No-IMG

حکمتيار: كله چي خبري كوئ نو عدالت كوئ، كه څه هم د خپلوانو په اړه وي

الحمد للّٰهِ وَ كَفَىٰ وَ سَلامٌ عَلىٰ عِبادِهِ الَّذِيْنَ اصْطَفَىٰ و بعد: فَاَعُوذُ بِاللَّهِ مِنَ الشيطن الرجيم بِسۡمِ اللهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

قُلْ تَعَالَوْا أَتْلُ مَا حَرَّمَ رَبُّكُمْ عَلَيْكُمْ أَلا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَلا تَقْتُلُوا أَوْلادَكُمْ مِنْ إِمْلاقٍ نَحْنُ نَرْزُقُكُمْ وَإِيَّاهُمْ وَلا تَقْرَبُوا الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ وَلا تَقْتُلُوا النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلا بِالْحَقِّ ذَلِكُمْ وَصَّاكُمْ بِهِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ) الأنعام 151  صدق الله العظيم

الله تعالىٰ فرمايي:

ووايه: راشئ چي (درته) ولولم چي رب مو څه پر تاسو حرام كړي، هغه دا چي هيڅ څه ورسره مه شريكوئ او له مور پلار سره ښېگڼه، خپل اولاد د لوږي په وجه مه وژنئ، موږ تاسو ته هم روزي دركوو او دوى ته هم، او فحش كارونو ته مه نږدې كېږئ، كه دا څرگند وي او كه پټ؛ او هغه څوك په ناحقه مه وژنئ چي الله (ئې وژل) حرام كړي، دا هغه څه دي چي حكم ئې درته كړى، ښايي تعقل وكړئ. 152- او د يتيم مال ته مه نږدې كېږئ، مگر په هغه توگه چي تر ټولو غوره وي، تر هغه چي تكړه توب ته ورسېږي، پيمانه او تله په انصاف سره بشپړه كوئ، هيڅوك تر خپل وس په زيات څه نه گمارو، كله چي خبري كوئ نو عدالت كوئ، كه څه هم خپلوان وي؛ او د الله په ژمنو وفا وكړئ، دا هغه څه دي چي تاسو ته ئې سپارښتنه كړې، ښايي پند واخلئ.

په دې مباركو آيتونو كي د حرامو په اړه مؤمنانو ته څو مهمي لارښووني شوې:

له الله تعالىٰ سره هيڅ څه؛ په الوهيت او ربوبيت او د هغه په عبادت او له هغه استعانت كي مه شريكوئ.

له مور پلار سره ښېگڼه كوئ.

خپل اولاد د لوږي په وجه مه وژنئ، موږ تاسو ته هم روزي دركوو او دوى ته هم.

د فحش كارونو ته مه نږدې كېږئ، كه ئې څرگند وي او كه ئې پټ، خوا ته ئې مه ورځئ.

هغه څوك په ناحقه مه وژنئ چي الله (ئې وژل) حرام كړي.

د يتيم مال ته مه نږدې كېږئ، مگر په هغه توگه چي تر ټولو غوره وي، تر هغه چي تكړه توب ته ورسېږي.

پيمانه او تله په انصاف سره بشپړه كوئ، هيڅوك تر خپل وس په زيات څه نه گمارو.

كله چي خبري كوئ نو عدالت كوئ، كه څه هم د خپلوانو په اړه وي.

او د الله تعالىٰ په ژمنو وفا وكړئ. له دې هغه ژمني هم مراد دي چي انسان ئې له ايمان راوړو وروسته له خپل رب سره كوي، هغه هم چي له ستونزو سره د مخامخېدو په مهال ئې له الله تعالىٰ سره كوي، هغه هم چي د الله تعالىٰ په نامه ئې له بل چا سره كوي.

دا هغه څه دي چي الله تعالىٰ ئې حكم درته كړى، ښايي تعقل وكړئ او پند واخلئ.

دلته څو خبري په پام كي ولرئ:

جاهلان او مشركان؛ حلال او حرام په وړو وړو خبرو كي راخلاصه كوي او هغه هم داسي لكه مسواك په جيب كي گرځول او سترگي تورول؛ دا وخوره او دا مه خوره، ږيره څومره اوږده كړه او پېڅې څومره لنډي؛ گمان كوي چي فقط په همدې سره به جنت ته درومي او د خداى رضا به تر لاسه كوي؛ په دې اړه به ډېر څه له ځانه وايي او سزا او جزاء به ئې هم له ځانه ټاكي؛ همغسي لكه چي يهودانو له موسىٰ عليه السلام د غوا د عمر، رنگ او كار په اړه پوښتل؛ حال دا چي الله تعالىٰ دوى له شرك د لاس اخيستلو لپاره د غوا په ذبح كولو گمارلي وو.

د الله تعالىٰ په دين كي حلال او حرام؛ فرائض او واجبات درجه بندي شوي؛ الٰهي اساسي خبري هغه دي چي په دې آيت كي ښودل شوې.

مسلمانانو ته ويل شوي چي د فحش كارونو او د يتيم مال ته مه ورنږدې كېږئ، بايد د حلال او جائز كارونو تر وروستۍ پولي پوري ولاړ نشئ، داسي چي كه يو گام بل واخلئ نو د فحش او گناه په ډنډ كي پرېوځئ، هغه حد ته تر رسېدو د مخه راوگرځئ، د گناه تر پولي مخكي مه درومئ، له دې پولي ځان لري وساتئ، دا ځكه چي د نږدې كېدو په صورت كي په گناه كي د پرېوتو احتمال زياتېږي.

د وزن او پيمانې په ارتباط دا خبره كول چي الله تعالىٰ هيڅوك تر خپل وس په زيات څه نه گماري، د قرآن يو بل ستر علمي اعجاز دئ او ښيي چي د قرآن هره وينا د احكامو او لارښوونو په اړه څومره دقيقه ده، نن او وروسته له هغه چي انسان د وزن او پيمانې لپاره تر دې هم حساس وسائل جوړ كړل چي د گرام او ملي متر تر زرمي برخي هم واړه شيان تللى او پيمانه كولى شي او ورته معلومه شوې چي په مكمله او بشپړه توگه تلل او پيمانه كول انسان ته محال او ناممكن دي، د قرآن د دغي وينا په اهميت پوهېدى شو، دلته قرآن همغه خبره كړې چي انسان اوس او څوارلس سوه كاله وروسته پرې پوه شوى.

پيغمبر عليه السلام د هغو سترو سترو گناهونو په اړه چي د موبقات په نامه ئې يادوي داسي فرمايي:

عن أبي هريرة أن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال اجتنبوا السبع الموبقات قيل يا رسول الله وما هن قال الشرك بالله والشح وقتل النفس التي حرم الله إلا بالحق وأكل الربا وأكل مال اليتيم والتولي يوم الزحف وقذف المحصنات الغافلات المؤمنات. رواه النسائي

له ابو هريره روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: له اوو تباه كوونكو ډډه وكړئ، وويل شو: يا رسول الله! دا كوم كوم دي: وئې فرمايل: له الله سره شرك، بخل او حرص، د هغه نفس وژل چي الله ئې وژل حرام كړي مگر په حقه، سود خوړل، د يتيم مال خوړل، د جگړي په ورځ شا اړول (تښتېدل) او د مؤمنو، عفيفو او له گناه د غافلو ښځو تورنول.

گورئ چي د اسلام له نظره هغه ستر ستر گناهونه كوم دي چي د الله تعالىٰ د غضب باعث او د هلاكت سبب گڼل شوي؟!! خو بايبل د دغو گناهونو پر ځاى د سر وېښتان خرېيل او زوى نه سنتول ستر ستر گناهونه او د الله تعالىٰ د غضب او غصې باعث گڼي!! همغسي لكه چي تكفيري انقلابيون د ايمان او عدم ايمان اساسي نښه د پيڅو له مخي ټاكي.

په قرآن كي درې ځلي له توحيد وروسته، له والدينو سره د احسان او نېك سلوك سپارښتنه شوې، له دې معلومېږي چي د اسلام له نظره د مور او پلار حق څومره ستر او له دوى سره ښېگڼه څومره اهميت لري!

قرآن له شرك وروسته د يوه انسان په ناحقه وژل تر ټولو ستره گناه گڼې او له دې سره مترادف چي څوك د نړۍ ټول انسانان ووژني؛ او د مؤمن انسان عمداً وژل د هغه چا كار بولي چي لعنتي دئ؛ د الله تعالىٰ په غضب اخته شوى او دائمي دوزخي دئ.

هغه كرايي جنگيالي چي د بې گناه انسانانو او مؤمنانو د وژلو لپاره په جوماتونو، مدرسو، روغتونونو او دې ته ورته ځايونو كي چاودني كوي؛ دې ته د استشهادي عملياتو نوم وركوي، ناپوه او جاهل ځانمرگي دې ته چمتو كوي، په خوله، لاس او امكاناتو د داسي جنايتكارانو مرسته كوي؛ دا نه مسلمانان دي، نه افغانان دي او نه انسانان؛ په حقيقت كي او د اسلامي او انساني معيارونو له مخي؛ انسان ډوله ځناوران دي

هر څوك چي د دوى په نيولو، وژلو او د شريعت مطابق مجازاتو كي برخه واخلي او مرسته وكړي؛ ستر او عظيم جهاد ئې كړى.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک