مهم ترین های امروز دوشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒️: د حاا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه: يکشنبه د جدي ۴مه؛ ۱۴۰۲ د حاا قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار پرون یکشنبه ماښام د ايران اسلامي جمهوريت له ځانګړي استازي او نوي سفير ښاغلي حسن کاظمي قُمي، د ياد هېواد له پخواني سفير ښاغلي بهادر امينيان، د ياد سفارت له معاون ښاغلي سید حسن مرتضوي او ورسره ملپلاوي سره وکتل.
دغه کتنه چې د ايران له نوي سفير سره د تعارف او د پخواني سفير ښاغلي امينيان د مخهښې په موخه ترتيب شوې وه، ښاغلي حکمتيار د ايران د پخواني سفير ښاغلي امينيان د هلو ځلو قدرداني وکړه او ترڅنک يې د ايران نوي سفير ښاغلي قُمي ته پهخپلو ورسپارل شويو مسئوليتونو کې د موفقيت او بريا هيله څرګنده کړه.
د يادونې وړ ده؛ چې دواړو لوريو له فرصته په استفادې د ايران او افغانستان تر منځ په دوه اړخيزو تعليمي، فرهنګي او اقتصادي همکاريو او اړيکو هم تفصيلي بحث وکړ او هغه يې د دواړو هېوادونو د سولې، ثبات او پرمختګ په برخه کې اړين موارد ياد کړل.
✒️: د ننګرهار ولایت اوسېدونکی راز محمد چې د حج فریضې ادا کولو په هدف یې پر بایسکل سفر پیل کړی و، د عراق له یوه زندانه راخوشی او افغانستان ته راستون شو.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، نوموړی په عراق کې بندي او په اوږد حبس محکوم شوی و چې د ا.ا په هڅو خوشی او له خپلې کورنۍ سره یو ځای شو.
✒️: په بهرنيو او کورنيو موسسو کې د ښځو پر کار د بنديز له امله د بېلابېلو هېوادونو، بنسټونو او سازمانونو له غبرګونونو وروسته اسلامي امارت وايي، چې امریکا دې د دوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.
✒️: د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د ایران ولسمشر ځانګړي استازي او په کابل کې د دې هېواد سفارت سرپرست حسن کاظمي قمي سره په افغانستان کې د زېربنايي او اقتصادي پروژو لکه کانونو، انرژي او ریل پټلۍ په اړه خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل په یو لړ ټویټونو کې زیاته کړې، ښاغلي قمي پهدې لېدنه کې د خپل هېواد په استازیتوب په افغانستان کې پانګونې ته چمتوالی څرګند کړ.
د ښاغلي تکل د خبرو پر بنسټ، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د دې لېدنې پر مهال په ایران کې د افغان زندانیانو د خلاصون او افغان مهاجرینو د بانکي حسابونو په برخه کې د ستونزو د حل غوښتنه وکړه او په خبره یې ښاغلي قمي پهدې اړه د بشپرې همکارۍ ډاډ ورکړ.
✒️: د کورنیو چارو وزارت وايي، په بدخشان ولایت کې د موټربم په چاودنه کې د یاد ولایت د امنیه قوماندان په ګډون ۳ تنه وژل شوي دي.
✒️: راپورونه وایي قوماندان خيرمحمد د بغلان په اندراب کې د مقاومت د جبهې مخکښ قوماندان ؤ؛ د اسلامي امارت د ځواکونو په عملياتو کې له خپلو ۲۴ ملګرو سره يو ځای وژل شوی.
✒️: د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې په چوکاټ کې د ترنم ریاست جوړ او په فعالیت یې پیل وکړ.
دا ریاست به ترانې او ترنمونه تولیدوي.
✒️: پوتین: اوکراین سره مذاکراتو ته چمتو یوو خو اوکراین او غرب مذاکراتو ته غاړه نه ږدي.
✒️: د پاکستان داخله وزیر:
عمران خان چې د هر دوست هېواد لخوا ورکړې ډالۍ خرڅې کړې دي اوس راسره اړیکې نه پالي.
وایي، ټول رانه خپه دي.
✒️: مصري او برېټانوي ساینسپوهانو د درې بعدیزه ټکنالوژۍ په مرسته د تر ټولو قوي فرعون دویم رامسیس د کوپړۍ له سکېن وروسته د هغه د قدرت د اوج د وخت انځور چمتو کړ.
✒️: د اسوشېټېډ پرېس د راپور له مخې، د پاکستان پوځ د دې هېواد په بلوچستان ایالت کې د وروستیو پرلهپسې بریدونو د عاملانو د نیولو په موخه عملیات پیل کړي چې پر مهال یې شپږ پوځیان وژل شوي او ۱۷ نور ملکیان ټپیان شوي دي.
پرون (یکشنبه) د بلوچستان په کاهان سیمه کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې پر مهال د دې هېواد د پوځ پنځه سرتېري ووژل شول. د دې برید پړه "د بلوچستان ازادۍ پوځ" منلې ده.
✒️: په بلوچستان کې د دریو بیلابیلو چاودنو په پایله کې ۵ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
په بلوچستان کې د پولیسو په یوه مرکز کې لاسي بم برید ۴ تنه ټپیان کړل، د پاکستان د پوځ په کاروان چاودنې ۵ پولیس ووژل او ۶ نور یې ټپیان کړل، ماښام بیا په پاکستاني پولیسو د لاسي بم برید شوی چې پکې ۴ تنه ټپیان شوي.
✒️: په پاکستان کې د امریکا سفارت خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی څو د اسلام آباد ماریوت هوټل ته له تلو ډډه وکړي ځکه په دې هوټل د برید راپورونه ورکړل شوي دي.
دې سفارت خپلو کارکوونکو ته سپارښتنه کړې چې په اسلام آباد کې دا مهال د ترینگلي امنیتي وضعیت له امله پرته له ضروري کارونو سفر ونکړي.
✒️: د ژغورنې نړیواله کمیټه (IRC) وایي چې د ا.ا لخوا په موسسو کې د ښځو په کار د بندیز له امله یې په افغانستان کې خپل فعالیتونه ځنډولي دي.
یاده کمیټه زیاتوي چې کار یې په ښځینه کارکوونکو پورې متکي دی، له ښځو پرته نه شي کولای مرستې ورسوي او په همدې دلیل یې خپل فعالیتونه ځنډولي دي.
✒️: د اسلامي همکاریو سازمان د ا.ا لخوا په غیر دولتي موسسو کې د ښځو په کار کولو بندیز د افغان ښځو حقونو ته یوه بله لویه ضربه وبلله او په دې پریکړې یې ژوره خواشیني څرگنده کړه.
د اسلامي همکاریو سازمان مشر حسین ابراهیم طه ویلي چې دا تصمیم به نه یوازې افغان ښځې له معاشه محرومې کړي بلکې بیوزولو افغانانو ته د مرستو رسولو پروسې باندې به هم منفي تاثیر ولري.
دغه سازمان په اوسني حکومت یو ځل بیا غږ کړی څو په خپلې پریکړې بیا غور وکړي.
✒️: د یوناما سرپرست رامز الاکبروف د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف سره لیدلي او له هغه یې غوښتي چې په موسسو کې د ښځو د کار د بندیز پرېکړه بېرته واخلي.
یوناما ویلي، له میلیونونو اړمنو خلکو سره د مرستو د دوام لپاره د خنډونو لرې کول حیاتي دي.
✒️: قطر په موسسو کې د ښځینه کارکوونکو د دندو د ځنډولو پر پرېکړې اندېښنه ښودلې ده.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، کار ته لاسرسی د بشري حقونو هغه اصل دی چې د نړۍ ټولو هېوادونو لخوا منل شوی دی.
په اعلامیه کې له اسلامي امارت غوښتنه شوې، چې پر خپلې پرېکړې بیا غور وکړي او ښځینه کارکوونکو ته اجازه ورکړي چې په موسسو کې د کار کولو له لارې اړمنو ته د بشردوستانه مرستو په رسولو کې همکاري وکړي.
✒️: د ایران د بهرنیو چارو وزارت او د دې هیواد «پیام نور پوهنتون» چمتووالی ښودلی، څو هغو افغان نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړي چې په افغانستان کې پوهنتونونو ته له تګ منع شوي دي.
