No-IMG

وایي چې لوی مذهب انسانیت دی!

عظمت غرنی

 

د چشي انسانیت؟

د چا انسانیت؟

د امریکې انسانیت چې د جاپان په ښارونو یې ایټم بم وغورځول؟

د هېټلر انسانیت چې د خپل جرمني هر ډوله معزوره لکه ګوډیان، شلیان ، ړاندۀ، کاڼۀ وغېره او یهودیان یې قتل کول؟

د مهذب یورپ انسانیت چې بومي امریکایانو نسل کشي یې وکړه او تر پرون یې تور پوستي غلامان رېستورانت کې خوړلو ته نه پرېښودل.

مهذب او اعلی تمدن لرونکي لکه امریکې، اسټرېلیا او جرمني د سرتېرو انسانیت چې افغانستان کې د ماشومانو پر سرونو فټبالونه کول؟

د انګرېزانو انسانیت چې نیمه دنیا یې قبضه کړې وه ملیونونه یې قتل کړي وو ، بیا کستن داسې لانجې پرېښودې چې تر نن ورځې قتلونه روان دي.

د السعودیه په یمن برید له وجې لکونه ماشومان زیانمن کولو والا انسانیت؟

 د منګولیانو وحشت او بربریت کوم انسانیت وو؟

دا سې شل او سل مثالونه نور هم شته او دا جنګونه او وحشتونه مذهبي نه وو، د انسان د انسانیت د تقاضو او خواهشاتو جنګونه وو.

د انسانانو د انسانیت پیمانه خو ښکته پورته کېږي، نو د انسانیت حدود به څوک ټاکي؟

انسانان خو حالات سره بدلېږي رابدلېږي او خپل وحشت ته د مجبوریو نوم ورکوي خو یوازې مذهب دی چې معیار یې نه بدلېږي او د انسانیت معیار هم مذهب ټاکلی، څوک چې له دې معیار تجاوز کوي هغه که مذهب منونکی دی او که نه منونکی نو مذهب یې  مجرم ګڼي.

پاړسیوانان یو متل کا چې له هغه وډار شه چې له خدایا نه ډارېږي، نو څوک چې خدای هیڅ مني نه نو هغه خو خامخا وډار شه هغه خو هیڅ معیار نلري.

مذهب د انسان اړتیا ده.

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک