مهم ترین های امروز یکشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒️: د حاا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه: شنبه د جدي ۳مه؛ ۱۴۰۱ د حاا قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار تېره ورځ شنبه له غرمې مخکې له يو شمېر حزبي متعهدينو او همداراز د هېواد د مختلفو ولاياتو او اقوامو له يو شمېر جهادي او قومي مشرانو سره وکتل.
نوموړو مشرانو په ياده کتنه کې د خپلو مجاهدو ولسونو په استازيتوب ښاغلي حکمتيار ته د خپل تسليت او تعزيت مراتب وړاندې کړل او ترڅنګ يې نوموړي ته ډاډ ورکړ؛ چې په هر راز شرائطو کې به د خپل محبوب مشر ملاتړ ته دوام ورکوي او د نوموړي پهشمول به د خپل لوی او سپېڅلي کور «حا» په دفاع کې له هېڅراز قربانۍ او سرښندنې درېغ ونهکړي.
✒️: د حاا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه: شنبه د جدي ۳مه؛ ۱۴۰۱ د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني وزير او مشهور سياسي شخصيت ښاغلي عبدالکريم خرم تېره ورځ شنبه له غرمې مخکې د حاا له قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار سره د هغه په هستوګنځي کې وکتل او نوموړي ته يې د إيمان مسجد د ألمناکې حادثې په تړاو د خپل ملاتړ، خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کړل.
همداراز دواړو لوريو پر يو شمېر نورو مهمو هېوادنيو او ملي قضاياءو هم تفصيلي بحث او خبرې وکړې.
✒️: د اسلامي امارت له لوري په موسسو کې د ښځو د کار د بندیز په غبرګون کې افغانستان کې د ماشوم ژغورنې، پاملرنې، د ناروې د کډوالو شورا او «اېن ار سي» موسسو خپل فعالیتونه وځنډول.
په ورته مهال ویل ویل کیږي د «سي ار اېس» او «ورلډ ویژن» موسسو هم خپل فعالیتونه ځنډولي دي.
✒️: د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په ارګ کې د « مالي جریمو معافیت د صنعت او سوداګرۍ ملاتړ» غونډې ته ویلي، چې ولس باید په هیڅ صورت له خپل هېڅ ډول حقه، مسلمو او ثابتو حقونو محروم نه کړل شي.
✒️: د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او په افغانستان کې د ایران سفارت سرپرست حسن کاظمي قمي په مشرۍ پلاوي سره د افغانستان او ایران ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي اړیکو او په ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، ددې لیدنې پر مهال ملا برادر د افغانستان اوسنی وضعیت د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ د زیاتوالي له پاره یو ښه فرصت وباله او وې ویل، چې ا.ا د کانونو، انرژۍ او کرنې په برخه کې د ایران لخوا د پانګونې له پاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
د ایراني پلاوي مشر حسن کاظمي قمي په افغانستان کې رامنځته شوی وضعیت بې مخینې یاد کړ او زیاته یې کړه، چې له دې وضعیت څخه باید خپله افغانان او د سیمې هېوادونه په ښه ډول ګټه پورته کړي. نوموړي زیاته کړه چې دوی چمتو دي، له افغانستان سره په اقتصادي ډګر کې همکاري وکړي.
✒️: د ژغورنې نړیوالې کمېټې د اسلامي امارت لخوا په موسسو کې د ښځو د کار پر بندیز خواشیني څرگنده کړې ده.
یادې کمېټې ویلي چې په افغانستان کې ورسره ۳۰۰۰ میرمنې د مرستو په رسولو کې کار کوي او افغانانو ته د مرستو په رسولو کې د دوی رول خورا مهم دی.
✒️: اسلام اباد کې د ا.ا د لومړنۍ واکمنۍ سفیر ملا عبدالسلام ضعیف ویلي چې افراط او تفریط د ټولنې هلاکت دی.
ملا عبدالسلام ضعیف په یوه ټویت کې ویلي: «تجربه ښودلې چې هر وخت د یو رهبر یا واکمن د اعتدال د ترازو یو طرف ته زور کړی او یوه پله یې درنده کړی په هماغه اړخ یې بېړۍ ډوبه شوی ده.»
✒️: د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي پر پاکستان غږ کړی چې په ډیورند کرښه باندې مشکلات ایجادول نه د دې هیواد او نه هم د افغانستان په گټه دي.
امیر خان متقي د مالي جریمو د معافیت غونډې ته د وینا پر مهال ویلي چې ا.ا په وار وار پاکستان ته احوال ورکړی چې شته مشکلات د دیپلوماسي او مفاهمې له لارې حل کړي.
متقي زیاته کړې چې پاکستان باید له افغانستان سره د اصولو پر اساس تجارت او راشه درشه وکړي، او که افغانستان دې هیواد ته د ترانزیتي لارو سره ټوله مرکزي اسیا پرانیستې نو افغانستان هم باید وکولای شي د پاکستان د ترانزیتي لارو څخه استفاده وکړي.
✒️: هدایت الله بدری، سرپرست وزارت مالیه، در نشست معافیت جرایم مالی و حمایت صنعت و تجارت، گفته است که امارت اسلامی یکجا با صنعتکاران و سرمایهگذاران تلاش میکند تا مشکلاتی که سد راه صنعت و سرمایهگذاری در کشور قرار دارند، را حل کند.
✒️: شماری از باشندگان کابل از کیفیت پایین زغالسنگ در مرکزهای فروش زغالسنگ دولتی، انتقاد میکنند.
آنان میگویند که در این مرکزها، زغال سنگ با کیفیت پایین به فروش میرسد و امارت اسلامی باید در این زمینه توجه کند.
✒️: په سویس کې د افغانستان د کنګل شويو شتمنیو لپاره د نوي جوړ شوي صندوق یا افغان فنډ پلاوي غړی شاه محمد محرابي وايي چې د افغانستان ۳.۵ مېلیارد ډالره شتمني چې د تسویه نړۍوال بانک ته لېږدول شوې، تر اوسه یې څه باندې اته مېلیونه ډالره ګټه کړې ده.
نوموړی وايي، لا تر اوسه د دغو پیسو د مصرف د څرنګوالي په تړاو څه پرېکړه نه ده شوې. محرابي زیاتوي، تر دې مخکې د افغانستان ۳.۵ مېلیارده شتمنیو ۳۶ مېلیونه ډالره ګټه کړې وه.
✒️: د افغانستان برېښنا شرکت اجرايوي ریيس محمد حنیف حمزه د ترکمنستان د برېښنا شرکت له استازي چاري جومایوف سره په لېدنه کې د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا لېږد مزي، نورالجهاد سب سټېشن او د ۲۰۲۳ کال لپاره د برېښنا د پېرودلو پر تړون خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې جومایوف له کابل برېښنا شرکت سره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې دوی چمتو دي تر څو د برېښنا د پېر تړون لاسلیک کړي او همدا راز د نورالجهاد سب سټېشن بشپړونې چارې به هم په نږدې راتلونکې کې پيل کړي.
✒️: د ترکمنستان د خپلواکې ورځپاڼې د راپور له مخې د ترکمنستان د ولسمشر سردار بیردي محمدوف د لاسلیک شوي فرمان له مخې د ترکمنستان د برېښنا دولتي شرکت، ترکمن اینیرګو ته اجازه ورکړل شوې چې د افغانستان برېښنا شرکت سره شوي قراردادونه وغځوي.
✒️: د ملګرو ملتونو د بشرپاله مرستو د همغږۍ دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان بسټونه او شریکان، په کورنیو او بهرنیو غیر دولتي بنسټونو کې د ښځو د کار ممنوعیت په هکله د اسلامي امارت پرېکړه غندي.
په خبرپانه کې راغلي دي:«دا ډول حکم د ښځو بنسټيز حقوق نقض کوي او له بشرپاله اصولو سره په ټکر کې دی.»
✒️: کرن دیکر، سرپرست سفارت امریکا برای افغانستان، در تویتی میگوید که به عنوان نماینده بزرگترین کمککننده بشری به افغانستان حق دارد که در باره منع کار زنان توضیحات بخواهد.
✒️: د افغانستان لپاره د اسټرالیا سفارت د ښځو د کار په اړه د ا.ا د وروستي حکم په غبرګون کې ویلي، دغه حکم د بشردوستانه اصولو خلاف دی او د دې لامل کېږي چې ښځې او نجونې نورې هم څنډې ته کړي او د افغانستان بېوزله هېوادوال لا اغېزمن شي. یاد سفارت غوښتنه کړې چې ا.ا دغه پرېکړه بېرته واخلي.
✒️: د امریکا، کاناډا او ناروې بهرنیو چارو وزارتونو تر څنګ ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او د افغانستان لپاره د امریکا، اسټرالیا او جرمني سفارتونو د اسلامي امارت دا حکم غندلی دی.
✒️: د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن پهدې اړه ویلي، دا پرېکړه ښايي د افغانانو لپاره ویجاړونکې وي او د مېلیونونو خلکو لپاره به د حیاتي او ژوند ژغورونکو مرستو بهیر ګډوډ کړي.
✒️: د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې انېکن هویټفلډ غوښتنه کړې چې دا پرېکړه باید ژر تر ژره بېرته واخیستل شي. نوموړې په یوې بیانیه کې لیکلي، هېواد یې له خپلو شریکانو سره وضعیت څېړي او مناسبت ځواب به ورکړي.
✒️: د کاناډا بهرنیو چارو وزیرې مېلاني جولي هم پهدې پر ټویټر اندېښنه څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې دا پرېکړه "د ښځو حقونه په بشپړ ډول" له پامه غورځوي.
✒️: د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، انتونیو ګوټېرېش په افغانستان کې د ښځو د کار ځنډېدو په اړه د اسلامي امارت د وروستۍ پرېکړې په اړه سخت اندېښمن دی.
ملګري ملتونه پهدې باور دي چې دغه ګام د ډېرو هغو بنسټونو فعاليتونه کمزوري کوي چې په دې هېواد کې د زيانمنو خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره کار کوي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي یو ځل بیا په افغانستان کې د ښځو حقونو د تامین غوښتنه کړې ده.
✒️: د فرانسې پلازمینې پاریس کې وروسته له هغه چې یو ۶۰ کلن فرانسوي وگړي د کُردانو په فرهنگي مرکز برید وکړ او ۳ کُردان یې په ډزو ووژل اوس لوی لاریونونه پیل شوي او د لاریونکوونکو او پولیسو ترمنځ نښتې هم شوي دي.
✒️: د افغانستان لپاره د امریکا ځانگړي استازي توماس ویست ویلي چې بشري مرستو رسولو کې د ښځو پر کار د طالبانو بندیز غیر مسؤلانه دی او په وینا یې د تصمیم د هغو میلیونونو خلکو لپاره جدي ګواښونه رامنځته کوي چې پر دغو مرستو متکي دي.
توماس ویست زیاته کړې چې طالبان د افغانستان خلکو پر وړاندې خپل اساسي مسوولیتونه له پامه غورځولي دي.
✒️: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو امریکا ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي چې امریکا به له پاکستان سره ډ ډیورند کرښې د امنیت د ټینگښت لپاره مالي مرسته وکړي.
تر دې مخکې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې دا هیواد به د ترهگرۍ پر وړاندې مبارزه کې له پاکستان سره مرسته کوي.
✒️: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال مارکس پوتزل ویلي چې جرمني او نور غربي هیوادونه باید په افغانستان کې خپل سفارتونه بیا پرانیزي.
مارکس پوتزل د جرمني رسنۍ سره مرکه کې ویلي که د غربي هیوادونو سفارتونه په افغانستان کې پرانیستي وي، دغه هیوادونه کولی شي په ښه توگه د دې هیواد د وضعیت ارزونه وکړي.
✒️: د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سید رسول موسوي وایي چې په تهران کې یې د افغانستان د سفارت شارژدافیر سره د افغان نجونو د زده کړو پر وړاندې د راولاړو شویو ستونزو پر حل خبرې کړي دي.
موسوي وایي ایران د افغان نجونو د تعلیم د دوام لپاره چمتو دی څو په انلاین او حضوري ډول افغان دوي ته د زده کړو زمینه برابره کړي.
✒️: په چین کې په یوه ورځ کې ۳۷ میلیونه کسان په کرونا ویوروس اخته شوي دي.
د راپورونو له مخې د چین حکومت لخوا د کرونا لپاره د محدودیتونو تر پای ته رسولو وروسته هلته هره ورځ شاوخوا ۳۰ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته کیږي.
