No-IMG

مهم ترین های امروز شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د هوا پېژندنې ادارې سبا یکشنبه د افغانستان په لسو ولايتونو کې د اورښت، واورې او سېلابونو را وتلو اټکل کړی دی.

‏دغه ادارې پر خپل ټوېټر لیکلي، چې  هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، ارزګان، ډایکنډي، غور او بادغیس هغه ولایتونه دي چې د شدید اورښت، واورې ورېدو او سېلابونو د راوتلو امکان پکې شته.

: ‏د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه په جوړېدونکې غونډه کې د ګډون په هدف نن تهران ته لاړ.

‏ټاکل شوې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه دا دوه ورځنۍ غونډه د دوشنبې په ورځ په تهران کې جوړه شي، چې د افغانستان، ایران، پاکستان او ملګرو ملتونو استازي به پکې برخه واخلي.

: ‏د پکتیکا ولایت وياند ثنا الله معصوم رسنیو ته وايي چې د دې ولايت په ارګون ولسوالۍ يوه شپږ کلنه ماشومه په مرموز ډول وژل شوې ده.

نوموړی زياتوي چې د دې پېښې تړاو يو تورن کس نیول شوی او د پېښې په اړه لا پلټنې روانې دي.

: ‏افغان لوبغاړي نایب مبارز د فېټنس په نړۍوالو سیالیو او په ۸۰ کیلو ګرامه وزن کې د «برنز مډال» ګټلی دی.

د بدني ښکلا او فېټنس نړۍوالې سیالۍ د تایلنډ په کوربتوب جوړې او جریان لري.

: ‏د بریتانیا لومړی وزیر ریشي سوناک د خپل هېواد، جاپان او ایټالیا تر منځ د یوې داسې جنګي الوتکې جوړولو کې د همکارۍ اعلان کوي، چې مصنوعي ځیرکتیا پکې کارول کېږي. سوناک وايي، د دې ګډې پروژې هدف په بریتانیا کې زرګونو خلکو ته کاري فرصت برابرول او د امنیتي، دفاعي اړیکو غښتلتیا ده.

: ‏د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي ویلي چې دا مرسته به ډېر ژر اوکراین ته ورسېږي څو خپل هوايي ځواک پیاوړی کړي او د روسیې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو مخه ونیسي.

: ‏د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي، د روسیې او ایران ترمنځ دفاعي ملګرتیا تر بل هر وخت پیاوړې شوې ده.

: ‏اسوشیتد پرس گزارش داده است که دست‌‌کم ده تن در انفجار معدن زغال‌سنگ در ولایت سوماترا، اندونزیا کشته شده‌اند. اسوشیتد پرس به نقل از مقا‌های این کشور گفته است که چهار کارگر گیرمانده نجات یافته اند. گفته می‌شود که انفجار ناشی از تجمع گازها در این معدن بوده است.

: ‏د اروپایي ټولنې لخوا له افغانستان سره څه باندې ۳۶ ټُنه درمل او طبي مرسته شوې ده.

د اروپايي ټولنې د بشرپاله مرستو او مدني ساتنې دفتر ویلي، دغه مرسته د تېرو دوو ورځو په لړ کې کابل ته رارسیدلې ده.

: ‏د ٢٠٢٢ کال فوټبال نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو یا کوارټر فاینل په لومړۍ لوبه کې کروشیا لوبډلې د برازیل پیاوړې لوبډلې ته ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته یې لار ومونده.

: ‏د امریکا او روسیې ډیپلوماتانو د ترکیې په استانبول کې مجلس کړی دی او د دواړو هېوادونو پر اړیکو یې خبرې کړې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او په ترکیه کې د امریکا سفارت ددې خبرو پخلی کړی دی.

د راپورونو له مخې د یوکراین جګړه د دواړو خواوو د خبرو په اجنډا کې نه وه.

: ‏د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزيز آل سعود د چین له ولسمشر سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

‏په دې لیدنه کې د سعودي پاچا ویلي چې د سعودي عربستان او چين ترمنځ د هر اړخيزو ستراتيژيکو همکاريو د پر له پسې پرمختګ د پياوړتيا او د دواړو هېوادونو خلکو ته د ګټو رسولو لپاره به هلې ځلې وکړي.

: ‏نن د ډسمبر لسمه د بشري حقونو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، افغانستان یو له هغو ۴۸ اصلي هېوادونو څخه دی چې د ۱۹۴۸ کال د ډسمبر په ۱۹مه نېټه یې د بشري حقونو نړیوالې اعلامیه ته رایه ورکړه.

‏د یوناما مشرې ویلي، « ټول انسانان ازاد زېږېدلي او د کرامت او حقونو له اړخه مساوي دي. هغه څوک چې د حکومت د چارو واګي يې په لاس کې دي، د دندې له اړخه د هرې ښځې، سړي، نجلۍ او هلک پر وړاندې خورا لوی مسوولیت لري

: ‏د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې ( یونیسف) ویلي، په افغانستان کې ۴.۲ میلیونه ماشومان ښوونځيو ته له تګ بې برخې دي، چې ۶۰ سلنه یې نجونې دي.

یونیسف ویلي، دا شمېره واک ته د اسلامي امارت تر رسیدو مخکې ۳.۷ میلیونه وه.

: ‏د یورونیوز د راپور په حواله، د اروپا پارلمان مرستیاله « ایوا کیلي» له یوه خلیجي هېواده چې ګمان کیږي قطر دی؛ د رشوت او پیسو اخیستو په قضیه کې د ښکېلتیا په تور نیول شوې ده.

: ‏د چین ولسمشر شي چین پینگ سعودي عربستان ته د خپل سفر پر مهال د عربي هیوادونو مشرانو ته ویلي چې هیواد یې هڅه کوي له دې وروسته له دغو هیوادونو تیل او گاز په «یووان» وپیري.

د راپورونو له مخې د سعودي عربستان لخوا په یووان باندې د تیلو پلورل به د امریکا اقتصاد ته ستر زیان ورسوي.

: ‏د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د جمعې په ورځ په یوه خبرې غونډه کې ادعا وکړه، چې روسیه د تهران د وژونکو بې‌پیلوټه الوتکو په بدل کې ایران ته د هوايي مدافعې سیسټمونه، هلیکپوپټرې او جنګي جټ الوتکې ورکوي.

: ‏د ایران د بهرنیو چارو وزارت تهران کې د بریتانیا سفیر احضار کړی دی. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې نوموړی د ایران د کورنیو مسایلو په اړه د بریتانیايي چارواکو له نفاقه ډکو پرلپسې څرګندونو او په دې هیواد کې له ترهګرۍ او ګډوډۍ څخه د هغوی د ملاتړ په غبرګون کې احضار کړی دی.

: ‏امریکایی خبریال ”ګرانټ واهل “  قطر کې د فوټبال نړیوال جام لوبو د خبري پوښښ پر مهال مړ شوی دی.

ویل کیږي چې پر نوموړي ”د زړه حمله “ راغلې وه.

د فیفا مشر د فوټبال ټولنې په استازیتوب د هغه له کورنۍ سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک