مهم ترین های امروز شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒️: از متن خطبه نماز روز جمعه گذشته محترم انجینیر گلبدین حکمتیار حفظه الله امیر عالیقدر ح.ا.ا: در رابطه به عمليات انتحارى ناكام در برابر مسجد ايمان؛ با وجود گذشت سه هفته؛ نه اعلاميه رسمى صادر شده و نه هيچ اجراءاتى از سوى حكومت براى جلوگيرى از تكرار چنين حوادثى؛ ما تدابير خود را گرفته ايم و إن شاء الله توان آن را داريم كه به لطف و فضل الٰهى و تأييد و نصرتش؛ توطئه هاى بعدى دشمنان را نيز خُنثىٰ كنيم.
✒️: از متن خطبه نماز روز جمعه گذشته محترم انجینیر گلبدین حکمتیار حفظه الله امیر عالیقدر ح.ا.ا: از بى اعتنائى هاى زمامدارانى شكايت داريم كه در رسيدن به قدرت مديون مبارزات و قربانى هاى ما اند. در هر صورت در كنار مردم خود مى مانيم؛ تا حال به چند پيشنهاد مبنى بر ترك كشور و رفتن به كشورى ديگر؛ توأم با سپاسگزارى و امتنان از همدردى شان؛ جواب منفى داده ايم؛ و گفته ايم تا مجبور نشويم هرگز ملت را در روزهاى سخت تنها نمى گذاريم.
✒️: از متن خطبه نماز روز جمعه گذشته محترم انجینیر گلبدین حکمتیار حفظه الله امیر عالیقدر ح.ا.ا: خبر بدى ديگر در آخر قوس؛ خبر بستن دروازه هاى پوهنتون بروى دختران بود؛ در حالى كه مردم انتظار داشتند دروازه هاى بسته مدارس بالا تر از ابتدائيه باز شوند؛ نه اين كه دروازه پوهنتون نيز بسته شود!! عواقب اين را براى كشور و ملت خود خيلى مضر و جبران ناپذير مى خوانيم و آن را مترادف ضائع شدن نسل جوان و وارثين آينده اين كشور مى گيريم.
اين در حالى است كه از نظر اسلام يكى از مهمترين و اساسى ترين مسئوليت هاى زمامداران حكومت در جامعه اسلامى؛ تربيه نسل جوان است؛ حكومت بايد تمامى موانع از سر راه تعليم و تربيه سالم و سازنده پسران و دختران را بردارند و تمامى شرائط و تسهيلات لازم و فضاء مصون در مؤسسات تعليمى را فراهم كنند؛ دروازه هاى مساجد، مدارس و مؤسسات تعليمى را بايد بكشايند نه آن كه ببندند.
✒️: از متن خطبه نماز روز جمعه گذشته محترم انجینیر گلبدین حکمتیار حفظه الله امیر عالیقدر ح.ا.ا: در اين ماه شاهد تصميم خيلى نامعقول و خلاف تمامى معيار ها و ارزشهاى شناخته شده انسانى از سوى ملل متحد بوديم كه بنابر آن چوكى افغانستان در ملل متحد به نماينده حكومتى تعلق گرفت كه نه تنها از بدترين ها و منفور ترين ها بود؛ و اكنون وجود ندارد؛ بلكه هم دست نشانده اجنبى بود و هم عامل جنگ، خونريزى، ترورهاى دولتى، فقر، و غارت سرمايه هاى ملى و انتقال آن به بانك هاى خارجى، با اشغالگران آمد و يك جا با آنان فرار كرد!! اگر ملل متحد نمى توانست اين چوكى را به حكومت كنونى بسپارد؛ مگر نمى شد آن را خالى بگذارد و از سپردن آن به يك شخص كه فقط از خودش نمايندگى مى كند؛ خوددارى مى ورزيد؟
✒️: از متن خطبه نماز روز جمعه گذشته محترم انجینیر گلبدین حکمتیار حفظه الله امیر عالیقدر ح.ا.ا: ميان تعليم پسر و دختر؛ و شرائط مربوط به آن؛ هيچ تفاوتى عقلى و شرعى وجود ندارد؛ اگر در جامعه تهديدهاى امنيتى و اخلاقى وجود دارند؛ براى هر دو يك سان اند؛ نوجوان هاى پسر دقيقأ با همدان تهديد ها مواجه اند كه دختران مواجه اند و بايد براى هر دو فضاء مصون يكسان فراهم شود.
قرآن مسئوليت هاى عظيم پيامبران عليهم السلام را در چهار مورد و در دعاء مشترك ابراهيم بت شكن و فرزند آماده شهادت اسمعيل عليهما السلام چنين خلاصه مى كند و مى فرمايد: (رَبَّنَا وَابْعَثْ فِيهِمْ رَسُولا مِنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِكَ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَيُزَكِّيهِمْ إِنَّكَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ) البقرة 129
✒️: از متن خطبه نماز روز جمعه گذشته محترم انجینیر گلبدین حکمتیار حفظه الله امیر عالیقدر ح.ا.ا: د افغان ولس د نوي نسل روزنه او تربيت د حكومت پر غاړه دئ؛ دا ئې فريضه او وجيبه ده چي پرېنږدي ځوان نسل؛ نجوني او هلكان ضائع شي، له علم او پوهي بې برخي پاته شي، نه له دين خبر وي او نه له دنيا، كه نجوني او مېرمني نه جومات ته تلى شي او نه مدرسې او ښوونځي ته؛ چېري به روزل كېږي او څوك به ئې روزي؟ بې سواده او له دين بې خبره مور په دين پوه اولاد نشي روزلى، څوك چي خپله علم نلري بل ته به ئې څنگه وښيي؟ پلار د خپل اولاد د روزني لپاره وخت نه لري؛ هغه خو شپه او ورځ په كار بوخت وي چي كورنۍ او اولاد ته روزي پيدا كړي؛ مخصوصاً اوس چي د افغان ولس نږدې اويا اتيا سلنه د فقر تر كرښي لاندي دي؛ كه د جومات، مدرسې او ښوونځي دروازه هم د دوى په وړاندي وتړل شي؛ نو آيا پرېږدو چي هغوى ټول وخت د گنده سريالونو او سايټونو په ليدو تېر كړي؟! هر هدفمن، مؤمن او زړه سواند زعيم به دې ته د يوه فرصت او نعمت په سترگه گوري چي ولس د خپل اولاد روزنه او تربيت ده ته وسپاري او دى وكولى شي د دوى د سالمي روزني او تربيت لپاره ټول لازم شرائط برابر كړي. سالم تعليمي نصاب جوړ كړي، واحد او موفق تعليمي نظام رامنځته كړي، او په تعليمي مؤسساتو كي مصونه او ډاډمنه فضاء برابره كړي.
✒️: د ح.ا.ا د عالیقدر امیر انجینیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د تېرې جمعې ورځې د خطبې له متن څخه: هيله مو دا ده چي ټول عقلمن او اسلام ته ژمن افغانان؛ يو بل ته لاس وركړي او د يوه سوكاله، آزاد، له ناامنيو فارغ اسلامي افغانستان جوړولو لپاره په گډه كار وكړي.
د نجونو او هلكانو د ښې او سالمي روزني لپاره ټول لازم شرائط، ښه او مصون محيط، رغنده تعليمي نصاب، واحد تعليمي نظام رامنځته كړي.
✒️: پخواني ولسمشر حامد کرزي د پوهنې او لوړو زده کړو له حق څخه د ملاتړ په برخه کې د الازهر پوهنتون، د اسلامي همکاریو سازمان، ملګرو ملتونو او د نړۍ د نورو هېوادونو د روښانه دریځ له امله مننه او قدرداني کړې ده.
✒️: د ازموينو ملي ادارې رئیس عبدالباقي حقاني پر خپل ټویټر لیکلي د افغانانو تاريخ او په ځانګړې توګه څلورو لسېزو دا ثابته کړې چې د وخت حاکم نظام لخوا د دیني او ملي ارزښتونو سره سرسري او عجولانه برخورد په نظام د حق پرستو دیني علماوو او ولس اعتماد له منځه وړی دی.
✒️: امنیتی افرادو په هرات کې د اطفایي په مرسته د هغو افغان نجونو مخه نیولې چې د زده کړې د حق لپاره یې لاریون کولو.
✒️: د پکتیکا د والي ویاند ثناالله معصوم وایي چې تېره شپه یو ځل بیا ددې ولایت په ګیان ولسوالۍ کې زلزله شوې خو زیاتوي چې ددې زلزلې له کبله چاته ځاني او مالي زیانونه نه دي رسېدلي.
✒️: د بادغیس قادس ولسوالۍ امنیې قومندان محمد یونس هجرت رسنیو ته ویلي، د قادس ولسوالۍ د پوهنې امر مولوي عبدالله عبیده او د هغه ورور د دې ولسوالۍ په مرکز کې د نامعلومه وسلهوالو برید کې وژل شوي.
نوموړی زیاتوي، برید کوونکي له سیمې تښتېدلي، خو امنیتي کسان یې د نیولو په لټه کې دي.
✒️: تازه نن ماښام په ټولنیزو رسنیو کي یو لیک خپور شوی چي پر بنسټ یې د اقتصاد وزارت له لوري ټولو غیر دولتي مؤسسو ته سپارښتنه شوې چي د خپلو ښځینه کارکوونکو دندې تر دوهم امر پورې و ځنډوي.
✒️: د رویټرز د راپور پر بنسټ، القاعده شبکې یوه نوې ویډیو خپره کړې او ادعا یې کړې پهدې ویډیو کې د دې ډلې مشر ایمنالظواهري خبرې کړې دي، خو د رویټرز په راپور کې راغلي چې د دې ویډیو د ثبت کره نېټه لا معلومه شوې نهده.
له دې وړاندې امریکا ادعا کړې وه چې ایمنالظواهري په کابل کې د امریکا هوايي برید پر مهال وژل شوی، خو اسلامي امارت یې په غبرګون کې ویلي وو چې امریکا له دوی سره د ایمنالظواهري د وژلو په اړه هېڅ ډول اسناد نهدي شریک کړي.
✒️: د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو په یوه خبري کنفرانس کې د افغانستان سرپرست حکومت له لوري د ښځینه زدهکړیالانو د زدهکړو د ځنډولو په غبرګون کې ویلي، د ښځینه زدهکړیالانو پر مخ د پوهنتونونو تړل نه په "انساني او نه هم اسلامي اصولو" کې جواز لري.
✒️: د افغانستان لپاره د امریکا ځانگړي استازي توماس ویست په افغانستان کې د نجونو پر مخ د پوهنتونو د دروازو تړلو ته په اشارې سره وایي چې ټوله نړۍ د یوې زیانمنونکې او نه جبرانیدونکې پریکړې پر وړاندې د افغانانو د یووالي شاهده ده.
توماس ویست وایي افغان محصلین له خپلو خویندو سره اوږه پر اوږه د دې پریکړې په خلاف لاریون او مخالفت کوي.
ویست د ا.ا په چارواکو غږ کړی څو د خپل هیواد خلکو غوښتنې واوري ځکه چې لا هم نا وخته شوې نه ده.
✒️:د ایران سني مذهبه روحاني مولوي عبدالحمید له اسلامي امارت غوښتي چې نجونو ته ژر تر ژره په پوهنتونونو کې د زده کړو اجازه ورکړي.
نوموړي پرون د جمعې لمانځه پر مهال په خپلو خبرو کې ویلي، « د ټولې اسلامي نړۍ عالمان له تاسو غواړي چې نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړئ، علم داسې نه دی چې نر یې ترلاسه کړي او ښځې نه.»
هغه ټینګار وکړ« خلک د هېواد اصلي پانګه ده چې باید روزنه وویني او هغوی بیا هېواد جوړ کړي.»
✒️: د نړۍ تر ټولو ډېرو مسلمانانو لرونکي هېواد اندونیزیا په افغانستان کې له پوهنتونونو د نجونو منع کېدو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
د «جاکارتا پوست» ورځپاڼې د راپور له مخې؛ ددې هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي، تعلیم د ټولو نارینه وو او ښځو بنسټیز حق دی او ا.ا باید ښځو ته بې له ځنډه د تعلیم اجازه ورکړي.
✒️: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) مشرې روزا اوتنبایوا ویلي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره د افغانانو د خپلمنځي خبرو اړتیا نه ویني.
