No-IMG

مهم ترین های امروز سه شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: د ح‌اا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه: سه‌شنبه د قوس ۲۹مه؛ ۱۴۰۱ د ننګرهار او کونړ ولايتونو يو شمېر مجاهدينو، جهادي قوماندانانو او قومي مشرانو د ح‌اا له قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار سره وکتل او نوموړي ته يې پر إيمان مسجد د وحشيانه بريد په اړه د خپلې خواخوږۍ، تسليت او تعزيت مراتب وړاندې کړل.

راغليو مشرانو په خپلو خبرو کې د ح‌ا وياړلی «رهبر» د ملت او امت په کچه د مخلصو مؤمنانو يو مخلص حامي او فکري استاد وباله او له هغه يې دفاع کول د ټول ملت او په ځانګړي ډول د مخلصو مؤمنانو شرعي دنده وبلله.

: ‏مالیې وزارت د کینو، مالټو او زېړو سلفرو ګمرکي تضمین له ۱۱۰ څخه ۶۰ سلنې ته راښکته کړ.

: ‏د نیمروز سیمه ایز چارواکي وايي،  د دغه ولایت سرحدي مسوولانو د ایران له پوله ساتو ساتونکو سره د ورېښمو لارې په اوږدو کې د شته ستونزو د حل په هدف کتلي دي.

‏د باختر اژانس د راپور پر اساس؛ د نیمروز سرحدي مسوولانو د ایران د زابل ولایت له سرحدي مسوول علي رضا سنچولي سره په دواړو لوریو کې د سرحدي ستونزو، د نشه یي توکو او انساني قاچاق پر مخنیوي خبرې کړي دي.

په دغه لیدنه کې د درېیم کنډک قوماندان له سرحدي پوستو هم لیدنه کړې ده.

: ‏د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې د شدیدې تبې ناروغي رامنځ ته شوې چې د دوو ماشومانو ژوند یې اخیستی دی.

د زابل د عامې روغتیا رئیس عبدالحکیم حکیمي وايي، شاوخوا ۸۰ تنه نور په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

نوموړی وايي، په دې ناروغۍ اخته کسان شدیده تبه لري او له پوزې یې وینه ځي.

: ‏د کندهار سیمه ایز چارواکي وايي، د چمن سیمې د یو شمېر قومي مخورو، علماوو، سپین ږیرو او سوداګرو تر منځ په سپین بولدک کې ناسته شوې او د ډېورند فرضي  کرښې په اوږدو کې یې د تاوتریخوالي د پېښېدو د مخنیوي په اړه خبرې کړې دي.

‏د کندهار ولایت مقام رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، په دې ناسته کې په راتلونکي کې د کرښې په اوږدو کې د نښتو پر مخنیوي خبرې شوې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د اسلامي امارت پلاوي  په غونډه کې ویلي، دوی د خپلې خاورې د دفاع لپاره اقدام کړی دی.

: ‏د عامې روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا فلج ضد واکسین د تطبیق کمپاین د پيلېدو خبر ورکوي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې؛ د دې کمپاین په ترڅ کې به شاوخوا ۷میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي، واکسین شي.

: ‏پاکستان کې د افغانستان سفارت د هغه افغان ناروغ له مړینې خبر ورکوي چې د پاکستان د پولیسو له خوا زنداني شوی و.

دغه سفارت د ټوېټر له لارې ویلي چې د افغانستان دغه وګړی د درملنې لپاره پاکستان ته تللی و او د قانوني سند د نه لرلو له امله زنداني شوی و ‏پاکستان کې د افغانستان سفارت وايي چې د افغانستان دغه وګړی د ناروغۍ له شدت وروسته روغتون ته ولېږدول شو او هلته ومړ.

: ‏د سمنګان ولایت د څارنوالۍ ریاست مالي او اداري امر امان الله حقمل په بغلان ولایت کې د ناپېژاده وسله والو له خوا وژل شوی دی ‏د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس فیروزالدین منیب د دغې پېښ له تایید سره وايي چې دغه پښه د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ په کیان دره کې هغه مهال رامنځته شوې چې د حقمل د لېږد موټر له کابله د سمنګان په لور په حرکت کې و او په لاره کې له غلو سره مخ او د هغه د وژنې لامل کېږي.

: ‏ملي دفاع وزارت یوې خبرپاڼه کې لیکي چې د اسلامي امارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت سالنګ ته تللی او د دغې پېښې له قربانیانو او زیانمنو سره د خواشینۍ مراتبو له څرګندولو وروسته، د ژغورنې، روغتیا، انجینرۍ او اور وژنې د ډلو په ګډون د ا.ا د اردو د ټولو منسوبینو له هڅو ستانیه کړې.

‏لوی درستیز همدارنګه د دغې لویې لارې له موټر چلوونکو غوښتي ټرافیکي قوانین مراعات کړي چې د دا ډول طبعي پېښو د تکرار مخنیوی وشي.

: ‏د کډوالو چارو سرپرست وزیر له ګاونډیو هېوادونو غوښتنه وکړه چې په زور د افغانانو له ايستلو ډډه وکړي او هم دې له اصولو سره سم حقوق وركړي. نوموړي ویلي چې د گاونډیو هېوادونو ترڅنګ دې نور هېوادونه هم افغان کډوالو ته د هغوی حقوق وركړي.

: ‏په تېرو درېیو میاشتو کې د هلمند د سنیګین ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې ۱۳۵ سیمه ییز ټولکي جوړ شوي چې پکې د نجونو او هلکانو په ګډون ۵ زره ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابره شوې ده.

: ‏د هرات د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې سږ کال د دغه ولایت په ډېرو ولسوالیو کې په زیاته اندازه زعفران کرل شوي دي. د دوی په خبره، د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د زعفرانو د کښت ساحې ۷ زره هکټاره ځمکې ته رسېږي.

: ‏جوزپ بورل: ایران حمایت نظامی از روسیه و سرکوب در داخل را متوقف کند.

نماینده عالی سیاست خارجی اتحادیه اروپا ‍پس از دیدار با وزیر امور خارجه ایران گفت تاکید کردم که باید حمایت نظامی از روسیه و سرکوب داخلی در ایران فورا متوقف شود.

: ‏د ازبکستان خارجه وزیر:

د افغانستان په اړه دې د هېوادونو یوه مذاکراتي ډله جوړه شي.

وایي، دا ډله دې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره کار وکړي.

: ‏ایلن ماسک پر خپل اکاونټ له خلکو مشوره غوښتې چې د ټویټر له مشرۍ استعفا ورکړم که نه؟

۵۰ فیصده نه زیاتو خلکو رایه ورکړې چې سحيح ده، ته خو یې پرېږده.

: ‏د امریکا د کانګرس ځانګړې کمېټه چې د کانګرس په ماڼۍ د ۲۰۲۱ کال د مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پلویانو د بلوا په هکله څېړنې کوي، پرون یې وړاندیز کړی چې دعدلې وزارت دې ټرمپ محاکمه کړي.

: ‏د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، متحده ایالات به تر هغو له طالبانو سره خپلې اړیکې پراخې نه کړي، تر څو دوی له افغانانو سره په خپلو کړو ژمنو عمل نه وي کړی.

: ‏انتونیو گوترش، سرمنشی سازمان ملل از امارت اسلامی خواستار شامل شدن نمایندگان تمام اقوام افغانستان در حکومت و بهبود اوضاع بشری به شمول فراهم‌سازی زمینه آموزش برای دختران و کار برای زنان شده‌است. به گفته او، سازمان ملل درباره این موارد با حکومت سرپرست درحال گفت‌وگو است؛ ‏اما امارت اسلامی پیش از این گفته است که حقوق تمام شهروندان کشور در چارچوب قوانین اسلامی حفظ است.

: ‏رویترز گزارش داده‌‌است که پس از آن که تحریک طالبان پاکستان چندین نظامی این کشور را گروگان گرفت، مقام‌های پاکستانی روز دوشنبه با این گروه وارد مذاکره شدند.

‏در گزارش آمده‌است که نظامیان پاکستانی یک گارنیزون نظامی در منطقه بنو در ایالت خیبرپختونخوا را که در حدود بیست نیروی تحریک طالبان پاکستان در آن مخفی شده‌‌اند، محاصره کرده‌اند.

: ‏منابع در شهر کراچی، مرکز ایالت سند پاکستان می‌گویند یک زندانی افغان روز دوشنبه، در یکی از محبس‌های این شهر فوت کرد. گفته می‌شود خانم و دو عضو دیگر خانواده عبدالخلیل هنوز در زندان هستند.

به گفته منابع،‌ شماری دیگر از زندانیان افغان هم در کراچی به بیماری‌های جلدی مبتلا شده‌اند.

: ‏د انسایډر په نامه یوې نشریې خبر ورکړی، چې د تیر حکومت چارواکو له پرځیدو څه موده وړاندې، د قاچاق کوونکو په مرسته له افغانستان څخه د یو۱ میلیارد ډالرو په ارزښت سره زر او نغدې پیسې ایستلي.

نشریه زیاتوي، د اشرف غني دفتر له دې موضوع خبر درلوده، خو مخنیوی یې ونه کړ.

: ‏د تحریک طالبان پاکستان "TTP"  مشر نورولي محسود په یوه تلویزیوني مرکه کې ویلي، چې دوی د پاکستان له خاورې له پاکستاني حکومت سره جنګیږي.

نوموړي زیاته کړې، له تحریک سره د افغانستان اسلامي امارت له لوري هېڅ ډ‌ول مرسته نه کیږي او نه یې مرستې ته اړتیا لرو.

‏نورولي محسود ټینګار کړی، چې د پاکستان په خاوره کې د څو نورو لسیزو لپاره هم پر وسلو د جنګېدو وړتیا لري.

: د میسي په اړه د بایډن ټوکه.

د امریکا متحده ايالتونو ولسمشر جو بایډن په یوه ټوېټ کې د ارجنټاین ولسمشر البرټو فرنانډز او د دغه هېواد خلکو ته د فوټبال نړیوال جام ګټلو له کبله مبارکي ویلې.

بایډن په ټوکه د ارجنټاین ولسمشر ته لیکلي، تاسو پوهېږئ، ښايي دا ميسي يوه راتلونکې ولري.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک