حکمتيار: حكومت پرېنږدي چي ځوان نسل؛ نجوني او هلكان ضائع او له علم بې برخي پاته شي
وروڼو خوېندو!
د افغان ولس د نوي نسل روزنه او تربيت د حكومت پر غاړه دئ؛ دا ئې فريضه او وجيبه ده چي پرېنږدي ځوان نسل؛ نجوني او هلكان ضائع شي، له علم او پوهي بې برخي پاته شي، نه له دين خبر وي او نه له دنيا، كه نجوني او مېرمني نه جومات ته تلى شي او نه مدرسې او ښوونځي ته؛ چېري به روزل كېږي او څوك به ئې روزي؟ بې سواده او له دين بې خبره مور په دين پوه اولاد نشي روزلى، څوك چي خپله علم نلري بل ته به ئې څنگه وښيي؟ پلار د خپل اولاد د روزني لپاره وخت نه لري؛ هغه خو شپه او ورځ په كار بوخت وي چي كورنۍ او اولاد ته روزي پيدا كړي؛ مخصوصاً اوس چي د افغان ولس نږدې اويا اتيا سلنه د فقر تر كرښي لاندي دي؛ كه د جومات، مدرسې او ښوونځي دروازه هم د دوى په وړاندي وتړل شي؛ نو آيا پرېږدو چي هغوى ټول وخت د گنده سريالونو او سايټونو په ليدو تېر كړي؟! هر هدفمن، مؤمن او زړه سواند زعيم به دې ته د يوه فرصت او نعمت په سترگه گوري چي ولس د خپل اولاد روزنه او تربيت ده ته وسپاري او دى وكولى شي د دوى د سالمي روزني او تربيت لپاره ټول لازم شرائط برابر كړي. سالم تعليمي نصاب جوړ كړي، واحد او موفق تعليمي نظام رامنځته كړي، او په تعليمي مؤسساتو كي مصونه او ډاډمنه فضاء برابره كړي.
