د هرات، لوګر او کاپيسا ولايتونو قومي او جهادي مشران د خپل قدرمن امیر حکمتيار صاحب تعزیت او ملاتړ ته راغلي
يکشنبه د قوس ۲۷مه؛ ۱۴۰۱ھش:
د تېر په څېر نن هم؛ پر إيمان مسجد د ترسره شوي وحشيانه بريد د غندنې او تقبيح په تړاو د ډاکټر سید عبدالکريم فوژان په مشرۍ د هرات ولايت يو شمېر جهادي قوماندانانو او قومي مخورو او همداراز د لوګر او کاپيسا ولايتونو جهادي او قومي مشرانو او مجاهدينو د حا له محترم أمير ښاغلي انجينير حکمتيار سره وکتل او نوموړي ته يې د خپلې خواخوږۍ، تسليت او حمايت مراتب وړاندې کړل.
يادو مشرانو په خپلو څرګندونو کې له ښاغلي حکمتيار او حزب اسلامي افغانستان هر اړخيز حمايت او دفاع کول؛ د خپلې ديني او شرعي وجيبې په توګه ياد کړل او پر وينا يې چې؛ د دې سپېڅلې فريضې أداينې ته به د خپل ژوند تر وروستيو شېبو ژمن او مُتعهد وي.
ورپسې ښاغلي حکمتيار د منندويه مراتبو په تقديم سره خپله وينا پيل کړه او ويې ويل:
ستاسې له نېکو احساساتو او جذباتو منندوی يم، الله تعالی مو سرلوړي لره! واقعيت دادی چې موږ د خپلې ۵۴کلنې مبارزې په دوران کې الله تعالیٰ له ډېرو لوړو ژورو روغ راويستلي يو، او په دې اوږده موده کې زموږ د نابودۍ له پاره ډېرې هڅې شوي، خو الحمدلله موفقیت ته نهدي رسېدلي. يقيناً چې مرګ پهخپله نېټه راځي، هېڅڅوک يې نېټه مخکې او وروسته نهشي کولی. خدای پوهېږي؛ چې دې نامردو دُښمنانو به په دې موده کې چې موږ په کابل کې اوسو؛ زموږ د نابودۍ په خاطر څومره مکرونه او توطئې جوړې کړې وي؟ خو موفق شوي نهدي. دې ناکامه حملې وښوده چې دښمن که څومره لوی مکر هم وکړي، خو د الله تعالیٰ د مکر پر وړاندې يې مکر هېڅ او بېمعنیٰ دی.
د نوموړي پر وينا چې؛ دښمن وروستۍ هڅه هم وکړه، يوولس کيلو تعبيه شوي او خطرناک باروت يې تر مسجده راوړل، غوښتل يې چې موږ ټول ووژني او جومات مو هم په مکمل ډول تخريب کړي، خو الحمدلله ناکام شول.
د ښاغلي حکمتيار پر ټکو؛ چې دې ديندُښمنه عناصرو او شريرو کړيو ته د مسجد، محراب، منبر او اسلامي نظام خبرې د تحمل وړ نهدي؛ ګنې، موږ د هېڅچا پر ضد د جګړې اعلان نهدی او د إإ پهشمول مو ټولو لوريو ته ويلي؛ چې جګړه د حل لاره نهده. ټولو ذيدخله خواوو ته مو د سولې او تفاهم خبره کړې، خو له وروستۍ تروريستي حملې معلومېږي چې په دې حالت او موقف کې مو هم ځينې شريرې کړۍ په آرام نهپرېږدي. وبه ګورو چې دا نامرده او ديندُښمنه عمل چا کړی؟ له معلوماتو او شواهدو وروسته به يې په اړه دريځ او تصميم نيسو چې څه وکړو؟ که اړتيا وه او شوه؛ د يو بل جهاد له پاره هم بايد آماده واوسو، د هغه چا پر ضد چې د خدای په کور کې لمونځ کوونکي او مجاهدين وژني. سره له دې چې موږ د هېڅچا پر ضد د جګړې اراده نه لرله، او هر چا چې د اسلام او اسلامي نظام خبره کړې، موږ يې بِلا قيد او شرطه حمايت کړی.
د يادونې وړ ده؛ چې د يادې کتنې په پای کې د الله تعالیٰ له درباره شهيدانو ته د فردوس جنت، ټپيانو ته د عاجلې او کاملې روغتيا او ورثهوو ته يې د جميل صبر غوښتنه وشوه.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.
