز استند و در شمار دیگر از بخشها به علت بحران اقتصادی و راهبردی که امارت اسلامی، روی آن کار میکند، بسته استند.
✒️: یوه ځوان د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې په ښکاري ټوپک ځان وژنه کړې ده.
د پروان امینه قومندانۍ ویاند کامران حبیبي وايي چې دغه پېښه د سې شنبې په ورځ د مرغومې په شپږمه د دغې ولسوالۍ په مناره کلي کې رامنځته شوې او د دغې ځان وژنې علت تراوسه روښانه نه دی.
✒️:افغانانو لپاره د کارموندنې او بشري سرچینو اکبر موسسه:
افغانستان کې ګڼو موسساتو خپل کارونه بند او یا یې بیخي کم کړي دي.
وایي، زموږ له لارې ۵۵ زره ۲۴۹ افغانانو کار موندلی و چې ۲۸ سلنه یې ښځې وې.
✒️: تورن اسماعیل خان هم د مقاومت د انسجام شورا جوړه او اعلان کړه.
وایي، له ایرانه د غرب حوزې د خلکو راټولولو کار پیلوو.
✒️: د جمهوریت پر مهال د امنیت شورا پخوانی ویاند اجمل عمر شینواری:
که چېرته افغانان په دې نتیجه ورسېږي چې نور جوړجاړی او سیاسي تفاهم هیڅ امکان نه لري، نو بیا که د افغانستان پر پخواني وسله وال پوځ غږ وشي، هغوی دا ظرفیت لري چې بېرته د ولس خوښې ته لار پرانیزي.
✒️: د پاکستان د صرافانو اتحادیې مشر ملک بوستان:
افغانستان ته له پاکستان د غیر رسمي تجارت، غیر قانوني ټرانزیټ له لارې د کال ۲ میلیارده ډالر ځي.
وایي، دې کار هم د پاکستان اقتصاد ضعیفه کړی دی.
✒️: د ټرمپ پخواني مرستیال مایک پنس د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندۍ اسناد سپارلي.
هغه ویلي وو، ولسمشرۍ ته تر ټرمپ او بایډن ښه انتخابونه شته.
✒️: د امریکا الینوای پوهنتون له اقتصاد پوهنځي نه یوه ۹۰ کلنه ښځه جویس ډیفیو فارغه شوه.
هغه وایي، لمسیانو او کړوسیانو وهڅوله چې ۷۰ کاله پخوا پریښی تعلیم بیرته بشپړ کړي.
✒️: په امریکا کې د سختې یخنۍ، واورې او توفان له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۶۰ څخه اوښتی بلخوا زرگونه پروازونه لغوه ميليونونه خلک له برېښنا بې برخې شوې دي.
✒️: هندي پولیس وایي، ددغه هېواد تر کنټرول لاندې کشمیر کې د یوې نښتې پر مهال د دوی ځواکونو له لوري څلور وسله وال وژل شوي دي.
✒️: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنري وایي، پر اوکراین د روسیې د برید له پیل راهیسې، ۶۸۸۴ اوکرایني ملکي وګړي وژل شوي او شاوخوا ۱۱ زره نور ټپیان شوي دي.
✒️: د فیلېپين چارواکو اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د وروستیو سېلابونو او بارانونو مړینه ۲۵ تنو ته رسېدلې او ۲۶تنه نور نادرکه شوې دي.
اسوشیټډپرس خبري اژانس په یوه رپوټ کې وايي چې دغې پېښې ۴۰۰ زره تنه زیانمن کړي او ۸۱ زره تنه نور چې خپلې سرپناوې یې له لاسه ورکړي په خېمو کې ژوند کوي.
✒️: واشنگټن پوست تازه د «کرزی غواړي په نوي افغانستان کې ځانته ځای پیدا کړي» تر عنوان لاندې یوه مقاله خپره کړې. په مقاله کې پخپله د حامدکرزي خبرې او دده په هکله د ځینو سیاسي، طالب چارواکو او مطبوعاتي څیرو نظرونه راغلي.
ځینو دی د افغانستان په اشغال کې د امریکا ملگری بللی چې هیڅکله به د طالبانو د باور وړ و نه گرځي، خو ځینو نورو یوازینی کس بللی چې افغانان په یو ټغر سره راټولوی شي.
مقاله کې د کرزي له قوله راغلي چې په کال ۲۰۲۱ د اگست په ۱۵، کله چې جمهوریت سقوط وکړ په خپل امنیت مطمئن نه و خو په وینا یې هیڅکله یې د هیواد پریښودو فکر سر ته ندی ورغلی.
حامد کرزي ویلي: «د افغانستان جگړه هیڅکله هم زموږ جگړه نه وه، زه د افغانانو کلیو او کورونو سره په جگړه کې د امریکا متحد نه وم، ما له هغه وخته تغییر وکړ چې پوه شوم په افغانستان کې د ترهگرۍ پر ضد جگړه په اصل کې د افغانانو پر ضد جگړه وه او ما په همدې دلیل طالبانو ته د وروڼو خطاب وکړ»
حامد کرزي زیاته کړې چې په افغانستان کې له ژوند کولو او خپلو ماشومانو ته د تعلیم ورکولو پرته بل هیڅ ارمان لري.
✒️: د ملګرو ملتونو امنیت شورا له کار او تحصیل څخه د ښځو او نجونو د منع کولو پر پرېکړو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې ”دا له افغان ولس سره د طالبانو د ژمنو خلاف عمل او د نړیوالې ټولنې د تمو برعکس چاره ده.“
د ملګرو ملتونو امنیت شورا پنځلس غړو په یوه بیان کې ویلي، په موسسو کې د ښځو د کار بندیز د ملګرو ملتونو د چارو په ګډون په هېواد کې د بشري چارو پر بهیر لوی او سملاسي اغېز لري.
په بیان کې راغلي چې دوی په افغانستان کې د خپل سیاسي او د همکارۍ دفتر (یوناما) له لارې له افغانانو سره خپلو ژمنو او بشپر ملاتړ ته متعهد دي.
✒️: روسیې پر امریکا نیوکه کړې چې په افغانستان کې تر شل کلن حضور وروسته یې دغه هېواد د ترهګرو او نشه یي توکو ګواښ ته پرېښود.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې ” امریکا وتښتېده او د ترهګرۍ او نشه يي توکو له ګواښونو سره مخ هېواد یې پر ځای پرېښود، امریکایي سرتیرو د نشه يي توکو له قاچاقبرانو سره لاس درلود او کلونه له افغانستان څخه اروپا ته د مخدره توکو په قاچاق بوخت وو.“
سرګي لاوروف زیاتوي، امریکا چې د نړۍ په هره برخه کې د بدلون هڅه کړې، د هغې سیمې خلک یې له غم لړلې تراژیدۍ سره مخ کړي.
نوموړي ویلي امریکا په شلو کلونو کې د افغانانو د ژوند د ښه والي لپاره یوه صنعتي کارخانه هم جوړه نه کړه.
✒️: د مالیزیا د لوړو زده کړو وزیر «محمد خالد نورالدین» د ا.ا لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم ته د نجونو د تعلیم په هکله یو لیک استولی.
په لیک کې له لوړو زده کړو څخه د افغان نجونو په منع کیدو خواشیني څرگنده شوې او له ا.ا څخه غوښتل شوي څو دغه پریکړه چې د مسلمانانو پرمختگ لپاره زیان رسوونکې ده بیرته واخلي.
«محمد خالد نورالدین» ویلي چې د ښځو زده کړې د اسلامي ښوونو یوه مهمه برخه او د اسلامي امت د پرمختگ لپاره یوه ارزښتناکه شتمني ده او په وینا یې افغان ښځو ته د تعلیم زمینه برابرول به د افغانستان په ابادولو، پرمختگ او ثبات کې مرسته وکړي.
«محمد خالد نورالدین» له ندا محمد ندیم څخه غوښتي څو دا لیک د اسلامي امت د پرمختگ د نښې په حیث ومني او په خپلې پریکړې بیا غور وکړي.
✒️: د ملګرو ملتو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر تورک پر اسلامي امارت غږ کړی چې ژر تر ژره پر افغان ښځو او نجونو لګېدلي بندیزونه ليرې کړي.
د بشري حقونو دغه کمیشنر پرون په یوه بیان کې ویلي، هېڅ هېواد تر هغې پرمختګ نشي کولای چې نیمايي وګړي یې په ټولنیزو او اقتصادي چارو کې برخه ونه لري.
هغه په غیر دولتي موسسو کې د ښځو د کار د ممانعت پرېکړه د افغانستان او حتی د افغانستان د ګاونډیو لپاره خطرناکه بللې او په وینا یې وېره دا ده چې دا پرېکړه به د افغانستان له پولو بهر ننګونې او ګواښونه هم له ځان سره ولري.
✒️: نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې یوه امریکایۍ بایومیټریک وسیله چې د افغانستان او عراق د ۲۶۳۲ اتباعو معلومات پکې خوندي دي، په «اي بې پلورنځي» کې په ۶۸ ډالرو پلورل شوې ده.
✒️: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر هغو هېوادونو او شرکتونو د تېلو پلور بندوي چې د روسیې د تېلو او ګازو پر بیو د لوېدیځ لخوا ټاکل شوی بیې پلې کوي.
اوو سترو صنعتي هېوادونو، اسټرالیا او اروپايي ټولنې د روسیې د یو بیرل خامو تېلو بیه ۶۰ ډالره ټاکلې ده.
د پوتین دا پرېکړه به په رارونه فبرورۍ میاشت کې عملي شي.
