No-IMG

د کونړ، کاپيسا، بغلان، کندوز او لغمان قومي او جهادي مشران د خپل قدرمن امیر حکمتيار صاحب تعزیت او ملاتړ ته راغلي

شنبه د قوس ۱۹مه؛ ۱۴۰۱ھ‌ش:

د تېر په څېر نن هم د کونړ، کاپیسا، بغلان، کندوز او لغمان ولايتونو ګڼ‌شمېر جهادي او قومي مشرانو او مجاهدينو، د تېر نظام يو شمېر لوړپوړو چارواکو؛ ښاغلي اکرم خپل‌واک او ښاغلي آصف ننګ او همداراز د اسلامي پوهنتون د رئيس ښاغلي احمد ذکي په مشرۍ د ياد پوهنتون د علمي شوریٰ غړو د حزب اسلامي افغانستان له قدرمن أمير سره وکتل او نوموړي ته يې پر إيمان مسجد د شوي تروریستي بريد په اړه د خپلې خواخوږۍ، تسليت او ملاتړ مراتب وړاندې کړل.

يادو مشرانو په پېښه کې شهيدانو ته د الله تعالیٰ له درباره د فردوس جنت، خواخوږو او کورنيو ته يې د جميل صبر او جزيل أجر غوښتنه وکړه.

ناويلې دې پاتې نه‌وي چې يادو مشرانو د خپلو ولسونو په استازيتوب د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ته د هر راز همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ او ويې ويل:

زموږ مجاهد ولسونه ټول پر يوه خوله ستا أمر ته لبيك وايي او د خپل محبوب أمير د دفاع او حمايت له پاره د خپلو سرونو نذرانه کولو ته حاضر دي.

د يادو مشرانو پر وينا چې؛ حکمتيار بې‌څوکه نه‌دی، ټول مخلص او خدای‌پال حزبي مجاهدين د نوموړي د مدافع ټوپک د شاجور هغه مرمۍ دي، چې هېڅ‌کله هم خپله نښه نه‌خطا کوي. د هغوی پر ټکو؛ پر إيمان مسجد او د هغوی پر محبوب رهبر شوي تروریستي بريد د حزب مجاهدين دومره پارولي، لکه ګويا د مچيو ځالې ته چې ګوتې ور وړل شوې وي.

قدرمن مشر په خپل وار د مشرانو له څپڅپانده احساساتو مننه وکړه او زياته يې کړه:

تر اوسه د پېښې وروستي جزئیات او تحقيقات لا نه‌دي بشپړ شوي، له تحقيق وروسته به پر ګډه د وروستۍ پرېکړې تصميم نيسو او د هغې فتنې پر وړاندې به کوټلي او قاطع ګامونه اخلو چې د خدای تعالیٰ په کور کې هم ترې مسلمانان خوندي او په أمن نه‌دي.

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک