د حکمتيار صاحب دولسمه درسي حلقه (د ملتونو د عروج او زوال عوامل) تر عنوان لاندې تر سره شوه
چهارشنبه د قوس ۳۰مه؛ ۱۴۰۱:
(د ملتونو د عروج او زوال عوامل) تر عنوان لاندي د حزب اسلامي افغانستان د قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار دولسمه درسي حلقه د بريا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي دائره شوه چي گڼشمېر ورونو او خویندو په کي گډون کړی وو.
نوموړي د خپل تېر درس پر دوام وويل:
د مخكيني درس په پاى كي يوه ورور پوښتنه وكړه چي هغه اور څه شو چي موسى عليه السلام ليدلى وو؟ مختصر ځواب دا وو چي موسى عليه السلام فقط اور ليدلى؛ نه د الله تعالى نور او يا تجلي؛ قرآن د هغه اور په اړه فرمايي:
فَلَمَّا جَآءَهَا نُودِيَ أَنۢ بُورِكَ مَن فِي ٱلنَّارِ وَمَنۡ حَوۡلَهَا وَسُبۡحَٰنَ ٱللَّهِ رَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ ٨ النمل: 8
نو كله چي ورته راغى ورغږ شو چي هغه هم مبارك كړى شوى چي په اور كي دئ او هغه هم چي شاوخوا كي ئې دي، او پاكي د عالمونو رب الله ته ده، اې موسى! خبره دا ده چي يقيناً زه باحكمت عزتمن الله يم.
يعني كله چي موسى عليه السلام د اور ځاى ته ورغى داسي غږ پرې وشو: دا يو سپېڅلى ناو دئ، هغه هم مبارك دئ چي په اور كي دئ او هغه هم چي شاوخوا كي ئې دي، او پاكي د عالمونو رب الله ته ده، يعني دا سيمه اوس د الله تعالى تر خاص رعايت لاندي ده او هر څه ئې مبارك دي. د القصص په سوره كي ويل شوي چي دا غږ له يوې وني پرې وشو. دا لوړه د طور غره په لمني كي پرته ده، د عيسائيانو لومړي پاچا قسطنطين په 365 م كي دلته يوه كنيسه جوړه كړه، بيا نږدې دوه سوه كاله وروسته قيصر د دې خوا ته يو دَير جوړ كړ چي دا كنيسه هم د هغه يوه برخه شوه، دواړه تر اوسه پاته دي.
ښاغلي حکمتيار زياته کړه:
د آيت دا فقره غور غواړي چي وايي: پاكي هغه الله ته ده چي د عالمونو رب دئ، بايد وگورو چي له مخكينيو فقرو سره ئې تړاو څنگه دئ، تر دې وړاندي د يوه مكان، اور او غږ يادونه شوې، له هر چا سره دا پوښتنه راولاړېږي چي له رب العالمين سره د دغو دريو (مكان، اور او غږ) تړاو څنگه دئ؟ په دې فقرې سره دغي پوښتني ته ځواب ويل شوى او هغه داسي چي الله تعالى د عالمونو رب دئ، له هر عيب او نقص منزه دئ، نه مكان ته اړ دئ، نه ئې دلته حضور داسي وو لكه كوم مخلوق چي يو ځاى پرېږدي او بل ځاى ته ولاړ شي، نه دا اور او رڼا ئې د ده د تجلي او جلال رڼا وه او نه دې ته اړ دئ چي چا ته د يوې لارښووني د القاء لپاره داسي تكلم وكړي لكه د يوه انسان تكلم له بل سره، د الله تعالى هيڅ څه مخلوق ته ورته نه دي، په هيڅ څه كي د مخلوق په څېر نه دئ، داسي نه چي الله تعالى له مخلوق سره تشبيه كړئ، داسي نه چي يوه وړه دره د رب العالمين لپاره مكان وگڼئ، الله تعالى همدلته له موسى عليه السلام سره تكلم كړى، خو دا تكلم څنگه وو؟ موږ نه پوهېږو، يوازي دومره ويلي شو چي موسى عليه السلام ته داسي غږ شوى او داسي تكلم ورسره شوى چي دى پرې پوه شوى، دا اور او رڼا د الله تعالى د تجلي رڼا نه وه، ځكه قرآن په خپله په بل ځاى كي موږ ته لارښوونه كوي چي موسى عليه السلام له الله تعالى وغوښتل چي ځان وروښيي، هغه ته وويل شو چي ما نشې ليدلى، دا دئ وگوره چي ستر غر د الله تعالى د تجلي په وړاندي مقاومت نشي كولى، الله تعالى د غره په لوري تجلي وكړه، غر ټوټې ټوټې شو او موسى عليه السلام بې سده شو.
موسى عليه السلام ته وويل شول: دا مكان چي تا ته اور ښكاري؛ د الله تعالى د خاصي توجه وړ گرځېدلى، د همدې خاصي توجه له كبله د دې په منځ او شاوخوا كي هر څه مبارك دي.
له پورتني وضاحت وروسته ښاغلي حکمتيار د سحر د ماهيت په اړه خپل نوی درس د سورة طٰهٰ په لاندي آيت پيل کړ؛ هلته چي فرمايي:
قَالَ بَلۡ أَلۡقُواْۖ فَإِذَا حِبَالُهُمۡ وَعِصِيُّهُمۡ يُخَيَّلُ إِلَيۡهِ مِن سِحۡرِهِمۡ أَنَّهَا تَسۡعَىٰ ٦٦ طه: 66
(موسى عليه السلام جادوگرانو ته) وويل: نه؛ بلكي تاسو ئې وغورځوئ، نو هغه وخت د دوى د سحر په وجه د دوى پړي او عصاگاني داسي ورته وبرېښېدې چي گواكي ځغلي.
يعني جادوگرانو په خپل جادو سره يوازي دومره څه كړي چي پر زمكي پراته پړي او عصاگاني موسى عليه السلام او نورو ته داسي برېښېدلي چي گواكي خوځي او ځغلي، د دوى په جادو سره د دغو شيانو په ماهيت كي څه تبديلي نه ده راغلې، بلكي د خلكو ذهن ته داسي ورغلي چي دا پړي او عصاگاني د مارانو په څېر ځغلي او په دې سره د بايبل د ټولو هغو ادعاءگانو ترديد شوى چي وايي: جادوگرانو دا او هغه شيان راپيدا كړل!!
هغه زياتوي چي؛ د ټولو معجزو موخه دا ښودل شوې چي فرعون د بني اسرائيلو پرېښودو ته اړ كړي، نه دا چي مصريان پر خداى ايمان راوړي، له كفر او شرك لاس واخلي او د الله تعالى دين ته غاړه کښېږدي!! خو كه تاسو په دې اړه د قرآن وينا ته ځير شئ وبه گورئ چي موسى عليه السلام فرعون او مصريانو ته جامع او بشپړ پيغام لري، د بني اسرائيلو آزادي د اساسي مسائلو په ضمن كي او د يوې ثانوي موضوع په څېر مطرح كوي.
د ښاغلي حکمتيار پر وينا؛ كه معجزې يوازي فرعون ته ښودل كېدې او مقصد ئې دا وو چي فرعون بني اسرائيلو ته له مصر د وتلو اجازه وركړي، ولي ئې په ټولو مصريانو دا مصيبتونه راوستل؟ ولي ئې د ټولو مصريانو حتى د هغو وينځو مشران زامن هم ورته وژل چي مېچني ئې چلولې؟!! آيا دا خبره د كوم انسان عقل منلى شي چي الله تعالى د مصريانو د زامنو د وژلو لپاره په خپله د مصر له منځه تېر شوى؟!! او آيا الله تعالى د چا د وژلو لپاره دې ته اړ كېږي چي زمكي ته راكوز شي او د هغه كلي له منځه تېر شي چي د كليوالو د وژلو پرېكړه ئې كړې؟!! دا هره ورځ چي انسانان د الله تعالى په اراده پيدا كېږي او مري، داسي مري لكه چي بايبل وايي؟! او تر ټولو مسخره خبره خو لا هغه ده چي بايبل تر دې وروسته كړې او ليكلي ئې دي چي خداى به په مصر كي د بني اسرائيلو او مصريانو كورونه له دې نښي سره بېلوي چي د بني اسرائيلو د كورونو دروازې به د قربانۍ په وينو سرې شوې وي او د دغو وينو په ليدو سره به د بايبل خداى له دغو كورونو تېرېږي، يوازي د مصريانو كورونو ته به ننوځي او د دوى مشران زامن به وژني!!!
گورئ چي بايبل دلته هم خداى داسي معرفي كوي چي بني اسرائيلو ته د غدر او خيانت لارښوونه كوي، وايي چي خداى موسى عليه السلام ته ويلي وو: د اسرائيليانو ښځو ته ووايه چي له خپلو مصري گاونډيو د سرو او سپينو زرو ښه ډېري گاڼې (په كومه پلمه) تر لاسه كړي، چي بيا ئې د وتلو په وخت كي له ځان سره يوسي!! آيا ممكنه ده چي د زمكي او آسمانونو رب به خپلو بندگانو ته داسي د غدر او خيانت درس وركوي!!
قدرمن مشر د خپل وضاحت پر دوام وويل:
راشئ وگورو چي قرآن د موسى عليه السلام د قصې د دغي برخي په اړه څه وايي او د قرآن او بايبل د ويناوو تر منځ څومره ژور توپير شته، دا څومره لوړ، جامع او اغېزناك او هغه بل څومره ټيټ، بې محتوى او منحط!!! قرآن فرمايي:
قَالَ لَئِنِ ٱتَّخَذۡتَ إِلَٰهًا غَيۡرِي لَأَجۡعَلَنَّكَ مِنَ ٱلۡمَسۡجُونِينَ ٢٩ قَالَ أَوَلَوۡ جِئۡتُكَ بِشَيۡءٖ مُّبِينٖ ٣٠ قَالَ فَأۡتِ بِهِۦٓ إِن كُنتَ مِنَ ٱلصَّٰدِقِينَ ٣١ فَأَلۡقَىٰ عَصَاهُ فَإِذَا هِيَ ثُعۡبَانٞ مُّبِينٞ ٣٢ وَنَزَعَ يَدَهُۥ فَإِذَا هِيَ بَيۡضَآءُ لِلنَّٰظِرِينَ ٣٣ قَالَ لِلۡمَلَإِ حَوۡلَهُۥٓ إِنَّ هَٰذَا لَسَٰحِرٌ عَلِيمٞ ٣٤ يُرِيدُ أَن يُخۡرِجَكُم مِّنۡ أَرۡضِكُم بِسِحۡرِهِۦ فَمَاذَا تَأۡمُرُونَ ٣٥ قَالُوٓاْ أَرۡجِهۡ وَأَخَاهُ وَٱبۡعَثۡ فِي ٱلۡمَدَآئِنِ حَٰشِرِينَ ٣٦ يَأۡتُوكَ بِكُلِّ سَحَّارٍ عَلِيمٖ ٣٧ فَجُمِعَ ٱلسَّحَرَةُ لِمِيقَٰتِ يَوۡمٖ مَّعۡلُومٖ ٣٨ وَقِيلَ لِلنَّاسِ هَلۡ أَنتُم مُّجۡتَمِعُونَ ٣٩ لَعَلَّنَا نَتَّبِعُ ٱلسَّحَرَةَ إِن كَانُواْ هُمُ ٱلۡغَٰلِبِينَ ٤٠ فَلَمَّا جَآءَ ٱلسَّحَرَةُ قَالُواْ لِفِرۡعَوۡنَ أَئِنَّ لَنَا لَأَجۡرًا إِن كُنَّا نَحۡنُ ٱلۡغَٰلِبِينَ ٤١ قَالَ نَعَمۡ وَإِنَّكُمۡ إِذٗا لَّمِنَ ٱلۡمُقَرَّبِينَ ٤٢ قَالَ لَهُم مُّوسَىٰٓ أَلۡقُواْ مَآ أَنتُم مُّلۡقُونَ ٤٣ فَأَلۡقَوۡاْ حِبَالَهُمۡ وَعِصِيَّهُمۡ وَقَالُواْ بِعِزَّةِ فِرۡعَوۡنَ إِنَّا لَنَحۡنُ ٱلۡغَٰلِبُونَ ٤٤ فَأَلۡقَىٰ مُوسَىٰ عَصَاهُ فَإِذَا هِيَ تَلۡقَفُ مَا يَأۡفِكُونَ ٤٥ فَأُلۡقِيَ ٱلسَّحَرَةُ سَٰجِدِينَ ٤٦ قَالُوٓاْ ءَامَنَّا بِرَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ ٤٧ رَبِّ مُوسَىٰ وَهَٰرُونَ ٤٨ قَالَ ءَامَنتُمۡ لَهُۥ قَبۡلَ أَنۡ ءَاذَنَ لَكُمۡۖ إِنَّهُۥ لَكَبِيرُكُمُ ٱلَّذِي عَلَّمَكُمُ ٱلسِّحۡرَ فَلَسَوۡفَ تَعۡلَمُونَۚ لَأُقَطِّعَنَّ أَيۡدِيَكُمۡ وَأَرۡجُلَكُم مِّنۡ خِلَٰفٖ وَلَأُصَلِّبَنَّكُمۡ أَجۡمَعِينَ ٤٩ قَالُواْ لَا ضَيۡرَۖ إِنَّآ إِلَىٰ رَبِّنَا مُنقَلِبُونَ ٥٠ إِنَّا نَطۡمَعُ أَن يَغۡفِرَ لَنَا رَبُّنَا خَطَٰيَٰنَآ أَن كُنَّآ أَوَّلَ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ ٥١ الشعراء: 29-51
ژباړه: (فرعون موسى عليه السلام ته) وويل: كه له ما پرته دي بل معبود غوره كړ له زندانيانو به دي وگرځوم، (هغه ورته) وويل: (زندان ته مي لېږې) كه څه هم (د خپل حقانيت د اثبات لپاره) څرگنده نښه درته وړاندي كړم؟! هغه ورته وويل: رائې وړه كه رښتينى يې! نو خپله عصا ئې وغورځوله چي ښكاره مار ترې جوړ شو او خپل لاس ئې راويست چي ليدونكو ته روڼ او ځلانده وو، (فرعون) په خپلي خوا كي درباريانو ته وويل: دا خو ډېر پوه جادوگر دئ، غواړي په خپل جادو سره مو له خپل ملك وباسي، نو څه مشوره راكوئ؟ وئې ويل: ده او ورور ته ئې مهلت وركړه او په ښارونو كي ټول راغونډوونكي (جارچيان او اربكي) وگماره؛ چي ټول پوه ماهر جادوگران درته راولي؛ نو جادوگران د معلومي ورځي ټاكلي ځاى ته راغونډ كړى شول او خلكو ته وويل شو: آيا تاسو هم راغونډېدونكي يئ، چي د (موسى په ځاى د خپلو) دغو جادوگرانو متابعت وكړو، (په خاصه توگه هغه وخت چي) دوى برلاسي شي، نو كله چي جادوگران راغلل فرعون ته ئې وويل: كه موږ برلاسي شوو نو آيا موږ ته به حتماً څه انعام او اجوره راكول كېږي؟! وئې ويل: هو! او په هغه صورت كي خو به تاسو (دربار ته) د مقربينو په ډله كي وئ!! موسى ورته وويل: څه چي (د جادو ښودلو لپاره) غورځوئ وئې غورځوئ!! نو خپل پړي او عصاگاني ئې وغورځولې او وئې ويل: د فرعون په عزت قسم چي موږ هرو مرو غالبېدونكي يو!! نو موسى خپله عصا وغورځوله چي ناڅاپه ئې هغه څه تېرول چي دوى په درواغو جوړول؛ نو جادوگران په سجده پرېوتل او وئې ويل: په رب العالمين مو ايمان راوړ، د موسى او هارون په رب؛ (فرعون) وويل: آيا تر دې د مخه چي زه اجازه دركړم تاسو ايمان راوړ؟!! په دې كي شك نشته چي دى ستاسو هغه مشر دئ چي جادو ئې درښودلى، نو اوس به پوه شئ؛ حتماً به ستاسو لاسونه او ستاسو پښې بدل بدل پرې كړم او تاسو ټول به په دار وځړوم؛ (دوى ورته) وويل: باك نشته، موږ د خپل رب په لوري ورگرځېدونكي يو، طمع مو دا ده چي زموږ رب به زموږ خطاءگاني له دې امله راته وبخښي چي لومړني ايمان راوړونكي شوو).
د قرآن په دې مؤجزو او مختصرو الفاظو كي هومره پراخ او ژور مطالب او لارښووني پرتې دي چي له شرحي او تفصيل ئې يو كتاب جوړيږي، ځيني مهمي برخي ئې دا دي:
الف: فرعونان په دلائلو نه قانع كېږي، د حق د لاري مبارزين دي له ظالمو او فرعون صفته واكمنانو دا طمع نه كوي چي د دوى دلائل به ومني او له مخالفت به لاس واخلي.
ب: لكه څنگه چي فرعون د موسى عليه السلام مقابلې ته د مصر جادوگران راوړاندي كړل، همدا راز به تل او د تاريخ په هر پړاو كي؛ د فرعون ملگري، د هر ديني تحريك په ضد، ټگمار مذهبي مشران راوړاندي كوي او د دين مقابله به په دين او د مذهب مقابله به په مذهب سره كوي، د حقپالو دعوتگرانو په ضد به د دين پلورونكو ټگمارو مذهبي مشرانو ډله لومړي خط ته لېږي.
ج: كه غواړئ چي يو واقعي دعوتگر وپېژنئ او له دروغجن، ټگمار، دين خرڅوونكي او مذهب پلورونكي مذهبي مشر ئې تفكيك كړئ نو دا به د يوه ځلانده ملاك او معيار په توگه په پام كي لرئ چي له فرعونانو سره ئې چلن څنگه دئ، د هغه مقابله كوي كه د هغه مزدور دئ، د ده په ضد خوځېږي كه د ده په امر او اشاره، خداى ته د تقرب په لټه كي دئ كه فرعون ته!! قرآن دلته د موسى عليه السلام په مقابل كي ټگمار او د فرعون مزدور مذهبي مشران د جادوگرانو په څېره كي انځوروي چي دا ئې ځانگړتياوي گڼي: د حقپالونكو په ضد د فرعون په امر راغونډېږي، له فرعون د مزد او اجورې طمع لري، تر ټولو ستر هدف ئې دا دئ چي فرعون ته ئې تقرب او نږدې والى په برخه شي او د درباريانو په ډله كي ونيول شي.
ح: د فرعوني نظامونو واكمنان به تل د حقيقي ديني خوځښتونو په ضد پر هغه دين او مذهب تركيز كوي چي د دوى د واكمنۍ تر سيوري لاندي په ولس كي خور شوى، د قومي مذهب بڼه ئې غوره كړې، د ټولني حاكم وضعيت د الهي مقدراتو مطابق او د الله تعالى د خوښي حالت گڼي، ولس ته په دې حالت د قناعت توصيه كوي، له مخالفت ئې منع كوي، ولس ته ئې پيغام دا وي چي په روان وضعيت راضي اوسه، دا واكمنان د خداى سيورى گڼه، له دې حالت سره مخالفت له الهي مقدراتو سره مخالفت بوله!! همغسي چي جادوگرانو وويل: د فرعون پر عزت قسم چي موږ حتماً بريالي كېږو. گورئ چي فرعون ولس ته څه وايي: ولي د موسى په ځاى د خپلو مخكينيو مذهبي مشرانو متابعت ونه كړو؟!!
خ: خو دغه لومړي خط ته لېږل شوي مذهبي مشران، هغه چي فرعون خلكو ته ويل: د موسى په ځاى ولي د دوى متابعت ونه كړو!! كله چي د موسى عليه السلام د دعوت پر حقانيت پوهېږي او ايمان راوړي، د دوى په اړه د فرعون دريځ او پرېكړه دا ده: موسى ستاسو په څېر دئ، ستاسو استاد دئ، تاسو ته هم ده د جادو ښودنه كړې، په گډه مو دا لوبه او توطئه جوړه كړې وه، كه داسي نه وى نو ولي مو زما له اجازې مخكي خپله ماته ومنله، د خلكو په وړاندي موسى ته تسليم شوئ او ايمان مو راوړ؟ اوس به پوه شئ چي له تاسو سره څه كوم، لاسونه او پښې به مو بدل بدل سره قطع كوم.
كوم ځواب چي جادوگران ئې په دې وخت كي فرعون ته وركوي، ډېر عجيب، د پام وړ او ارزښتناك دئ، وايي: هيڅ پروا مو نشته، مرگ ته چمتو يو، دا مرگ خو له دې پرته بل څه نه دئ چي موږ د خپل پالونكي رب په لوري بيايي، هسي هم مرو او د خپل رب په لوري خامخا ورگرځو!! په دې سره قرآن موږ ته له يوې خوا دا لارښوونه كوي چي پر خداى باندي ايمان انسان ته داسي جرأت او شهامت ورپه برخه كوي، دا جادوگران گورئ چي څو شېبې مخكي د فرعون په امر راغونډ شوي وو، د ده لپاره ئې د موسى عليه السلام مقابله كوله، د فرعون پر سر ئې لوړه كوله او د ده د عزت او جلال په طفيل ئې خپله بريا يقيني او حتمي گڼله، له فرعون ئې د اجورې طمع وه او تر ټولو ستر هدف ئې دا وو چي د فرعون د درباريانو په ډله كي ونيول شي، خو اوس او په الله تعالى باندي له ايمان وروسته په دوى كي دومره ژوره تبديلي راغلې چي د فرعون د گواښونو پروا نه كوي، له مرگ نه وېرېږي، مرگ د الله تعالى په لوري د تلو وسيله گڼي او پرونۍ مادي طمع ئې اوس په معنوي تلوسې بدله شوې او موخه ئې دا ده چي الله تعالى ترې راضي شي او گناهونه ئې ورته وبخښي!! له بلي خوا موږ ته وايي چي د ايمان خاوند بايد داسي وي، كه تاسو په رښتيا په الله تعالى ايمان لرئ نو د فرعونانو له گواښونو به نه وېرېږئ.
س: د فرعون په ځواب هم بايد غور وكړو چي موسى عليه السلام ته ئې وركړ او وئې ويل: كه له ما پرته دي بل اله او معبود ونيولو، خامخا به دي له زندانيانو وگرځوم. (يعني په دې ملك كي به له ما پرته بل چا ته په دې سترگه نه گورې چي احكام صادروي او د پرېكړو حق لري، دلته خو يوازي زما احكام چلېږي او كه تا د بلي مرجع دعوى وكړه او د هغې لوري ته دي مخه كړه؛ نو ځاى دي زندان دئ، له نورو زندانيانو سره به يو ځاى په زندان كي پروت وې).
ش: د قرآن د وينا له مخي نن د نړۍ نږدې ټول نظامونه فرعوني نظامونه دي، شتمنۍ د څو محدودو شتمنو په لاس كي، پراخي او اضافي ادارې له ډېرو مأمورينو، اجيرانو او معاش اخيستونكو ليكوالانو، مبلغينو، سرتېرو او سر پلورو سره، ستر ستر فوځونه او پوليس او د هغوى ملا ماتوونكي مصارف او پر ټولو د پاسه د فرعون د جادوگرانو په څېر مذهبي مدافعين... دا ټول د عام ولس په اوږو بار وي او مصارف ئې له عام ولس تر لاسه كېږي، چارواكي ئې تر فرعون هم زيات بې رحمه، ظالم او مغرور، چي نه له الله تعالى وېرېږي او نه په ولس ترحم لري!!
قرآن عظيم الشأن فرمايي: چي فرعون نه يوازي خپل مخالفين په زندان كي اچول بلكي هغوى ئې رجم كول، د دوى پر لاسونو او پښو كي ئې مېخونه ټك وهل، عادي او پردي مخالفين خو پرېږده حتى د خپلي هغي مېرمني په لاس او پښو كي ئې هم مېخونه ټك وهل چي ايمان ئې راوړى وو!!
نوموړی همداراز د يادي موضوع پر دوام وايي:
فَلَمَّا جَآءَهُم مُّوسَىٰ بَِٔايَٰتِنَا بَيِّنَٰتٖ قَالُواْ مَا هَٰذَآ إِلَّا سِحۡرٞ مُّفۡتَرٗى وَمَا سَمِعۡنَا بِهَٰذَا فِيٓ ءَابَآئِنَا ٱلۡأَوَّلِينَ ٣٦ وَقَالَ مُوسَىٰ رَبِّيٓ أَعۡلَمُ بِمَن جَآءَ بِٱلۡهُدَىٰ مِنۡ عِندِهِۦ وَمَن تَكُونُ لَهُۥ عَٰقِبَةُ ٱلدَّارِۚ إِنَّهُۥ لَا يُفۡلِحُ ٱلظَّٰلِمُونَ ٣٧
ژباړه: نو كله چي موسى څرگندي نښي ورته راوړې؛ وئې ويل: دا خو له ځانه جوړ شوي جادو پرته بل څه نه دي او دا مو د خپلو مخكينيو پلرونو په ويناوو كي نه وې اورېدلې. او موسى وويل: زما رب هغه څوك ډېر ښه پېژني چي د ده له لوري له لارښوونو سره راغلى او هغه چي د (آخرت) غوره مېشت ځاى به ئې په برخه وي. حقيقت دا دئ چي ظالمان نه بريالي كېږي.
تفسير:- دلته د موسى عليه السلام د څرگند لارښود دعوت په وړاندي د قوم عكس العمل او د ده ځواب زموږ مخي ته اېښودل شوي:
قوم ورته وايي: ستا ټولي معجزې له جادو پرته بل څه نه دي، دا نوې خبري دي، زموږ د پلار نيكه له دين او مذهب سره اړخ نه لگوي، دا خبري مو تر دې د مخه له خپلو نيكونو ندي اورېدلې، ته غواړې د پلار نيكه لار پرېږدو او نوى دين ومنو؟!!
موسى عليه السلام ورته وايي: الله تعالى ښه پوهېږي چي څوك په سمه لار روان دئ او څوك په كږې، د چا عاقبت نېك او غوره دئ او د چا بد، د هر چا د وينا او عمل په اړه بايد د الله تعالى د دين په رڼا كي قضاوت وكړو، نه دا چي له پلار نيكه راپاته دين او مذهب حق او سم وگڼو او په پټو سترگو پسي روان شو، په دې پوه شئ چي د ظالمانو پايله وخيمه ده، هيڅ بريا به ئې په برخه نشي او له الهي عذاب به ونه ژغورل شي.
قدرمن مشر زياتوي چي؛ په نورو آيتونو كي د دې برخي تفصيلات داسي راغلي:
قَالَ ٱلۡمَلَأُ مِن قَوۡمِ فِرۡعَوۡنَ إِنَّ هَٰذَا لَسَٰحِرٌ عَلِيمٞ ١٠٩ يُرِيدُ أَن يُخۡرِجَكُم مِّنۡ أَرۡضِكُمۡۖ فَمَاذَا تَأۡمُرُونَ ١١٠ قَالُوٓاْ أَرۡجِهۡ وَأَخَاهُ وَأَرۡسِلۡ فِي ٱلۡمَدَآئِنِ حَٰشِرِينَ ١١١ يَأۡتُوكَ بِكُلِّ سَٰحِرٍ عَلِيمٖ ١١٢ وَجَآءَ ٱلسَّحَرَةُ فِرۡعَوۡنَ قَالُوٓاْ إِنَّ لَنَا لَأَجۡرًا إِن كُنَّا نَحۡنُ ٱلۡغَٰلِبِينَ ١١٣ قَالَ نَعَمۡ وَإِنَّكُمۡ لَمِنَ ٱلۡمُقَرَّبِينَ ١١٤ الاعراف: 109-114
ژباړه: د فرعون د قوم درباريانو وويل: دا خو حتماً يو ډېر پوه جادوگر دئ، غواړي تاسو له خپل ټاټوبي وباسي، نو څه امر كوئ؟ وئې ويل: ده او ورور ته ئې مهلت وركړه او ښارونو ته اربكي ولېږه، چي هر ماهر او پوه ساحر درته راولي. او جادوگران فرعون ته راغلل او وئې ويل: حتماً به مو څه بدله په برخه كېږي، كه برلاسي شوو؟ وئې ويل: هو؛ او تاسو به خامخا له مقربينو وئ.
ښاغلی حکمتيار د پورتنيو آيتونو د وضاحت په اړه د لاندينيو څو ټكو سپارښتنه کوي:
1: درباريانو د موسى عليه السلام د معجزو له ليدو وروسته وويل چي دا حتماً يو ماهر جادوگر دئ، كه خپلي مخي ته پرېښودى شي نو زمكه به درته سور اور كړي، تاسو به له اقتدار او واكمنۍ محروم او د دې هېواد پرېښودو ته اړ كړي، ووايئ چي څه چاره ئې وكړو؟ مشوره مو څه ده؟ له "ما ذا تأمرون" دا معنى هم اخيستل كېدى شي چي دوى فرعون ته ويلي چي څه امر كوې، كه څه هم تأمرون د جمع صيغه ده، خو واكمنانو ته د دوى درباريان تل همداسي خطاب كوي، دا توجيه تر ټولو غوره برېښي چي درباريانو په خپل منځ كي دا خبره ياده كړې، د دوى له منځه چا ويلي چي نو مشوره مو څه ده، ټول په دې متفق شوي چي فرعون ته ووايي: موسى او ورور ته ئې مهلت وركړه، د هېواد گوټ گوټ ته اربكي وليږه چي له موسى سره د مقابلې لپاره تكړه جادوگران راغونډ كړي، فرعون دا مشوره منلې ده. دا ځكه چي په الفاظو كي دا نه مومو چي غونډه د فرعون په حضور كي دائره شوې او هغه درباريانو ته څه ويلي.
2: دلته دا پوښتنه راولاړېږي چي فرعون او درباريان ئې ولي د موسى عليه السلام له يوې معجزې دومره په وېره كي شول چي وايي تاسو له خپل ملك باسي؟! د يوه داسي ستر هېواد مطلق العنان واكمن چي له شام تر ليبيا پوري او د مديترانې له ساحله تر حبشې پوري غزېدلى وو، څنگه له تش لاسي موسى عليه السلام او د ده له بې وزلي او مريي قوم دا وېره احساس كړه؟! ځواب ئې دا دئ چي:
د همدغه بې وزلي قوم يوه ستر او نامتو مشر يوسف عليه السلام په دغه ستر هېواد حكومت كړى وو، د مصر اكثريت اوسېدونكو له هغه سره كلكه مينه درلوده او د ده په څېر د يوه مهربان، زړه سواند، امين او مدبر مشر غوښتونكي ول، د غافر (المؤمن) سورې په 34 آيت كي ويل شوي چي كله فرعون د موسى عليه السلام د وژلو خبره وكړه د ده له درباريانو يوه كس چي ايمان ئې راوړى وو خو خپل ايمان ئې نه څرگنداوو له موسى عليه السلام په ډېرو اغېزناكو الفاظو دفاع وكړه، دوى ته ئې يوسف عليه السلام ورپه ياد كړ او وئې وويل: تر دې د مخه يوسف له څرگندو نښو سره درته راغلى وو، د هغه له وفات وروسته تاسو ويل چي الله به بيا داسي پيغمبر راونه لېږي، دا آيت ښيي چي د موسى عليه السلام د دعوت اغېز حتى تر دربار پوري غزېدلى وو.
د درس په پای کي قدرمن مشر د ګډونوالو پوښتنو ته هم تفصيلي ځوابونه ورکړل او له هغه وروسته نننۍ درسي حلقه د نوموړي په دعاء پای ته ورسېده.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.
