مهم ترین های امروز پنج شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒️: دفاع وزارت وايي، چې ددې وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد؛ متحده عربي اماراتو ته له پنځه ورځني سفر وروسته نن بېرته هېواد ته راستون شو؛ ورسره هم مهاله مرحوم ملا محمد عمر مجاهد ته نږدې کس معتصم آغا جان هم کابل راغلی.
✒️: په افغانستان کې د اسلامي سزاګانو د ورکړې په اړه د نړیوالو نیوکو ته په غبرګون کې اسلامي امارت وايي، چې « افغانستان یو اسلامي هېواد دی، تر ۹۹ سلنه زیات خلک یې مسلمانان دي او د اسلامي قوانینو او نظام د تطبیق لپاره یې ډیرې قربانۍ ورکړې دي.»
✒️: د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي نن د کابل د نوي والي د پېژندنې په غونډه کې زده کړې د ملت حق بللی او ویلي یې دي، چې « زدهکړې د ملت حق دی او دروازې یې باید پرانیستل شي.»
✒️: د اسلامي امارت سترې محکمې نن په پروان او پکتیکا ولایتونو کې د ٩ ښځو په ګډون ٣٠ تنو ته د تعزیري سزا د ورکولو خبر ورکړی دی.
سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په پروان ولایت کې د ٩ ښځو په ګډون ١٨ کسانو ته د لواطت، فریبکارۍ، د K ټابلیټونو د پېر او پلور، نامشروع اړیکو او فساد او دغه راز په پکتیکا کې ٣ تنو ته د غلا په جرم تعزیري سزا ورکړل شوه.
✒️: د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا د افغانستان بانک سرپرست عبدالقاهر ( حاجي ادريس) سره لیدلي او د فقر او بیکارۍ د له منځه وړلو، بشري مرستو، بهرنیو پانګونو، د افغانستان د اسعاري زېرمو، کوچنیو پورونو، مالي خدمتونو د پراختیا او پر یو شمېر نورو مهمو مالي او بانکي مسایلو یې خبرې کړې دي.
د افغانستان بانک وایي په دې لیدنه کې له نړیوال بانکي سکتور سره د افغانستان د بانکي سکتور پر نښلولو هم خبرې وشوې.
په دې لیدنه کې د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا د افغانستان بانک سره د غوره اړیکو پر لرلو ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان بانک د مشرتابه پیغام به د ملګرو ملتونو په راتلونکې غونډه کې شریک کړي.
✒️: باختر اطلاعاتي اژانس راپور ورکړی چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د ” تاجمیر “ کورنۍ سره چې پرون پرې په فراه کې د قصاص حکم تطبیق شو، سل زره افغانۍ مرسته وکړه.
✒️: د استخباراتو لوی ریاست د شیخ رحیم الله حقاني د قاتلینو د نیول کېدو خبر ورکوي.
ددغه ریاست پر ټوېټرپاڼه لیکل شوي، د خوارجو دغه پینځه کسیز گروپ په یو شمېر نورو پېښو کې هم لاس درلود چې په پېچلیو عملیاتو کې ونیول شول.
✒️: د هوا پېژندنې اداره د سالنګونو په ګډون، په بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، بلخ او سمنګانو ولایتونو کې د لیندۍ په ۱۷ تر ۱۸ پورې د واورې د شدید اورښت اټکل کړی دی.
✒️: وزارت خارجه در واکنش به نشست مشاوران امنیت ملی هند و کشورهای آسیای میانه در دهلی نو میگوید که امارت اسلامی از برگزاری چنین نشستها به منظور ایجاد هماهنگی بهتر در راستای امنیت و مصوونیت منطقه استقبال میکند.
✒️: انفجار در دروازه ورودی ولایت فراه رخ داده است
شاهدان عینی میگویند که در انفجار در دروازه دهک این ولایت بالای موتر سایکل یک تن زخم برداشته است.
عبدالحی سباون، رییس اطلاعات فرهنگ فراه این انفجار را تائید کرده، اما در مورد نوعیت آن جزئیات نداده است.
✒️: شیر محمد عباس ستانکزی، معین وزارت خارجه در مراسم معرفی والی کابل گفت که اگر حاکمان خود را در انزوا قرار بدهند، از شناسایی مشکلات مردم دور خواهند ماند و لازم است تا آنان با مردم در تماس باشند.
آقای ستانکزی افزود که هر افغان حق اشتراک در سیاست، اقتصاد و امور دیگر کشور را دارد.
به گفته او، کار باید به اهل کار سپرده شود تا افغانستان از مشکلات کنونی بیرون شود. معین وزارت خارجه همچنان بر فراهمسازی تسهیلات و حل مشکلات اقتصادی از سوی امارت اسلامی تاکید کرد.
✒️: د لوړو زده کړو سرپرست:
د تېر حکومت د لوړو زده کړو وزارت ټول قوانین مطلق لغوه شوي.
وایي، استادانو ته د رتبو د ورکړې پخوانی سیسټم هم لغوه شوی.
پخوا رتبې په تحقیق، اثارو او استادي په رقابت وه.
✒️: د امریکا د خارجه وزارت ویاند نډ پرایس:
که پوه شوو چې افغانستان کې ترهګر بیا منسجم شوي یو وار بیا پر افغانستان برید کوو.
✒️: د ایران د مذهبي مشر خور بدري حسیني:
زما ورور د ایران خلکو ته له ظلم او تنګدستۍ پرته هیڅ نه دي ورکړي، هیله منه یم چې پر ظلم ولاړ دا حکومت ژر چپه شي.
✒️: پاکستان له سعودي عربستان نه ۴،۲ ملیارده ډالر نور قرض وغوښت.
د پاکستان ارزي زېرمې د تاریخ تر ټولو کمې کچې ۶،۷ میلیارده ډالرو ته راښکته شوي، حال دا چې افغانستان نهه نیم میلیارده ډالر نړیوالو بانکونو کې ایښي پرېښي وو.
✒️: امروز (پنجشنبه) نشست بینالمللی در پشتیبانی از آموزش زنان افغانستان در اندونیزیا برگزار شد. رتنو مرسودی، وزیر خارجه اندونیزیا در صفحه تویترش نگاشته که این نشست از سوی اندونیزیا و قطر میزبانی شده است.
در همیندحال وزارت خارجه پاکستان در رشته تویتهای گفته است که بلاول بوتو زرداری وزیر خارجه این کشور که در این نشست اشتراک کرده بود بر اهمیت فراهم سازی آموزش برای زنان افغانستان تاکید کرده است.
✒️: د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ په متحده عربي اماراتو کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي دي.
توماس وېسټ پر خپل ټوېټر لیکلي چې نوموړي په دې لیدنه کې د افغان نجونو د زده کړو، د ښځو حقونو او د افغانستان د راتلونکي لپاره یې د ملي ډیالوګ پر پیلولو خبرې کړې دي.
وېسټ ویلي چې نوموړي په ورته مهال د اسلامي امارت دفاع وزارت د سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ پلاوي سره هم لیدلي دي.
✒️: د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ په متحده عربي اماراتو کې له یو شمېر افغان سوداګرو او پانګوالو سره لیدلي او له هغوی سره یې په افغانستان کې پر اقتصادي ننګونو او تجارتي مسایلو خبرې کړې دي.
✒️: د افغانستان لپاره د روسیې ځانگړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې د ٢٠٢٢ کال په پای کې به افغانستان ته سفر وکړي.
کابلوف ویلي چې کابل ته د نوموړي د سفر نیټه لا نده ټاکل شوې خو په وینا یې د ۲۰۲۲ کال تر پای ته رسېدو وړاندې به دې هېواد ته سفر وکړي.
✒️: امریکا د الجزیرې ټلویزیون لخوا په نړیواله جنایي محکمه کې د خبریالې شیرین ابو عاقله د وژل کیدو قضیې له ثبتولو سره مخالفت کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې نړیواله جنایي محکمه باید د قضیو څیړلو لپاره وروستۍ مرجع وي.
دا په داسې حال کې ده چې د الجزیرې ټلویزیون خبریاله شیرین ابو عاقله د سږ کال په مې میاشت کې د اسرائیلي سرتیرو لخوا ووژل شوه چې د نوموړې د وژل کیدو په تور لا هم کوم اسرائیلي سرتیری ندی نیول شوی او اسرائیل هم هڅه کوي د نوموړې د وژل کیدو په اړه د څیړنو مخنیوی وکړي.
✒️: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خبرداری ورکړی چې د اټومي جګړې ګواښ مخ پر ډېرېدو دی خو زیاتوي چې روسیه به یوازې په هغه صورت کې دا وسلې وکاروي چې برید پرې وشي.
✒️: په پاکستان کې د افغانستان سفارت د کراچۍ ښار له زندانونو د ۷۰ افغانانو د خوشي کېدو خبر ورکړی دی.
دغه سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له کبله نیول شوي وو، چې د اسلامي امارت د جنرال قونسلګرۍ په هڅو خوشي او خپل هېواد ته ولیږدول شول.
دا په داسې حال کې ده چې د معلوماتو له مخې دمګړۍ د کراچۍ ښار په زندانونو کې ۱۴۰۰ افغانان بندیان دي او د خوشي کېدو په تمه شپې او ورځې تېروي.
