No-IMG

حکمتيار: د پيغمبرانو امتونه د الهي كتاب په متابعت او عملي كولو گمارل شوي

وروڼو خوېندو!

د لومړي تلاوت شوي آيت ژباړه داسي ده:

الله تعالى همغه ذات دئ چي په نالوستو كي ئې د دوى له ډلي يو رسول ولېږو چي د ده آيتونه پرې ولولي، تزكيه ئې كړي او كتاب او حكمت وروښيي، په داسي حال كي چي تر دې وړاندي په څرگندي تېروتني او ضلالت كي ول.

يعني د خلكو له منځ د يوه رسول غوره كولو او د دوى لوري ته ئې د لېږلو موخه او هدف دا دئ چي د الله تعالى آيتونه پرې ولولي، تزكيه ئې كړي او كتاب او حكمت وروښيي

دا آيت موږ ته لارښوونه كوي چي د هر پيغمبر څو اساسي دندي دي:

د الله تعالى آيتونه خلكو ته بيانول او ښودل؛

د هغوى تزكيه او تربيه

د كتاب تعليم

او د حكمت ښودنه

يعني د پيغمبر لومړۍ دنده دا ده چي د الله تعالى آيتونه خلكو ته واوروي، هغه څرگند دلائل د خلكو مخي ته كښېږدي چي د الله تعالى په پېژندو كي د دوى مرسته كوي؛ د دوى لومړنى كار دا وو چي خلكو ته الله تعالى معرفي كړي؛ په څرگندو دلائلو د استناد له لاري ثابته كړي چي انسان او دا ټول عالم او هر څه ئې چا پيدا كړي، د ټول عالم پيدا كوونكى، پالونكى او ساتونكى څوك دئ؛ داسي دلائل چي دغو پوښتنو ته واضح ځواب وايي او د خلكو ټول شكوك او شبهات له منځه وړي.

د پيغمبرانو دوهمه مهمه دنده دا وه چي خلك له فكري او اخلاقي پلوه تربيه او تزكيه كړي؛ له شرك، ظلم، فساد او بدكارۍ ئې وژغوري، د دوى ټولنه له مفاسدو او مظالمو تزكيه او پاكه كړي، د هغوى عقائد تنقيح او تصفيه كړي. يعني د خلكو روزنه او تربيه د پيغمبرانو او د هغوى د وارثينو دوهمه ستره دنده او مأموريت دئ.

درېيم مسئوليت ئې دا وو چي خلكو ته كتاب ورزده كړي، د الهي كتاب لارښووني ئې مخي ته كښېږدي، دلته له كتاب مراد هغه احكام او لارښووني دي چي الله تعالى په خپل كتاب كي نازل كړي او خپل بندگان ئې گمارلي چي په فردي او اجتماعي ژوند كي به د دغو احكامو او لارښوونو مطابق عمل كوي.

د پيغمبرانو څلورم رسالت دا وو چي خلكو ته حكمت او پوهه وښيي؛ له حكمت مراد؛ هر څه سم پېژندل او په سمه توگه كارول دي. نه يوازي د الهي احكامو د تطبيق لاري، چاري او طريقې د حكمت په ضمن كي راځي؛ بلكي هره هغه پوهه احتواء كوي چي انسان ورته ضرورت لري؛ يعني د خداى پيغمبر هم خلكو ته الهي احكام او د دين او دنيا اړوند ضوابط او قواعد ښيي، هم د دوى د ژوند اهداف او مقاصد او هم دغو اهدافو ته د رسېدلو لاري چاري ورښيي، هم كتاب ورښيي او هم د دې كتاب د تطبيق او عملي كولو چاري او ټول هغه څه چي په خپله او د كتاب او پيغمبر له لېږلو پرته نه شو پرې پوهېدى.

دا آيت وايي: د پيغمبر تر راتلو وړاندي خلك په څرگندي تېروتني كي ول، سمه لار ترې وركه وه، په كږو لارو روان ول، نه ئې ځان پېژندو، نه جهان او نه خپل رب، نه ئې د حق او باطل ترمنځ تفكيك كولى شو، نه د ښه او بد، حلال او حرام، مفيد او مضر ترمنځ په توپيرونو پوهېدل؛ په تياره كي روان ول، نه پوهېدل له كومه راغلي او كوم لوري ته درومي، چا پيدا كړي او د څه لپاره ئې پيدا كړي.

الله تعالى انسان د زمكي پر سر د خليفه په توگه غوره كړى؛ د دې زمكي چاري ئې ده ته سپارلې؛ هغه استعدادونه ئې وركړي چي د خلافت او د زمكي د چارو د سمبالولو لپاره ورته ضرورت دئ؛ د پيغمبرانو او الهي كتابونو له لاري ئې د دوى لارښوونه كړې؛ د پيغمبرانو يوه دنده دا وه چي د الله تعالى د كتاب او د الهي احكامو د ښودلو تر څنگ؛ خلكو ته حكمت هم وروښيي؛ چي هر څه سم وپېژني او سم ئې وكاروي؛ تاسو به په قرآن كي دا ومومئ چي: مس او اوسپنه كشفول، ويلي كول او ظروف او وسلې او وسائل ترې جوړول، له لرگي او اوسپني كشتۍ جوړول، بادي كشتۍ جوړول؛ د حكمت هغه بېلگي دي چي كشف او اختراع ئې د پيغمبرانو په لاس ترسره شوي؛ قرآن موږ ته وايي چي دا اكتشافات او اختراعات د نوح، داؤد او سليمان عليهم السلام اختراعات ول؛ او د ابراهيم، اسحاق او يعقوب عليهم السلام په اړه فرمايي چي دوى هم د بصيرت خاوندان وو او هم د پياوړو او هنرمنو لاسونو خاوندان؛ (وَاذْكُرْ عِبَادَنَا إِبْرَاهِيمَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ أُولِي الأَيْدِي وَالأَبْصَارِ) (إِنَّا أَخْلَصْنَاهُمْ بِخَالِصَةٍ ذِكْرَى الدَّارِ) (وَإِنَّهُمْ عِنْدَنَا لَمِنَ الْمُصْطَفَيْنَ الأَخْيَارِ) ص: 45-47

او زموږ بندگان ابراهيم، اسحاق او يعقوب درپه ياد كړه؛ د پياوړو لاسونو خاوندان او سترگور، يقيناً چي دوى ته مو د آخرت يادولو خصلت سره ځانگړتيا وركړې وه، او يقيناً چي دوى زموږ په وړاندي د غوره شوو نېكانو له ډلي ول.

دلته ابراهيم، اسحاق او يعقوب عليهم السلام د هغو شخصيتونو په توگه زموږ په وړاندي انځور شوي چي موږ ئې بايد د اسوه او قدوه په توگه غوره كړو، د هغوى له عملي ژوند پند واخلو او خصلتونه ئې خپل كړو؛ د دوى دا ځانگړتياوي راښيي: د پياوړو او هنرمنو لاسونو خاوندان او سترگور ول، تل ئې آخرت په ياد وو، د الله تعالى په وړاندي د غوره شوو نېكانو له ډلي ول.

 له دې الهي لارښووني په واضح توگه معلومېږي چي د هر مسلمان زعيم او هر اسلامي حكومت اساسي دندي همغه دي چي په پورتني آيت كي د پيغمبرانو اساسي دندي او رسالت گڼل شوي؛ 1- د الله تعالى لوري ته بلنه، 2- د انسانانو روزنه او تربيت، 3- هغوى ته الهي لارښووني او الهي كتاب ښودل او 4- حكمت ورښودل.

پر پيغمبرانو كتابونه نازل شوي؛ په كتاب پوهېدا ليك لوست ايجابوي؛ لكه څنگه چي د پيغمبرانو امتونه د الهي كتاب په متابعت او عملي كولو گمارل شوي؛ همدا راز ئې په لوستلو مكلف شوي؛ لوستل او ليكل سره تړلي دي؛ د قرآن لومړي نازل شوي آيتونه؛ د قرآن ټول مخاطبين؛ نارينه او ښځينه؛ په قرائت گمارلي، قلم ئې د زده كړي او تعلم داسي وسيله ښودلى چي په مرسته ئې انسان په هغه څه پوهېدى شي چي تر دې وړاندي نه پرې پوهېدو؛ دا ځكه چي په ليك لوست پوهېدا له انسان سره مرسته كوي د نورو له علم گټه واخلي او خپل علم نورو ته انتقال كړي؛ څوك چي په ليك لوست نه پوهېږي نه د بل له علم گټه اخيستى شي او نه خپل علم نورو ته انتقالولى شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک