No-IMG

د عقلونو پانګه

دکتور فاروق القاسم

ژباړه  رفيع الله کليم

 

له ما سره د هغه هيواد د طبيعي زيرمو په اړه خبرې مکوه چې هيوادوال يې يو بل ته زړونه له حقد او حسادت څخه ډک وي، په تعصب کې ډوب او د ناپوهۍ په کنده کې پراته، له يو بل سره جنګونه کوي.

نايجيريا په نړۍ کې يو له هغو هيوادونو څخه دې چې د طبيعي زيرمو له پلوه بډای هيواد دې او د پټرولو ستر صادرونکی هيواد دې خو د خلکو حال ته يې وګورئ، دوی قومي او ژبني اختلافاتو کې ډوب دي!

له بل پلوه، د سنګاپور حال ته يوه کتنه وکړئ، يوه ورځ ولسمشر يې په ژړا شو چې د څښاک اوبه نلرو خو نن سنګاپور د جاپان څخه د فرد عائد له پلوه مخکې ده..!

په اوسني عصر کې يواځې پسمانده او ناپوهه ملتونه دي چې د ځمکې لاندې طبيعي زيرمو ته يې سترګي نيولي، څه به استخراج کوي تر څو ژوند وکړي ؟!!!

دا پداسې حال کې چې په اوسني عصر کې تر ټولو کاميابه او ډير عايد لرونکي پانګه [ انسان ] دي.

کله دې سوچ او فکر کړئ چې آيفون اخلې نو څومره طبيعي زيرمو ته اړتيا لري؟ خو نرخ يې د لسګونو بيرلو تيلو او ګازو څخه پورته دې، او لامل يې؟ د انسان د عقل تولید دې !

ايا پدې خبر يې چې د دې عصر بډای افراد د طبيعي زيرمو مالکان ندي بلکې ستا په لاس کې چې کوم موبايل ده په هغه کې د اپليکيشنونو مالکان دي

ايا پوهيږی چې د سامسونګ شرکت په ۲۰۲۱ کال کې ۲۴۰ مليارډه ډالر ګټه کړې په څومره کلونو کې مونږ دا توانائي لرو چې دومره روپی برابرې کړو ۱۰، ٥٠، ۱۰۰

اې د وهم په خوب غرق انسانه، که پدې خيال بيده يې چې ستا طبيعي زيرمې تا ته کافي دي او پوهې ته اړتيا نه وينې نو پوه شه چې د مرګ په خوب بیده يې..

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک