No-IMG

حکمتيار: هيڅ تدبير د الله تعالىٰ له إذن پرته گټه او اغېز نه لري

الحمد للّٰهِ وَ كَفَى وَ سَلامٌ عَلى عِبادِهِ الَّذِيْنَ اصْطَفَى و بعد: فاعوذ باللَّهِ مِنَ الشيطن الرجيم بِسۡمِ اللهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

(وَقَدْ مَكَرُوا مَكْرَهُمْ وَعِنْدَ اللَّهِ مَكْرُهُمْ وَإِنْ كَانَ مَكْرُهُمْ لِتَزُولَ مِنْهُ الْجِبَالُ 46 إبراهيم 46) صدق الله العظيم

دا مبارك آيت موږ ته وايي:

يقيناً چي دښمن خپل پټ تدبيرونه وكارول؛ په داسي حال كي چي ټول پټ تدبيرونه ئې د هغوى شنډول؛ د الله په واك كي دي؛ كه څه هم مكر او تدبيرونه ئې داسي وي چي غرونه ئې په وړاندي نشي تم كېدى.

په دې او تر دې وړاندي آيتونو كي مؤمنانو ته څو مهمي لارښووني شوې:

خلك د هغي ورځي له راتلو ووېروه چي له الهي عذاب سره به مخامخ شي، ظالمان به ئې وايي: اې زموږ ربه! لږ دي دا عذاب وځنډوه، لږ نور مهلت را، يوه بله نېټه راته وټاكه، تر بلي ټاكلې نږدې نېټي مهلت راكړه، ژمنه كوو چي ستا بلنه به منو او د پيغمبرانو متابعت به كوو. دوى ته به په ځواب كي وويل شي: آيا تاسو هغه نه يئ چي تر دې وړاندي مو په ډېر غرور او تأكيد سره ويل چي هيڅكله به مو زوال په برخه نشي او له الهي عذاب سره به مخامخ نشئ؟!! او آيا د خپل سلف د كفر، شرك او ظلم بدي پايلي مو په خپلو سترگو نه وې ليدلې؟ آيا تاسو د مخكينيو ظالمانو په قصرونو او ماڼيو كي مېشت شوي نه وئ او درته معلومه شوې نه وه چي الله تعالىٰ له دوى سره څه وكړل؟ آيا د ظالمانو د هلاكت گڼ شمېر تاريخي مثالونه ستاسو مخي ته نه وو ايښودل شوي؟ هغوى هم د حق خلاف او د باطل په دفاع كي ډېر پټ تدبيرونه وكارول، خو ومو ليدل چي دغو پټو تدبيرونو هيڅ گټه ورونه رسوله، ټول شنډ او بې اغېز شول؛ دا ځكه چي هر څه د دوى د پټو تدبيرونو په شمول د الله تعالىٰ په واك كي دي، پايلي ئې هغه ټاكي، هيڅ تدبير د الله تعالىٰ له إذن پرته گټه او اغېز نه لري كه څه هم دا تدبيرونه داسي وي چي ستر ستر غرونه ئې په وړاندي تم كېدى نشي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک