No-IMG

مهم ترین های امروز دوشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: د ح‌اا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه: يکشنبه د قوس ۲۷مه؛ ۱۴۰۱ د ح‌اا قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار نن ماښام د ايران اسلامي جمهوريت د (صدا و سیما، فارس، ايسنا، مهر، تسنيم، روزنامه وطن امروز، فرهيختگان) پر نومونو؛ د مشهورو خبري آژانسونو او ورځپاڼو له مسئول مديرانو او همداراز د ايراني جمهور رئيس د رسنيو له ځانګړي استازي او ورسره يو شمېر نورو خبريالانو سره وکتل.

په دغه کتنه کې دواړو لوريو پر ګڼ‌شمېر فرهنګي او رسنيزو موضوعاتو او دوه اړخيزو همکاريو تفصيلي بحث او خبرې وکړې.

ښاغلي حکمتيار په ياده کې ناسته ځينو مطرح شويو پوښتنو ته په پام سره وويل:

افغانستان او ايران ګڼ‌شمېر خپلمنځي مشترکات لري، او د دغو مشترکاتو د پالنې او تقويت له پاره بايد دواړه لوري په ګډه سره کار وکړي.

نوموړي زياته کړه:

دا چې ايران په فرهنګي او رسنيز ډګر کې ځانګړی حيثيت لري، نو کولای شي چې د سيمې او نړۍ په کچه اسلامي نهضتونه؛ خصوصاً ح‌اا؛ لکه څنګه وو او دی؛ پر همغه بڼه خپل ايراني ملت ته معرفي کړي.

دغه‌راز نوموړي دا هم وويل:

زموږ (ايران او افغانستان) پر ضد ګډ رسنيز ډګر پرانيستل شوی، بي‌بي‌سي، امريکا غږ، افغانستان انټرنيشنال او ورته نورې ګنې رسنۍ زموږ پر ضد منفي او زهرجن تبليغات کوي. دا چې نن ورځ جنګ رسنيز دی، نو په‌کار ده چې موږ يې هم پر وړاندې يو ګډ او اغېزمن رسنيز ډګر ولرو.

: د ح‌اا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه: يکشنبه د قوس ۲۷مه؛ ۱۴۰۱ھ‌ش د تېر په څېر نن هم؛ پر إيمان مسجد د ترسره شوي وحشيانه بريد د غندنې او تقبيح په تړاو د ډاکټر سید عبدالکريم فوژان په مشرۍ د هرات ولايت يو شمېر جهادي قوماندانانو او قومي مخورو او همداراز د لوګر او کاپيسا ولايتونو جهادي او قومي مشرانو او مجاهدينو د ح‌ا له محترم أمير ښاغلي انجينير حکمتيار سره وکتل او نوموړي ته يې د خپلې خواخوږۍ، تسليت او حمايت مراتب وړاندې کړل.

يادو مشرانو په خپلو څرګندونو کې له ښاغلي حکمتيار او ح‌اا هر اړخيز حمايت او دفاع کول؛ د خپلې ديني او شرعي وجيبې په توګه ياد کړل او پر وينا يې چې؛ د دې سپېڅلې فريضې أداينې ته به د خپل ژوند تر وروستيو شېبو ژمن او مُتعهد وي.

: ‏د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د سالنګ په پېښه کې د خپل یوه کارکونکي او د نوموړي د ماشومانو د مړینې خبر ورکړی دی.

 د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، د الکترونیکي تذکرو د وېش څانګو د چارو د انسجام رئیس محمد حنیف ناشر او د نوموړي ماشومان د سالنګ د اورلګېدنې په پېښه کې مړه شوي.

: ‏د عامې روغتیا وزارت وايي، د سالنګ په پېښه کې ۳۱ تنه مړه شوي او روغتیايي ټیمونو د پېښې له ځایه ۳۷ تنه ټپیان روغتونونو ته انتقال کړي دي.

‏هاخوا د پروان د والي ویاند حکمت الله شمیم وايي، سالنګ کې تېره شپه د ډبرو سکرو یو موټر اور اخیستی چې له کبله یې په تونل کې څه ناڅه ستونزه رامنځ ته کړې ده.

‏د فواید عامې وزارت ویاند مولوي حمیدالله مصباح بیا وايي، چې د یکشنبې په شپه په سالنګ تونل کې د تېلو ټانکر تر اورلګېدو وروسته د ډبرو سکرو موټر هم اور اخیستی دی.

نوموړی وايي، د سالنګ لار لا هم د ترافیکو پر مخ تړل شوې او چاته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کیږي.

: ‏د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون غونډه کې پرېکړه شوې چې د کمال خان بند اړوند د کانالونو پاتې چارې به د ملي پراختیا شرکت له خوا د شوي تړون له مخې بشپړیږي.

‏د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د بند د پاتې چارو له بشپړېدو وروسته به د ځمکو وېش په اړه پرېکړه کیږي.

: ‏د کابل ـ کندهار پر لویه لار د مرکز میدانښار د تورو ډبرو په سیمه کې د ۵۸۰ ډوله موټر د چپه کېدو له امله د دوو مېرمنو په ګډون ۱۴ کسان ټپیان شوي دي.

روغتیايي چارواکو د ټپیانو وضعیت د ډاډ وړ بللی دی.

: ‏په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وایي چې ددې سفارت د هڅو په پایله کې په تیر دریو میاشتو کې په پاکستان کې د ۲۰۰۰ افغان بندیانو له ډلې ۵۰۰ بندیان خوشي شوي او د نورو د خوشي کولو لپاره هم هڅې روانې دي.

‏دغه سفارت زیاتوي، پاکستاني چارواکو ژمنه کړې چې په راتلونکو دریو اوونیو کې به په دې هیواد کې د افغان مهاجرینو او مسافرینو د نیول کیدو په اړه ستونزې حل کړي او افغان ښځې، ماشومان، سپین ږیري او ناروغان به ژر ترژره خوشي شي.

: ‏پخواني ولسمشر حامد کرزي په سالنگ تونل کې د اورلگیدنې له امله یو شمیر هیوادوالو ته د مرگ ژوبلې په اوښتو خواشیني څرگنده کړې ده.

حامد کرزي د دې پیښې د قربانیانو کورنیو ته د خپلې ډاډگیرنې مراتب وړاندې کړي او ټپیانو ته یې د سملاسي روغتیا استدعا کړې ده.

: برخی از شاگردان دختر که به تازگی آزمون نهایی صنف ششم را سپری کرده اند، می‌گویند که نگران ادامه آموزش شان استند و از امارت اسلامی می‌خواهند تا مکتب‌های متوسطه و لیسه‌های دختران را باز کند.

: ‏خصوصي شرکتونه وايي، سږ يې اسټرالیا، هالنډ، جرمني، دوبۍ او سعودي عربستان ته د لس میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۰۰ ټنه وچه مېوه صادره کړې، چې د پروسس او بسته بندي چارې يې له نړیوالو معیارونو سره سمې  په کور د ننه د افغاني کارکوونکو له لوري ترسره شوې دي.

: ‏پاکستاني رسنیو ویلي، چې ټاکل شوې د پاکستان د دیني عالمانو یوه ډله روانه اونۍ افغانستان ته راشي. راپورونه وايي، دغه څلورکسیز ډله به په کابل او کندهار کې د ا.ا له چارواکو سره وګوري.

: ‏د تايلنډ د سمندري ځواکونو وياند ادم پوګرونګ مونتاتفالين ويلي چې بېړۍ د شديد توپان له کبله له تخنيکي ستونزو سره مخ شوې او الکټرونيکي سيسټم يې فلج شوی و چې د بېړۍ د ډوبېدو سبب شو.

: ‏بريټانيا له اوکراين سره د ۳۰۴ ميليونو امريکايي ډالرو نوې مرسته کړې ده. د بريټانيا د لومړي وزير دفتر ويلي چې دا مرسته به د روسيې د بريدونو پر وړاندې د اوکرايني پوځ د دفاع پر پياوړي کولو ولګول شي. په دې سره له اوکراين سره د بريټانيا ټوله مرسته اوو ميلياردو ډالرو ته نږدې شوه.

: ‏ټاکل شوې چې سبا سې ‌شنبه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان وضعیت په اړه د امریکا په نیویارک ښار کې غونډه وکړي.

: ‏ارجنټاین د نړۍ اتله لوبډله شوه

د ارجنټاین او فرانسې لوبډلې د ۲۰۲۲ قطر فوټبال نړیوال جام په پای‌لوبه کې د یو بل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شوې چې لیونل مسي او ملګرو یې وکولای شول د پنالټي په وهلو سره دا اتلولي په خپل نوم ثبت کړي.

: ‏د کاناډا په «اونتاریو» ولایت کې یو وسله وال بردیگر شپږو کسانو ته مرگ ژوبله اړولې ده.

چارواکي وایي چې دغه بریدگر په «وان» ښار کې د استوگنې په یوه ساختمان کې په خلکو ډزې پیل کړي چې په پایله کې یې ۵ کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

‏چارواکي زیاتوي چې بریدگر هم د پولیسو سره په نښته کې وژل شوی دی.

: ‏د ایراني رسنیو د راپورونو پر اساس؛ د سیستان بلوچستان د سراوان په سرحدي سیمه کې د سپاه پاسداران ځواکونو او وسله والو تر منځ په نښته کې د سپاه پاسداران څلور سرتېري وژل شوي دي.

چارواکو دا یوه ترهګریزه حمله بللې او ویلي یې دي چې بریدګر تر نښتې وروسته د پاکستان خاورې ته تښتېدلي دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک