No-IMG

مهم ترین های امروز سه شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د ننګرهار د طب پوهنځۍ محصلانو له لوړو زده کړو وزارت څخه په یوه لیک کې غوښتي چې نجونو ته په پوهنتونو کې د زده کړو اجازه ورکړي.

: ‏په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مرستیال همغږي کونکي فرن ایکوزا د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد سره لیدلي دي.

‏یوناما په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ددې لیدنې پر مهال غوښتنه وشوه څو په ملي او نړیوالو نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز دې په بشپړ ډول لیرې شي. سرچینه کاږي چې دا بندیز به میلیونونه زیانمنونکي افغانان اغېزمن کړي.

‏هاخوا د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې ددې وزارت سرپرست د روغتیا نړیوال سازمان، یوناما، یونیسف، اوچا او د ملګرو ملتونو وګړو صندوق له استازو سره په لیدنه کې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو په همغږي کولو او لا ښه والي په اړه خبرې کړې دي.

: ‏په موسسو کې د افغان مېرمنو د کار د بندیز د پرېکړې په غبرګون کې د «Christian Aid» او « Action Aid » موسسو هم په افغانستان کې خپل فعالیتونه وځنډول.

: ‏نن د جدې شپږمه پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو د یرغل له ۴۳مې کلیزې سره برابره ده.

 اسلامي امارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره  پر افغان خاوره د پخواني شوروي اتحاد یرغل غندلی دی.

: ‏د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، هڅه کوي د نجونو د زده کړو پر وړاندې رامنځته شوی ځنډ ژر له منځه ولاړ شي.

‏نوموړي د قاضي ګل الرحمن په مشرۍ د افغانستان خصوصي پوهنتونونو ټولنې رهبري پلاوي سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې « اسلامي امارت د نجونو د زده کړو مخالف نه دی خو هڅه کوي رامنځته شوی ځنډ ژر له منځه ولاړ شي

: په خوست کې د ځينو کارخونو مسوولان وایي، چې په دې وروستیو کې د برېښنا پرچاوۍ او په خامو موادو لوړ ګمرګ اخیستو له ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی له اسلامي امارته غوښتنه کوي چې د یادو ستونزو د حل لپاره دې کوټلي ګامونه واخلي.

د کارخونې لرونکی رحمت الله وايي:«ګمرک د المونیم خام توکي لوړ کړي موږ ته توکي په ډېره لوړه بیه راځي

د کارخونې لرونکي خواني هم وویل:«توکي موږ ته په ډېره لوړه بیه راځي زموږ ټول خام توکي له ایران او پاکستان څخه دي

: باشندگان کابل با شکایت از افزایش روزافزون آلودگی هوا در فصل سرما، می‌گویند که آلودگی هوا بیماری‌های تنفسی را در میان مردم افزایش داده است.

: ‏د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د ټوېټر له لارې د کاپيسا ولایت د علماوو شورا له جوړېدو خبر ورکوي.

نوموړی وايي چې د کاپیسا ولایت د چارو د ښه تنظیم په موخه د اسلامي امارت مشر مولوي هبت الله اخند زاده د یوه فرمان په صادرولو سره ددغه لایت د علماوو شورا جوړه او غړي یې اعلان کړل.

: ‏د صنایعو او کانونو خونه وايي، په کابل کې د برېښنا پرچاوۍ له امله د فابريکو د تولیداتو کچه ۷۵ سلنه کمه شوې ده. خو بل لورته برېښنا شرکت وايي چې د برېښنا ستونزې د حل په موخه هڅې رواني دي.

: ‏په افغانستان کې د بې پولې ډاکترانو ټولنې د ا.ا لخوا په غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز ته په غبرګون کې ویلي چې له عامه ژونده د ښځو حذفول به ټول له خطر سره مخ کړي. د بې پولې ډاکترانو ټولنې د روغتیايي خدماتو په برخه کې د مېرمنو پر ونډې ټینګار کړی دی.

: ‏کابل ښاریان وایي، دولتي د ډبرو سکاره بې کیفیته او د سوځېدو وړ نه دي. خو د کانونو او پطرولیم وزارت چارواکي بیا د خلکو دغه خبرې ردوي او وايي، چې دغه سکاره با کیفیته دي او تر اوسه ۳۰ زره ټنه په کابل ښار کې پر شاوخوا ۶۰ زره کورنیو پلورل شوي دي.

: ‏د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې معینیت سرپرست عبدالحق اخوندزاده:

افعانستان ته نشه یي توکي له ایران، پاکستان او منځنۍ اسیا څخه قاچاقي راځي.

: ‏د سعودي درې ادارې مکه مکرمه او مدینه منوره د اسلامي نړۍ په کاروباري او مالیاتي مرکز بدلوي.

نن به په دې اړه د مکې د سوداګرۍ خونه، د مدینې د سوداګرۍ او صنایعو خونه او د اسلامي سوداګرۍ او صنعت خونې مشران، د اسلامي همکاریو سازمان د غړو په حضور کې یو تړون لاسلیک کړي.

: ‏ایرانی جنرال باقري:

دا چې د اوکراین جګړه کې ډېرې یادېږي او شکایت ترې کېږي، معنا دا چې نړۍ زموږ د ډرون الوتکو په موثریت او پیاوړتیا اقرار کوي.

بلخوا اوکراین وایي، تر اوسه مو د روسانو سلګونه ایراني ساخت ډرونونه راپرځولي.

: ‏ایران کې د روسیې ویزو ته د دېره افغان محصلینو شکایت:

د روسیې سفارت راته وایي، د پوهنتونو رسمي دعوتنامې، یو نیم سل ډالر او دوه نیم سوه تومان هم راکړئ، خو چې ورشو پاسپورټ کې د ریجیکټ ټاپه وهلې وي او یو نیم سل ډالر مو هم وسوځي.

وایي، ۱۲۰۰ محصلینو ته یې د ریجیکټ ټاپې وهلي.

: ‏طالبانو ته د ملا تقي عثماني تازه لیک:

د نجونو د تعلیم په اړه مو تر اوسه حکیمانه اقدامات ستایم.

وایي، د ټولنې د اختلاط د فتنې د مخني لپاره د تعمیر یو اړخ ته نجونې بل اړخ ته هلکان کېنوئ، تر څو مو پر ضد د پروپاګند مخه ونیول شي.

: ‏هند له پاکستان او چین سره پر سرحداتو د پرالې په نوم ۱۲۰ توغندي نصبوي، چې پاکستان او چین کې به ۵۰۰ کیلو متره وړاندې هدف ولي.

هند له دواړو هیوادونو سره سرحدي نښتو پزې ته راوستی.

: ‏د پاکستان د سوداګرۍ وزیر نويد قمر د ازبکستان له مرستیال صدراعظم خدجایف جمشید سره د افغانستان له لارې د سوداګرۍ تړون لاسلیک کړ.

دواړو لوریو سلا کړې ده چې کابل ته به پلاوی استوي، تر څو هلته دغې پیلیدونکې سوداګرۍ ته خنډونه اوار کړي.

: ‏پورځپلی پاکستان په امریکا کې د خپل سفارت وداني او ځمکه خرڅوي.

درې بولۍ پرې تر اوسه وهل شوي، تر ټولو جګه بولي ۶،۸ میلیونه ډالر د یو بهودي شرکت ده چې هغوی په کې  کنیسه (عبادتځای) جوړوي.

: ‏اسوشيټيډ پرېس د اوکراين د بهرنيو چارو د وزير ديميتري کوليبا له قوله ويلي، کيېف په پام کې لري چې د راتلونکې فبروري مياشتې تر وروستيو پورې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونيو ګوتريش په احتمالي منځګړيتوب سره د سولې غونډه جوړه کړي.

: ‏د ملګرو ملتونو د وګړو وجهي صندوق د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې د ښځو د کار کولو د ځنډولو پرېکړه دې بېرته واخلي. د ملګرو ملتونو د وګړو وجهي صندوق پر خپله ټویټرپاڼه کې ليکلي چې د ط البانو پر چارواکو غږ کوي چې له بشري سازمانونو سره د ښځو د کار کولو بندیز دې بېرته واخلي.

: ‏لانا نسیبه، سفیر امارات متحده عربی در سازمان ملل متحد در خبرنامه‌یی تصمیم امارت اسلامی درباره به تعلیق درآوردن کار زنان در نهادهای غیر دولتی داخلی و خارجی را نکوهش کرده است.

‏خانم نسیبه گفته است در حالی که دو بر سه جمعیت افغانستان به کمک‌های بشردوستانه نیاز دارد و شش میلیون تن با خطر قحطی روبه رو اند، این‌ تصمیم روند فراهم‌سازی کمک‌های انسان دوستانه را متاثر خواهد کرد.

: ‏د سعودي عربستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان د وضعیت او په دې هیواد کې د وروستیو ستونزو په اړه خبرې کړي دي.

‏پاکستاني رسنۍ وایي چې  «فیصل بن فرحان بن عبدالله آل سعود» او «بلاول بوټو» دوشنبه په تلیفوني تماس کې په افغانستان کې د امنیت، سولې او ثبات ملاتړ کړی او د افغانانو لپاره یې د یوې باثباته راتلونکې د جوړولو لپاره د نړیوالو همکاریو پر اهمیت هم ټینګار کړی دی.

: ‏متحده ایالتونو، سعودي عربستان، بریتانیا او اسټرالیا خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې چې اسلام آباد ته له سفر کولو ډډه وکړي او د خپلو سفارتونو کارکوونکو ته یې ویلي چې پرته له ضروري کاره  دې ښار ته سفر ونکړي.

‏تر دې مخکې په اسلام آباد کې د امریکا سفارت خبرداری ورکړی و چې داسې راپورونه یې ترلاسه کړي چې ترهگر به په دې ښار کې امریکایي اتباع او نور بهرنیان په نښه کړي.

: ‏روسیې د اوږدمهال لپاره د منځنۍ اسیا له لارې افغانستان او پاکستان ته د ګازو لېږد ته چمتووالی ښودلی دی.

د روسیې د صدراعظم مرستیال « الکساندر نوواک» ټاس خبري اژانس ته ویلي، روسیه کولی شي د منځنۍ اسیا او یا هم ایران له لارې د اوږدمهال لپاره افغانستان او پاکستان ته ګاز ورکړي.

: ‏بحرین په موسسو کې د افغان مېرمنو د کار د بندیز پرېکړې ته غبرګون ښودلی او د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا پرېکړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۶۱۵ پرېکړه لیک خلاف ده او خلکو ته د مرستو د رسولو بهیر پر وړاندې خنډ ګرځي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک