No-IMG

ورور حکمتيار د ايران نوي سفير ښاغلي حسن کاظمي قُمي او ورسره مل‌پلاوي سره وکتل

يکشنبه د جدي ۴مه؛ ۱۴۰۲:

د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار نن ماښام د ايران اسلامي جمهوريت له ځانګړي استازي او نوي سفير ښاغلي حسن کاظمي قُمي، د ياد هېواد له پخواني سفير ښاغلي بهادر امينيان، د ياد سفارت له معاون ښاغلي سید حسن مرتضوي او ورسره مل‌پلاوي سره وکتل.

دغه کتنه چې د ايران له نوي سفير سره د تعارف او د پخواني سفير ښاغلي امينيان د مخه‌ښې په موخه ترتيب شوې وه، ښاغلي حکمتيار د ايران د پخواني سفير ښاغلي امينيان د هلو ځلو قدرداني وکړه او ترڅنک يې د ايران نوي سفير ښاغلي قُمي ته په‌خپلو ورسپارل شويو مسئوليتونو کې د موفقيت او بريا هيله څرګنده کړه.

د يادونې وړ ده؛ چې دواړو لوريو له فرصته په استفادې د ايران او افغانستان تر منځ په دوه اړخيزو تعليمي، فرهنګي او اقتصادي همکاريو او اړيکو هم تفصيلي بحث وکړ او هغه يې د دواړو هېوادونو د سولې، ثبات او پرمختګ په برخه کې اړين موارد ياد کړل.

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک