No-IMG

مهم ترین های امروز یکشنبه

: د ح‌اا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه: تېره ورځ شنبه د قوس ۱۹مه؛ ۱۴۰۱ھ‌ش ماښام د اإإ د استخباراتو عمومي رياست يو لوړپوړي پلاوي د شيخ صاحب امين الله په مشرۍ د ح‌ا‌ا مرکزي دفتر ته تشريف راوړی وو او پر إيمان مسجد د شوي تروريستي او دين‌دښمنانه بريد په اړه يې د ح‌ا محترم أمير ښاغلي انجينير حکمتيار ته د خپلې خواخوږۍ، تسلیت او ملاتړ مراتب وړاندې کړل.

نوموړي همداراز په ياده پېښه کې شهیدانو ته د فردوس جنت، کورنيو ته يې د جميل صبر او ټپيانو ته يې د عاجلې روغتيا هيله څرګنده کړه.

: د ح‌اا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه: تېره ورځ شنبه د قوس ۱۹مه؛ ۱۴۰۱ پر إيمان مسجد د شوې تروريستي حملې په اړه د ګڼ‌شمېر بهرنيو ډيپلوماتانو او سفارتونو د خواخوږۍ په سلسله کې نن ماښام د ايران اسلامي جمهوريت د سفارت مرستيال ښاغلي سيد حسن مرتضوي د ح‌اا د قدرمن مشر حضور ته تشريف راوړی وو او نوموړي ته يې د خپلې خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کړل او ترڅنګ يې د پېښې قربانيانو ته د فردوس جنت، کورنيو ته يې د جميل صبر او ټپيانو ته يې د عاجلې روغتيا هيله څرګنده کړه.

: د ح‌اا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه: تېره ورځ شنبه د قوس ۱۹مه؛ ۱۴۰۱ھ‌ش د تېر په څېر پرون هم د کونړ، کاپیسا، بغلان، کندوز او لغمان ولايتونو ګڼ‌شمېر جهادي او قومي مشرانو او مجاهدينو، د تېر نظام يو شمېر لوړپوړو چارواکو؛ ښاغلي اکرم خپل‌واک او ښاغلي آصف ننګ او همداراز د اسلامي پوهنتون د رئيس ښاغلي احمد ذکي په مشرۍ د ياد پوهنتون د علمي شوریٰ غړو د ح‌اا له قدرمن أمير سره وکتل او نوموړي ته يې پر إيمان مسجد د شوي تروریستي بريد په اړه د خپلې خواخوږۍ، تسليت او ملاتړ مراتب وړاندې کړل.

يادو مشرانو په پېښه کې شهيدانو ته د الله تعالیٰ له درباره د فردوس جنت، خواخوږو او کورنيو ته يې د جميل صبر او جزيل أجر غوښتنه وکړه.

ناويلې دې پاتې نه‌وي چې يادو مشرانو د خپلو ولسونو په استازيتوب د ح‌اا قدرمن أمير ته د هر راز همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.

: ‏د کندهار د سپین بولدک - چمن ترمنځ د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.

د کندهار د والي ویاند خصوصي رسنیو ته ویلي، چې دا نښته د پوستو د جوړولو پر سر پیل شوې ده. ویل کیږي چې نښته اوس هم دوام لري.

: ‏د بامیانو له پوهنتون څخه ۵۶۰ نجونې فارغې او نن یې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د فراغت پاڼې تر لاسه کړې.

دغو مراسمو ته د خبرو پر مهال د بامیانو والي له پوهنتون څخه تازه فارغو شویو نجونو ته مبارکي ورکړه او ویې ویل، چې ا.ا د اسلامي اصولو په رڼا کې د نجونو تعلیم ته ژمن دی.

: ‏تېره شپه د کندز د علي اباد ولسوالۍ اړوند د کابل ـ کندز پر لویه لار په زنجیر سیمه کې د یوه ۴۰۴ ډوله موټر د چپه کېدو له کبله ۵ تنه مړه شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۸ تنه ټپیان دي.

د کندز سیمه ایزو چارواکو ویلي، دغه پېښه د موټرچلونکي د بې احتیاطۍ او چټک تګ له کبله رامنځ ته شوې.

‏چارواکو ویلي، چې ټپيان د درملنې لپاره د کندز حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

: ‏هرات ولایت ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا د شدید توپان او سړې هوا له کبله پرې شوې ده.

برېښنا شرکت ویلي، « هرات ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا لېږد مزي دوې پایې نن سهار د شدید توپان او یخبندان له امله په رباط سنګي ولسوالۍ کې رانړېدلې او برېښنا پرې شوې ده

‏برېښنا شرکت وايي، هڅه کوي، چې سیمې ته د تجهیزاتو او کارکوونکو لېږد اسانتیا برابرېدو سره سم برېښنا بېرته ونښلوي.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د افغانستان لپاره د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په دې لیدنه کې امیر خان متقي د جاپان لخوا د ۱۰۶ میلیون ډالرو نوې مرستې او مثبت دیپلوماتیک تعامل څخه مننه کړې.

‏دغه وزارت زیاتوي په دې لیدنه کې په کابل کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا ویلي چې هیواد یې له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان په اقتصادي پرمختگ بحث کوي او جاپان چې په راتلونکي کال کې به امنیت شورا د غړي په توګه خپله دنده پیلوي هڅه کوي په دې شورا کې افغانستان په اړه ښه رول ولوبوي.

: د بهرنیو چارو وزارت ویاند:‏ امروز سفیر چین مقیم کابل با شیر محمد عباس ستانکزی، معین سیاسی وزارت امور خارجهٔ ا.ا.ا ملاقات نمود و روی موضوعات مورد علاقه بحث و گفتگو کرد.

سفیر چین از امنیت سراسری در افغانستان اظهار خرسندی نمود و خواهان توجه بیشتر امارت اسلامی در تأمین امنیت نمایندگی سیاسی این کشور در کابل شد.

‏آقای ستانکزی ضمن سپاس‌گزاری از کمک‌های بشردوستانهٔ چین با مردم افغانستان، روی تقویت و وسعت روابط اقتصادی با چین تأکید نمود.

‏آقای ستانکزی همچنان به سفیر چین اطمینان داد که امارت اسلامی به هیچ‌کسی اجازه نخواهد تا از خاک افغانستان علیه کشوری دیگر استفاده کند و افزود که تأمین امنیت نمایندگی‌های سیاسی در افغانستان در اولویت امارت اسلامی قرار‌ دارد.

: ‏د پنجشېر په «درې» ولسوالۍ کې یوې پېغلې ځان زندۍ کړی او مړه شوې ده.

د پنجشنېر ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس نصراالله ملک زاده وايي چې دغه پېښه د یکشنبې په ورځ د «عبدالله خېل» په کلي کې رامنځته شوې او انګېزه یې تراوسه روښانه نه ده ‏ویل کېږي چې دغې نجلۍ په تېر کې هم د ځان وژنې هڅه کړې وه چې د خپلوانو له خوا یې ژغورل شوې وه.‏

: عبداللطیف نظری، معین مسلکی وزارت اقتصاد در نمایشگاه فرآورده‌های داخلی کشور گفت که امارت اسلامی از تولیدات داخلی و صنایع نوپا پشتیبانی می‌کند.

‏به گفته او، به علت تحریم‌ها، محدودیت‌ها و منجمد ماندن ذخایر ارزی افغانستان، امارت اسلامی در راه‌اندازی پروژه‌ها و صنایع بزرگ با چالش‌های روبه‌رو است.

آقای نظری گفت که میکانیزه کردن سیستم زراعتی، و تقویت اقتصاد روستایی در اولویت‌های محور اقتصادی امارت اسلامی قرار دارند.

‏معین مسلکی وزارت اقتصاد افزود که در کنار جلب کمک‌های بشردوستانه، آنان با کشورهای علاقمند و نهادهای بین‌المللی برای از سرگیری پروژه‌های ناتکمیل توسعه‌یی و انکشافی گفت‌وگو کرده‌اند.

: ‏صبح امروز (یک‌شنبه) یک زمین‌لرزه شمار از ولایت به شمول کابل را تکان داد.

نهاد زمین شناسی ایالات متحد امریکا گفته است که این زمین‌لرزه به شدت ۴.۴ رشتر رخ داده است.

: ‏د مالیې وزارت سرپرست په افغانستان کې د م.م مرستندویه ماموریت دفتر یا یوناما له مشرې روزا او تنبايوا سره په کتنه کې د م.م بشري مرستو له امله له اوتنبایوا څخه د مننې ترڅنګ غوښتنه وکړه چې بشري مرستې دې له دولتي ادارو سره په همغږۍ ترسره شي او ترڅنګ دې پراختيايي برخو کې هم مرستې وشي.

: ‏د لوړو زده کړو سرپرست وزیر میدان وردګو ولایت ته د سفر په ترځ کې وویل، د افغان کادرونو روزنې لپاره له بهره علمي كادرونه جلبوي. ده زیاته کړې دی د نصاب معياري کولو برخې ته ځانګړې پاملرنه لري او غواړي چې هېواد په عصري او علمي ډګر کې له نړۍ سره سیال کړي.

: ‏د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو لپاره د IRC موسسې له لوري جوړ شوي ۴۸ کورونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د پکتیکا ولایتي مسوولین وايي، چې دغه کورونه په دوو میاشتو کې جوړ شوي او  ۷.۵ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

: ‏کابل کې د یوه سوداګر له لوري د ۱۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د جاکټ او یونیفورم جوړولو کارخونه پرانیستل شوه. د دې کارخونې مسولین وايي، چې د کار له پیل سره سم یې ۱۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې او په نږدې راتلونکي کې به دا شمېر ۵۰۰ ته لوړ کړي.

: ‏د کابل ښاروالۍ د توکو د بیو د کنټرول او احتکار د مخنیوي کمېسیون د لومړنیو توکو د بیو لپاره نرخنامه جوړه کړې ده.

په دې نرخنامه کې د یو کیلو مایع ګاز بیه ۶۳ افغانۍ، د یو لیتر پترولو بیه ۷۰، د یو لیتر ډيزلو بیه ۸۰ او د یوې ۵۰ کیلويي بوجۍ قزاقي اوړو بیه ۲۱۳۰ افغانۍ ټاکل شوې ده.

: ‏کرن دیکر، شارژدافیر سفارت امریکا برای افغانستان می‌گوید که ا.ا.ا باید از تلاش‌های فعالان حقوق بشر حمایت کند.

دیکر گفته است که به هدف تامین وقار، استقلال و عدالت همه ا.ا.ا باید با تلاش‌های مستمر سازمان ملل بپیوندد.

: ‏ینس ستولتنبرگ، سرمنشی ناتو می‌گوید که احتمال وقوع جنگ میان روسیه و ناتو وجود دارد.

ستولتنبرگ گفته است که جنگ جاری ممکن  از کنترول اوکراین خارج شود و منجر به بحران بزرگ بین روسیه و ناتو شود.

: ‏ریچارد بینیت، گزارشگر ویژه سازمان ملل در امور حقوق بشر افغانستان در تویتی گفته است که محکمه بین‌المللی جرایم سیاست جدیدی را در رابطه با جنایت آزار و اذیت جنسیتی آغاز کرده است.

‏بینیت حین سخنرانی‌اش در محکمه مذکور افزوده است، با توجه به وضعیت حقوق زنان در افغانستان از تحقیقات در این زمینه در افغانستان نیز حمایت می‌کند.

: ‏د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دغه هېواد د بشري حقونو شورا په کلنۍ غونډه کې ویلي چې اوس مهال د اټومي وسلو د استعمال ګواښ په ډېرېدو دی، خو روسیه به هېڅ وخت لومړی خپلې وسلې ونه کاروي.

: ‏د هند د بهرنیو چارو وزیر وایي، په داسې حال کې چې پاکستان ترهګرۍ ته وده ورکوي، ورسره مذاکرات او د کرکټ لوبې نه شي کېدای.

: ‏د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلېنسکي ویلي، د هېواد په سوېلي اودیسه سیمه کې روسیې د ایران جوړو شویو ډرون الوتکو پر مټ بریدونه کړي چې شاوخوا یو نیم میلیون وګړي یې بې برېښنا کړي دي.

: ‏د پاکستان د کورنيو چارو وزارت په هغه هېواد کې مېشتو بهرنيانو ته يو ځل بيا خبرداری ورکړی چې که يې د ويزو موده ختمه وي نو د روانې ډسمبر مياشتې تر پايه دې له پاکستانه ووځي.

: شورای امنیت سازمان ملل متحد به تازگی قطع‌نامه ارسال کمک‌های انسان دوستانه به بخش‌های زیر تحریم را تصویب کرده است.

نماینده ایالات متحده امریکا در سازمان ملل که در نشست حضور داشت، گفته است که کشورهای مانند افغانستان، سوریه و میانما از این کمک‌ها بهره‌مند خواهند شد.

: ‏د فرانسې په جرسي ټاپو کې یو زورورې چاودنې درې تنه وژلي او لسګونه نور تري تم دي.

امنیتي چارواکو ویلي چې چاودنه د استوګنې په یوه سیمه کې شوې چې له کبله یې درې تنه وژل شوي او په لسګونه نور تري تم دي. تر اوسه ددې چاودنې مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

: ‏د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی چین ته سفر کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزات ویلي دا پلاوی به د نورو مسایلو تر څنګ چین ته د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د سفر لپاره د زمینه سازۍ پر سر خبرې ولري.

: ‏د افغانستان لپاره د امریکا ځانگړي استازي توماس ویست ویلي چې د بشري حقونو په نړیواله ورځ افغان ښځې او نجونې د پوهنې، کار او سیاسي ژوند په برخو کې د نه منلو وړ محدودیتونو سره مخ دي.

نوموړي ویلي، له ا.ا سره باید هر ډول ښکېلتیا، ډیپلوماسي او خبرې د افغانانو د بشري حقونو په محوریت وي.

: ‏د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې په فارس خلیج کې د درې جزیرو په اړه د چین او خلیج همکارۍ شورا د اعلامیې په غبرګون کې یې د چین سفیر احضار کړی دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک