سوله به څنګه راشي، دا ښار د روانډا هیواد پلازمینه كيغالي ده
حمد الله عبد الله
ایا زړه به مو واخلي چي دا هیواد د نړۍ له ترټولو بیوزلو او فقیرو هیوادونو څخه شمیرل کیده او په ۱۹۹۳ عیسوي کال کې د یو داسي خونړۍ داخلي جګړې شاهد وو چې شاوخوا لس لکه انسانان په کې یوازې څو میاشتو کې ووژل شول، د هوتو او توتسي قبیلو تر منځ جګړه ونښته چې د نسل وژنې یوه ستر بشري ناورین یې رامنځ ته کړ، فرانسې چې د روانډا دولت یې حمایه کاوه او لاسپوڅي یې واکمن وو دغه بشرې فاجعه په سترګو لیدله خو مداخله او مخنیوي یې نه کاوه، ټولې نړۍ او په ځانګړي ډول ملل متحد او د بشر حقوقو سازمان دا ستر ناورین په سترګو لید خو لاس تر زنې یې نندارې ته ناست وو...
خیر...
خو اوس روانډا له کورنیو جګړو راوتلې، دنړۍ په کچه په اقتصادي وده او پرمختګ کې په بېسارې توګه پر مخ روان دی، پلازمینه یې په ټوله افریقا کې له پاکو، پر امنه او ښکلو ښارونو شمیرل کیږي.
دا څنکه ممکن شول؟ هیڅ کومه معجزه نه رامنځ ته شوې بلکه کله چې دې خلګو د فرانسې لکۍ پریښوده، په بهرني سیاست کې یې خپلواکي تثبیت کړه، ټولو ښکیلو اړخونو د جګړې ترخې کیسې هیرې کړې د انتقام سوچ یې له سرونو وایست او یو بل یې د یو حقیقت په توګه قبول کړل، او د ګډ کار او هیواد ابادولو ته یې مټې راونغښتلې...
دوی وپوهیدل چې قومي او ژبني تعصبونه یې هیواد ته ترقي او پرمختګ نه وربښي، د یو بل په وژلو حقیقت نه بدلیږي...
پر دوی د الله تعالي دا قول تطابق وکړ چي په قرانکریم کې فرمایي:
إِنَّ اللّهَ لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنْفُسِهِمْ
صدق الله العظیم
