No-IMG

د ننگرهار او غزني قومي او جهادي مشران نن د خپل معزز امیر حکمتيار صاحب تعزیت او ملاتړ ته راغلي

پنج‌شنبه د قوس ۱۷مه؛ ۱۴۰۱ھ‌ش:

د حزب اسلامي افغانستان له قدرمن أمير سره د تېرې جُمعې ورځې د ألمناکې حادثې د خواخوږۍ او تعزيت په موخه د هېواد له ګوټ ګوټ او د مختلفو اقوامو له لورې د تسليت او حمايت په پار د ح‌ا په مرکزي دفتر کې سترې او شانداره غونډې ترتيب شوې وې، چې د ننګرهار او غزني ولايتونو ګڼ‌شمیر جهادي او قومي مشرانو او مجاهدينو او همداراز د خروټي قوم اړوند ځوانانو او فرهنګي څېرو په‌کې ګډون کړی وو.

يادې غونډې د کلام الله مجید د مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شوې، ورپسې د ننګرهار، غزني او خروټي قوم جهادي او قومي مشرانو پُرجوشه ويناوې وکړې او ټولو پر يو غږ او د تکبير پر ملکوتي نارو د ح‌ا له محترم أمير ښاغلي حکمتيار او د هېواد د أصيلو بچيانو او غازيانو له ستر او سپېڅلي کور «ح‌ا» د خپل حمايت او هر اړخېزې دفاع ټټر وواهه او ژمنه يې وکړه چې د خپلو سرونو په قيمت او د ژوند تر وروستۍ سلګۍ به له خپل أمير او فکري سنګر دفاع کوي او پر وينا يې چې هېڅ‌چاته به اجازه ور نه‌کړي، چې دې سپېڅلي کور او مشرتابه ته يې پر بدو سترګو وګوري.

 

نوموړو مشرانو زياته کړه:

کوم عزت او حيثيت چې د هېواد په‌شمول په سيمه او نړۍ کې الله تعالیٰ دې کور «ح‌ا» او د هغه مشرتابه «ښاغلي حکمتيار» ته ورکړی، ساری يې نه‌شته او يا هم ډېر کم موندل کېږي.

 

د ح‌ا قدرمن رهبر يادو مشرانو ته له هرکلي او ښه راغلاست وروسته؛ خپله وينا د سورة التوبې د ۵۶-۵۷ آيتونو په تلاوت سره پيل کړه او ويې ويل:

په دې آيتونو کې الله تعالی خپل استازي ته فرمايي

(ته (دوى ته) ووایه: موږ ته به له سره مصیبت را ونه‌رسېږي؛ مګر هغه چې الله تعالیٰ زموږ له پاره لیكلى. همغه الله تعالیٰ زموږ كارساز دى. او لازمه ده چې مؤمنان يوازې او يوازې پر الله تعالىٰ توكل وكړي.

ته (دوى ته) ووایه: تاسو زموږ په باره كې انتظار نه كوئ مګر په دوو شيانو کې د تر ټولو يو غوره شئ، او موږ ستاسو په باره كې د دې انتظار كوو؛ چې الله تعالیٰ تاسو ته له خپله اړخه عذاب در ورسوي، او یا هم زموږ پر لاسونو. نو پس؛ تاسو انتظار كوئ، بې‌شكه موږ هم له تاسو سره انتظار كوونكي یو).

 

نوموړي زياته کړه:

د قرآن د پورتنيو آيتونو مصداق ته پر کتو؛ باور مو دادی چې حوادث او مصائب د الله تعالیٰ په اراده راځي، او هېڅ‌څوک يې نېټه تغيير کولای نه‌شي. د جُمعې ورځې حادثه هم له ډېرو يوه وه. زما په ياد دي چې له شوروي ځواکونو سره د جهاد پر مهال؛ په ثمرخېلو کې د يو امنيتي کمربند له ليدو وروسته د لمانځه له پاره جومات ته لاړو، پر جماعت ودرېدو او په همدې دوران کې دښمن ته راپور رسېدلی وو او پر موږ یې بمبار شروع کړ، جومات په بمبار کې تخريب شو، خو موږ الله تعالیٰ وساتلو، داسې چې هېڅ‌چاته هم په کې زيان ونه‌رسېد.

 

د ښاغلي حکمتيار پر ټکو؛ چې مرګ په‌خپله نېټه راځي، هېڅ‌څوک يې نېټه مخکې او وروسته نه‌شي کولی. خدای پوهېږي؛ چې دې نامردو دُښمنانو به په دې موده کې چې موږ په کابل کې اوسو؛ زموږ د نابودۍ په خاطر څومره مکرونه او توطئې جوړې کړې وي؟ خو موفق شوي نه‌دي. دې ناکامه حملې وښوده چې دښمن که څومره لوی مکر هم زموږ پر ضد جوړ کړي، خو د الله تعالیٰ د مکر پر وړاندې يې مکر هېڅ او بې‌معنیٰ دی.

 

د نوموړي پر وينا چې؛ دښمن وروستۍ هڅه هم وکړه، يوولس کيلو تعبيه شوي او خطرناک باروت يې تر مسجده راوړل، غوښتل يې چې موږ ټول ووژني او جومات مو هم په مکمل ډول تخريب کړي، خو الحمدلله ناکام شول.

 

ښاغلی حکمتيار زياتوي چې؛ موږ د هېڅ‌چا پر ضد د جګړې اراده نه‌لرله، او د إإ په‌شمول مو ټولو ته ويل او ويلي مو هم دي؛ چې جګړه د حل لاره نه‌ده. تاسې ټول شاهدان ياست؛ چې موږ په ننګرهار او د هېواد په مختلفو ولاياتو کې پر ځينو خپل‌سرو کړنو شديد اعتراض کړی او مسئولينو ته مو ويلي، څوک چې جنګ درسره نه‌کوي، بايد جنګ ورسره ونه‌کړئ، دا ټول د دې ښکارندويي کوي چې موږ د جنګ پر ځای د سوله‌ايز حل غوښتونکي او طرفدار وو او يو؛ خو له وروستۍ تروريستي حملې معلومېږي چې په دې حالت او موقف کې مو هم ځينې شريرې کړۍ په آرام نه‌پرېږدي. وبه ګورو چې دا نامرده او دين‌دُښمنه عمل چا کړی؟ له معلوماتو او شواهدو وروسته به يې په اړه دريځ او تصميم نيسو چې څه وکړو؟ که اړتيا وه او شوه؛ د يو بل جهاد له پاره هم بايد آماده واوسو، د هغه چا پر ضد چې د خدای په کور کې لمونځ کوونکي او مجاهدين وژني. سره له دې چې د هېڅ‌چا پر ضد مو د جګړې اراده نه لرله. هر چا چې د اسلام او اسلامي نظام خبره کړې، موږ يې حمايت کړی.

 

نننۍ پرتمينې او شانداره حمايتي غونډې د الله تعالیٰ له درباره شهيدانو ته د فردوس جنت، ټپيانو ته د عاجلې او کاملې روغتيا او ورثه‌وو ته يې د جميل صبر پر غوښتنو پای ته ورسېدې.

 

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک