د ننګرهار او کونړ ولايتونو قومي او جهادي مشران د خپل قدرمن امیر حکمتيار صاحب تعزیت او ملاتړ ته راغلي
سهشنبه د قوس ۲۹مه؛ ۱۴۰۱:
د ننګرهار او کونړ ولايتونو يو شمېر مجاهدينو، جهادي قوماندانانو او قومي مشرانو د حزب اسلامي افغانستان له قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار سره وکتل او نوموړي ته يې پر إيمان مسجد د وحشيانه بريد په اړه د خپلې خواخوږۍ، تسليت او تعزيت مراتب وړاندې کړل.
راغليو مشرانو په خپلو خبرو کې د حا وياړلی «رهبر» د ملت او امت په کچه د مخلصو مؤمنانو يو مخلص حامي او فکري استاد وباله او له هغه يې دفاع کول د ټول ملت او په ځانګړي ډول د مخلصو مؤمنانو شرعي دنده وبلله.
دغه راز د کتنې په پای کې د الله تعالیٰ له درباره د پېښې قربانيانو ته د فردوس جنت، ټپيانو ته د عاجلې روغتيا او کورنيو ته يې د جميل صبر او جزيل أجر غوښتنه وشوه.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.
