No-IMG

د ايران جمهور رئيس استازي او د مشهورو آژانسونو او ورځپاڼو مديرانو د قدرمن حکمتيار صاحب سره وکتل

يکشنبه د قوس ۲۷مه؛ ۱۴۰۱:

د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار نن ماښام د ايران اسلامي جمهوريت د (صدا و سیما، فارس، ايسنا، مهر، تسنيم، روزنامه وطن امروز، فرهيختگان) پر نومونو؛ د مشهورو خبري آژانسونو او ورځپاڼو له مسئول مديرانو او همداراز د ايراني جمهور رئيس د رسنيو له ځانګړي استازي او ورسره يو شمېر نورو خبريالانو سره وکتل.

په دغه کتنه کې دواړو لوريو پر ګڼ‌شمېر فرهنګي او رسنيزو موضوعاتو او دوه اړخيزو همکاريو تفصيلي بحث او خبرې وکړې.

ښاغلي حکمتيار په ياده کې ناسته ځينو مطرح شويو پوښتنو ته په پام سره وويل:

افغانستان او ايران ګڼ‌شمېر خپلمنځي مشترکات لري، او د دغو مشترکاتو د پالنې او تقويت له پاره بايد دواړه لوري په ګډه سره کار وکړي.

نوموړي زياته کړه:

دا چې ايران په فرهنګي او رسنيز ډګر کې ځانګړی حيثيت لري، نو کولای شي چې د سيمې او نړۍ په کچه اسلامي نهضتونه؛ خصوصاً حزب اسلامي افغانستان؛ لکه څنګه وو او دی؛ پر همغه بڼه خپل ايراني ملت ته معرفي کړي.

دغه‌راز نوموړي دا هم وويل:

زموږ (ايران او افغانستان) پر ضد ګډ رسنيز ډګر پرانيستل شوی، بي‌بي‌سي، امريکا غږ، افغانستان انټرنيشنال او ورته نورې ګنې رسنۍ زموږ پر ضد منفي او زهرجن تبليغات کوي. دا چې نن ورځ جنګ رسنيز دی، نو په‌کار ده چې موږ يې هم پر وړاندې يو ګډ او اغېزمن رسنيز ډګر ولرو.

د ښاغلي حکمتيار پر ټکو؛ د دواړو هېوادونو تر منځ په رسنيز ډګر کې مخلصانه همکاري نه‌يوازې چې د دواړو هېوادونو په ګټه ده، بلکې په سيمه‌ايزه کچه هم؛ په سياسي، اقتصادي او فرهنګي لحاظ مثبت اغېز ښندلی شي.

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک