No-IMG

د حزب اسلامي افغانستان متعهدين او جهادي مشران د خپل قدرمن امیر حکمتيار صاحب تعزیت او ملاتړ ته راغلي

شنبه د جدي ۳مه؛ ۱۴۰۱:

د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار نن له غرمې مخکې له يو شمېر حزبي متعهدينو او همداراز د هېواد د مختلفو ولاياتو او اقوامو له يو شمېر جهادي او قومي مشرانو سره وکتل.

نوموړو مشرانو په ياده کتنه کې د خپلو مجاهدو ولسونو په استازيتوب ښاغلي حکمتيار ته د خپل تسليت او تعزيت مراتب وړاندې کړل او ترڅنګ يې نوموړي ته ډاډ ورکړ؛ چې په هر راز شرائطو کې به د خپل محبوب مشر ملاتړ ته دوام ورکوي او د نوموړي په‌شمول به د خپل لوی او سپېڅلي کور «ح‌ا» په دفاع کې له هېڅ‌راز قربانۍ او سرښندنې درېغ ونه‌کړي.

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک