د نن ټکي اسيا ليکوال حفیظ الدین پیرزاده ته!
تواب عبدالله
حکمتیار د سیاسي مبارزې هغه ځلانده ژوندی تاریخ دی چی د احمدشاه ابدالي را وروسته یی مثال نه شو موندلی دا چی حکمتیار یو اسلامي نه ماتیدونکی سنګر، د یو روښانه اسلامي دریځ او فکر نوم دی سیاسي ژوند یی د لوړو او ژورو څخه ډک دی نو حکمتیار صاحب ځکه پخپل سیاسي ژوندی کی ډیری لوړی ژوری لري.
د هر سیاسي شخص مبارزه د انتقاد وړ کیدلی شي مګر بیدون د ژور تحقیق څخه د هغی مبارزه پداسی نومونو یادول نا انصافي ده د حکمتیار صاحب مبارزه ناکامه، سخت دریځه او یا بی دریځه شمېرل د افغانستان د سیاسي حالاتو څخه ناخبري او یا د هغی وخت له حقایقو څخه تېښته ده ځکه د مبارزی په هر ډګر کی حکمتیار صاحب د موضوعاتو اړوند اسلامي او ملي دریځ غوره کړیدی مثلا دلته یو ځای یادونه د تڼي او د دوستم شویده مګر په مقابل کی یی د هیواد حالت او وخت ته توجو نده شوی که چیرته تحلیل ګر د انصاف څخه کار اخیستی وای او یو ځل یی د هغی وخت جنګي حالت ته لنډه کتنه کړی وه نو زه مطمین یم چی دریځ به یی د تڼي او دوستم په حق کی بدل وو ځکه د هغی وخت تقاضا همدا وه د تڼي د کودتا وروسته هغی ته پناه ورکول ځکه حزب سره په اړیکه کی وو همداسی دوستم سره ایتلاف د وخت مجبوریت وو د زهرو ګوټ وو د افغانستان د تجزیه پلانونه شنډول لازم او اولیت وو له هر څه مخکی د افغانستان ځمکني بشپړتیا ژغورل وو او هغه حزب اسلامي پخپل سیاسی بصیرت سره ترسره کړل ولو که د حزب اسلامي پر پاکه لمن تور داغ هم پاتی شو خو هیواد یی د یوی لویی بدبختئ څخه وژغورلو بل د حکمتیار صاحب د شخصیت په اړه که ووایم د افغانستان په معاصر تاریخ کی د احمد شاه ابدالي څخه وروسته داسی کاریزماتیک او غیرتي رهبر بل ندی پیدا شوی خلک به د ډیرو نومونه پدی قطار کی ولیکي مګر ټول به افسانوي وي او کله چی د خپل وجدان په عدالت کی قضاوت کوي نو هلته به ورته احساس کیږي همداسی یی د عمل په میدان کی څوک مثال نشي ښودلی که وي هم نو ډیر به کم وي او یا به دا شخصیتونه په قصیدو او مبالغو د هغوی د عملي ژوند څخه زیات ستر شوي اوسي د پلویانو لخوا یی خو حکمتیار صاحب د نورو ټولو رهبرانو خلاف د سیاست په میدان کی د زحمتونو او تکلیفونو په ګاللو سره خپل ستوری لوړ ساتلی دی.
مونږ دا منو چی پدی اوږدی مبارزی کې ورڅخه سهوی او اشتباهات شویدي خو ددی سهوو او اشتباهاتو څخه زیات یی اسلام ته او اسلامي فکر ته خدمت، نیک او عملي کارونه دي چی له هغی نیک کارونو له جملی یی ۱۲۵ تالیفأت دي او منفي کړنی به لري مګر اکثره یی هسی تهمتونه او ادعاوی دي لکه د کابل په جنګونو کی چی د شپیته زره کابلیانو د وژل کیدو دروغ خبره ښکته او پورته کیږي او داسی نور د حزب اسلامي افغانستان او حکمتیار صاحب په مقابل کی په لوی لاس کرکه او نفرت د خلکو په ذهنونو کی پیچکاري شویدی همدا وجه ده چی اکثره ځوان نسل د اصلي حقایقو څخه لری پاتی شویدی او د دوښمن د تبلیغاتو ښکار ګرځیدلی دی.
رابه شم د ذوالفقار علي بوټو رول پخپل ځای دی مګر هغه پداسی پوزیشن کی نه وو چی د شوروي ضد کمونیزم مقابله دی وکړای شي هغه څلور کاله د پاکستان صدراعظم پاتی شوی وو.
هغه صرف پدی توانیدلی وو چی د نهضت مشرانو ته پناه ورکړي لدی اخوا د پاکستان اقتصادي وضیعت داسی نه وو چی د هند او افغانستان دواړو سره ډغره ووهي هو د افغان جهاد څخه یی ملاتړ د خپل هیواد ساتلو پخاطر وو له هغی وروسته دوره کی جنرال ضیاء الحق د مجاهدینو پوره همکار پاتی شوی وو لدی ستراتیژیګو اړیکو سترګی نشي پټیدلی د حزب اسلامي افغانستان او پاکستان پر روابطو اکثره دوستان انتقاد کوي مګر ددی ستراتیژیکو روابطو عمق ته هیڅوک نه ننوځي صرف د یو ابزار په توګه یی یادونه کوي او بس ددی ستراتیژیکو اړیکو ګټو ته هیڅوک نه ګوري په پاکستان کی هر افغان ته پوره حق ورکول شوی وو حتی کولی شو په پاکستاني مکاتبو کی خپل اولادونه داخل کړي په ځینی ځایونو کی او په شخصي مکاتبو کی خو په ټول پاکستان کی اجازه وه همداسی په ټولو کېمپونو کی مکاتبو شتون درلود مګر د حزب اسلامي د مکاتبو سویه د هلکانو او نجونو د مکاتبو پر نورو احزابو لوړه وه خو بیا په ایران کی هیڅ افغان ته د تعلیم زمینه نه وه مساعده که وه هغه هم د نشت په حساب وه همداسی که ووایم د حزب اسلامي د عروج په وخت کی په پاکستان کی افغانان د عزت خاوندان وو هیچا په ټول پاکستان د مهاجرو سره بد چلند نشو کولې دا هم د حکمتیار د ژوندي احساس له برکته وو ځکه د حزب اسلامي د راپرځیدو وروسته مونږ او تاسی د نورو احزابو او تحریکونو د عروج په وخت کی د افغانانو حالت هم لیدلی دی او هم یی ګورو.
همداسی د شوروي د وخت په مقابل کی جهاد احساساتو ته ضرورت لرلو ځکه په جهادي میدان کی چی سخت دریځي او احساسات نه وي نو هغه جهاد د ناکامئ سره مخ کیږي نو یو انسان چی احساسات ولري هغه احساساتي کیږي.
بل ځای حکمتیار صاحب په افراط کولو متهم کوي دا پخپله د لیکونکي افراط دی او یوه پوچه ادعا ده کومه چی لیکونکی د حکمتیار صاحب په حق کی کړیده وایی حکمتیار غیر له اخوانیانو د نورو تنظیمونو غړي مسلمانان نه ګڼل بلکی دا څیز بر عکس وو حرکت انقلاب اسلامي هغه وخت په لوګر او نورو ځایو کی شب نامی خپرولی د اخوانیانو د بدنامئ پخاطر چی مشهوره ادعا پکی د هغوی لخوا یو لویدلی تهمت وو ګنی حزبیان یا اخوانیان د خپلی څوومې خور سره نکاح تړي العیاذبالله.
زه پدی اند یم د تاریخ په اوږدو کی د حزب اسلامي افغانستان سره تل جفاء شویده او همیشه هغه چا له شاه څخه په خنجر وهلی دی پر چا چی حزب اسلامي افغانستان اعتماد او باور کړیدی او هغوی ته یی د یو اسلامي ټولي په سترګه کتلي دي.
وما علینا الا البلاغ المبین
