مهم ترین های امروز چهارشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒️: د ا.ا د لوړو زده کړو وزارت د افغانستان په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې تر امر ثاني پورې د ښځینه محصلینو د زده کړو بهیر وځنډاوه.
✒️: د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر محمد نبي د طالبانو وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې ویلي، مونږ ټول باید دا ومنو چې زموږ ټولنه او هېواد د مېرمنو زدهکړو ته حیاتي اړتیا لري.
✒️: پخواني ولسمشر حامد کرزی د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو د تړلو په تړاو د اسلامي امارت پر پرېکړه ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
حامد کرزي ویلي، « د هېواد پرمختگ، ابادي او ځان بسیاینه د دې خاورې د هر بچي، نجونو او هلکانو په تعلیم او زدهکړې پورې تړلي دي. د تعلیم مخنیوی نه یوازي چې د افغانستان ترقي او هوساینې ته زیان رسوي، بلکې زموږ گران هېواد به د لا ډېرې بیچارهگۍ او پردو ته د لا ډېر احتیاج سره مخ کړي.»
✒️: یلدا شپه چې د ملګرو ملتونو د علمي او فرهنګي سازمان «یونسکو» له خوا د افغانستان او ایران د غيرملموس ګډ فرهنګي ميراث په توګه ثبت شوې؛ په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د خلکو لخوا د کال تر ټولو اوږدې شپې په نوم نمانځل کیږي.
له دې شپې څخه په افغانستان سربېره په ځینو نورو هېوادونو کې د خلکو په راټولېدو سره نمانځنه کیږي.
✒️: د کابل پوهنتون د ریاضیاتو پوهنځۍ د تطبیقي ریاضیاتو څانګې استاد عبیدالله وردګ په پوهنتونونو کې د نجونو زده کړو د ځنډولو د پرېکړې په غبرګون کې له خپلې دندې استعفا وکړه.
په ورته مهال د پولي تخنیک پوهنتون د جیولوجي پوهنځۍ استاد اسد شنیزی چې اوس مهال په اکسفورډ پوهنتون کې د پوسټ دوکتورا څیړونکی دی؛ د ښځینه محصلانو پر وړاندې د پوهنتونونو دروازو د تړلو له امله له خپلې دندې استعفا اعلان کړې ده.
✒️: په پوهنتونونو کې د نجونو زده کړو د ځنډولو د پرېکړې په غبرګون کې د ننګرهار او کندهار پوهنتونونو نارینه محصلینو د اعتراض په توګه د ازموینې له ورکولو انکار کړی دی.
دوی وايي تر هغو به ازموینو او درسونو ته حاضر نه شي څو چې نجونو ته د زده کړو او ازموینو اجازه نه وي ورکړل شوې.
✒️: د فواید عامې وزارت ویاند وايي، سالنګ لویه لار د مسافر وړونکو وسایطو پر مخ پرانیستل شوې خو په خبره یې دا لار د بار وړونکو موټرو پر مخ تر بیا خبرتیا پورې بنده ده.
✒️: باختر اژانس د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي شیراحمد برهاني په حواله ویلي، چې د سالنګ لویه لاره نن یوازې د کوچنیو موټرو پر مخ خلاصه شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، د دې لپاره چې ګڼه ګوڼه رامنځته نه شي؛ باروړونکو موټرو ته د اوس لپاره پر یاده لاره د تګ راتګ اجازه نشته.
✒️: د نجونو پر لوړو زدهکړو بندیز ته د راشد خان غبرګون
د افغانستان کرېکټ ځلانده ستوري راشد خان د طالبانو وروستۍ پرېکړې غبرګون کې ویلي، کومه ټولنه چې خپل ماشومان د جاهلې او نالوستې ښځې غېږ کې پرېږدي تمه دې نه کوي چې غړي به یې سم او ګټور خدمت وکړي.
راشد خان وایي، دا منلې خبره ده چې ښځه د انساني ټولنې بنسټ، او د نسلونو روزونکې او پالونکې ده.
خان په خپله فېسبوک پاڼه هغه حدیث لیکلی چې د علم زدهکړه په کې فرض بلل شوې او زیاته کړې یې ده، "ښځه لومړنۍ مدرسه ده چې د انسان شخصيت په کې وده کوي او جوړښت مومي."
✒️: د ا.ا د ویاند مرستیال د ملګرو ملتونو د سرمنشي څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د افغانستان خاوره هېڅ هېواد ته ګواښ نه ده او ټینګار کوي چې دوی اجازه نه ورکوي څو د افغانستان له خاورې څخه د نورو هېوادونو پر ضد ګټه واخیستل شي.
✒️: د مخکیني حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وايي چې تعلیم او تحصیل د ټولو هېوادوالو له بنسټیزو حقونو څخه دي او له دغه حقه د نجونو بې برخې کول خواشینوونکی دی ښاغلی عبدالله په خپله ټوېتر پانه لیکلي:«په داسې حال کې چې زموږ د ټولو هېوادوالو غوښتنه د هېواد د ښځيه طبقې پر مخ د تعلیم او تحصیل د دروازو پیرانیستل دي، زه هم د افغانستان د یوه وګړي په توګه تمه او غوښتنه لرم چې د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړلو پر پرېکړې دې بیا کتنه وشي.»
✒️: د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نږدې کس شهزاده مسعود رسنیو ته تایید وي چې ښاغلی کرزی له هېواده بهر ته له یوه سفر وروسته، نن (چهارشبنې) بېرته کابل ته راستون شوی دی.
پخوانی ولسمشر د روغتیايي معایناتو لپاره المان ته سفر کړی و.
✒️: د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض رسنیو ته په یوې استول شوې خبرپاڼه کې ویلي چې نن د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د یوې مېرمنې په ګډون ۱۲ تنه د غلا او اخلاقي فساد په جرم په عام محضر کې په دُرو ووهل شول.
✒️: عبدالسلام حنفی، معاون اداری ریاست الوزرا، در دیدار با رییس و اعضای شورای طبی افغانستان در پیوند به مشکلات این شورا گفتوگو کرد.
شورای طبی کشور از نبود ساختمان معیاری و کمبود "پرسونل"شکایت کرده و آقای حنفی وعده کرده است که در زمینه حل این مشکلات تلاش خواهد شد.
✒️: د امریکا او پاکستان خارجه وزیرانو خپلمنځي ټلیفوني اړیکه نیولې.
دواړو لوریو یو بل ته ډاډ ورکړی چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې به خپلمنځي همکارۍ پیاوړې کوي او دوام به ورکوي.
✒️: د امریکا خارجه وزارت ویاند نډ پرایس:
د نړۍ هېوادونه دې د ایران د زړورو لاریونوالو ملاتړ وکړي چې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي.
✒️: د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف امریکا غږ ته:
امریکا د کومه په افغانستان کې افراطیت ختم کړ چې اوس به له موږ سره مرسته کوي؟
امریکا تازه د بنو برید په غبرګون ویلي، پاکستان سره د ترهګرۍ ختمولو کې مرسته کوو.
✒️: پاکستان په یو ځایي ډول د ښه نیت له مخې هغو ۹۶ هندي مذهبي استازو ته ویزې ورکړې چې مذهبي مراسمو لپاره پاکستان ته تلل.
دغه پاکستان سره لا هم تر ۱۷۰۰ پورې تازه نیول شوي افغانان (ښځې، ماشومان او سپین ږیري) بندیان دي چې یو شمېر یې زندان کې مړه شوي هم دي.
✒️: افغانستان کې د نجونو پر لوړ تحصیل بندیز ته د ایمل ولي خان غبرګون:
دا د دې قام د بې تعليمه او بې شعوره ساتلو ناوړه هڅه او د جبر اخري حد دی.
✒️: د پاکستان خارجه وزیر:
سیمه کې د سولې لپاره د امریکا هڅې د ستاینې وړ دي.
✒️: رینا امیری، نماینده ویژه امریکا برای حقوق بشر و زنان افغانستان، از تعلیق تحصیل دختران در پوهنتون ها انتقاد کرده و گفته است که زنان در هیچ کشوری اسلامی از تحصیل محروم نیستند.
✒️: د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خليلزاد ويلي چې د سرپرست حکومت ځینې غړي د نجونو پر وړاندې د پوهنتونونو دروازو تړلو پرېکړې سره مخالف دي. د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت تېره شپه وویل چې په هېواد کې د نجونو لوړې زده کړې تر امر ثاني پورې وځنډول شوې.
✒️: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې مرستیال مارټین ګریفتس چې امنیت شورا غونډې ته یې د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کولې وویل چې ۹۷ سلنه افغانان په فقر کې ژوند کوي او له دریو څخه دوه برخې د خپلې بقا لپاره نړیوالو بشر دوستانه مرستو ته اړتیا لري.
✒️: په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي ژانګ جون د امنیت شورا غونډه کې له ا.ا وغوښتل چې په افغانستان کې د بهرنیو دیپلوماتانو امنیت ټینګ کړي.
✒️: ټاکل شوې ده چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د روسیې تر برید وروسته په خپل لومړني بهرني سفر واشنګټن ته لاړ شي. دا سفر داسې مهال کې کېږي چې واشنګټن له اوکراین سره د مرستو پر یوه بله بسته هم غور کوي.
✒️: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې اسلامي امارت د سه شنبې په ورځ دوه امریکایان له بنده خوشي کړي دي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، دا کار د بندیانو د تبادلې یا د پیسو په بدل کې نه دی شوی بلکې اسلامي امارت د ښه نیت له مخې یاد بندیان له بنده ازاد کړي دي.
✒️: د قطر د بهرنیو چارو وزارت پوهنتونونو کې د نجونو د زده کړو د ځنډولو پر پرېکړې اندېښنه څرګنده کړې او په یوه خبرپاڼه کې یې ویلي چې دا چاره به په افغانستان کې پر بشري حقونو او د هېواد په پرمختګ او اقتصاد جدي اغېز ولري.
قطر له اسلامي امارت غوښتي چې د ښځو لپاره د زده کړو د زمینې برابرولو په برخه کې د اسلام له اصولو سره سم په خپله پریکړه له سره کتنه وکړي.
✒️: د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په پوهنتونونو کې د نجونو د زده کړو د ځنډولو د پرېکړې په غبرګون کې ویلي، له زده کړو د ښځو محرومول د هغوی د حقونو نقض کول دي او دا چاره د هېواد پر راتلونکې خورا ناوړه اغېز کوي.
نوموړي له اسلامي امارت غوښتي چې د افغان نجونو او ښځو لپاره د زده کړو زمینه برابره کړي.
✒️: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) مشرې روزا اوتنبایوا په پوهنتونونو کې د نجونو زده کړو د ځنډولو پر پرېکړې خواشیني څرګنده کړې او دا چاره یې د افغان ښځو په لویه کچه د افغانستان لپاره زیان رسوونکې بللې ده.
✒️: د اسلامي همکاریو سازمان په پوهنتونونو کې د نجونو زده کړو ځنډولو پر پرېکړې اندېښنه ښودلې او د اسلامي امارت له مشرتابه یې غوښتي چې په دې اړه پر خپلې پرېکړې بیا غور وکړي.
✒️: اروپايي ټولنې د افغان نجونو د لوړو زده کړو د ځنډولو په اړه د اسلامي امارت پرېکړې ته کلک غبرګون ښودلی دی.
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزیف بورل ویلي، دا ګام د افغانانو حقونه او هیلې تر پښو لاندې کوي او په افغاني ټولنه کې د ښځو د ونډې مخه نیسي.
✒️: د جرمني د بهرنیو چارو وزیره وايي، د افغانستان په پوهنتونونو کې د نجونو زده کړو د ځنډولو مسئله به د پنجشنبې ورځې د « جي اووه هېوادونو ناستې » په اجنډا کې شامله کړي.
انالینا بیرباک پر خپل ټوېټر لیکلي چې نړۍ هر څه ویني.
