No-IMG

حکمتيار: د نجونو د تعليم په اړه د ځينو مخالفت ته بايد ديني او مذهبي بڼه ورنکړل شي

وروڼو خوېندو!

موږ د نجونو او د هغوى د لباس او د تعليم څرنگوالي په اړه يوه انتهاء د اشغال په دوران كي وليدله؛ غربپالو غوښتل په كابل كي هغه څه نندارې ته وړاندي كړي چي د پاريس او لندن په نايټ كلپونو كي ليدل كېږي؛ سيكولرانو ويل او غوښتل چي مېرمني بايد بربنډي شي، خپله ملي جامه او فرهنگ لري وغورځوي؛ اخلاقي پولي ونړوي، د بهرنيانو په اډو او دفترونو كي كار وكړي؛ د مفسد دولت په اداراتو كي له ارگ بيا د ولسوال او د ولسوالۍ د امنيه قومندانۍ تر دفتر پوري؛ هغه څه روان وو چي هيڅ غيرتي او شريف افغان نشو زغملى؛ همدغه فساد حساسيتونه وپارول؛ د مفسد او پرديپال رژيم په خلاف د سياسي او نظامي پاڅون يو ستر محرك او باعث همدا فساد وو؛ په ښارونو كي هم او كليوالو سيمو كي هم، البته په كليوالو سيمو كي غبرگون ډېر جدي وو؛ دومره چي رژيم د كليوالو په لاس نسكور شو

نن كه د نجونو د تعليم په اړه د ځينو د مخالفت شاهد يو؛ او دې ته ديني او مذهبي بڼه وركول كېږي؛ په اصل كي له هغو حساسيتونو سرچينه اخلي چي عامل ئې بې مهاره او لنډغره ديموكراسي او اوباش غربپال وو؛ دوى د شهزاده امان الله له تور برخليك هم پند او عبرت وانخيست!! د هغه له تور برخليك سره مخامخ شول.

د دې مقابل انتهاء دا ده چي مېرمني نه په جومات كي لمانځه ته پرېښودى شي او نه په مدرسې او ښوونځي كي تعليم ته؛ يهودان او مذهب ئې مېرمنو ته د حقارت په سترگه گوري؛ جومات او معبد ته ئې ننوتل حرام گڼي، حواء د ټولو انسانانو مور؛ له جنت د آدم عليه السلام د ايستلو سبب بولي، په داسي حال كي چي قرآن دا ادعاء ردوي او وايي؛ دواړو هغه ممنوعه مېوه وخوړله؛ او دا د دې لپاره چي د بايبل ادعاء تكذيب او تصحيح كړي؛ دوى له زكريا عليه السلام سره د دې لپاره مخالفت وكړ چي خپله خورزه؛ مريم عليها السلام ئې د جومات په يوې خوني كي تر روزني لاندي نيولې وه.

او دا په داسي حال كي چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم په لاس بنا شوى جومات؛ له لومړۍ ورځي بيا د هغه تر رحلت پوري؛ د مؤمنو شخصيتونو او اتلانو د روزني مدرسه وه، مېرمنو او نجونو پنځه وخته لمونځونه په همدې لومړني جومات او لومړنۍ مدرسې كي كول؛ جهاد ته تللې او تجارت ئې كولو؛ دا جومات د دوى لپاره يوه رغنده او اغېزناكه مدرسه وه، مدرس او معلم ئې رسول الله صلى الله عليه و سلم وو؛ په همدې مدرسه كي هغه ستر ستر شخصيتونه وروزل شول چي د تاريخ ستر هېواد او ستر امت ئې رامنځته كړ.

اې زموږ پالونكيه ربه! ستا درشل كي د دعاء لاسونه اوچتوو او په الحاح سره غواړو چي اسلامي امت په مجموع كي او مظلوم افغانان په خاصه توگه د خپل پراخ او بې انتهاء رحمت او عنايت تر وزر لاندي وساته، د دښمنانو له شرارتونو ئې وژغوره؛ او زموږ د شهيدانو سپېڅلي آرمانونه نيمگړي مه پرېږده!!  آمين 

سُبْحَانَكَ اللهُمَّ بِحَمْدِكَ نَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، نَسْتَغْفِرُكَ وَنَتُوبُ إِلَيْكَ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک