د حکمتيار صاحب يوولسمه درسي حلقه (د ملتونو د عروج او زوال عوامل) تر عنوان لاندې تر سره شوه
يکشنبه د قوس ۲۷مه؛ ۱۴۰۱:
د بريا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي (د ملتونو د عروج او زوال عوامل) تر عنوان لاندي د حزب اسلامي افغانستان د قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار يولسمه درسي حلقه دائره شوه چي گڼشمېر ورونو او خویندو په کي گډون کړی وو.
نوموړي د خپل تېر درس پر دوام وويل:
قرآن د بايبل هغه وينا هم غلطه گڼي چي گواكي الله تعالى موسى عليه السلام يا نورو پېغمبرانو ته راڅرگند شوى؛ قرآن وايي چي د هيڅ مخلوق سترگي نشي كولى الله تعالى وگوري؛ د موسى عليه السلام په اړه فرمايي چي د طور په اړخ كي ئې يوازي د اور رڼا ليدلې؛ نه الله تعالى؛ لكه چي فرمايي:
(فَلَمَّا قَضَى مُوسَى الأَجَلَ وَسَارَ بِأَهْلِهِ آنَسَ مِنْ جَانِبِ الطُّورِ نَارًا قَالَ لأَهْلِهِ امْكُثُوا إِنِّي آنَسْتُ نَارًا لَعَلِّي آتِيكُمْ مِنْهَا بِخَبَرٍ أَوْ جَذْوَةٍ مِنَ النَّارِ لَعَلَّكُمْ تَصْطَلُونَ) القصص: 29
او كله چي موسى دا موده بشپړه كړه او له خپلي كورنۍ سره وخوځېدو، د طور په يوه اړخ كي ئې اور ترسترگو شو، خپلي كورنۍ ته ئې وويل: تم شئ! زما يو اور ترسترگو شو، يا به كوم خبر (او احوال) ترې درته راوړم او يا د اور كومه سكروټه چي تاوده شئ.
په يوه روايت كي راغلي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم له جبرائيل وپوښتل: آيا خپل رب دي ليدلى؟ هغه د دې پوښتني له هيبت ولړزېدو او وئې ويل: يا محمد! زما او د الله تعالى تر منځ اويا زره د نور پردې دي؛ كه لاندينۍ پردې خوا ته ورشم؛ وزرونه مي سوزي!!
كله چي موسى عليه السلام هغه ځاى ته رسېدلى نو د الله تعالى دا غږ ئې اورېدلى:
.... يَا مُوسَى إِنِّي أَنَا اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ. القصص 30
....اې موسى! زه د عالمونو رب الله يم
يعني چي موسى عليه السلام نه الله تعالى ليدلى او نه ئې د هغه نور او تجلي. قرآن په دې خبري تأكيد كوي چي په دې دنيا كي هيڅوك د الله تعالى د ليدو توان نه لري، په داسي حال كي چي موسى عليه السلام يوازينى هغه پيغمبر گڼي چي الله تعالى ورسره خبري كړې دي، خو د همده په اړه فرمايي چي الله تعالى ته ئې د ليدو سوال وكړ، الله تعالى ورته وفرمايل: ما نه شې ليدى، دې غره ته وگوره، كه زما د تجلي په وړاندي ئې مقاومت وكړى شو نو ته به هم ما وليدى شې، خو كله چي الله تعالى غره ته تجلي وكړه، غر ټوټې ټوټې شو او موسى عليه السلام بې سده شو، كله چي راپه سد شو وئې ويل: ربه! پاكي تا لره ده، زما دي توبه وي، زه لومړى هغه كس يم چي په دې خبري ايمان راوړم چي انسان د الله تعالى له ليدو ډېر عاجز دئ، او دا د بايبل د ليكونكي په خوله يو سخت گوزار دئ چي په لسهاوو ځايونو كي ئې دا ادعاء كړې چي خداى دې او هغه ته، دلته او هلته راڅرگند شو!! موږ چي لمر ته په رډو سترگو نه شو كتلى، د زمكي او آسمانونو هغه پيدا كوونكى رب به څنگه په خپلو دغو سترگو او دلته په دنيا كي وليدى شو چي دا لمر د هغه د عظمت په وړاندي د مشنگو د دانې په څېر دئ!!؟ د لمر رڼا به د الله تعالى د تجلي په وړاندي څه حيثيت ولري؟
نوموړي زياته کړه:
د لارښود قرآن دا آيتونه د هغو متصوفينو ادعاء هم په كلكه ردوي چي گمان كوي اولياء الله كولى شي الله تعالى په مشاهدې سره وگوري، دې ته د (شهود) نوم وركوي، ادعاء ئې دا ده چي د روحاني ارتقاء او د سلوك يوه مرحله دا ده چي سالك خپل رب مشاهدتاً گوري!! قرآن دا انگېرنه له بنسټه ردوي او وايي چي انسان خو پرېږده لوى غر د الله تعالى د تجلي په وړاندي مقاومت نشي كولى. دغو متصوفينو دا عقيده له محرف بايبل تر لاسه كړې، په قرآن او حديث كي د داسي عقيدې لپاره هيڅ دليل نشو موندلى، قرآن د موسى عليه السلام دا قصه د همدې لپاره رااخيستې چي د بايبل غلطه ادعاء ترديد كړي. د قرآن دا وينا او هغه هم د موسى عليه السلام د قصې په ترڅ كي د يهودانو او د بايبل د هغو پلويانو په خوله سخت سوك دئ چي د بايبل دا غلطه خبره مني چي د دوى گڼ شمېر انبياءو الله تعالى په خپلو سترگو ليدلى او ډوډۍ ئې ورسره خوړلې!! دا آيت د ټولو هغو ټگمارانو ادعاء هم ردوي چي د (شهود) او (حضور) په نامه د الله تعالى د ليدو خبره كوي. كه د موسى عليه السلام په څېر اولوالعزم پيغمبر نشي كولى الله تعالى وگوري؛ بل څوك به ئې څنگه وليدى شي، موسى عليه السلام لومړى او وروستى شخص دئ چي الله تعالى ورسره تكلم كړى او دا ئې په خپلو سترگو ليدلي چي نه غر او نه انسان د الله تعالى د تجلي په وړاندي مقاومت كولى شي. بخاري روايت كوي چي عائشي رضي الله عنها د محمد عليه السلام په اړه وويل:
مَنْ حَدَّثَكَ أَنَّ مُحَمَّدًا صَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَسَلَّمَ رَأَى رَبَّهُ فَقَدْ كَذَبَ وَهُوَ يَقُولُ (لَا تُدْرِكُهُ الْأَبْصَارُ) (وَ مَا كانَ لِبَشرٍ أَن يُكلِّمَهُ اللَّهُ إِلا وحياً أَوْ مِن وَرَاء حِجَابٍ أَوْ يُرْسِلَ رَسولاً فَيُوحِىَ بِإِذْنِهِ مَا يَشاءُ) وَمَنْ حَدَّثَكَ أَنَّهُ يَعْلَمُ الْغَيْبَ فَقَدْ كَذَبَ وَهُوَ يَقُولُ لَا يَعْلَمُ الْغَيْبَ إِلَّا اللَّهُ *
كه چا درته وويل چي محمد صلى الله عليه و سلم خپل رب ليدلى دئ نو پوه شه چي دا شخص دروغ وايي، ځكه الله تعالى فرمايي: "سترگى ئې نشي ليدلى"، "او هيڅ انسان لره نه ښايي چي الله ورسره تكلم وكړي مگر په وحي سره، يا د حجاب له شا او يا كومه فرشته وليږي نو هغه د الله په حكم هغه څه ورته وحي كړي چي غوښتي ئې وي" او كه چا درته وويل چي هغه علم غيب لري، نو دا هم دروغ وايي ځكه الله تعالى فرمايي: له الله پرته هيڅوك علم غيب نه لري.
ښاغلي حکمتيار همداراز (د بني اسرائيلو د آزادۍ شعار) تر سرليك لاندي يوي بلې مهمي موضوع ته هم تفصلي إشاره وکړه او وئې ويل:
قرآن فرمايي چي د موسى عليه السلام له اساسي غوښتنو يوه د بني اسرائيلو آزادي وه، هغه د دې ترڅنگ چي ټول مصريان؛ د فرعون په شمول؛ پر الله تعالى او آخرت ايمان، الهي دين ته تسليمېدا او له ظلم او فساد لاس اخيستو ته رابلي، فرعون ته په خپل خطاب كي وايي: په غلامۍ كي د بني اسرائيلو له ساتلو لاس واخله، هغوى آزاد كړه، كه ئې په مصر كي نشې زغملى پرې ئې ږده چي له ما سره يو ځاى له مصر ووځي، لكه څنگه چي موسى عليه السلام د بني اسرائيلو د آزادۍ له شعار سره مصر ته تللى د هر پيغمبر يو اساسي شعار د غلامي جوغ ماتول، د غلامانو په لاس پښو كي پراته زنځيرونه شلول او غلامان آزادول وو. قرآن په دې اړه فرمايي:
فَأۡتِيَاهُ فَقُولَآ إِنَّا رَسُولَا رَبِّكَ فَأَرۡسِلۡ مَعَنَا بَنِيٓ إِسۡرَٰٓءِيلَ وَلَا تُعَذِّبۡهُمۡۖ قَدۡ جِئۡنَٰكَ بَِٔايَةٖ مِّن رَّبِّكَۖ وَٱلسَّلَٰمُ عَلَىٰ مَنِ ٱتَّبَعَ ٱلۡهُدَىٰٓ ٤٧ طه: 47
نو دواړه هغه (فرعون) ته ورغلل او ورته وئې ويل: موږ ستا د رب استازي يو نو بني اسرائيل راسره ولېږه او له تعذيبولو ئې لاس واخله، يقيناً چي ستا د رب له لوري له څرگندي نښي سره تا ته راغلي يو؛ او سلامتيا دي په هغه چا وي چي د لارښووني متابعت كوي.
دغه راز بل ځای کي فرمايي:
فَأۡتِيَا فِرۡعَوۡنَ فَقُولَآ إِنَّا رَسُولُ رَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ ١٦ أَنۡ أَرۡسِلۡ مَعَنَا بَنِيٓ إِسۡرَٰٓءِيلَ ١٧ الشعراء: 16-17
نو فرعون ته ورشئ او ورته ووايئ: يقيناً چي موږ د رب العالمين استازي يو (له دې پيغام سره) چي بني اسرائيل راسره ولېږه.
موسى عليه السلام فرعون ته وايي: ته چي پر ما د خپلو پېرزوينو او احساناتو يادونه كوې او وايې چي په خپل كور كي مي ستر كړې! د دې وجه خو دا ده چي تا بني اسرائيل په غلامۍ كي ساتلي، د هغوى زامن دي وژل، زما مور دې ته اړه شوه چي سيند ته مي وغورځوي، په دې توگه ستا لاس ته درغلم، ولي ستا په كور كي د سترېدو پيغور راكوې؟! هلته چي فرمايي:
وَتِلۡكَ نِعۡمَةٞ تَمُنُّهَا عَلَيَّ أَنۡ عَبَّدتَّ بَنِيٓ إِسۡرَٰٓءِيلَ ٢٢ الشعراء: 22
د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير زياتوي چي؛ راشئ د قرآن دا وينا د بايبل له كمزورې وينا سره مقايسه كړئ چي وايي: موسى فرعون ته وويل: د خداى قوم پرېږده چي صحراءء ته ولاړ شي او د خداى عبادت وكړي!! بايبل تر دې عنوان لاندي چي (موسى او هارون د فرعون په دربار كي)؛ ليكي: (د قوم له مشرانو سره له ليدو وروسته موسى او هارون فرعون ته ورغلل او ورته وئې ويل: موږ د خداى له لوري، د بني اسرائيلو د خداى له لوري؛ تا ته يو پيغام راوړى، هغه فرمايي: زما قوم پرېږده چي صحراء ته ولاړ شي او زما عبادت وكړي!! فرعون ورته وويل: خداى څوك دئ چي زه ئې خبري واورم او بني اسرائيل آزاد كړم؟...
دوى ورته وويل: ... د عبرانيانو خداى موږ ته ويلي چي د دريو ورځو په مزل واټن صحراء ته ولاړ شو او هلته د خپل خداى لپاره قرباني وكړو، كه دا كار ونه كړو نو هغه به مو په بيمارۍ يا جنگ سره ووژني!! فرعون د دوى خبره ونه منله، ... په بني اسرائيلو ئې شاقه كارونه لازيات كړل... فرعون ته د شكايت لپاره ورغلل، هغه ئې شكايت ته اعتناء ونه كړه... له قصر د راوتلو په وخت كي ئې موسى او هارون ته چي د قصر په خوله كي ورته منتظر ول وويل: خداى دي زموږ غچ له تاسو واخلي چي موږ مو د فرعون او د ده د درباريانو له نظره وغورځولو او زموږ د وژلو بهانه مو په لاس وركړه!! موسى خداى ته شكايت وكړ چي ولي خپل قوم له كړاوونو سره مخامخ كوې؟ آيا زه دي د همدې لپاره رالېږلى وم؟ خداى ورته وويل: اوس به وگورې چي زه له فرعون سره څه كوم؟ داسي به ئې تر فشارونو لاندي ونيسم چي نه يوازي زما قوم به پرېږدي بلكي په زور به ئې له مصر وشړي، زه همغه خداى يم چي ابراهيم، اسحاق او يعقوب ته د قادر او مطلق خداى په توگه ورڅرگند شوم خو د خداى په نامه مي ځان ورمعرفي نه كړ!! ما له دوى سره وعده كړې ده چي د كنعان سيمه به دوى ته بخښم، ... خداى موسى ته امر وكړ چي بيا فرعون ته ورشه... هغه ورته وويل: چي بني اسرائيل زما خبره نه اوري نو فرعون به ئې څنگه واوري؟ ... )
د ښاغلي حکمتيار پر وينا؛ که د بايبل د دغو خبرو په وړاندي بايد لږ توقف وكړو او ناسموالى ئې په گوته كړو: د بايبل د ادعاء له مخي موسى عليه السلام د فرعون ليدو ته ورغلى او هغه ته ئې له ځانه دا خبره كړې چي د عبرانيانو د خداى پيغام ستا لپاره دا دئ چي د خداى قوم؛ بني اسرائيل پرېږده چي له مصر د دريو ورځو په واټن صحراء ته ووځي او هلته خداى ته خپلي قربانۍ وړاندي كړي، گواكي دا يو چم او چل وو، غوښتل ئې بني اسرائيل په دې پلمه له مصر ووځي او كنعان ته ولاړ شي!! قرآن دا ادعاء ردوي او فرمايي چي موسى عليه السلام فرعون ته همغه څه ويلي چي هر پيغمبر ئې ولس او د ولس واكمنانو ته وايي، هغه ئې په الله تعالى او آخرت ايمان ته رابللى، د نورو اساسي خبرو په ضمن كي ئې هغه ته ويلي چي د بني اسرائيلو له تعذيب، ځورولو او په اسارت او غلامۍ كي د دوى له ساتلو لاس واخله، پرېږده چي آزاد ژوند وكړي، كه ترې وېرېږې او د همدې لپاره ئې په اسارت او استضعاف كي ساتې او زامن ئې ورته وژنې نو پرې ئې ږده چي له مصر ووځي او د خپلي خوښي سيمي ته له موږ سره ولاړ شي... فرعون ورته وويل: آيا ته همغه نه يې چي ماشوم وې او موږ وروزلې او د خپل عمر څو كلونه دي زموږ خوا كي تېر كړل؟ او خپل هغه كار دي هم وكړ، حال دا چي هغه وخت ته هم (زموږ په څېر) د كافرانو له ډلي وې، وئې ويل: هغه كار مي په داسي حال كي كړى چي له لاروركو او ناپوهانو وم (په ناپوهۍ كي هغه كار رانه شوى، اعتراف كوم چي هغه وخت زه هم ستاسو په څېر لار وركى وم) نو كله چي له تاسو ووېرېدم درنه وتښتېدم، نو زما رب راته حكم راكړ او له پيغمبرانو ئې وگرځولم او دا پېرزوينه چي ته ئې پر ما منت ږدې، د دې وجه خو دا ده چي تا بني اسرائيل غلامان كړي (كه دوى آزاد وى ولي به زه د خپلي مور له غېږي محرومېدم، ستا لاس ته به درتلم او ستا تر روزني لاندي به نيول كېدم او ولي به تا نن د دغي خبري منت پر ما اېښودو او خپله دا پېرزوينه به دي ما ته رايادوله؟!!) پر همدي ارتباط د قرآن الفاظ دا دي:
فَأۡتِيَا فِرۡعَوۡنَ فَقُولَآ إِنَّا رَسُولُ رَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ ١٦ أَنۡ أَرۡسِلۡ مَعَنَا بَنِيٓ إِسۡرَٰٓءِيلَ ١٧ قَالَ أَلَمۡ نُرَبِّكَ فِينَا وَلِيدٗا وَلَبِثۡتَ فِينَا مِنۡ عُمُرِكَ سِنِينَ ١٨ وَفَعَلۡتَ فَعۡلَتَكَ ٱلَّتِي فَعَلۡتَ وَأَنتَ مِنَ ٱلۡكَٰفِرِينَ ١٩ قَالَ فَعَلۡتُهَآ إِذٗا وَأَنَا۠ مِنَ ٱلضَّآلِّينَ ٢٠ فَفَرَرۡتُ مِنكُمۡ لَمَّا خِفۡتُكُمۡ فَوَهَبَ لِي رَبِّي حُكۡمٗا وَجَعَلَنِي مِنَ ٱلۡمُرۡسَلِينَ ٢١ وَتِلۡكَ نِعۡمَةٞ تَمُنُّهَا عَلَيَّ أَنۡ عَبَّدتَّ بَنِيٓ إِسۡرَٰٓءِيلَ ٢٢ الشعراء: 16-22
نوموړی د پورتني وضاحت پر دوام وايي:
د بايبل د ليكوال دا بد عادت دئ چي تل د خپلو قصو اتلان داسي انځوروي چي په چل او چم سره غواړي خپلو موخو ته ځان ورسوي!! او له دې اسلوب د ليكوال مقصد دا دئ چي د بايبل منونكي او پلويان ذهناً دې ته چمتو كړي چي ومني په مكر او چل سره ځان خپل هدف ته رسول د اتلانو او پيغمبرانو كار دئ!! كاش ده داسي يوه پلمه جوړه كړې وى چي فرعون ته د منلو وړ او معقوله برېښېدى، موسى عليه السلام به څنگه د فرعون په څېر يوه ستر ظالم ته وايي چي خداى تا ته دا پيغام لېږلى چي بني اسرائيل پرېږده له مصر صحراء ته ووځي او هلته خپل خداى ته خپلي قربانۍ وړاندي كړي!! آيا موسى عليه السلام په فرعون باندي د داسي ساده او كمعقله انسان گمان كاوو چي دا پلمه به ومني او د وتلو اجازه به وركړي؟!!
قرآن د بايبل دا خبره هم ردوي چي د بني اسرائيلو مشرانو موسى عليه السلام د خپلو ستونزو عامل گڼلى او شكايت ئې ترې كړى او ده له هغه څه شكايت كړى چي الله تعالى له بني اسرائيلو سره كول!! د دې ادعاء په خلاف فرمايي چي موسى عليه السلام بني اسرائيلو ته د صبر او له الله تعالى د مرستي غوښتو توصيه وكړه. هلته چي فرمايي:
قَالَ مُوسَىٰ لِقَوۡمِهِ ٱسۡتَعِينُواْ بِٱللَّهِ وَٱصۡبِرُوٓاْۖ إِنَّ ٱلۡأَرۡضَ لِلَّهِ يُورِثُهَا مَن يَشَآءُ مِنۡ عِبَادِهِۦۖ وَٱلۡعَٰقِبَةُ لِلۡمُتَّقِينَ ١٢٨ الاعراف: 128
موسى خپل قوم ته وويل: له الله مرسته وغواړئ او صبر وكړئ، يقيناً چي زمكه د الله ده، له خپلو بندگانو ئې چي چا ته خوښه وي په ميراث ئې وركوي او نېكه پايله د متقيانو ده (وروستى برى د هغه چا په برخه كېږي چي له بې صبرۍ ځان وساتي او له الله تعالى پرته بل چا ته د مرستي لاس اوږد نه كړي).
او د بني اسرائيلو همتناك او له شهامته ډك ځواب داسي بيانوي:
قَالُوٓاْ أُوذِينَا مِن قَبۡلِ أَن تَأۡتِيَنَا وَمِنۢ بَعۡدِ مَا جِئۡتَنَاۚ قَالَ عَسَىٰ رَبُّكُمۡ أَن يُهۡلِكَ عَدُوَّكُمۡ وَيَسۡتَخۡلِفَكُمۡ فِي ٱلۡأَرۡضِ فَيَنظُرَ كَيۡفَ تَعۡمَلُونَ ١٢٩ الاعراف: 129
وئې ويل: ستا له راتلو د مخه هم كړول شوي يو او له راتلو وروسته دي هم، (موسى عليه السلام) ورته وويل: هيله دئ چي رب مو ستاسو دښمن هلاك كړي او د زمكي خلافت درپه برخه كړي او بيا وگوري چي تاسو څنگه عمل كوئ.
قدرمن مشر زياتوي چي؛ د قرآن د وينا له مخي بني اسرائيلو په مېړاني او صبر سره د موسى عليه السلام ملگرتيا كړې او د همدغه صبر په سبب الله تعالى پر دښمن برى وركړ او د نړۍ پر ټولو قومونو او ولسونو ئې دوى ته فضيلت وركړ. كه څه هم ځينو درنو مفسرينو د بني اسرائيلو دا ځواب د ضعف او بې زړه توب نښه او د شكايت په توگه تعبير كړى خو دا توجيه كمزورې ده، ځكه چي د يونس سورې په 84-86 او د الاعراف سورې په 137آيتونو كي په دې اړه داسي راغلي:
وَقَالَ مُوسَىٰ يَٰقَوۡمِ إِن كُنتُمۡ ءَامَنتُم بِٱللَّهِ فَعَلَيۡهِ تَوَكَّلُوٓاْ إِن كُنتُم مُّسۡلِمِينَ ٨٤ فَقَالُواْ عَلَى ٱللَّهِ تَوَكَّلۡنَا رَبَّنَا لَا تَجۡعَلۡنَا فِتۡنَةٗ لِّلۡقَوۡمِ ٱلظَّٰلِمِينَ ٨٥ وَنَجِّنَا بِرَحۡمَتِكَ مِنَ ٱلۡقَوۡمِ ٱلۡكَٰفِرِينَ ٨٦
او موسى وويل: اې زما قومه! كه مو پر الله ايمان راوړى وي نو پرې توكل وكړي كه مسلمانان يئ، نو وئې ويل: پر الله مو توكل دئ، اې زموږ ربه! د دغه ظالم قوم لپاره مو د آزمېښت وسيله ونه گرځوې او په خپل رحمت سره مو له دې كافر قوم وژغورې.
وَتَمَّتۡ كَلِمَتُ رَبِّكَ ٱلۡحُسۡنَىٰ عَلَىٰ بَنِيٓ إِسۡرَٰٓءِيلَ بِمَا صَبَرُواْۖ الاعراف: 137
... او ستا د رب غوره وينا د بني اسرائيلو په اړه په دې سبب بشپړه شوه چي صبر ئې وكړ....
نوموړي دا هم وويل:
دلته د بايبل په وينا كي جدي تناقض گورو، له يوې خوا بني اسرائيل داسي معرفي كوي چي د فرعون په غلامۍ كي راضي وو او پر موسى عليه السلام ئې دا اعتراض درلود چي ولي ئې د مرگ له گواښ سره مخامخ كړل، خو له بلي خوا وايي چي دوى له مصر د وتلو په اړه له موسى عليه السلام سره موافق ول او د همدې لپاره د دوى مشران د فرعون ليدو ته ورغلي وو، پوښتنه دا ده چي هغه ولس به څنگه د يوه انقلابي مشر قيادت ومني، پاڅون ته به ملا وتړي او له ده سره به يو ځاى هجرت ته تيار شي چي هغه ته ئې ځواب دا وي: ستا په سبب فرعون او درباريان ئې له موږ ناراضه شوي، له موږ ئې مخ اړولى او په مرگ مو گواښي!! آيا دا د يوه ستر پيغمبر په نسبت لوى اتهام نه دئ چي خداى ته ئې شكايت وكړ چي ولي خپل قوم له كړاوونو سره مخامخ كوې؟ آيا زه دي د همدې لپاره رالېږلى وم؟ آيا د بايبل دا ادعاء به كوم عقلمن او په دين پوه انسان ومني چي وايي: خداى موسى ته امر وكړ چي بيا فرعون ته ورشه... هغه ورته وويل: چي بني اسرائيل زما خبره نه اوري نو فرعون به ئې څنگه واوري؟
نوموړي همداراز د عصا په اړه د بايبل پر غلطه وينا هم تفصيلي بحث وکړ او وئې ويل:
بايبل (د هارون عصا) تر عنوان لاندي ليكي: (خداى موسى او هارون ته وويل: دا ځل به د مصر پاچا له تاسو معجزه وغواړي، نو هارون دي خپله عصا د فرعون په مخكي پر زمكه وغورځوي، عصا به مار شي... موسى او هارون بيا فرعون ته ورغلل... هارون د فرعون او درباريانو په وړاندي خپله عصا پر زمكه وغورځوله او مار ترې جوړ شو، فرعون د مصر حكيمان او جادوگران راوغوښتل، هغوى هم د خپل جادو په مرسته همدا كار وكړ، خپلي عصاگاني ئې پر زمكه وغورځولې او ماران ترې جوړ شول، خو د هارون مار د جادوگرانو ټول ماران وخوړل... خو د دې معجزې له ليدو سره سره د فرعون زړه سخت پاته شو... بيا خداى موسى ته وويل: سبا هغه عصا درسره واخله چي مار ترې جوړ شوى وو، د نيل ژۍ ته ورشه، د فرعون تر راتلو انتظار وكړه، ورته ووايه: ... اوس به خداى داسي كار وكړي چي پوه شې هغه خداى دئ... زه به د ده په امر د نيل اوبه په يوه گوزار سره په وينو بدلي كړم... هارون د پاچا او درباريانو په وړاندي د نيل اوبه په خپلي عصا ووهلې او په وينو بدلي شوې، ټول ماهيان مړه شول او اوبه گنده شوې، ... خو د فرعون زړه همغسي سخت پاته شو... له دې يوه اونۍ وروسته خداى موسى ته وويل: فرعون ته ورشه او ورته ووايه: زما قوم پرېږده چي ولاړ شي او زما عبادت وكړي، كه نه نو ټول مصر به له چنگاښو درته ډك كړم، د نيل سيند به داسي له چنگاښو ډك شي چي بهر به راووځي او ستا د قصر په لوري به هجوم راوړي... ستا د خوب خوني، د اوړو نغريو او تنورونو ته به ځان ورسوي... هارون خپله عصا د نيل سيند، چينو او حوضونو ته اوږده كړه، ټول له چنگاښو ډك شول... خو مصري جادوگرانو هم په خپل جادو سره همدا كار وكړ او ډېري زياتي چنگاښي ئې راپيدا كړې!! فرعون له موسى وغوښتل چي خپل خداى ته دعاء وكړي چي دا بلا زموږ له سره لري كړي، ژمنه كوم چي په هغه صورت كي به بني اسرائيل پرېږدم چي ولاړ شي او د خپل خداى لپاره قرباني وكړي... موسى دعاء وكړه... ټولي چنگاښي مړې شوې ... خو بيا هم د فرعون زړه نرم نه شو... بيا خداى موسى ته وويل: هارون ته ووايه چي سبا خپله عصا پر زمكه ووهي چي ټول مصر له ماشو ډك شي... همداسي ئې وكړل او ټول مصر له ماشو ډك شو او پر خلكو ئې بريد پيل كړ... د مصر جادوگرانو وغوښتل چي همدا كار وكړي خو دا ځل موفق نه شول... نو فرعون ته ئې وويل: په دې كار كي حتماً خداى لاس لري... خو بيا هم د فرعون زړه نرم نه شو... ورپسې په همدې توگه د مچانو، طاعون، دانو، ږلۍ، ملخ او سختي تيارې داسي يادونه كوي لكه چي ئې د مخكينيو مصيبتونو يادونه كړې، الفاظ ئې تكراري او جملې ئې سره ورته، هر ځل د هارون په عصا يو له دغو مصيبتونو پر مصريانو مسلط شوى او بيا فرعون له موسى غوښتي چي دعاء وكړي... د موسى عليه السلام د دعاء په وجه مصيبت ترې دفع شوى خو فرعون په خپل قول عمل نه دئ كړى!! په پاى كي ليكي چي فرعون موسى عليه السلام ته وويل: زما له مخي لري شه او بيا مه راځه كه نه نو وژل كېږې، موسى ورته وويل: لكه څنگه چي تا وويل بيا به ما ونه گورې، نو خداى موسى ته وويل: داسي بلا به پر فرعون او د ده پر قوم راولم چي دى به په خپله له تاسو وغواړي چي له مصر ووځئ!! د اسرائيليانو ښځو ته ووايه چي تر وتلو مخكي له خپلو مصري گاونډيو سره او سپين زر (په امانت) تر لاسه كړي!!! نو موسى فرعون ته وويل: خداى فرمايي: نن نيمه شپه به د مصر له منځه تېر شم، (په همدې سره به) د مصري كورنيو ټول مشران زامن ومري، د فرعون له مشره زويه چي د ده ځاى ناستى دئ نيولې د هغي وينځي تر زوى پوري چي كار ئې په مېچني سره د غنمو وړه كول وي، حتى د مصر د څارويو لومړي بچيان به هم ومري!!! ... نو دغه وخت موسى له غصې سره د فرعون له قصر ووت،...)
د ښاغلي حکمتيار پر ټکو؛ دلته د بايبل گڼ شمېر خبري د سالم عقل او صحيح الهي دين خلاف دي او قرآن ئې ردوي. پدي معنیٰ چي
بايبل داسي ښيي؛ لكه موسى عليه السلام چي څو اونۍ پر له پسې د فرعون په دربار كي تېري كړې وي او په همدې مودې كي خداى په وار وار ورته راغلى او ده ته ئې د نوې معجزې ښودلو لارښوونه كړې وي، ده هم خپلي ټولي معجزې د فرعون په حضور كي او له جادوگرانو سره په مقابله كي ښودلې دي، هر څه چي ده كړي جادوگرانو هم همغه كار كړى، دوى يوازي د ماشو په پيدا كولو نه دي توانېدلي!! دا هسي يوه بې بنسټه او په خرافاتو ولاړه خبره ده، هيڅ جادوگر، كه هر څومره ماهر او چالاك وي، هيڅ شى نه شي پيدا كولى، نه مړ شى او نه ژوندى، د جادوگر كمال او هنر په دې كي وي چي د خلكو ذهن تر اغېز لاندي راولي او يو شى د خپلي اصلي بڼي په ځاى په بدلي بڼي كي وگوري، جادوگر له دې پرته نور هيڅ نه شي كولى، له الله تعالى پرته نه څوك په جادو سره څه پيدا كولى شي او نه په بل څه سره، د قرآن د وينا له مخي جادوگرانو خپل پړي اچولي او په جادو سره ئې د خلكو ذهن او سترگي دوكه كړې؛ داسي چي پر زمكه پراته پړي د مارانو په څېر خوځنده برېښېدلي، د پړو په ماهيت كي څه تبديلي نه ده راغلې د خلكو په سترگو اغېز پرېوتى.
د درس په پای کي قدرمن مشر د ګډونوالو پوښتنو ته هم تفصيلي ځوابونه ورکړل او له هغه وروسته نننۍ درسي حلقه د نوموړي په دعاء پای ته ورسېده.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.
