No-IMG

د تغییر او اصلاح لار

دوکتور عمر عماد

 

د فرد او د ټولنی دائمی او بیخچنه اصلاح اوتغییر نه په یو وار او یوه شپه ورز کی راځی، او نه په ګواښ او زور ، بلکه دا کار په کرار کرار ، او په قانع کولو شونی دی. د اسلام لارښوونی مونږ ته همدا وایی.

قرآن مجید، او رسول الله صلی الله علیه وسلم  دخپل دعوت زیاته برخه، یعنی دیارلس کاله د خلکو په ایمانی مفاهیمو قانع کولو او د هغوی په زړونو کی د ایمان په کرلو تیر کړل، او په وروستویو یوولس کالو کی بیا کرار کرار او په مناسبو وختونو اوحالاتو کی احکام رانازل شول.

امام بخاری د عاېشی رضی الله عنها څخه یوحدیث روایت کړی دی چه مفهوم یی دا دی :

 لمړی هغه سورتونه نازل شول چه په هغی کی د جنت او دوزخ یادونه شوی وه، او کله چه خلکو پدی ایمان راووړ او په اسلام راټول او قانع شول، نو بیا د حلال او حرام ( تشریعی) احکام رانازل شول، او که لمړی دا نازل شوی وه چه شراب مه څښۍ، نو ویلی به یی وه چه : کله یی هم نه پریږدو، اوکه لمړی دا نازل شوی وه چه زنا مه کوئ، نو ویلی به یی وه چه کله یی هم نه پریږدو.

همدا راز شراب څښل په جاهلی ټولنه کی عام دود وو، او اسلام هم کرار کرار په څو پړاونو کی حرام کړل.

الله تعالی په قرآن مجید کی د ناشزی ښځی د اصلاح لپاره څو پړاوونه په ګوته کړی دی ، چه اول یی نصیحت( یعنی د خاوند په مشروع اطاعت د هغی قانع کول) دی ، که ګټه یی ونه کړه بیا داسی، اوکه ګټه یی ونه کړه بیا داسی...الخ.

په یو صحیح حدیث شریف کی راځی چه :

یو ځوان پیغمبر علیه الصلاةوالسلام ته راغی او ورته یی وویل چه ما ته د زنا کولو اجازه راکړه, نو صحابه ورته په قهر شول، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم منع کړل، او ځوان یی ځان ته رانږدی کړ او ورته یی وویل: آیا مور ته دی دا کار خوښوی؟ هغه وویل چه نه یا رسول الله. ورته یی وویل همداسی یی نور خلک هم خپلو مورګانو ته نه خوښوی. بیا یی ورته وویل چه : خور ته دی یی خوښوی ؟ هغه ورته وویل چه نه یا رسول الله. ورته یی اوفرمایل چه همداسی یی نور خلک هم خپلوخورګاو ته نه خوښوی . او همداسی یی عمه اوخاله ورته یاده کړه، بيا يي لاس پری کیښود او دعاء یی ورته وکړه چه " اللهُمَّ اغْفِرْ ذَنْبَهُ وَطَهِّرْ قَلْبَهُ، وَحَصِّنْ فَرْجَهُ )، راوي وايي چه هغه ځوان بیا د زنا فکر هم ونه کړ.

البته اقناع کول ډول ډول لاری لری، چه دلته یی د یادولو ځای نشته دی.

دا څو بیلګی مونږ ته راښیی چه د فرد او ټولنی د هر ډول رښتینی او دائمی اصلاح لپاره باید د تدرج او اقناع دواړه قاعدی په نظر کی ونیول شی، او که نه نو بیا به اصلاح اوتغییر ظاهری او موقت وی، او کله چه ویره لیری شی، بیا به نو هر څوک خپل پخوانی عادت ته ستنیږي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک