حکمتيار: اسلامي شريعت د حدودو نافذولو ته داسي گوري لكه چي د روغتون ډاكټر د جراحي عملياتو ته گوري
وروڼو خوېندو!
په دې ورځو كي د افغانستان او إمارت اسلامي په خلاف د شديدو خصمانه تبليغاتو يوه بله تونده څپه پيل شوې؛ داسي چي د ټولي نړۍ مطبوعات ئې مصروف كړي؛ د لوگر په جمنازيوم كي د 14 مجرمينو علني مجازات او په درو وهل؛ د دغو پراخو تبليغاتو اصلي موضوع وه؛ د نړۍ عام وگړي په دې نه پوهېږي چي د دې مجرمينو جرم څه دئ؟ ولي د خلكو په وړاندي په علني توگه په درو وهل كېږي؟ اسلام ضد مطبوعات دوى ته وايي: دا ظلم او وحشت دئ، د انسانانو اهانت او سپكاوى دئ، د نړى والو قوانينو او بشري حقوقو خلاف عمل دئ؛ تاسو پوهېږئ چي په غربي ټولنو كي نه قصاص شته، نه رجم، نه په درو او لښتو وهل، مجازات په زندان او جريمه كي خلاصه شوى؛ غربيان او غربپال او د غربي فرهنگ تر اغېز لاندي وگړي؛ داسي مجازات او هغه هم په علني توگه او د خلكو په وړاندي؛ نه مني او په وړاندي ئې حساسيت ښيي؛ سره له دې چي يهودان او مسيحيان په تورات او انجيل باور لري او دا ډول مجازات؛ د دوى په مذهبي كتابونو كي راغلي او په بايبل كي چي د تورات، انجيل او زبور مجموعه ئې گڼي؛ په واضح توگه د داسي مجازاتو يادونه شوې او عملي بېلگي ئې ذكر شوې؛ خو مسيحيان اوس داسي له خپل دين او مذهب لري شوي چي تش نوم ورته پاته دئ؛ او د دوى په عملي ژوند كي نه د تورات او انجيل آثار تر سترگو كېږي او نه د بايبل نښي؛ د دوى تر ټولو زيات او ډېر تكړه مذهبي هغه دئ چي په اونۍ كي يو ځل كليسا ته ولاړ شي او د كشيش په اقتداء كي تر لسو لږو جملو كي يوه دعاء تكرار كړي؛ د دوى شمېر هم اوس په هر غربي هېواد كي شاوخوا لس سلنه دئ. هلته سود، شراب، قمار، زنا او لواطت ته د جرم په سترگه نه كتل كېږي؛ نه ئې اخلاقي جرم گڼي او نه مذهبي گناه؛ له دې هم خبر نه دي چي د دوى په مذهبي كتابونو كي؛ د بايبل په شمول؛ دا نه يوازي جرم او گناه گڼل شوي بلكي د مجازات وړ جرم دئ؛ بايبل د مېړوښي مېرمن د زنا سزا رجم او سنگسار ښودلى او عملي بېلگي ئې هم په گوته كړې.
د دوى په وړاندي چي د داسي مجازات صحنې؛ هغه هم له پراخو تبليغاتو سره توأم ښودل كېږي؛ غبرگون او عكس العمل به ئې څه وي او د عاملينو په اړه به ئې قضاوت څنگه وي؟!! يقيناً چي له اسلام او مسلمانانو به نفرت كوي؛ دا په داسي حال كي چي نن په غربي نړۍ كي اسلام په ډېر سرعت سره خورېږي او د غرب منوره طبقه اسلام د له ټولو ستونزو د ژغورني يوازينۍ دين گڼي؛ دغسي پېښي اسلام ته د دوى د راتلو مخه نيسي.
راشئ وگورو چي اسلام په دې اړه څه ويلي او الله تعالى مسلمانان په څه كولو گمارلي؟
د دې لپاره چي دا موضوع موږ ته ښه واضح شي او اړوند احكام ئې راته جوت شي راشئ هغه آيات او روايات له نظره تېر كړو چي په دې اړہ راغلي.
1. اسلامي شريعت د حدودو نافذولو ته په داسي سترگه گوري لكه چي د روغتون ډاكټر د جراحي عملياتو ته گوري او يوازي هغه مهال د خپل مريض په عملياتو لاس پوري كوي چي مريض ئې په پرهېز گمارلى، لازمي لارښووني او سپارښتني ئې ورته كړې، ضروري دوا ئې وركړې، خو له دې ټولو سره سره نه دئ روغ شوى او په پاى كي له دې پرته بله چاره نه وي پاته چي عمليات ئې كړي.
2. اسلام د زنا د اثبات لپاره د متهم اعتراف او د داسي شاهدانو گواهي او شهادت شرط گڼي چي دا عمل ئې په خپلو سترگو مباشرتاً ليدلى وي.
3. كه چا يو څوك په زنا تورن كړ؛ خو همداسي څلور شاهدان ئې وړاندي نه كړل؛ دى به اتيا درې وهل كېږي او له دې وروسته به ئې هيڅ شهادت نه منل كېږي.
4. د زنا حد به د مؤمنانو د يوې ډلي په وړاندي تطبيق كېږي؛ نه په پټه او د تړلو دروازو تر شا او نه داسي علني چي هر څوك ئې وگوري او په تلويزيونو كي منعكس شي؛ ځكه قرآن فرمايي:
وَلۡيَشۡهَدۡ عَذَابَهُمَا طَآئِفَةٞ مِّنَ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ 2 النور: ٢
او د دوى دواړو عذاب دي د مؤمنانو يوه ډله وگوري.
له آيت داسي معلومېږي چي: الف- دا علني سزا يوازي د زناكارو لپاره ده؛ ب- سزا به د يوې ډلي مؤمنانو په حضور كي وي.
دا لارښوونه شوې چي د دوى عذاب دي د مؤمنانو يوه ډله وگوري. يعني دا مجازات بايد علني وي نه په پټه او د تړلو دروازو تر شا، يوه ډله مؤمنان بايد د مجازات صحنه په خپلو سترگو وگوري. دلته څو خبري بايد په پام كي ولرو:
د صحنې ليدونكي بايد د مؤمنانو يوه ډله وي، او د دې معنىٰ دا ده چي دا مجازات به دومره هم علني نه وي چي حتى كافران ئې هم وليدى شي، داسي چي په آزاد ميدان كي او په بشپړه توگه علني مجازات شي، يا د مجازات صحنه په ټلويزيون كي وښودل شي، بلكه يوازي د مؤمنانو يوه ډله به دا صحنه گوري.
په دې څرگند مجازات كي ځيني مصلحتونه مضمر دي؛ لكه دا چي: 1- د زياتو شاهدانو شتون د عدالت په تأمينولو كي مرسته كوي او نه پرېږدي چي محكمه او قاضي د عدالت او قانون خلاف عمل وكړي؛ لكه چي د زنا د اثبات لپاره څلورو شاهدانو ته ضرورت دئ همداسي د سزا تطبيق به د يوې ډلي مؤمنانو په حضور كي وي. 2- د شاهدانو حضور كه له يوې خوا د اصلي مجرم او د نورو مجرمينو جسارت له منځه وړي، د ټولني د نورو افرادو لپاره د عبرت باعث كېږي، 3- د قاضيانو د غلطو تصرفاتو مخنيوى كوي، پټ مجازات هم مجرم ته دا مجال وركوي چي ځان پاك لمنى وښيي او هم واكمنانو ته دا امكان په لاس وركوي چي د رشوت په بدل كي مجرم له مجازات وژغوري. 4- دا د ټولني حق دئ چي هغه مجرم وپېژني چي د نورو پر حقوقو تېرى كوي، د دې لپاره چي له هغه سره په خپلو معاملاتو كي محتاط وي او له خطره ئې ځان وساتي. 5- دا قطعاً د منلو وړ خبره نه ده چي د يوه مجرم د پت او عزت لپاره ټولنه له گواښ سره مخامخ شي.
اما داسي جرم چي په بشپړه توگه شخصي بڼه لري، بل ته ئې ضرر نه وي متوجه، په پټه تر سره شوى وي، او مخصوصاً چي هغه محكمې ته هم نه وي راجع شوى، په داسي جرم پرده اچول او په هغه كي د مجرم د پت او عزت خيال ساتل؛ نه يوازي مانع نه لري بلكي غوره كار دئ او اسلام پرې تأكيد كوي، خو دا او هغه بل جرم په خپلو كي ژور توپيرونه لري او يو پر بل نشو قياسولى.
5- حكامو ته سپارښتنه شوې چي د حدودو د پلي كولو تلوسه مه كوئ:
له ابو هريره رضى الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: حدود دفع كړئ (له پلي كېدو ) تر كومه چي د دفع كولو وجه او مدرك ورته موندلى شئ.
عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم « ادْفَعُوا الْحُدُودَ مَا وَجَدْتُمْ لَهُ مَدْفَعًا ». سنن ابن ماجه
له عائشې رضى الله عنها روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: تر هغه چي توانېدى شئ له مسلمانانو د حدودو پلي كېدا دفع كړئ، كه كوم مخرج (د وتلو لار) ورته وي نو لار ئې ورته پرانيزئ، يقيني خبره دا ده چي كه امام په عفو كي خطا شي دا تر دې غوره ده چي په سزا وركولو كي خطا شي.
عَنْ عَائِشَةَ رضى الله عنها قَالَتْ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم "ادْرَءُوا الْحُدُودَ عَنِ الْمُسْلِمِينَ مَا اسْتَطَعْتُمْ ؛ فَإِنْ كَانَ لَهُ مَخْرَجٌ، فَخَلُّوا سَبِيلَهُ ؛ فَإِنَّ الْإِمَامَ أَنْ يُخْطِئَ فِي الْعَفْوِ، خَيْرٌ مِنْ أَنْ يُخْطِئَ فِي الْعُقُوبَةِ" سنن البيهقي و رَوَاهُ التِّرْمِذِيُّ مَرْفُوعًا وَمَوْقُوفًا.
6- هغه اعتراف هيڅ ارزښت نه لري چي له وهلو وروسته وي:
له أبي عُيَينة بن المَهلَب روايت دئ چي له عمر بن عبدالعزيز رضى الله عنه مي واورېدل چي ويل ئې: څوك چي له يوې دُرې وهل كېدو وروسته اقرار وكړي نو هغه دروغجن دئ.
عن أبي عيينة بن المهلب قال : سمعت عمر بن عبد العزيز يقول : من أقر بعد ما ضرب سوطا واحدا فهو كذاب. مصنف ابن ابي شيبه
7- په اسلام كي لوڅول، تړل، زولانه كول، ولچك كول نشته:
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ مَسْعُودٍ قَالَ : لاَ يَحِلُّ فِى هَذِہ الأُمَّةِ تَجْرِيدٌ وَلاَ مَدٌّ وَلاَ غُلُّ وَلاَ صَفَدٌ. سنن بيهقي
له عبد الله بن مسعود رضى الله عنه روايت دئ چي وايي: په دې (اسلامي) امت كي نه (د چا د تعذيب لپاره) بربنډول شته، نه تړلى راكاږل، نه زولنه كول او نه ولچك اچول. يعني په اسلام كي دا جائز نه دي چي څوك د وهلو په موخه بربنډ كړى شي، په وني او لرگي پوري وتړل شي، په لاس او پښو كي ئې زولنې او ولچك واچول شي.
دې ته ورته گڼ شمېر نور شرائط دي چي د حدودو د تنفيذ په ارتباط بايد مراعات شي.
دعاء كوو چي الله تعالىٰ دي افغان مؤمن او مجاهد ولس ته دا سعادت او توفيق ورپه برخه كړي چي سرلوړى، خپلواك، آزاد، له جگړو او ناامنيو فارغ اسلامي افغانستان جوړ كړي او راتلونكو نسلونو ته ئې په ميراث پرېږدي.
خدايه! موږ ته توفيق راكړه چي خپل هېواد د هغو فتنه گرو له شر وژغورو چي دشمني ئې له جومات، محراب، منبر، اسلام او مسلمان سره ده؛ د پرديو اجير جنگيالي دي او د اسلام تر نامه لاندي د اسلام د جرړو قطع كولو دنده ئې پر غاړه ده. آمين.
سُبْحَانَكَ اللهُمَّ بِحَمْدِكَ نَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، نَسْتَغْفِرُكَ وَنَتُوبُ إِلَيْكَ
