No-IMG

د حکمتيار صاحب نهمه درسي حلقه (د ملتونو د عروج او زوال عوامل) تر عنوان لاندې تر سره شوه

يکشنبه د قوس ۲۰مه؛ ۱۴۰۱:

(د ملتونو د عروج او زوال عوامل) تر عنوان لاندي د حزب اسلامي افغانستان د قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار نهمه درسي حلقه د بريا نړۍ‌وال ټلويزيون د غونډو په تالار کي دائره شوه چي گڼ‌شمېر ورونو او خویندو په کي گډون کړی وو.

ښاغلي حکمتيار د خپل تېر درس پر دوام وويل:

په مخكيني درس كي دې ځاى ته رارسېدلي وو چي موسى عليه السلام ته د فرعون له دربار يو كس په منډه او تلوار راغى او ورته وئې ويل: درباريان راغونډ شوي او ستا په اړه مشوره كوي چي ودي وژني؛ زه دي خواخوږى يم له مصر ووځه؛ د مدين په لوري ئې مخه كړه؛ الله تعالى غوښتل له مصر ووځي او په مدين كي د روزني او تربيت يوه بل ضروري پړاو ته ننوځي؛ هغه پېښه چي له كبله ئې يو قبطي د موسى عليه السلام په لاس ووژل شو او دى له مصر فرار ته اړ شو؛ د همدې لپاره رامنځته شوې وه. موسى عليه السلام له اوو اتو ورځو مزل وروسته؛ د مدين كوهي ته ورسېد، چي قرآن په دې اړه فرمايي:

وَلَمَّا تَوَجَّهَ تِلۡقَآءَ مَدۡيَنَ قَالَ عَسَىٰ رَبِّيٓ أَن يَهۡدِيَنِي سَوَآءَ ٱلسَّبِيلِ ٢٢ وَلَمَّا وَرَدَ مَآءَ مَدۡيَنَ وَجَدَ عَلَيۡهِ أُمَّةٗ مِّنَ ٱلنَّاسِ يَسۡقُونَ وَوَجَدَ مِن دُونِهِمُ ٱمۡرَأَتَيۡنِ تَذُودَانِۖ قَالَ مَا خَطۡبُكُمَاۖ قَالَتَا لَا نَسۡقِي حَتَّىٰ يُصۡدِرَ ٱلرِّعَآءُۖ وَأَبُونَا شَيۡخٞ كَبِيرٞ ٢٣ فَسَقَىٰ لَهُمَا ثُمَّ تَوَلَّىٰٓ إِلَى ٱلظِّلِّ فَقَالَ رَبِّ إِنِّي لِمَآ أَنزَلۡتَ إِلَيَّ مِنۡ خَيۡرٖ فَقِيرٞ ٢٤

(او كله چي ئې د مدين په لوري مخه كړه وئې ويل: هيله ده رب مي په سمي لاري بوځي او كله چي د مدين اوبو ته ورسېد؛ يوه ډله خلك ئې پرې وموندل چي (خپل څاروي ئې) خړوبول او له دوى آخوا ئې دوې ښځي تر سترگو شوې چي (خپل څاروي ئې) ايسارول، (ورته) وئې ويل: ستاسو څه حال (او مشكل) دئ؟ (دواړو) ورته وويل: تر هغه چي شپانه نه وي وتلي موږ (خپل څاروي) نه شو خړوبولى، پلار مو ډېر سپين ږيرى دئ (په كورنۍ كي بل نارينه نه لرو، موږ دې ته اړي شوې يو چي خپله رمه وپيايو)، (موسى عليه السلام) د دوى رمه خړوبه كړه او پخواني سيوري ته راستون شو، وئې ويل: اې زما ربه! پر ما چي دي كومي پېرزويني كړې وې، نن ورته محتاج يم.)

 

قدرمن مشر زياته کړه:

دلته څو جالب ټكي زموږ توجه جلبوي:

الف: په دي لار ئې تر دې د مخه سفر نه وو كړى نو ځكه ئې وويل: هيله ده رب مي په سمي لاري بوځي. او له دې دا هم معلومېږي چي مخكينى سفر ئې په بل لوري او د نيل په استقامت وو.

 

ب: نجونو به يا له شپنو پاته اوبه خپلي رمې ته وركولې او يا خو ئې د حيا له وجهي دا نه غوښتل چي تر هغه كوهي ته رانږدې شي چي شپنو دا ځاى نه وي پرېښى.

 

ج: كله چي موسى عليه السلام د رمې له خړوبولو وروسته مخكيني سيوري ته راگرځي؛ يوه ډېره زړه ژړوونكې دعاء كوي او وايي: زما ربه! له هغو ټولو نعمتونو محروم يم چي تر دې د مخه دي پر ما پېرزو كړي وو، نن هر څه ته محتاج يم، د فرعون په كور كي هغه سوكاله او آرام ژوند او د نن ورځي لوږه، فقر او احتياج ئې مخي ته ودرېدلي او دا چي اوس د پناه او شپې تېرولو خوندي ځاى هم نه لري.

 

د: موسى عليه السلام ستومانه، وږى او د يوه خوندي پناځي په لټه كي وو، داسي سختي ورځي ئې په خپل ژوند كي نه وې ليدلې، په نعمتونو كي ستر شوى وو خو اوس تر تعقيب لاندي، يوې گولې وچي مړۍ ته محتاج او د يوې شپې تېرولو خوندي ځاى ته اړ دئ، د ده د دعاء په ماهيت هغه څوك ښه پوهېدى شي چي په ژوند كي ئې همداسي حالت پرې راغلى وي.

 

ښاغلي حکمتيار د پورتني وضاحت پر دوام وويل:

نامناسبه ئې مه گڼئ چي كه ووايم: د مدين د كوهي په خوا كي د هغه سيوري لاندي چي د موسى عليه السلام كوم حالت وو، له نن 49 كاله د مخه په ما باندي همداسي حالت راغلى وو، د وخت فرعون سردار داؤد زما د اعدام پرېكړه كړې وه، تر تعقيب لاندي وم، تخار، كندز، پروان، پكتيا، غزني، ننګرهار او پكتيكا ته ولاړم، د دې لپاره چي د پناه كوم مطمئن ځاى پيدا كړم، خو موفق نه شوم، په پاى كي دې ته اړ شوم چي پاكستان ته ولاړ شم، له هغه وخته تر نن پوري چي كله د موسى عليه السلام دغه پورتنۍ دعاء په قرآن كي لولم؛ بې اختياره مي اوښكي پر مخ راشي.

د مجاهدينو، بې وزلو او محتاجانو مل رب د ده دعاء قبوله كړه، مطمئن او ډاډمن پناځى ئې ورته برابر كړ چي قرآن ئې په وروستيو آيتونو كي تفصيلات بيانوي. له ما سره زما رب همداسي كړي.

 

نوموړی زياتوي چي؛ بايبل د كوهي د غاړي دغه پېښه يعقوب عليه السلام ته منسوبوي او تر دې عنوان لاندي (يعقوب فدان ارام ته رسي) داسي ليكي: … يعقوب په صحرا كي د يوه كوهي څنگ ته ورسېد… هلته شپانه راغونډ وو … پوښتنه ئې وكړه: آيا لابان د ناحور زوى پېژنئ؟ هغوى ورته وويل: هو؛ هغه ده لور ئې راحيل له خپلي رمې سره راروانه ده، … يعقوب په يوازي تن د كوهي له سره لويه تيږه لري كړه او د راحيل رمه ئې خړوبه كړه… بيا وروړاندي شو او هغه ئې ښكل كړه او په ژړا شو، ځان ئې ورمعرفي كړ،… هغې د كور په لوري وځغاستل او خپل پلار ئې خبر كړ… لابان راغى، خپل خوريى ئې په غېږ كي ونيو، ښكل ئې كړ او له ځان سره ئې كور ته بوت.. يوه مياشت وروسته لابان ورته وويل: زه نه غواړم چي ما ته وړيا كار وكړې، ووايه څومره اجوره دركړم… يعقوب چي د ده په كشري لور راحيل باندي زړه بايللى وو، ورته وويل: كه كشره لور دي راكړې اوه كاله به ستا نوكري وكړم… لابان موافقه وكړه… اوه كاله پوره شول… لابان د واده بندوبست وكړ، ډېر خلك ئې راوبلل… چي كله شپه تياره شوه نو د راحيل په ځاى ئې مشره لور «ليه» د ده حجلې (د ناوې لپاره خصوصي خونه) ته ورولېږله، يعقوب ورسره نږدېكت وكړ، سهار متوجه شو چي د راحيل په ځاى ئې له ليه سره شپه تېره كړې!! نو لابان ته ورغى او ورته وئې ويل: دا دي له ما سره څه وكړل، ما د دې لپاره اوه كاله ستا خدمت وكړ چي راحيل راته راكړې، ولي دي دوكه راسره وكړه؟ هغه ځواب وركړ: زموږ دود دستور داسي دئ چي لومړى مشره لور ودوو، يوه اونۍ صبر وكړه، راحيل هم دركوم خو په دې شرط چي د اوه كاله نور خدمت ژمنه وكړې!!! يعقوب ومنله، يوه اونۍ وروسته ئې راحيل هم ده ته وركړه!!)

 

ښاغلي حکمتيار د بايبل د پورتنئ بې‌بنسټه او جعلي قصې په اړه دغو برخو ته د گډون‌والو پام ور واړوه او وئې ويل:

1- يعقوب يوه پېغله نجلۍ چي د واده كېدو عمر ته رسېدلې وه د نورو شپنو په مخكي ښكل كړه!! داسي كار نه يوازي د هغه وخت په قبائلي ژوند كي لوى جرم گڼل كېدو بلكي د اروپا او امريكا په لادينه مدني ټولنو كي ئې دوه سوه كاله مخكي بېلگه نه شو وړاندي كولى، نږدې يوه پېړۍ مخكي د انگلستان د پارلمان يوه غړي خپله مېرمن د نورو په وړاندي ښكل كړه او له دې يوه لويه لانجه جوړه شوه!!

 

2- لابان د خپلي ژمني خلاف د كشري لور پر ځاى خپله مشره لور د شپې په تياره كي د يعقوب حجلې ته ورولېږله، هغه شپه ورسره تېره كړه، نه ئې له غږه وپېژنده او نه له رنگه!! د رنگ لپاره خو د بايبل ليكوال ښه حيله جوړه كړې او ليكلې ئې دي چي كله شپه تياره شوه نو لابان د راحيل په ځاى ليه ورولېږله!! خو دا ئې نه دي ليكلي چي ولي ئې له غږه ونه پېژنده؟!!

 

3- دوه خوېندي په يوه وخت يوه كس ته په نكاح كېدل ئې جائز گڼلي او دا هغه څه دي چي قرآن ئې حرام گڼي، الهي شريعت نه غواړي چي د دوو خويندو مينه په رقابت او كينې بدله شي، داسي نكاح دوه نږدې انسانان چي يو له بل سره پاكه او ژوره مينه لري؛ سره لري كوي او د دوى ترمنځ رقابت او كينه راولاړوي.

 

4- قرآن د بايبل دا خبره ردوي، دا د موسى عليه السلام د قصې برخه گڼي، د رمې پيايونكې نجلۍ يوه نه بلكي دوه ښيي او هغه چي موسى عليه السلام ئې كور ته د تلو لپاره بللى وو؛ يوه حياناكه نجلۍ معرفي كوي او فرمايي:

فَجَآءَتۡهُ إِحۡدَىٰهُمَا تَمۡشِي عَلَى ٱسۡتِحۡيَآءٖ قَالَتۡ إِنَّ أَبِي يَدۡعُوكَ لِيَجۡزِيَكَ أَجۡرَ مَا سَقَيۡتَ لَنَاۚ فَلَمَّا جَآءَهُۥ وَقَصَّ عَلَيۡهِ ٱلۡقَصَصَ قَالَ لَا تَخَفۡۖ نَجَوۡتَ مِنَ ٱلۡقَوۡمِ ٱلظَّٰلِمِينَ ٢٥ قَالَتۡ إِحۡدَىٰهُمَا يَٰٓأَبَتِ ٱسۡتَ‍ٔۡجِرۡهُۖ إِنَّ خَيۡرَ مَنِ ٱسۡتَ‍ٔۡجَرۡتَ ٱلۡقَوِيُّ ٱلۡأَمِينُ ٢٦ قَالَ إِنِّيٓ أُرِيدُ أَنۡ أُنكِحَكَ إِحۡدَى ٱبۡنَتَيَّ هَٰتَيۡنِ عَلَىٰٓ أَن تَأۡجُرَنِي ثَمَٰنِيَ حِجَجٖۖ فَإِنۡ أَتۡمَمۡتَ عَشۡرٗا فَمِنۡ عِندِكَۖ وَمَآ أُرِيدُ أَنۡ أَشُقَّ عَلَيۡكَۚ سَتَجِدُنِيٓ إِن شَآءَ ٱللَّهُ مِنَ ٱلصَّٰلِحِينَ ٢٧ قَالَ ذَٰلِكَ بَيۡنِي وَبَيۡنَكَۖ أَيَّمَا ٱلۡأَجَلَيۡنِ قَضَيۡتُ فَلَا عُدۡوَٰنَ عَلَيَّۖ وَٱللَّهُ عَلَىٰ مَا نَقُولُ وَكِيلٞ ٢٨

(له همدې دعاء سره سم) له هغو دوو نجونو يوه په حياء حياء كي راغله، (او موسى ته) ئې وويل: زما پلار دي غواړي چي زموږ د رمې خړوبولو په بدل كي څه دركړي، نو كله چي هغه ته راغى او ټوله قصه ئې ورته وكړه، هغه (ورته) وويل: نور نو له ظالمانو ژغورل شوى يې، يوې (لور ئې پلار ته) وويل: پلاره! دا په نوكرۍ ونيسه، تر ټولو غوره كس چي په نوكرۍ ئې نيسې هغه دئ چي پياوړى او امين وي، وئې ويل: غواړم يوه لور مي تا ته په نكاح دركړم خو په دې شرط چي اته كاله به له ما سره د اجورې په مقابل كي تېروې او كه لس كلونه دي بشپړ كړل نو دا به ستا پېرزوينه وي، نه غواړم چي زياتى درباندي وكړم، كه خداى كول ما به له صالحينو ومومې، وئې ويل: همدا دي زما او ستا ترمنځ (ژمنه) وي، په دې دواړو كي هره موده چي مي (دلته) تېروله (اختيار به ئې زما وي او) تېرى به راباندي نه كېږي، وئې ويل:) په هغه څه چي وايو ئې الله شاهد او وكيل دئ.

 

ښاغلی حکمتيار د موضوع پر دوام وايي:

دا مبارك آيتونه څو خبري زموږ مخي ته ږدي:

 

الف: كله چي نجوني كور ته ستنې شوې پلار ترې پوښتنه كړې چي نن ولي دومره ژر راغلئ؟ قصه ئې ورته تېره كړې او ورته ويلي ئې وو چي د كوهي غاړي كي يوه ناست مسافر زلمي زموږ رمې ته اوبه راوايستې، نو ځكه ئې يوه پسي ولېږله چي دى كور ته ورولي، ورسره روان شو، دى مخكي او هغه تر شا، كله چي ورورسېد؛ (د نجونو پلار ته ئې ټوله قصه تېره كړه، هغه ورته وويل: نور نو د ظالمانو له منگولو ژغورل شوى يې، دا سيمه د هغوى له سلطې بهر ده.

 

ب: يوې لور ئې ورته ويلي: د نوكر او شپون په لټه كي وې، دا دئ يو امين او پياوړى كس په لاس درغلى، ښه به وي چي همدا دى په شپني ونيسې. ښايي د دې لپاره ئې هغه د قوي او امين په نامه ياد كړى چي له كوهي ئې په يوازي سر دومره اوبه راوايستلې چي د دوى ټوله رمه ئې خړوبه كړه، او د لاري په اوږدو كي د ده تقوى، حياء، او پاك لمنۍ ته متوجه شوې او امين ئې موندلى.

 

ج: پلار ئې له ځان سره فكر وكړ چي په كور كي د يوه نامحرم زلمي ساتل صحيح نه دئ، ښه به وي يوه لور په نكاح وركړم، موسى ته ئې وويل: غواړم يوه لور مي په نكاح دركړم خو مشروط په دې چي اته كاله به راسره تېروي او كه دي لس كاله راسره تېر كړل دا به ستا احسان وي.

 

د: موسى عليه السلام چي د يوه ډاډمن پناځي په لټه كي وو، دا وړانديز ئې فوراً ومنلو، خو ورته وئې ويل: په دې دواړو كي هره موده چي مي دلته تېروله اختيار به ئې زما وي او تېرى به راباندي نه كېږي، او په همدې ئې سره ژمنه وكړه.

 

ر: الله تعالى د ده دعاء له ځنډه پرته قبوله كړه، د يوې نېكي كورنۍ په غېږ كي ئې پنا وركړه، پنا وركوونكي ورته وويل: غواړم خپل لور په نكاح دركړم، دا به ستا پېرزوينه وي چي تر اتو، لسو كلونو له ما سره پاته شې!!

 

ز: الله تعالى غوښتل چي موسى عليه السلام په مدين كي د يوه نېك او صالح انسان په خوا كي واوسوي او د هغه تر روزني لاندي اته يا لس كاله پاته شي، په دې دوران كي شپني وكړي او دا ئې د تربيت او روزني بله مرحله وي، د دې مرحلې په پاى كي د مصر په لوري، د خپل قوم د لارښووني او د فرعون مقابلې ته ولاړ شي!!

 

د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير زياتوي چي؛ د قرآن په دغو ويناوو كي څو اساسي لارښووني موږ ته شوې:

لومړی دا چي؛ هجرت د شخصيتونو د روزني مدرسه ده، د مظلومو ولسونو لپاره چي الله تعالى كوم قيادت غوره كوي هغه به د هجرت په لوړو ژورو كي روزي.

 

دوهم دا چي؛ موسى عليه السلام بايد د څه وخت لپاره د مصر له مختنقي فضاء او له هغه ظلماني او ضيق محيط چي فرعون پرې حكومت كاوو ووځي، د مدين په آزادي فضاء كي ژوند وكړي، د ظالمانو له هر راز سلطې د آزاد ژوند خوند وڅكي، شپني وكړي، دا شپني په خپله قيادت دئ او د قيادت رموز انسان ته ښيي.

 

درېيم دا چي؛ موسی عليه السلام د پناه ځاى په لټه كي وو، الله تعالى ورته مناسب ځاى غوره كړى وو، همغه ځاى ته ئې ورساوو.

 

ښاغلی حکمتيار د موضوع پر دوام وايي:

په آثارو كي راځى چي په همدى دوران كي چي موسى عليه السلام شپني كوله؛ يوه ورځ يوه ملائكه د سېرلي په بڼه كي ورته راڅرگندېږي او ترې ځغلي، موسى عليه السلام ورپسې شي، چي هر ځل ورنږدې شي؛ دا بيا ترې وځغلي، په دې توگه ټوله ورځ ورپسي منډي ووهي، بالآخره هغه له ډېري ستړيا پر زمكه پرېوځي، موسى عليه السلام ورورسېږي، خو د دې پرځاى چي له ډېري غصې ئې ووهي؛ پښې ئې ورموښي او وايي: الله تعالى دي ما ته عفوه وكړي چي د دې سېرلي د ترېدو باعث شوم، دا مي څومره وځورولو، زه د ده د ځورولو او كړولو باعث شوم، دا د موسى عليه السلام د تربيتي دورې د بشپړتيا او تكميل نښه وه، اوس هغه كولى شي چي خپل قوم ته ولاړ شي او د يوه زړه سواند لارښود په توگه د هغوى لارښوونه وكړي، اوس هغه وخت رارسېدلى چي دى بايد د مصر په لوري وخوځېږي. هلته چي فرمايي:

فَلَمَّا قَضَىٰ مُوسَى ٱلۡأَجَلَ وَسَارَ بِأَهۡلِهِۦٓ ءَانَسَ مِن جَانِبِ ٱلطُّورِ نَارٗاۖ قَالَ لِأَهۡلِهِ ٱمۡكُثُوٓاْ إِنِّيٓ ءَانَسۡتُ نَارٗا لَّعَلِّيٓ ءَاتِيكُم مِّنۡهَا بِخَبَرٍ أَوۡ جَذۡوَةٖ مِّنَ ٱلنَّارِ لَعَلَّكُمۡ تَصۡطَلُونَ ٢٩

(او كله چي موسى دا موده بشپړه كړه او له خپلي كورنۍ سره وخوځېدو، د طور په يوه اړخ كي ئې اور تر سترگو شو، خپلي كورنۍ ته ئې وويل: تم شئ! زما يو اور تر سترگو شو، يا به كوم خبر (او احوال) ترې درته راوړم او يا د اور كومه سكروټه چي تاوده شئ.)

 

نوموړي زياته کړه:

د دې مبارك آيت په اړه لاندي خبري په پام كي ولرئ:

*موسى عليه السلام خپله ژمنه تر سره او هغه موده ئې بشپړه كړه او پرېكړه ئې وكړه چي مصر ته ستون شي، له خپلي كورنۍ سره يو ځاى د مصر په لوري وخوځېدو.

 

*يوه شپه په يوې تنگي او كږلېچني درې كي روان وو چي لار ترې وركه شوه، لري ئې د غره په يوې ډډي كي د اور رڼا تر سترگو شوه، گمان ئې وكړ چي هلته به شپنو اور بل كړى وي، د كورنۍ غړو ته ئې وويل: دلته تم شئ! زما يو اور تر سترگو شو، يا به د لاري په اړه معلومات ترې تر لاسه كړم او يا د اور كومه سكروټه چي اور پرې بل كړو او تاوده شئ.

 

ښاغلي حکمتيار د همدې موضوع په اړه د بايبل متن ته هم په تفصيلي توګه اشاره وکړه او وئې ويل:

بايبل په دې اړه داسي وايي:

"موسى د مديان سيمي ته وتښتېدو...يوه ورځ د هغه ځاى د كوهي په غاړه ناست وو؛ اوه نجوني ئې وليدې چي له كوهي ئې اوبه راايستلې چي خپلو څارويو ته ئې وركړي... شپنو د يترون لوڼي د كوهي له غاړي لري كړې او خپلي رمې ئې خړوبه كړې... موسى وړاندي ورغى، شپانه ئې يوې خوا بلي خوا ته كړل او له نجونو سره ئې د خپلو څارويو په خړوبولو كي مرسته وكړه...كله چي نجوني كورته ستنې شوې پلار ترې وپوښتل: نن ولي دومره ژر راغلئ؟ وئې وويل: يوه مصري راسره مرسته وكړه... پلار ورته وويل: هغه دلته راولئ... موسى ورغى، د هغه په كور كي پاته شو... هغه خپله لور صفوره په نكاح وركړه... يوه ورځ په داسي حال كي چي موسى د رمې په پېولو بوخت وو... ناڅاپه د خداى فرشته د اور په بڼه كي د يوه بوټي له منځه ورښكاره شوه... كله چي خداى وليدل چي موسى بوټي ته ورنږدې كېږي، د بوټي له منځه ئې پرې غږ كړ: موسى! موسى! نور مه رانږدې كېږه، څپلۍ دي له پښو وباسه، ځكه چي ته په يوه سپېڅلي ځاى ولاړ يې... زه ستا د نيكونو ابراهيم، اسحاق او يعقوب خداى يم... ما په مصر كي د خپلو بندگانو كړاوونه ليدلي... راغلى يم چي دوى د مصريانو له منگولو وژغورم او هغي ښېرازه زمكي ته ئې بوځم چي شات او شيدې په كي بهېږي... هغي سيمي ته چي اوس كنعاني، هيتي، اموري، فرزي، حوي او يبوسي په كي مېشت دي؛ اوس تا فرعون ته لېږم چي زما قوم له مصره وباسې... موسى وويل: زه څوك يم چي دا كار وكولى شم... خداى ورته وويل: زه درسره يم... موسى وويل: كه بني اسرائيل رانه پوښتنه وكړي چي د هغه خداى نوم څه دئ چي ته ئې رالېږلى يې، څه ورته ووايم؟ خداى وفرمايل: (يم چي يم!!) دوى ته ووايه: (يم) ستاسو خوا ته رالېږلى يم، دا زما تلپاته نوم دئ، ټول خلك به مي په دې نامه پېژني... موسى وويل: كه بني اسرائيل زما خبره ونه مني په څه به ئې قانع كوم؟ ... خداى ورته وويل: عصا دي وغورځوه... وئې غورځوله چي ناڅاپه مار ترې جوړ شو... موسى له وېري په تېښته شو، خداى ورته وويل: لاس وراوږد كړه او مار تر لكۍ ونيسه... همداسي ئې وكړل او مار بېرته په عصا بدل شو... بيا ئې ورته وويل: لاس دي په خپلي جامې كي دننه كړه... كله چي ئې لاس بېرته راوايست گوري چي د جذام په وجه د واوري په څېر تك سپين شوى... خداى ورته وويل: بيا ئې دننه كړه... دا ځل ئې چي لاس راوايست روغ رمټ شوى وو ... موسى زړه نازړه وو، غوښتل ئې د ده په ځاى بل څوك ولېږل شي... خداى پرې غصه شو... هارون ئې هم ورسره كړ او ورته وئې ويل: هارون ښه وياند دئ، دى به د خلكو په وړاندي ستا وياند وي ... موسى خپل خسر ته وويل چي مصر ته ځم د دې لپاره چي د خپلي كورنۍ احوال واخلم... هغه ورته وويل: په مخه دي ښه... د مصر په لوري وخوځېدو... خداى ورته وويل: فرعون ته ورشه، دا معجزې وروښيه... ورته ووايه چي خداى فرمايي: اسرائيل زما مشر زوى دئ... نو ځكه تا ته امر كوم چي دوى پرېږده چي له مصر ووځي او زما عبادت وكړي، كه دا كار ونه كړې نو ستا مشر زوى به درته ووژنم... نو موسى له خپلي كورنۍ سره د مصر په لوري وخوځېدو... د لاري په اوږدو كي او هغه وخت چي دوى د آرام كولو لپاره تم شول، خداى ورته راڅرگند شو او موسى ئې په مرگ وگواښلو... نو صفوره يوه تېره تيږه راواخيسته او خپل زوى ئې سنت كړ او د غوښي ټوټه ئې د موسى پښو ته وغورځوله او وئې ويل: د خپل زوى د نه سنت كولو په سبب دي نږدې ځان مرگ ته وركړى وو... د همدې لپاره خداى د موسى له وژلو تېر شو!!)

 

د ښاغلي حکمتيار پر وينا؛ د بايبل په دې قصې كي هم د محتوى له لحاظه ډېري ستونزي شته او هم له ادبي پلوه بې شمېره نواقص، دا ستونزي او نواقص هغه وخت ښه درك كولى شئ چي د بايبل وينا د قرآن له څرگندونو سره مقايسه كړئ، خو كه تاسو د بايبل دا قصه د يوه ناول ليكونكي مخي ته کښېږدئ او ترې وپوښتئ چي د قصې د محتوى او ادبي جوړښت په اړه څه نظر لرې؟ نو له شكه پرته به درته ووايي: دا د يوه ضعيف او كمزوري ليكوال ليكنه ده!! ښايي د هر هوښيار انسان لپاره د بايبل دا وروستۍ وينا كافي وي چي د بايبل په ماهيت پوه شي او په دې كي شك ونه كړي چي دا كتاب د يوه داسي كمعقله انسان په لاس ليكل شوى چي نه خداى سم پېژني او نه د الهي كتابونو له لارښوونو خبر دئ.!!

 

هغه زياتوي چي؛ كوم باشعوره انسان به دا خبره ومني چي خداى ويلي: اسرائيل زما مشر زوى دئ!! آيا دا ممكنه ده چي د الله تعالى په كتاب كي داسي غلطه او د حقيقت خلاف خبره تر سترگو شي؟! د بايبل ليكونكى دي ووايي چي له اسرائيل ئې مراد يعقوب عليه السلام دئ كه بني اسرائيل؟ كه مراد ئې بني اسرائيل وي نو بيا خو بايد ويل شوي وى چي بني اسرائيل زما مشران زامن دي او كه مراد ئې يعقوب عليه السلام وي نو ده خو بل ځاى كي عيسى عليه السلام د خداى يوازينى زوى گڼلى!! دا متناقضي خبري ځنگه سره تلفيق كوي؟ د يوازيني زوى تر څنگ خو نه د بل مشر زوى شته والى ممكن دئ او نه د ډېرو زامنو!! كه خداى زوى درلودى نو هغه به هم خداى وو، د بايبل ليكونكى دي موږ ته ووايي چي خداى د اسرائيل په څېر دئ كه اسرائيل د خداى په څېر؟ آيا ستا په خداى كي ټول هغه عيبونه شته چي په بني اسرائيلو كي شته؟ بني اسرائيل بيمارېږي، وږي او تږي كېږي، خوراك كوي، په خوراك پوري اړوند ډېري نيمگړتياوي لري، ويدېږي، ووړ وي ستر شي او په پاى كي ومري، طبيعي ده چي د دوى پلار هم بايد دغسي وي!! آيا خپل خداى ته دا ټول عيبونه او نواقص راجع كوې؟!! ستا په خداى كي د بني اسرائيلو كوم صفت شته او په بنې اسرائيلو كي د خداى كوم صفت؟!! ولي هغوى ته د خداى د مشر زوى لقب وركړى شوى؟ تر دوى خو ډېر نسلونه مخكي پيدا شوي، مشر زوى خو هغه چا ته ويل كېږي چي تر نورو زامنو مخكي پيدا شوى وي!! كه دا ئې مشر زوى وى نو كشر به ئې هم وو!! دا كشر زوى هم رامعرفي كړه!! چي څوك د پيدايښت نېټه لري هغه په دې دليل خداى نه شي كېدى چي له دې نېټې مخكي نه وو!! د چا چي زوى په يوې معيني نېټې كي پيدا شوى او له هغې مخكي نه وو نو دى به هم همداسي په يوې معيني نېټې كي پيدا شوى وي او له هغه مخكي به نه وو!! څوك چي زوى لري نو هغه حتماً پلار هم لري!! آيا د خداى په اړه دا باور د منلو وړ دئ؟!! په انسان باندي د خداى د زوى اطلاق به ډېر ناپوه او احمق انسان كوي!!

 

د درس په پای کي قدرمن مشر د ګډون‌والو پوښتنو ته هم مقنع او تفصيلي ځوابونه ورکړل او له هغه وروسته نننئ درسي حلقه د نوموړي په دعا پای ته ورسېده.

 

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک